اختر

اختر په اسلام کې

د اسلام مبارک دين د خپلو پلويانو لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې ټاکلې او همدې ورځو ته يې خاصې ځانګړتياوې ورکړې او پر خوشحاليو او خوښيو سربېره يې د ثوابونو او اجرونو خاص مواقع ګرځولي. او همدغه دوه اخترونه يې په اسلام کې روا او جايز ګرځولي او له دې نه علاوه يې دريم اختر نه دى جايز کړى لکه: نوروز، کريسميس، مهرجان او داسې نور.

د يوې مياشتي پرهيزګارۍ، عبادت او اطاعت، خيراتونو او زکاتونو، روزمره تندې او لوږې وروسته د مياشتې د ختمېدو سره سم د بلي مياشتې اول سهار ته د کوچني اختر ورځ وايي. هغه اختر چي د تر ټولو مياشتو څخه د بهترينې مياشتې (روژي) خاتمه بلل کېږي.

دا چې الله ﷻ په ټولو مياشتو کښي روژه سرداره، برکت، مغفرت، او رحمت را وړونکي و بلل نو اختر يي هم له څه نه خالي نه دى. اختر د هر مسلمان لپاره يو حياتي، حقيقي، معنوي، روحي او جسماني ارزښت لري. دا ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي، ټولېدا، ملګرتيا، همدردۍ، يو بل ته د مبارکۍ او د کينې، بغض او دښمنۍ له منځه وړلو ورځ ده.

د اختر فضيلت

الله ﷻ د تقوا امر کوي او د قيامت د عذاب سختي بيانوي:

﴿ یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ اتَّقُوۡا رَبَّكُمْ ۚ اِنَّ زَلْزَلَۃَ السَّاعَۃِ شَیۡءٌ عَظِیۡمٌ ۝ یَوْمَ تَرَوْنَہَا تَذْہَلُ كُلُّ مُرْضِعَۃٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَ تَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَہَا وَ تَرَی النَّاسَ سُکٰرٰی وَمَا ہُمۡ بِسُکٰرٰی وَلٰکِنَّ عَذَابَ اللہِ شَدِیۡدٌ ﴾ [سورة الحج: ١-٢].

ژباړه: اى خلکو! د خپل رب له غضب څخه ځان وژغورئ، حقيقت دا دى چي د قيامت زلزله لوى (هولناک) شى دى. په هغه ورځ چي تاسي هغه ووينئ، حال به دا وي چي هره تى ورکونکې به له خپل تي رودي ماشوم څخه غافله شي، او هره حامله به خپل حمل وغورځوي، او خلک به تا ته بېسده (نشه) ښکاره شي، پداسي حال کښي چي هغوى به نشه نه وي بلکي د الله ﷻ عذاب به ډير سخت وي.

ددغه ورځي د عذاب او سختۍ څخه د خلاصون لپاره عبادت پکار دى او له دي عذابونو څخه هغه څوک خلاص دى چي زړونه يي ژوندي وي او رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنْ قَامَ لَيْلَتَيِ الْعِيدَيْنِ مُحْتَسِبًا لِلَّهِ لَمْ يَمُتْ قَلْبُهُ يَوْمَ تَمُوتُ الْقُلُوبُ» (سنن ابن ماجه).

ژباړه : يعنې كوم سړى د دوو اخترو (كوچني اختر او لوى اختر) د شپو د ثواب يقين درلودى روڼي ئې كړې نو د هغه زړه نه مړ كېږي په هغه ورځ چي د نورو خلګو زړونه مړه كېږي.

نو چي د يوي شپي عبادت موږ د قيامت له سختيو ساتي نو بيا خو ددي شپي د روڼولو او عبادت کولو هڅه يو نيک او عظيم کار دى. او دي شپه کښي درود، ذکر، تلاوت، تسبيحات او لمونځونه بايد و کړل شي.

الترغيب او الترهيب د حضرت معاذ رضی الله عنه په روايت يو حديث را نقلوي: و روی عن معاذ بن جبل رضي الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ من احيا الليالي الخمس وجبت له الجنة ليلة التروية و ليلة عرفة و ليلة النحر و ليلة الفطر و ليلة النصف من شعبان. (الترغيب والترهيب)

ژباړه: د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي كريم ﷺ وفرمايل: كوم سړى چي (د ذكر او عبادت په ذريعه) پنځه شپې ژوندۍ كړي (ويښ پاته سي) د هغه له پاره جنت واجب سو هغه پنځه شپې دغه دي، د ذو الحجې د اتمي ورځي شپه، د عرفات شپه، د لوى اختر شپه، د كوچنى اختر شپه او د شعبان د پنځلسمي ورځي شپه (د پنځلسى شپه)

الله ﷻ دي راته ددغه شپو د عبادت حاصلولو توان او طاقت راکړي. امين

ليکنه: عایشه يوسفزی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: