تکنالوژيټولنهحقوق

آیا د کتاب پي ډي اېف PDF بڼې ته اړول جائز دي؟!

هغو کسانو ته به څه ووایو چي د کتابونو “رابن هوډ” ئې له ځانه جوړ کړی وي او د “غرباوو” په ګټه کار کوي؟! یا به داسي پوښتنه وکړم چي یو انسان تر ډېري خوارۍ وروسته سل لکه روپۍ جمع کوي او په تجرۍ کي ئې خوندي کوي، بیا یو څوک راځي، د تجرۍ قلف ماتوي او پیسې د کلي په غرباوو وېشي، آیا دا نېکي بللای شو؟!

خیر د موضوع خوا ته به راشو! نن سبا د “پي ډي اېف” کتابونو معامله ډېره ژوره شوې ده، کوم خلک چي دا کار کوي دوی وايي: “موږ د علم د ادب خدمت کوو.” او چي دیني کتابونه “پي ډي اېف” بڼي ته اړوي هغوی خو د دیني خدمت لافي هم وهي.

بل خوا ته بیا ناشرین حضرات په دې معامله کي دومره خفه دي چي ډېری دوستان خو د نورو کارونو پیل کولو په اړه فکر کوي. ادبي کتابونه دي او که اسلامي نن سبا هر خوا ته د “پي ډي اېف” شور دئ.

اسلامي کتابونه کله کله پر څو جلدونو باندي مشتمل مکمل سېټ وي چي بیه ئې هم لوړه وي، د داسي کتابونو په چمتو کولو کي د ناشرینو په لکونو روپۍ مصرف شوي وي. یو مثال به ئې ووایم، د معروف کتاب أبن کثیر ۳۵۰۰-درې نیم زره پاڼي دي، د یوې پاڼي کمپوزنګ د قرآن حکیم د متن په سبب تر ۱۰۰-سل روپیو پوري رسي، د بیا کتني چاري چي دوه ځله ترسره کیږي نو دا هم ۵۰-روپۍ شي، که د دومره ستر حجم کوم کتاب ژباړل کیږي نو پر یوه پاڼه ۲۰۰-دوه سوه روپۍ معمولي خبره ده، په دې توګه نو د یوې پاڼي د بشپړېدلو لپاره تقریباً ۳۵۰-درې نیم سوه روپۍ لګښت راځي، که چیري تصور وکړو چي د ابن کثیر تفسیر د پنځو جلدونو سېټ دئ، نو د ۳۵۰۰-درې نیم زره پاڼو د سافټ کاپي لګښت تقریباً ۱۲۵۰۰۰۰-دولس نیم لکه روپیو پوري راځي، یعني یوازي پر یوه کتاب باندي تر یو ملیون زیاتي روپۍ، د طباعت او چاپ مراحل تر دې وروسته راځي چي د هغه لګښت هم تر دې کم نه بلکي زیات وي.

اوس چي نو تر دومره درندو مصارفو وروسته کتاب بازار ته وړاندي شي نو “زمری ځوان” لستوڼي را بډ وهي، میدان ته را کښته شي او په ډېر زحمت او اوداسه سره دې “نېک” کار ته ملا وتړي. بلې هو! د بسم الله په ویلو سره د تجرۍ قلف خلاص کړي او په لسګونو او سلګونو لکه روپۍ د غرباوو د مرستي لپاره په دواړو لاسونو پاشي .

یو ټکی دا دئ چي له “پي ډي اېف” نه د علم خدمت ترسره کيږي خو په حقیقت کي داسي نده، اسلامي کتابونه در واخلئ، په اوس عصر کي چي د اهلِ حدیثو او دېوبندي حضراتو څومره تألیفات شته دي پر هغوی ټولو ناشرینو کار/خدمت ترسره کړی، کومي ستري ستري تحقیقي ادارې چي جوړي شوي هغوی د هغه خدمت سلمه برخه خدمت هم نه دئ ترسره کړی کوم خدمت چي ناشرینو سرته رسولی.

حدیث وي او که قرآن، فقه وي او که بل کوم میدان… اوس چي په بازارونو کي په زرګونو جلدونو کوم کتابونه موجود دي هغوی ټول د دغو ناشرینو خدمات دي، د اوسنیو ستومانه بازراونو نه په وېره سره دا ناشرین نور کار ته زړه نه ښه کوي.

د پاکستان یوې مشهوري نشراتي ادارې تقریباً خپل ریسرچ سېنټر ختم کړ، تاسي اندازه ولګوئ چي یوې ادارې د حدیثو کتاب “لیکوال عبدالرزاق” چي تر لسو جلدونو پوري ضخیم کتاب وو، وژباړه، کمپوز ئې کړ… تر څنګ ئې څو جلده چاپ هم کړ، پر همدې مرحلې دوی کار په ټپه ودراوه، دوی ویل چي تر اوسه مو شل لکه روپۍ مصرف شوي، او د نورو دېرشو لکو د مصرفېدلو احتمال شته، حدِ اقل هغه خو را ته پاته شوې.

دوی د ډېرو داسي کتابونو چاپ ځنډولی چي ډېر مصرف ورباندي راځي. اوس نو په ډاډه زړه ووایاست چي آیا دا د دین خدمت شو او که تاوان؟! کوم شی چي له مخکي نه موجود وو هغه خو مو په ډېر سرعت سره خپور کړ خو چي د مزید کار کولو لار چي مو په ټپه وتړله د هغې مجرم به نو څوک وي؟!

اصولاً خو به دا ګټه هغه وخت وای چي د پي ډي اېف جوړونکي زمري هم کله نا کله خپله دوه درې ملیونه روپۍ مصرفولای او کتابونه ئې ژباړلای او انټرنېټ ته ئې اپلوډ کولای… دا نو څه کار شو چي د نورو د تجَریو په ماتولو سره دي د غرباوو مرسته وکړي، کله خو دي له خپل جېب نه هم صدقه ورکوي.

د علمي تاوان تر څنګ د دې یو اړخ غلا هم ده، ډېری وروڼه دې ته د غلا په سترګه بالکل نه ګوري، دوی وايي علم هم غلا کیږي… بالکل غلا کیږي.

ناشرین حضرات یوازي د ثواب لپاره کتابونه نه چاپ کوي، د دوی یو هدف بلکي عموماً لومړنی هدف د رزق تر لاسه کول وي او بیا ثواب و خدمت… هو کله داسي هم وي چي د دوی لومړنی خدمت او ثواب مقصد وي ځکه آخر دوی هم مسلمانان دي.

اوس په ایماندارۍ سره قضاوت وکړئ چي یو سړی فکر کوي، مسلسل فکر کوي او یو فکر ئې په ذهن کي ور ګرځي. هغه په ډېر زحمت سره هغه فکر ته عملي جامه وراغوندي، په لکونو روپۍ ورباندي په مصرفوي، د شپو آرام پرېږدي او ځان ستړیا ته ورکوي، چي کله چمتو شي نو زمری پر راورسیږي او نقل ئې واخلي او کمپیوټر ته ئې پورته کړي. دا نو د هغه د کاروبار او د هغه د شوق لاښ دئ.

تاسي څه فکر کوئ چي موږ ناشرین د خاورو بتان یو چي څه جذبات نلرو، جنابه! چي تر کلونو زحمتونو وروسته کله یو کتاب چمتو کيږي نو همهغومره زړه ته تېر وي لکه اولاد… خو چي کله غلا شي نو ټول ارمانونه مو برباد شي.

د زحمت خبره ئې هم واورئ! زما په یاد دي چي د الؤلؤ والمرجان کتاب د عنوان(ټائټل) د یوازي کتابت کولو لپاره زه د خطاط عبدالرشید قمر صاحب تر کوره اتلس ځله ولاړم، هغه وخت د کمپیوټر زمانه نه وه، ټول کارونه په لاس ترسره کېدل، نو دومره خواري به مو ایستله، خطاطانو به ډېر وخت نیوه، شوق هم وو، د ځوانۍ پیل هم… تر دې اندازې چي بالاخره مي ورباندي ولیکلو… څومره زحمت مو وکړ… چي دا زحمت مي څوک نقل او عام کړي نو آیا غلا به نه بلل کیږي؟!

د پي ډي اېف د اهمیت نه بالکل انکار نکوم، نه هم زه د نویتوب/جدّت دښمن یم، وروره خو دا نویتوب نه دئ!! اصل کار خو دا وو چي د هغو کتابونو نقل باید تیار شوی وای چي په مَرور د زمان نایاب شوي، یا هغه کتابونه چي د هغوی بیا چاپ کول د ناشرینو توجه نشي جلب کولای، خو بیا هم ډېر قیمتي دي.

نو د داسي کتابونو نقل PDF کول هم مجبوري ده او هم ضرورت، بلکي په دې توګه به مړه شوي کتابونه ژوندي هم شي.

لیکنه: ابوبکر قدوسي

ژباړه: محمد هاشم شاهین

یادونه: وسیع ویب کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: