مسلمان پوهان

ابن‌ خلدون‌ او تاريخ – شپږمه برخه

تاريخ پېژندنه د نوموړې كلمې په رښتينى مانا، له ((توسيديد)) له ۳۹۵ تر ۴۶۰ پورې رامنځ ته كېږي. البته له هغه څخه مخكې هرودت په ۴۲۵- ۴۸۰ كال كې له مېلاده مخكې، په دې برخه كې د يادونې وړ مرسته كړې ده؛ خو موخه يې دا وه، چې لرغوني داستانونه د هېرېدو له ګواښ څخه وساتي. په داسې حال كې، چې اور توسيديد د انسان د فكري تحول له پړاوونو څخه، يو پړاو شمېرل كېږي. د لومړي ځل لپاره انسان په شعوري ډول پر خپلو كړنو د پوهېدنې په لټه كې شو. ابن خلدون د تاريخ د تعريف په هكله وايي: (( تاريخ د نړيوالې ټولنې په توګه له انساني ټولنې څخه له خبر وركولو او هغو كيفياتو څخه عبارت دى، چې د دې ټولنې پر طبيعت عارض كېږي. لكه: توحش او يوځايي ژوند، عصبيتونه او د بشر د زبر ځواكۍ ډولونه، د يوې ډلې پر بلې برلاسه كېدل او هغه څه، چې د دغو عصبيتونو او برلاسه كېدو په پايله كې رامنځ كېږي؛ لكه: د پادشاهيو، دولتونو رامنځ كېدنې او په هغه كې دهغوى رتبې او درجې او هغه څه، چې بشر يې  د خپلې هڅې او هاند له امله لاس ته راوړي. همدارنګه دندې، معاش، پوهې، هنرونه او نور عادتونه او حالونه څخه، چې د نوموړې ټولنې د طبيعت په پايله كې رادمخه كېږي.)) پر دې بنسټ د ابن خلدون په باور، تاريخ په حقيقت كې (( د پېښو او د پېښو د مبادي په اړه سوچ او څېړنې او د پېښو د لاملونو د موندنې په برخه كې له ژورې پلټنې څخه عبارت دى او همدارنګه هغه پوهه ده، چې د پېښو د كيفيتونو، لاملونو او حقيقي علتونو په هكله بحث كوي او له همدې لامله، تاريخ له حكمت څخه سرچينه اخلي او ښايي، چې د هغه له علومو څخه وګڼل شي. ))

[irp][irp][irp]

د سياسي واك سرچينه او د تاريخ دوراني حركت: ‌

د ابن خلدون په باور، د سياسي واك سرچينه، د انسان په حيواني ( غريزه ) سرشت او ډله ييز ژونديې په تجمعي ذات كې نغښتى دى. حيواني غريزه، د سركشيو، تاوتريخوالو، غوسې او تقلبي لېوالتياوو ښكارندوى دي؛ خو بالعكس د انسان تجمعي ذات، يو له بل سره مرستې او د ټولنيزو اړيكو او مناسبتونو همغږېتوب په بركې نيسي. له لانجو او شخړو څخه، چې له انساني ژوندانه سره څنګ نه لګوي، د مخنېوي په خاطر، انسانان اړ دي د يوه شخص امر او حكم منلو ته چې د نورو په پرتله ځواكمن وي، غاړه كېږدي؛ يانې د هغه چا فرمان ته، چې له جسمي او نفساني پلوه، د سمونونو د راوستو او د ټوليزو ګټو د ساتلو او لارښوونې وړتيا او توان ولري. د همداسې يو كس، شرطونه، د طبيعي اړتياوو پر بنسټ وي، چې د ټولنيز حالت په پيدا كېدو، رامنځ ته كېږي او په عين حال كې هم طبيعي او هم ټولنيز دى.

په ټوليز ډول ابن خلدون باور لري، چې واك پنځه پړاوونه وهي:

۱ –  پر مخالفينو د برياليتوبونو او برلاسۍ، پر هېواد د واكمنېدو او له بل دولت څخه يې د بيا نيونې پړاو.

۲ – د مطلق يا زوراكي حكومت پړاو او يا هم د قبيلې پر ټولو وګړو د يو كس واك او د مطلق حكومت پړاو.

 ۳ – د دولت د هوساينې او آرامتيا پړاو او د واكمنۍ او هېوادنۍ چارو د پايلو د ترلاسه كولو مرحله.

 ۴ – د خوشالۍ او روغې جوړې پړاو. ‌

 ۵ – د اسراف او تبذير پړاو، چې چارواكي خپل زيات وخت د عيش او خوښيو په محفلونو كې تېروي او هېوادنيو چارو ته رسېدنه نه شي كولاى، چې په ترڅ كې د هغه قوم په وسيله، چې ډېر عصبيت لري، مغلوبېږي.

 په لنډه توګه بايد يادونه وكړو، چې د ابن خلدون د تاريخ د دوراني خوځښت د نظريې پر بنياد، كله چې سارايان د زيات عصبيت د درلودلو له امله پر ښاريانو برلاسه كېږي او د نوي دولت د رامنځ كېدو لاملونه رامنځ ته كوي، قبايلي مشران له ښاري تجملاتو، اخلاق او عاداتو سره عادت كېږي او په تدريجي توګه خپلې مېړانې، ځان تېرېدنې، قناعت او سرزوري له لاسه وركوي او كمزوري كېږي او ورو ورو د خپل عصبيت قوه له لاسه وركوي. پر دې اساس، هغه قبيله، چې دمګړۍ د زيات قبيلوي عصبيت لرونكي وي، پر دوى غلبه مومي او هغه دولت يې چې مخكنى دولت يې رامنځ كړى و، له منځه وړي او د يو نوي دولت بنسټ ږدي، چې دغه د تسلسل او توالي لړۍ پاى مومي. په پاى كې بايد ووايو، چې د ابن خلدون نظريې د ده دور پورې ځانګړې وې، چې زياتره يې وروسته د پوهانو له خوا جرح او تعديل شوي هم دي.

[irp][irp][irp]

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: