ادیبان، لیکوالان، شاعرانافغانستان مشاهیر

احمد شاه بابا او ادب او شعر

ستر اوسه خلک د منځنۍ آسیا نامتو بریالی او معروف شهنشاه لوی احمد شاه بابا یواځې د تورې اومیړانې خاوند بولي او ددوی په فکر یې یواځې په همدغو اصافو مځکې نیولي او د افغانستان د شهنشاهۍ تیږه یې ایښې ده .

 مګر په حقیقت کې داسې نه ده .لوی ا حمد شاه بابا لکه د آسیا د منځنیو فاتحینو چنګیز ،تیمور ،نادر افشار غوندې یواځې په خپلو سوقیاتو او توره ملکونه نه دي نیولي بلکه ده له تورې سره قلم له خپلې سر تیري او توریالیتوب سره علم،فضیلت،تقوی ،احسان زړه سوی او ادب هم در لودل..

 ځکه نو دی نه یواځې یو عادل پاچا بلکه عالم مشر اجتماعي مصلح روحاني مقتدا او یو تکړه ادیب او لوړ شاعر هم ګڼل کیږي .په عربي ژبه ډیر خوندور اشعار ځینې پاته دي چې تر ۱۱۶۶ هجري قمري کال پخوا دکتاب په ډول په فارسي ژبه پرې شرح لیکل شوې ده .د فارسي دیوان یې هم درلود ، د تصوف غامض او مغلق نکات یې هم په یو ه کتاب چې (( علم ګنج)) نومیږي په فارسي ژبه څیړلی دی پښتو دیوان یې ۳۰۰۰ بیتو ته رسیږي ډیر لوړ اخلاقي مضامین لري دده په شعر کې دده عالي فکر لوړ همت د پښتنوالي جذبات دشهنشاهۍ جګ نظر د بښنې او ښندنې هسک عواطف د توریالي توب بر جسته احساسات د جهان ګیرۍ کلک عزم د ایمان او عقیدې ټینګار د عشق سوزنده دردونه دي

او دا څرګنده وي چې: احمد شاه بابا څنګه چې د تورې په میدان یو بریالی او ننګیالی سرتیردی د پښتنو پر ډګر بشپړ پښتون د سیاست او مشر توب له پلوه د خپل عصر لوی سیاسي مشر او فاتح او په اجتماعي دنیا کې یو تکړه اخلاقي شاعر هم دی .د لوی احمد شاه بابا ویل ډیر ساده او موثر دي پر وینا یې تصوف اثر لري .شاعري یې د تصنع او نمایش د پاره نه ده بلکه د زړه ږغ یې دی او تشه وینا نه ده .کلام یې له تعقید او ابهامه څخه خلاص دی ،خپل لوړ افکار او د سوي زړه ږغ په ساده او خوږو الفاظو څرګندوي له وینا څخه یې پښنتواله ښکاره ده د تصور او تخیل په دنیا کې د پښتنوالي تر حدودو نه وزي دده د وینا ځینې ټوټې دا دي

 د وطن مینه:

 لوی احمد شاه بابا له خپل وطن سره دومره مینه لري چې په لږوشاعرانو کې لیدل کیږي لکه ده چې عملا هم خپل وطن ګران ګاڼه او دغه خاوره یې د ټولو افتخاراتو ادبي ،عمراني او اقتصادي مرکز کړ دغسې قولا هم خپله مېنه ستایي ،یووخت لوی احمد شاه بابا د شهنشاهۍ له شوکت او عظمت سره د هندوستان په ځنګلو کې پروت دی دده بریالی لښکر د ډیلي ښار فتحه کوي اود پښتنو پلار په برم او جلال ور داخلیږي مګر په دې حال کې هم د خپلو غرو خوږ نسیم نه هیروي او د زړه ګل یې بې له دې وږمې نه غوړیږي

د زړه ګل به مې له خاورو کا سر پورته

که نسیم له کوهستانه وزیده

په دې رباعي کې یې هم خپل وطني احساسات ښه څرګند کړي دي

د زړه فریاد دی له جدایۍ

اور مې ورک نشي د آشناۍ

چې پر وطن وي زړه څه قرار وي

یم بې طاقته په پردیسۍ

د لوی احمد شاه بابا دا لاندنۍ وطني بدله د یو دیوان قیمت لري او د پښتنو په وطني ادب کې خورا مهمه ده

ستا د عشق له وینو ډک شو ځیګرونه

ستا په لاره کې بایلی ځلمي سرونه

تاته راشمه زړګی ځما فارغ شي

بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه

که هر څو مې ددنیا ملکونه ډېر شي

ځما به هېر نشي دا ستا ښکلي باغونه

دډهلي تخت هیرومه چې را یاد کړم

ځما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم

چې په توره پښتانه که ګذارونه

د (فرید )او د (حمید)دور به بیا شي

چې زه وکاندم په هر لوري تاختونه

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې

ځما خوخوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

((احمد شاه )) به دغه ستا قدر هیر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه

په دې بدله کې تاسو ګورئ چې زموږ ښاغلی پلار د شهنشاهۍ ټولې ښیګڼې او خوندونه تر خپل وطن پورې هیروی او د شیر شاه سوري (فرید)او سلطان حمید(لودي)د پښتنوالي رڼې دورې په خپل همت او وطن خود خواهۍ بیرته جوړوي

 ملي وحدت :

 لوی احمد شاه بابا ډېر مدبر او هوښیار سړی و. دی پوهیده چې د پښتنو لوړتیا په ملي وحدت اړه لري . د پښتنو تاریخ یې کتلی او دا یې ځینې را ایستلي وو: هر کله چې پښتانه سره یو شوي دي ،نو یې هر ې خوا ته د خپل برم او جلال توغ جګ کړی دی ،نو ځکه دا یو پوه او نومیالی پلار خپل ښاغلي ملت ته د ملي وحدت تبلیغ کوي او وایي:

قافله د عشق راغلې له کوم خوا ده

پر زړګي باندې میشته کا څه غوغا ده

چې عمل یې د نیکۍ وي میړه هغه

که اغوستې یې ګډله د خمتا ده

پښتانه دې ټوله لاس سره یو کاندي

چې مو نن غزا هر لوری شاو خوا ده

د بري لار:

 لوی احمد شاه بابا په ژوندون کې د ټولو لوړتیاو او بریو لار زیار او مښود ګڼي لکه چې وايي :

بې زحمته راحت چیرې مونده نشي

د (( احمد )) ځکه په هر لوري غزا ده

((احمد شاهه)) دلته جوړه سر بازي ده

د لوړتیا خرید کوه له دې بازاره

(( احمد شاهه)) څو دې کار په لاس دې مټ کړه

حیف هغه چې په تېر کار مږي لاسونه

حماسیات:

لوی احمد شاه بابا د نورو پښتنو شاعرانو په څېر لوړ حماسیات لري او لکه عملا چې هم یو بریالی قوماندان ووپه وینا کې یې هم داسې لوړ احساسات ښکاره دي :

را ته یو دی بحر اوبر

که څه سمه ده که غر

په همت به یې تسخیر کړم

شاهانه په شان او فر

په بریښنا د تورې ژوند کوه (احمده)

د بري جولان پر لور د هر دیار کړه

په پښتنواله کې پت ا و ننګ هغه مقدسات دي چې تل یې پښتانه په سر ساتي .لوی احمد شاه بابا د پښتنوالې په دغه ښیګڼه داسې ولاړ دی:

پر ننګ مړ خو څه مړ نه دی

د بې ننګه ژوند جفا ده

لاس به وانخلم له ننګ نه

که پر ننګ پاته دنیا ده

چې سر غوڅ کړي احمد شاه

د هغو مینه رښتیا ده

په دې بدله کې زموږ د ښاغلي پلار حماسي او رزمي افکار ښه بریښي :

چې بر کړی مې خدای لاس په رقیبانو

ترو به ځه د هند په لور په تماشه ځم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه

نور ایران لره په توغ په نغاره ځم

پر دا کړي داد دې خدای نشي پښيمانه

تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم

چې ځما د ولایت فتحه روزي شوه

ترو به څه د یار له نازه کناره ځم

اخلاقیات:

د لوی احمد شاه بابا د وینا اخلاقي برخه هم خورا مفیده وه مثلا د شهنشاهۍ له برمه سره ځان نه ورکوي :

یاره ځه خو هغه ستا ددر ګدا یم

څه شو نن که احمد شاه درانی یم

د تکبر بدوالی :

تکبر دی له شیطانه مه یې نغوزه

چې په کبر به سر وچ کړې لکه لوخه

عجز داسې ستايي:

کمیني شکستګي د تا کمال دی

خود بیني په بډايی ګڼه ګناه

د وفا ضرورت:

مرګئ ښه دی په دنیا کې

نه چې څوک شي بیوفا

سر په تیغ پرې کړی ښه دی

نه بې پته په دنیا

د رښتیا ستاینه:

پر رښتیني بازار تل کلپی کوته ځي

سخ د هغه چې په دې بازار مخ سپین کا

اجتماعي پیرزوینه:

چې د یار په درد رضا که له اخلاصه

په دنیا کې دغه هسې کار د مرد دی

یو د بل په درد او غم چیرې خبریږي

مګر هغه چې په درد یې بیا همدرد دی

یار هغه دی چې په غم د یار شریک وي

چې په غم یې غمجن نه هغه نامر د دی

یار چې ښه اويي له یاره هغه یار دی

کله یار دی چې له یاره یې نبرد دی

احمد شاه!بې پتي ننګ کړه یارانو

چې پر یت د یار سرښند ي اوس فرد دی

 تصوف:

د لوی احمد شاه بابا د وینا یوه لویه برخه تصوف دی .مګر دا تصوف یو راهبانه تصوف نه دی چې سړی به ضرور دنیا پریږدي او د رهبانیت په ګوټ کې به میشتیږي بلکه د لوی احمد شاه بابا تصوف اوافکار له هغه کانو نه تاوده شو ي دي چې د حضرت شیخ احمد فاروقي کابلي (مجدد) ټول عرفانی او سلوکي اصلاحات په کې شته .لوی احمد شاه بابا د میا فقیر الله جلال آبادي (ثم ال شکارپوري ) ته ارادت در لود او د تصف درس یې له ده څخه لوستی وو .دی په تصوف کې جهاد او عمل او دخلکو هدایت ډیره برخه درلوده ،نو ځکه احمد شاه بابا یو مجاهد ،مصلح او متشرع صوفي و . ده په دیوان کې ډیرې د تصوف خوږې بدلې شته چې دلته یې یو څو بیتونه راوړو :

د ځما د صورت خټه

په څلور عنصره پټه

چې د روح په رڼا ورک شوم

په خپل حال د کټه مټه

د انسان د اصلي وطن یاد:

چې د روح په رڼا ورک شو ې ځکه ما لیدلی یار وو

((احمد)) اوس که یک تنها شوې ستا وطن د یار کنار وو

علم ته تشویق :

لوی احمد شاه بابا عالم پاچا وو نو ځکه پخپله وینا کې ملت ته د علم د ذدکړې د تشویق ورکوی مثلا:

څو ډیوې د علم دی همیشه بلې

د غفلت په تیاره څو ګرزې عجوزه

د یقین علم له ځانه سره مل کړه

د همت په وزر الوزه الوزه

له څلورو خوا به در درته ځلیږی

که د علم روڼ څراغ درته بل کړی

روح له علم رڼا اخلي هله زده کړه

احمد شاهه چې بدخوی په ښه بدل کړی

او دا:

علم ګوره څه څرګنده لوی دریاب دی

بیا هم دی را بهیدلی په څو بابا دی

دا دعلم دریاب هر چیرې محیط دی

علم زده کړه چې د علم لوړ جناب دی

(له اول ټوک پښتانه شعراء څخه لنډون)

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: