احکام او مسایلدینونه او مذاهب

آيا اجتهاد او تقليد په قرآن او سنتو ثابت دی

اجتهاد تعریف:

اجتهاد : په دينې مسئله کې د شرعي نصوصو په رڼا کې کوښښ کولو ته اجتهاد وايي ، او په شرعي مسائلو کې د بل چا په لارښوونه او نظر عمل کول يا د هغه په قول فتوای ورکول تقليد بلل کيږي .

اجتهاد او تلقيد په قرآن او سنتو ثابت دی .

الله جل جلا له فرمايي : فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .

يعنې کوم خلک چې د دين په احکامو نه پوهيږي هغوی به د دين د پوهانو نه پوښتنه کوي او نا پوهانو باندې دا واجبه ده چې د پوهانو په لارښونه عمل وکړي چې د بل په لارښونه باندې عمل کولو ته تقليد وايي .

دا سلسله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته را روانه ده تر نن زمان پورې صحابه کرامو به د هغو صحابه کرامو په قول فتواوې ورکولي چې د فهم ، ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه ورسته دا سلسله تابعينو ته هم نقل شوه او وروسته ائمه اربعه مينځته راغلل … نور تفصيل په معارف القرآن او فتاوي بلدالحرام -۹ کې ولولی) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ (البخاري )

که چيرې مجتهد پخپل اجتهاد کې صحي وي (فتوای يې د قرآن او سنتو موافق وي ) نو ده لره دوه اجرونه دي ، او که خطا شي نو ده لره يو اجر دی .
مګر هر وخت چې مجتهد ته خپله غلطي څرګنده شي بايد له خپلې رايې صرف نظر وکړي او صحي قول ومني .

په دور نبوت کې د اجتهاد مثال:

جناب رسول الله صلی عليه وسلم څوکسه صحابه کرام رضی الله عنهم يو ځای ته په کار پسې واستول اودوی ته يې هدايت وکړ چې د ماځيګر لمونځ به په فلاني ځای کې کوئ نو صحابه کرام هم را روان شول مزل پر مزل تر دې چې هغه ځای ته لانه وه رسېدلي چې جناب رسول الله صلی عليه وسلم ور ښودلی ؤ ، که ګوري چې په دې وخت کې د ماځيګر لمونځ پر قضا کېدو شو ، نو د صحابه کرامو په منځ کې اختلاف پيداشو او په دوو ډلو ووېشل شول ، يوې ډلې ويل چې جناب رسول الله صلی عليه وسلم خو مونږ ته امر وکړ چې د ماځيګر لمونځ به هغه فلاني ځای ته رسوئ ، اوهلته به يې کوئ، نو که اوس لمونځ قضاء کېږي هم ، مونږ يې هغه ځای ته رسوو دا ځکه چې جناب رسول الله صلی عليه وسلم همداسي راته ويلي دي او دا د ده مبارک امر دی .

بلې ډلې بيا دا ويل چې نه دا سمه نه ده چې لمونځ قضا کوو ، د ماځيګر لمونځ بايد همدلته وکړو بيا روان شو ، ځکه چې د جناب رسول الله صلی عليه وسلم مطلب خو دا ؤ چې د لمر لوېدو څخه مخکې به تاسې هغه ځای ته ورسېږئ اوهلته به د ماځيګر لمونځ وکړئ ، نو دا چې مونږ په دې ونه توانېدو چې د لمر لوېدو څخه مخکې هغه ځای ته ورسېږو او هلته دې ماځيګر لمونځ وکړو نو دا چې اوس دلته لمونځ په قضاء کېدو دی بايد همدلته د ماځيګر لمونځ وکړو .

مطلب دادی چې د دغو دوو ډلو تر منځ پر يوه خبره اتفاق رانه غی ځينو پکښي يو نظر او ځينو بيا پکښي بل نظر درلود نو هغه ؤ چې ځينې صحابه کرامو د ماځيګر لمونځ وکړ او ځينو قضا کړ او څه وخت چې هغه ځای ته ورسېدل چې جناب رسول اکرم ورښودلی ؤ، هلته يې د ماځيګر لمونځ وکړ.

څه موده وروسته دغه قصه د جناب رسول الله صلی عليه وسلم حضور ته وړاندې شوه ، جناب رسول الله صلی عليه وسلم دواړې ډلې پر حق وبللې او د يوې ډلې رد يې هم ونه کړ ، ځکه چې دواړو ډلو خو د خپل فکر او اجتهاد مطابق د جناب رسول الله صلی عليه وسلم په حکم باند عمل کول مقصد وه ، که څه هم چې د دوی په منځ کې اختلاف موجود ؤ د جواز او عدم جواز يعني دروا او ناروا اختلاف ؤ ، ځکه چې يوې ډلې دلته لمونځ روا باله او بلې ډلې دلته روا نه باله ، يو ډلې دلته لمونځ وکړ او بلې ډلې د ماځيګر لمونځ قضاء کړ ، هغه مطلوبه ځای ته چې ورسيدل چې جناب رسول الله صلی عليه وسلم ورښودلی ؤ هلته يې د ماځيګر لمونځ اداء کړ .

د مجتهدينو تر منځ اختلاف هم همدا ډول دی ، او هر امام د خپل اجتهادي صلاحيت سره سم د شريعت احکام عملي کوي ، نو ښکاره خبره ده چې د دغو امامانو ترمنځ هم په ډېرو مسايلو کې اختلاف رامنځته کېږ ي ، د صحابه کرامو دغه اختلاف نه يوازې دا چي جناب رسول الله صلی عليه وسلم بر داشت کړ ، بلکې دغه ته يې رحمت ووايه ، که تاسې فکر پر کار واچوئ اوستر ګې خلاصې کړئ نو دغه اختلاف به ډېر ژر رحمت په نظر درشي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۳۹۹ )

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: checked