صحابه کرامو سیرت

ابوعبیده عامر بن عبدالله بن الجراح الفهري رضي الله عنه

 
امین الأمة ابوعبیده عامر بن عبدالله بن الجراح الفهري رضي الله عنه، د نرۍ دنګې ونې او روښانه څېرې سره انتهایي تقوادار او حیاناک شخصیت و. د همدې لویې هستۍ په باره کې حضرت عبد الله بن عمر (رضی الله عنه) وایي چې په قریشو کې درې نفره دي، چې د ښکلي مخ، ښو اخلاقو او پوره حیا څښتنان دي، چې نه خپله درواغ وایي او نه يې بل څوک درواغجنوي:
١: سیدنا ابوبکرصدیق. ٢: سیدنا عثمان بن عفان. ٣: سیدنا ابو عبیده بن الجراح رضي الله تعالی عنهم.
حضرت ابو عبیده رضی الله عنه د بدر د غزا په ورځ د صفونو په منځ کې داسې په میړانه ګرځېد، چې کوم طرف ته به ابو عبیده – رضي الله عنه – مخه کړه، هغه طرف ته به مشرکانو مخه ورکوله، هیڅوک یي مخ ته نه شوای دریدلای، بدبختانه چې د مکې د مشرکانو په صف کې د دوی پلار هم راغلی و. د جنګ په میدان کې څو ځله د حضرت ابوعبیده، – رضي الله عنه – مخ ته خپل پلار ودرید، حضرت ابوعبیده به مخ بل طرف ته ځنې واړاوه، په اخیري ځل چې جنګ ښه زور اخيستی و او ابوعبیده هر طرف ته د مشرکانو په وژلو پسې توره په لاس ګرځیده، څه ګوري بیا یې پلار د دوی او نورو مشرکانو تر منځ لاره وتړله، نو حضرت ابوعبیده رض مجبوراً خپل پلار دومره په زوره په توره وواهه، چې ککرۍ یي دوه ځایه شوه او د ده په مخ کې راوغورځید، الله تعالی د حضرت ابوعبیده – رضي الله عنه – زړورتیا او په دین محکم والی وستایل او دا ایاتونه يې را نازل کړل:
﴿ لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴾ [سورة المجادلة: ۲۲].
ژباړه: ای محمده (صلی الله علیه وسلم) ! ته به داسې یو قوم نه کړې پیدا چې په الله تعالی او په ورځې د قیامت ایمان لري او بیا دې له هغه خلکو سره چې له الله تعالی او د هغه له رسول سره دښمني کوي، دوستي او مینه ولرې. اګر که دا کسان یي پلاران، زامن، وروڼه او یا نور خپلوان وي، د همدغو کسانو په زړونو کې یې ایمان لیکلی، او مضبوط کړی دی په هدایت سره.او دا خلک به د همیش لپاره په هغه جنتو کې اوسیږي، چې تر هغو لاندې به څلور قسمه ویالې بهیږي، الله ﷻ به له دوی څخه راضی وي او دوی به له هغه څخه، او همدا خلک د الله تعالی ډله ده او خبردار د الله ﷻ ډله خامخا کامیابه او هدف ته رسېدونکې ده.
له حضرت محمد بن جعفر څخه روایت دی، چې د نصاراوو ځنې استازي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ورته ویې ویل چې: ای ابوالقاسم ! زموږ تر منځ د خپلو مالونو په وجه اختلاف پیدا شوی، ستا له ملګرو څخه داسی يو څوک له موږ سره ولیږه چې تا ته خوښ وي، تر څو زموږ ترمنځ سمه فیصله وکړي، ځکه ستاسو د مسلمانانو ډله موږ ته ډیر ارزښت لري، رسول الله صل الله علیه وسلم ورته وویل، بیا لږ وروسته راشئ، زه به درسره یو رښتونی او غښتلی شخص ولېږم.
حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وایي: الله شاهد دی، چې زه د ماسپښين لمانځه ته ښه وختي په دې نیت ولاړم، که چیرته زه د هغه خیر مستحق شم کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل استازي په اړه فرمایلی و، نه دا چې زما له امارت یا ریاست سره کومه مینه وه، ماسپښين چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم، لمونځ راکړ، نو خپل ښي او چپ اړخ ته يي وکتل، ما دا خپله غاړه د دې لپاره لږ هسکه کړه، چې ما وویني، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم، همداسې یو بل طرف ته کتل، چې کله یي په حضرت ابوعبیده رضی الله عنه نظر ولګید، اشاره یي ورته وکړه او را ویې غوښت، او ورته ویې فرمایل چې له دوی سره ولاړ شه او د دوی تر مابین په رښتونې توګه فیصله وکړه. حضرت عمر رضي الله عنه، وایي چې ما له ځانه سره وویل چې ابوعبیده ـ رضي الله عنه ـ د دې لوی خیر څښتن شو.

حضرت ابو عبیده رضي الله تعالی عنه نه یواځې دا چې د امین الامة لقب ګټلی و، الله تعالی ډیر قوت او زړورتیا هم ورکړې وه. په ډیرو جهادي مواقعو کې یې د خپلې زړورتیا څرګندونه کړې ده. روایتو کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابو عبیده رضي الله عنه په مشرۍ کې یوه ډله صحابه کرام د دې لپاره ولېږل چې د قریشو کاروان ته کمین ونیسي او حصار یې کړي. په دې جهادي سفر کې له حضرت ابو عبیده رضي الله تعالی عنه سره د خوراک لپاره صرف یوه کڅوړه خورماوې وې. حضرت ابو عبیده رضي الله تعالی عنه به هره ورځ د صحابی په سر یوه یوه خرما تقسیموله، هر صحابی به هغه یوه یوه خرما داسې زبېښله لکه ماشوم چې د مورتی رودي، شا ته به یي اوبه پسې وڅښلې، تر بېرته راتلو یې په همدې ګوزاره وه!

بله زړوتیا یې د احد پر میدان هغه وخت څرګنده کړه کله چې مسلمانان را مات شول او د مکې مشرکانو په اوچت اواز سره نارې وهلې، چې موږ ته محمد (صلی الله علیه وسلم) راوښاياست، موږ ته محمد (صلی الله علیه وسلم) راوښاياست.

حضرت ابو عبیده رضي الله عنه د هغو صحابه کرامو له جملې نه و چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم ګرد چاپیره راټول ول او خپلې سینې یې د رسول الله لپاره ډال کړې وې او د مشرکانو غشي یې ور څخه ګرځول. کله چې جنګ ختم شو نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم رباعي غاښونه په کې شهیدان شوي وو، تندی مبارک یې زخمي و او په مخ کې یې د زغرې دوې کړۍ بندې وې. حضرت ابوبکر صدیق غوښتل چې دا کړۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مخ نه راوباسي، حضرت ابو عبیده رضي الله عنه ورته وویل: زه د الله تعالی په نامه تا ته لوړه در کوم چې دا خدمت ما ته پرېږده. ابو بکر صدیق رضي الله عنه دا خدمت ده ته پریښود، دې وخت کې له حضرت ابو عبیده رضي الله سره دا وېره پیدا شوه، چې که دا کړۍ په لاس کاږم هسې نه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تکلیف ورسیږي، نو یوه کړۍ یې په غاښو ټینګه ونیوه او را کش یي کړه چې د کړۍ له را ایستلو سره یې یو غاښ هم ووتل. پاته دوهمه کړۍ يې هم په غاښو راوښکله چې له هغې سره یي هم یو غاښ ووتل. حضرت ابو بکر صدیق رضي الله عنه وفرمایل چې ابو عبیده د هغو ټولو خلکو غوره شخص دی چې غاښونه یې وتلي دي!

د سقیفة بنو ساعدة په ورځ مخکې له دینه چې له حضرت ابو بکر الصدیق رضي الله عنه سره بیعت وشي، حضرت عمر فاروق رضي الله عنه و حضرت ابو عبیده رضي الله عنه ته وویل: لاس دې را اوږد کړه چې بیعت درسره وکړم، ځکه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي، هر امت لره یو امین وي او د دې امت امین هغه ابو عبیده دی. حضرت ابو عبیده رض ور ته وویل: زه د هغه چا په وړاندې څنګه ودرېږم چې د رسول الله په ژوند کې یې موږ ته امامت راکړی. د حضرت ابوبکرصدیق رضي الله عنه تر وفات کېدو پورې د هغه ښه اطاعت کونکی او په ټولو چارو کې کامل خیر خواه پاته شو!

له حضرت ابو بکر صدیق رضي الله څخه وروسته چې کله د خلافت چارې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته ور د غاړې شوې، نو بیا یې له حضرت عمر رضي الله عنه څخه د ژوند تر پایه په پوره توګه اطاعت وکول، البته کله چې حضرت ابو عبیده رضي الله عنه په شام کې د مسلمانانو د لښکر امیر و او د مسلمانانو لښکر یو په بل پسې مختلف ښارونه فتحه کول، تر دې چې د حضرت ابو عبیده رضي الله عنه په امارت کې د مسلمانانو لښکر د شرق له لوري فرات او د شمال له لوري کوچنۍ اسیا ته ورسیدل، او شام نور د فتحې په درشل ودریدو، له بده مرغه چې په دغه وخت کې په شام کې دومره بي ساری طاعون یا وبا ګډ شو، چې تر دې وخته یې هیچا کومه بېلګه نه وه لیدلې، خلک یې له یوه مخه یو په بل پسې وژل، په همدې وخت کې حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه د خپل قاصد په لاس یو خصوصي پیغام حضرت ابو عبیده رض ته ور ولیږل او ورته ویې لیکل: زما تاسو ته ډیر ضرورت پیدا شوی چې له تاسو پرته په بل چا دا ضرورت نه شي حل کیدای، نو په ډېر ټینګار سره که زما پیغام د ورځې در ورسیدو، تر شپي به انتظار نه کوې، سمدستي به را روانیږې او که د شپې در ورسیدو تر سهاره به نه انتظاریږې، را روانیږی به.

کله چې قاصد د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه پیغام و حضرت ابو عبیده رض ته ورکړ، نو ابو عبیده رض وویل زه د امیر المؤمنین په ضرورت پوهیږم، دی غواړي هغه څوک ژوندی پاته کړي چې هغه ژوندی نه شي پاته کیدای. ورسته یې وحضرت امیرالمؤمنین ته ولیکل:

امیر المؤمنینه! زه ستاسو په هغه ضرورت چې ما ته يې لرئ ښه پوهیږم، البته زه د مسلمانو مجاهدینو په لښکر کې یم، زه هیڅکله دا نه خوښوم چې زه دې له هغه څه خوندي پاته شم چې د مجاهدینو نور لښکر ته رسیږي، زه له دوی څخه تر هغو د جلا والی اراده نه لرم چې تر څو لوی رب زما او د دوی په هکله خپله فیصله نه وې کړې، کله چې زما مکتوب در ورسیږي لطفاً ما له خپله امره خلاص او همدلته د پاته کیدو اجازه راکړﺉ!

کله چې حضرت عمر (رضي الله عنه) هغه مکتوب ولوستل، بی حده ډیر یې وژړل، کوم کسان چې په مجلس کې ورسره ناست وو هغو پوښتنه وکړه: امیرالمؤمنینه! حضرت ابو عبیده رض وفات شوی؟

حضرت عمر فاروق رض ورته ویل: نه وفات شوی نه دی، خو مرګ ور ته نیزدې دی. د امیر المؤمنین ګومان خطا نه و، ځکه لیږ وخت ورسته د طاعون مرض تر حضرت ابو عبیده رض هم ور ورسید. کله چې د حضرت ابو عبیده رض د وفات وخت رانیزدې شو، نو د مجاهدینو لښکر ته یې داسې وصیت وکول!

زه تاسو ته یو وصیت کوم، که مو ومنل د تل لپاره به ګټور یاست:

لمنځونه کوﺉ، د رمضان د میاشتې روژې ونیسئ، د خپلو مالو څخه فرضي زکات ورکوﺉ، حج او عمره کوﺉ، یو بل ته د خیر او ښیګڼې امر کوﺉ، خپلو مشرانو ته نیکې لارښونې او مشورې ورکوﺉ، د دنیا په خوښیو او ښایست چې دوکه نه شئ.

که د یو چا عمر ١٠٠٠کاله شي، بیا به هم له هغه حالت سره مخامخ کیږي، کوم چې نن تاسو وینئ. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

وروسته یې حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه ته مخ ور واړاوه او ورته ويې ویل: خلکو ته لمونځ ورکړه، لیږ ساعت وروسته یې خپله روح د ځمکو او اسمانونو څښتن ته وسپارله.

حضرت ابو عبیده رضي الله عنه له وفات څخه وروسته معاذ بن جبل رض خلکو ته جګ شو ، ورته ویې ویل: ای مسلمانانو! تاسو ته نن
يوه ستره غمیزه ورسیده، قسم په الله تعالی که ما د ابو عبیده په څېر د لويې سینې، نېکو اخلاقو او د عامو خلکو خیر غوښتونکی بل څوک لیدلی وي، تاسو بښنه ورته وکوﺉ الله تعالی به پر تاسو خپله لوريينه وکړي.

_________________________
مأخذ: صور من حیاة الصحابه. للدکتور عبد الرحمن رأفت الباشا
ليکوال: ابو ادریس عبرت مهاجر

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: