اسلام

اسلام او نړيوال کېدل

عبدالقادر عیاض: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ! الله تعالی فرمایي: [وما ارسلناک الی رحمة للعالمین] . یعنې موږ ته نه یې استولی مګر د ټول عالم لپاره رحمت . همدا شان په بل ځای کې فرمایي: [ان الدین عند الله الاسلام] یعنې: د الله لپاره غوره او منل شوی دین یوازې اسلام دی .

د محمدي رسالت له مهمو او غوره ځانګړتیاوو څخه یوه داده چې د دې دین سره د آسماني ادیانو د ختم زیری راغی، چې په دې سره اسلام یو نړیوال دین وګرځېد، نو نن ورځ دا نړیوالتوب څه معنی لري؟ دا نړیوالتوب په فقه او قانون کې هم ځای لري او که یوازې تر عقیدې او تشریع پورې خبره منحصره ده؟ او آیا په سیاست کې هم دا نړیوالتوب راتلای شي؟ په تېره بیا چې ځینې خلک غواړي اسلام په سیمو او هېوادونو سره ووېشي، ځینې د امریکایی اسلام خبره کوي او ځینې د اروپایي، آسیايی او داسې نور … څه ډول د نړیوال دین او محلي فرهنګ تر منځ بېلوالی راوستلی شي؟… همدا موضوع او ورسره نور تړلي موضوعات به نن د الشریعة والحیاة په دې پروګرام کې له محترم دوکتور یوسف القرضاوي سره مطرح کوو، محترم دوکتور صاحب السلام علیکم په خیر راغلې !

یوسف قرضاوي: وعلیکم السلام مننه !

اسلام د آسماني ادیانو پای دی
عبدالقادر عیاض: محترم دوکتور صاحب! پیل به د رسول الله په دې حدیث سره وکړو چې فرمایي: (بعثت الی الناس کافة و کان الانبیاء تبعث الی اقوام خاصه) یعنې زه ټولو خلکو ته راستول شوی یم، او پخواني انبیاء به خاص قوم ته راستول کېدل.

ددې وینا ترمنځ چې وایي: اسلام د آسماني ادیانو پای او ځای نیونکی دی او داچې اسلام یو نړیوال دین دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول عالم ته راستول شویدی، تر منځ څه تړاو دی؟
یوسف القرضاوي: بسم الله الرحمن الرحيم الحمد الله رب العالمين وأذكى صلوات الله وتسليماته على من أرسله ربه رحمة للعالمين وحجة على الناس أجمعين سيدنا وإمامنا وأسوتنا وحبيبنا محمد وعلى آله وصحبه ومن اتبعهم بإحسان إلى يوم الدين وبعد.هغه څه چې د اسلام دین ته یې په نوروپخوانیو آسماني ادیانو برتري او امتیاز ورکړی دوه څیزونه دي: لومړی داچې دا داسې یو شامل دین دی چې تر کومې خاصې زمانې او وخت پورې تړاو نه لري، دوهم داچې دا داسې یو شامل دین دی چې تر کوم خاص قوم او قبېلې او خاص مکان پورې تړاو نه لري، یعنې دا دین نه تر کوم خاص نسل پورې محدود دی او نه هم تر کومې خاصې پېړۍ پورې.
دا دین د کوم خاص نسل او خاصې پېړۍ لپاره ندی را استول شوی، بلکې دا دین د ټول عصر او ټول عالم لپاره را استول شویدی.

په همدې دین الله تعالی ټول پخواني آسماني ادیان منسوخ او باطل اعلان کړل.
ټولو پخوانیو انبیاوو خپلو خلکو ته د راتلونکي بل نبي او پیغمبر زیری ورکړی دی، هر یوه دا ویلي چې له ما وروسته به بل پیغمبر راځې، دا او هغه کارونه به تر سره کوي، پرته له محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه، هغه یواځنی پیغمبر دی چې په ډاګه یې ویلي چې له ما وروسته به بل پیغمبر نه راځي او زه خاتم او وروستی د پیغمبرانو یم، [مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّه وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ] دا د اسلام لومړۍ ځانګړتیا ده چې ټول آسماني رسالتونه پرې ختم شول .

دوهمه ځانګړتیا یې دا ده، چې دا نړیوال دین دی، دا دین نه یوازې د عربو لپاره راغلی او نه هم د عجمو لپاره، نه یوازې د ختیځ لپاره او نه هم یوازې د لویدیځ لپاره، نه د کومې ځانګړې ټولنې لپاره بلکې دا دین د ټول عالم او ټولې نړۍ دین دی، په دې اړوند تر لسو زیات آیاتونه را نازل شوي، [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَ رَحْمَة لِّلْعَالَمِينَ] ﴿107﴾ [الانبیاء، إِنْ هوَ إِلاَ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ)] ﴿87﴾ [ص، إِنْ هوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ] ﴿104﴾ نون ، [قُلْ يَا أَيُّها النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّه إِلَيْكُمْ جَمِيعًا]. الاعراف

ځینو عیسوي مبلغینو او مستشرقینو لیکلي چې محمد لومړی دعوت د مکې د خلکو لپاره پیل کړ، خو وورسته یې بیا وویل، چې زه د ټولې نړۍ لپاره را استول شوي یم، د دوی دا ډول ویناوې په دې دلالت کوي چې دوی له قرآن سره څومره نا آشنا دي، په داسې حال کې چې په مکي آیتونو کې په ډاګه نازل شوي چې محمد د ټول عالم او د ټولو پیغمبر دی الله تعالی فرمایي: [إِنِّي رَسُولُ اللّه إِلَيْكُمْ جَمِيعًا]. الاعراف، زه تاسو ټولو ته د الله تعالی رسول را استول شوی یم.

الله تعالی هر عمل د یوه حکمت په اساس تر سره کوي، کله چې بشریت خپل رشد او کمال ته ورسېد، او پوخ شو، نو بیا دا ایجابوي چې د دې ټول بشریت لپاره دې یو دین او یو رسالت وي، د محمدي رسالت تر مخه نړۍ او بشریت دې ته چمتو نه ؤ چې یو قانون او رسالت دې پرې واکمن وي، خو الله تعالی دا محمدي رسالت داسې جوړ کړ چې د ټولې نړۍ لپاره مناسب جوړ شو. الله تعالی ته دا علم ؤ چې دا نړۍ به داسې سره نژدې کېږي چې د یوه کلي شکل به غوره کوي، نو له همدې کبله دا رسالت همداسې وټاکل شو تر څو د ټولې نړۍ او د ټول وخت لپاره کفایت ولري.

عبدالقادر عیاض: محترم دوکتور صاحب! د عالمین لفظ چې اشاره مو ورته وکړه، د ډېرو معاناګانو احتمال لري، لکه الله تعالی چې په دې آیت کې د بنې اسرائیلو په برخه کې فرمایي: ( وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعَالَمِينَ) یعنې ما تاسو ته په نور عالم فضیلت درکړی. نو آیا دوی ته په ټول بشر فضیلت ورکول شوی؟ او یا داچې فرمایي: ( وَنَجَّيْنَاه وَلُوطًا إِلَی الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيها لِلْعَالَمِينَ ۷۱ الانبیاء) او موږ هغه ته نجات ورکړ او لوط ته، هغې ځمکې ته چې موږ ټول عالم ته پکې برکت اچولی دی. نو ددې معنی داده چې د فلسطین ځمکه د ټول عالم ځمکه ده؟ نو که مهرباني وکړئ د عالمین لفظ لږ واضح کړئ؟

یوسف القرضاوي: د [ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعَالَمِينَ] څخه مطلب دلته دا معنی ده، کله چې الله تعالی د کومې خاصې زمانې لپاره د عالمین لفظ کاروي، مطلب یې د همغې خاصې زمانې خلک دي، چې الله تعالی پرې په نور عالم فضیلت ورکړی ؤ، ځکه همدا ډله خلک په هغه عصر کې د توحید او رسالت خلک وو، نو ځکه یې دوی ته د هغه عصر په نورو خلکو فضیلت ورکړی ؤ، خو کله چې الله تعالی فرمایي [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَ رَحْمَة لِّلْعَالَمِينَ] ﴿107﴾ او یا هم فرمایي (الْحَمْدُ للّه رَبِّ الْعَالَمِينَ) نو دلته د عالمین څخه مطلب د ټول جهان عالم دی، د ختیځ او لویدیځ ، لکه چې په دې آیت کې الله تعالی په څرګندو ټکو کې فرمایي [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَ كَافَّة لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ] ﴿28﴾)موږ ته نه یې استولی مګر د ټولو خلکو لپاره زیری ورکوونکی او وېرونکی خو زیاتره خلک علم نه لري . له دې آیت څخه یوازې انساني عالم هم مراد نه دی، بلکې عالم الجن هم ترې مراد دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم جنیاتو ته هم استول شویدی، کله چې فرمایی :[ قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّه اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا] ﴿1﴾ سورة الجن) دادی د اسلام د دین څوارلس پېړۍ کېږي خو یوه دین هم دا ادعی نده کړې چې دټول عالم او یا ټول زمان لپاره را استول شویدی، پرته د اسلام له دین څخه، پرته د اسلام له رسالت څخه چې له هغې لومړۍ ورځې یې دا اعلان کړی چې دا رسالت د ټول زمان او مکان لپاره را استول شویدی.

عبد القادر عياض: محترم دوکتور صاحب ! آیا ددې دوو خبرو تر منځ فرق شته چې وووایو: اسلام او نړیوالتوب، او نړیوال اسلام؟

يوسف القرضاوي: کله چې موږ وایوو اسلام او نړیوالتوب، په دې سره هدف د اسلام عطف کول دې نړیوالتوب ته، چې معنی یې ده ،نړیوال رسالت، او د نړیوال اسلام څخه هدف دادی، چې دا یو نړیوال دین دی، دا دین د کومې خاصې ځمکې او خاص اقلیم په ختیځ او یا لویدیځ کې او یا هم د کوم خاص جنس لپاره ندی غوره شوی بلکې دا دین د ټول بشر لپاره را استول شویدی.

عبد القادر عياض: محترم دوکتور صاحب ! ځینې خلک وایي چې د نړیوال اسلام کلمه یوه مجمله کلمه ده چې څو اړخونه لري، یعنې دا دین په هر ځای کې په هر ډول بل دین نه مني، نو ښه داده چې ووایو : اسلام او نړیوالتوب؟

يوسف القرضاوي: نه دنړیوال اسلام کلمه چې ده دا یوه تعبیر شوې کلمه ده، او د اسلام په شان نړیوال دین بل شته نه، تر دې چې

مسیحیت چې نن زمان یو نړیوال دین ځان ته وایي، دا د شرائطو په اساس نړیوال شویدی، په داسې حال کې چې دا نړیوال دین ندی، که چېرې د انجيلونو بیان ته پام وشي، په ښکاره څرګندیږي چې مسیح علیه السلام هېڅکله هم دا ندي ویلي چې زه د ټولې نړۍ لپاره را استول شوی یم، بلکې په صریحو عباراتو یې دا ویلي چې زه د بنې اسرائيلو ګمراه ډلې ته را استول شوی یم .

په انجیل کې به هېڅکله هم داسې څه لکه په دې آیت د قرآن کې چې راغلي ونه وینې،{ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وأُنثَى وجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ}، {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ واحِدَةٍ وخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً ونِسَاءً}، {يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ}،په دې آیتونو کې ټول خطاب د خلکو په نوم راغلی، ای خلکو، ای بنې آدمانو، نو د اسلام خطاب چې دی پرته له ځینو ځایونو چې اهل کتابو ته متوجه دی او یا ځینو نورو ته ټولو خلکو ته متوجه دی.

عبد القادر عياض:

دا خطاب او اړیکې یې له نړیوالتوب سره، آیا د اسلام نړیوالتوب یوازې په دې کې دی چې هغه خطاب چې رسول الله صلی الله علیه وسلم را وړی، هغه لازم دی ټول بشر ته؟

يوسف القرضاوي:

نه داسې نده، دا خو صحی ده چې په دې خطاب سره ټول خلک ملزم دي، هغه خطاب چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی، که هغه دده په ژبه دی، که هغه قرآن کریم پري نازل شوي، یا قرآني بیان دی، او قرآني ابلاغ دی، او یا نبوي بیان دی ، دا ټول نړیوال دي، ددې سره سره اسلام خپل نړیوال توب په عبادتاسلام خپل نړیوال توب په عبادت کې، په اخلاقو کې ، په تشریع کې، په علمي اړخ کې هم ثابت کړی، سره ددې چې په عربي ژبه او عربې وطن کې او د عربي پیغمبر په ژبه نازل شوی، خو بیا یې هم خپل نړیوالتوب په عبادت کې، په معاملاتو کې، په اخلاقو کې، په تشریع کې ساتلی دی، نو ټول تشریعات یې، ټول اخلاقیات یې او ټول شعائر یې نړیواله بڼه لري . کې، په اخلاقو کې ، په تشریع کې، په علمي اړخ کې هم ثابت کړی، سره ددې چې په عربي ژبه او عربې وطن کې او د عربي پیغمبر په ژبه نازل شوی، خو بیا یې هم خپل نړیوالتوب په عبادت کې، په معاملاتو کې، په اخلاقو کې، په تشریع کې ساتلی دی، نو ټول تشریعات یې، ټول اخلاقیات یې او ټول شعائر یې نړیواله بڼه لري .

عبد القادر عياض:

داچې قرآنکریم په عربي ژبه نازل شویدی، په همدې ژبه تلاوت کېږي او په لمانځه کې ویل کېږي آیا دا په نورو غیر عربي قومونو تأثیر نه غورځوي، او ددې سره د اسلام دنړیوالتوب مسئله په بل ډول نه مطرح کېږي؟

يوسف القرضاوي:

نه! دا خو حتمي ده چې باید په یوه ژبه نازل وای، دا هم ممکنه نه وه چې د ټولې نړۍ په ژبو دې نازل وای، دا حتمي وه چې د را استول شوي پیغمبر په ژبه به را استول کېده، بیا وروسته څه ډول ممکنه وه چې دا دین نورو ته رسېدلای وای، نو لازمه وه چې ژباړه یې شوی وای ، همدا ژباړه معنا نقلوي، اسلام نورو قومونو ته ورسېد، او مختلف قومونه په اسلام کې داخل شول، په ایران کې، په هند، چین، مصر، شمالي افریقا، اوپه ټولو هېوادو کې د دوی ژبې سره بېلې وې، ددوی ټول عادتونه سره بېل وو، دوی په اسلام کې داخل شول، نو داچې اسلام په عربي ژبه نازل شوی، دې مسئلې دا خلک په اسلام کې له شاملېدو را ونه ګرځول.

اسلامي نړیوالتوب او اوسنی لویدیځوال نړیوالتوب

عبد القادر عياض:

داچې بحث په نړیوال اسلام او اسلام او نړیوالتوب کې دی، نو په دې اوسني وخت کې د نړیوالتوب خبره را پورته شوې، په ټولو خپلو ځانګړو مصطلحاتو ، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي سره، ځینې وایي چې اسلام او یا نړیوال اسلام د خپلو خاصو خصوصیاتو په لرلو او ساتلو سره د نړیوالتوب په وړاندې ماته خوړلې، دا خبره محترم ډاکتر صاحب تر کومه ځایه صحیح ده ؟

يوسف القرضاوي:

د اوسني نړیوالتوب څخه چې لویدیځ یې ډنډوره کوي، موخه د لویدیځ دتمدن او فرهنګ په واسطه غیر لویدیځه نړۍ تر خپل تأثیر او اغیزې لاندې راوستل دي، اوس د لویدیځې نړۍ تمثیل او واګې د امریکا په لاس کې دي، هغه نن ځان د نړۍ واکمن ګڼي په اقتصادي، عسکري، علمي، او تکنالوژي برخه کې، همدا هېواد د نړۍ مشري غواړي، نو اوس غواړي چې نه یوازې نوره نړۍ په اقتصادي او عسکري برخو کي تر خپلې اغیزې لاندې ولري بلکې غواړي په تمدنې او فرهنګي برخو کې هم نړۍ تر خپلې اغیزې لاندې وساتي، نو دوی غواړي په نوره نړۍ خپل فرهنګ او کلتور په زوره وتپي، همدې پروژې ته دوی نړیوالتوب وایی، دا نړیوالتوب ندی، دا لویدیځواتول او امریکایی توب دی ، خلاصه داچې ددې اوسني نړیوالتوب معنا دا چې امریکايی نړۍ .

خو کله چې اسلام د نړیوالتوب خبره کوی، مطلب یې د ټول بشریت انساني نړیوالتوب دی، لکه چې فرمایي ( خلک داسې سره برابر دي لکه د ږمنځې غاښونه) ستاسو رب یو دی، ستاسو پلار یو دی، دا ټول بشر د یوې کورنۍ غړي د ي، چې یوه خالق ته ورګرځې دا هغه نړویالتوب ندی چې لویدیځ یې ډنډوره کوي.

عبدالقادر عیاض:

ځینې خلک وایی، چې اوسنی نړیوالتوب هر څه له منځه وړي، او نړۍ به ټوله په یوه رنګ جوړه شي داسې چې اوسنی امریکا ده، خو اسلام بیا نورو ته ورکړه کوي، او هر څه په خپل خصوصیت سره پریږدي، په خپل اصلي فرهنګ سره، دا د اوسني نړیوالتوب او نړویوال اسلام ترمنځ هغه لوی توپیر دی چې اسلام هر څه په خپل خصوصیت سره پریږدي او نړیوالتوب یې له منځه وړي تاسو په دې هکله څه وایاست؟

یوسف قرضاوي:

هو اوسني نړیوالتوب هر څه له منځه وړي، د هر چا ځانګړتیاوې، تر دې چې له کوم انسان خپل شحصیت ولري، د وطن شخصیت، د ټولنې شخصیت، دا هم له منځه وړي، ډېرې ټولنې دي چې خپل اصلیت او شخصیت لري، چې هغه عبارت دي له عقایدو، فرهنګ او کلتور،عادتونه او رواجونه، په همدې خصوصیاتو خپل ځان په ټولنه کې مطرح کوي، که ته وغواړي چې په ما باندې خپل ثقافت او فرهنک په داسې شان په زور ومنې چې زه خپل فرهنګ له منځه ویسم، خپل هویت له منځه ویسم، خپل شخصیت له منځه ویسم، او ستا د افکارو جزء جوړ شم …، که ته غواړې چې نارینه د نارینه سره واده وکړي، او یا ښځه له ښځې سره، په ما هم دا لازم وي چې درسره ویې منم، که ته بربنډتوب روا او جايز بولې په ما هم دا لازم وي چې ستا په شان ځان بربنډ کړم.نو دا خو مناسبه نده، په نړی کې ډېر داسې خلک شته چې خپل خصوصیات لري، ځینو خلکو ته د عورت پټول لازم دي او بربنډول ورته لوی عیب ښکاري، ځینې بیا حلال او حرام لري، ځینې نور تقالید لري…، نو دا خلک غواړي د خلکو هر څه له منځه ویسې، او ټول خلک یوشان جوړ کړي. خو اسلام داسې نه کوي، ځکه قرآنکریم فرمایي : {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وأُنثَى وجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا} ډېر داسې قومونه او قبایل شته نو دوی باید څه ځانګړنې ولري تر څو یو له بله سره وپېژني، کله چې اسلام مختلفو هېوادونو ته ورسېد ، ډېر خلک په خپلو عقایدو او کلتورونو پاته شول، کله چې اسلام د فارس هېواد ته ورسېد هلته خلکو د مجوسیت د دین عبادت کاوه، دوی د اور لمانځنه کوله … خو اسلام دوی په خپل حالت پریښودل، په اسلامې تمدن کې مختلفو قومونو او ادیانو ګډون درلود په اسلامې ټولنه کې مجوس، یهود، عیسویان، هندوان، فارسیان، عربان … هر څوک اوسېدل، او دا د دوی مشترکه ټولنه وه، نو د اوسني امریکایی لویدیځوال نړیوالتوب، او نړیوال اسلام ترمنځ ډېر لوی واټن دی.

عبد القادر عياض:

ډېره ه ښه دا هغه ځانګړتیاوې دي چې نړیوال اسلام غواړي د هرې سیمې د خلکو خصوصیات په خپل ځای پاته شي، نو آیا په دې برخه کې دا هم شامل دي چې ځينې خلک اسلام په سیمو او اقلیمونو وېشي، مثلا فرانسوي اسلام، امریکایی اسلام، آسیوي اسلام، او داسې نور، نو آیا دا د دې خصوصیت جزء دی او که څنګه ؟

یوسف القرضاوي:

نه! هلته ډېر توپیر دی، دا د لویدیځوالو تصور او تفکر دی، دوی غواړي چې اسلام سره ووېشي، د دوی موخه داده چې اسلام باید یو نه وي، چې ټول اسلامي امت په ختیځ او لویدیځ کې سره راټول کړي، ځکه د دې امت یوالی بیا یو قوت جوړیدای شي، موږ پوهېږو چې یوالی قوت دی او بېلتون کمزورتیا، دوی نه غواړي دا اسلامي امت په ځپل قوت سره د نړۍ د استعمارګرو مقابله وکړي، دوی تل همداسې کړي، پخوا او اوس، په تېره بیا په درېیمه نړۍ کې او په اسلامې نړۍ کې، دوی نه غواړي چې دا امت چې اسلام سره یو کړی یو او واحد پاته شي، الله تعالی فرمایي :{وأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ ولا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ} یعنې په تحقیق دا زما مستقیمه لاره ده، په همدې لاره تګ وکړئ د نورو ( ناولدو) لارو پیروري دوی غواړي اسلام د عصر په اساس سره بېل کړي، دوی وایي چې یو ډول د اسلام د راشده خلفاؤ د عصر اسلام ؤ، بل ډول یې اموي اسلام دی، عباسي اسلام، عثماني اسلام، د نوي عصر اسلام، بیا یې د سیمو په اساس سره وېشي، افریقایي اسلام، آسیوي اسلام، امریکایی اسلام، اروپایی اسلام … د لویو وچو په اساس، د جنسیتونو په اساس، هندي اسلام، ترکي اسلام، عربي …تر دې چې اوس عربي هېوادو ته هر یوه ته بېل ډول اسلام غواړي، د مصر اسلام، د تونس اسلام، د سودان، د عربستان اسلام،…مه کوئ، دا لارې تاسو له اصلې لارې باسي او په تاسو کې تفرقه اچوي. نو دوی غواړي اسلام د عصر په اساس سره بېل کړي، دوی وایي چې یو ډول د اسلام د راشده خلفاؤ د عصر اسلام ؤ، بل ډول یې اموي اسلام دی، عباسي اسلام، عثماني اسلام، د نوي عصر اسلام، بیا یې د سیمو په اساس سره وېشي، افریقایي اسلام، آسیوي اسلام، امریکایی اسلام، اروپایی اسلام … د لویو وچو په اساس، د جنسیتونو په اساس، هندي اسلام، ترکي اسلام، عربي …تر دې چې اوس عربي هېوادو ته هر یوه ته بېل ډول اسلام غواړي، د مصر اسلام، د تونس اسلام، د سودان، د عربستان اسلام،…خو زموږ اسلام یو اسلام دی، څوک حق نه لري چې په اسلام کې مو مداخله وکړي، اسلام غواړي چې د دې امت ترمنځ ځینې د اختلاف ټکي ذوب کړي، ټول هغه ټکي چې په رنګ، ژبې، طبقې او جنس پورې اړه ولري… او غواړي چې اسلامي امت یو امت جوړ شي، الله تعالی فرمایي: {إنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً واحِدَةً} په تحقیق دا ستاسو امت دی، یو واحد امت او دا امت یې په شعایرو، آدابو، تشریعاتو او اخلاقیاتو پیاوړی کړی، په داسې ډول چې په رښتیا یې ترې یو اسلامي واحد امت جوړ کړیدی.

عبد القادر عياض:

ډېره ښه !داچې نه اروپايی اسلام شته او نه فرانسوي ، او ددې تبلیغاتو څخه هدف د دې دین بېلول او وېشل دي، غواړي هر هېواد ته بیل ډول اسلام معرفي کړي ،تر څو یې د نړۍ د نورو هیوادنو له مسلمانانو بېل کړي، نو دا ډول حالت ته موږ کوم نوم ورکولای شو او ددې بدیل څه دی تر څو دوی په تشریع او اسلام کې پرې ښکاره شي؟

یوسف قرضاوي :

زه غواړم د هغو اروپایانو او امریکایانو څخه وپوښتم چې دوی غواړي په داسې ډول اسلام سره بېل کړي، چې دوی ولې د امریکايي عیسویت څخه خبره نه کوي، د اروپايي عیسویت، د فرانسوي عیسویت، د آلماني، برطانوي …تردې چې کاتولیک عیسویان، پروتستانت، او ارتودکس، ښي اړخي عیسویان، او کیڼ اړخې یادوي خو دا نه یادوي چې د ارويا، امریکا.. او داسې نور تر دې چې یهودیان هم دا کار نه کوي، نه وايي چې امریکایی یهودیان، اروپايي یهودیان.زه غواړم د هغو اروپایانو او امریکایانو څخه وپوښتم چې دوی غواړي په داسې ډول اسلام سره بېل کړي، چې دوی ولې د امریکايي عیسویت څخه خبره نه کوي، د اروپايي عیسویت، د فرانسوي عیسویت، د آلماني، برطانوي …تردې چې کاتولیک عیسویان، پروتستانت، او ارتودکس، ښي اړخي عیسویان، او کیڼ اړخې یادوي خو دا نه یادوي چې د ارويا، امریکا.. او داسې نور تر دې چې یهودیان هم دا کار نه کوي، نه وايي چې امریکایی یهودیان، اروپايي یهودیان.

دوی ټول سره یهودیان دي … نو دا څه لامل دی چې یوازې په اسلام پسې يې را اخیستې غواړي سره ویې وېشي؟ په داسې حال کې چې د اسلام دین په خپلو ښکلو لارښوونو دا امت یو امت جوړ کړی، دوی ټول په عقیده کې سره یو دي ټول وایی چې أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمد رسول الله ..په شعایرو او عباداتو کې لکه لمونځ، روژه ، زکات ، حج… نورشیان لکه اخلاقیات، رښتیا ویلو فضیلت، د درواغو بدي .. هر ځای چې یو مسلمان بل مسلمان ویني نو ورته وایي : السلام علیکم، هغه ورته وايي : وعلیکم والسلام …مسلمان په ښي لاس ډوډۍ خوري په ښي لاس څښاک کوي … ، د خنزیر غوښه نه خوري ، شراب نه څښي، .. نور دا ډول مشترک آداب سره لري، نو متدین مسلمانان چې د نړۍ هر هېواد ته ځې خپل آداب او عادات نه پرېږدي، په مقابل کې چې د هر هېواد مسلمان هغه ویني مینه او محبت ورسره کوي د دوی تر منځ کوم توپیر نه وي.

عبد القادر عياض:

دوی به وايي چې موږ خو د سیکولر هېواونو اوسېدونکي یو په موږ کې د مسیحیت مسئله مطرح نده، ځکه هلته دین او دولت سره بېل دي، خو تاسو مسلمانانو بیا ، ستاسو عقیده د دې غوښتنه کوي چې په همداسې يوه نظام کې ژوند وکړۍ د اسلام غوښتنه وي. نو دا لازمه ده چې تاسو د اسلام بېل ډولونه ولرئ، لکه د فرانسې اسلام چې سرکوزي یې غوښتنه کوي نو ستاسو دین ستاسو ټول ژوند دی، نو باید چې د هر هېواد لپاره خپل خصوصیات وي …؟

یوسف قرضاوي :

دا سرکوزي چې غواړي د فرانسې لپاره د اسلام خاص ډول ولري، نو ولې د فرانسې لپاره د خاص مسیحیت غوښتنه نه کوي، ولي د خاص فرانسوي یهودیت غوښتنه نه کوي، دا د تعجب وړ خبره ده، دوی باید د مسلمانانو په حق کې د انصاف څخه کار واخلي، مسلمانان هلته په میليونونو دي ، د دوی شمېر لږ ندی، دا لازمه ده چې د هغوی حقوق په نظر کې ونیول شي.

د اسلام د نړیوالتوب دلایل او برخې

عبدالقادر عیاض:

د اسلام د نړیوالتوب اساسي برخې او مهمې نقطې کومې دي؟

یوسف قرضاوي:

دا نړیوالتوب د ژوند په ټولو برخو کې ثابت دی، اسلام عقیده ده او تشریع ،عبادت دی او معامله، اخلاق دي او قوت، د ژوند دمختلفو برخو تشریعات دي، اسلام د فرد اصلاح غواړي، د کورنۍ اصلاح، د ټول امت اصلاح، عامه نړیوال انساني تعلقات غواړي، د اسلام شمول په نړیواله برخه ښه ښکاري، د اسلام نړیوالتوب یوازې په عقیده کې ندی، نه یوازې په تشریع کې، نه! بلکې د ژوند په ټولو برخو کې، غواړي چې نړۍ د رحمت په جوړېدو سره جوړه کړي الله تعالی فرمایي: {ومَا أَرْسَلْنَاكَ إلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ} ته موږ نه یې استولی مګر رحمت لپاره د عالمیانو …هدایت د ټول عالم لپاره … » دې برخه کې د اسلام عدل یو بل مثال دی ، دا عدل د ټول عالم لپاره برابر او یو شان دی، تر دې چې د النساء په سورت کې نهه آیتونه د یوې یهودۍ ښځې په حق کې نازل شوي، چې په ناحقه په غلا متهمه شوې وه… نو کوم عدل ؟ کومه ورورولي؟ او د ټولنیز تکافل پالنه چې په اسلام کې راغلې دا د ټول عالم لپاره دي .

عبدالقادر عیاض:

ځینې په مسلمانانو دا نیوکه کوي چې مسلمانان د سیاست په برخه کې خبرې کوي، د مؤمنانو او کافرو څخه خبرې کو ي، په نورو داډول مسایلو کې هم، خو کله چې خبره د چارپیریال وي، تر آب هوا پورې راځي، د ځمکې د کرې د تودوالي خبره رامنځ ته کېږي او یا د ځینو نباتاتو او ځینو حیواناتو د له منځه تللو خبره راپورته کېږي، وینو چې مسلمانان په دې برخه کې بې تفاوته دي او کوم غږ نه لري، نو آیا مسلمان د همدې نړۍ یو جزء ندی؟ او دا مسائل د همدې نړیوال دین یوه برخه نشي جوړېدای؟

یوسف قرضاوي:

مسلمانان به طبعا دا ډول مسایلو ته پام کوي، دوی به تر بل هرچا دې مسایلو ته پام کوي، ما په دې برخه کې تقریبا (۳۰۰) مخه کتاب لیکلی، چې نوم یې (رعاية البيئة في شريعة الإسلام) (په اسلامي شریعت کې د چارپیریال پالنه ) دی، دا په اصل کې یوه څېړنه وه چې ما یوه سیمینار ته چې په جده کې د چارپيریال په اړوند جوړ شوی ؤ وړاندې کړه، نو مسلمانان په دې برخه کې ډېره لیوالتیا لري، څوک چې قرآني آیتونه او نبوې احادیث لولې نودوی به وویني چې زموږ دین څومره د هوا، اوبو، او چارپیریال په اړوند اهتمام لري، یوه ورځ یو چا راڅخه په همدې اړوند پوښتنه وکړه چې آیا اسلام د چارپیریال په برخه کې هم پاملرنه لري؟ ما ورته وویل: هو، په حدیث شریف کې راځي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي: که چېرې سپيان د امتونو ( د الله تعالی د مخلوقاتو د ټولګیو ) څخه یو امت (ټولګی) نه وای نو مابه یې د وژلو امر کړی وای، سپیو به په مدینه منوره کې خلک ځورول، په تېره بیا لیونیانو او کوڅه ډبو سپیانو، نو ځینو خلکو فکر وکړ چې په توره به یې سرونه ورپرې کړو او ځانونه به ترې خلاص کړو، خو رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وویل: که چېرې دا سپیان د الله تعالی د امتونو ( مخلوقاتو ) څځه نه وای نو مابه یې د وژلو امر کړی وای، په دې خبره کې دې آیت ته اشاره ده چې الله تعالی فرمایي: {ومَا مِن دَابَّةٍ فِي الأَرْضِ ولا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إلاَّ أُمَمٌ أَمْثَالُكُم}. سورة الإنعام. یعنې ندي په ځمکه کې هېڅ دابه (حیوان) او نه په هوا کوم مرغه چې په وزرونو الوتنه کوي مګر ستاسو په شان له امتونو څخه یو امت ( د الله تعالی مخلوق چې پیدا کړي یې دي) موږ غوندې امت … همدا ډول د الله تعالی نور امتونه (مخلوقات ) هم دی: د مېږیانو امت، د مچیو ملت، د سپیانو، او پیشوګانو …نو دا ( له منځه وړل ) روا ندي، اسلام د هېڅ مخلوق د له منځه تللو پلوی ندی او دا عمل پکې روا ندی، نو د هغو خلکو په هکله باید څه ووایو چې د بشر د ورکېدو په هڅه کې دي؟ تر دې چې په اسلام کې (دا اصل دی )یو څوک چې یوه مرغۍ په ناحقه او بې ځایه مړه کړي، نو دا مرغۍ به د قیامت په ورځ الله تعالی ته شکایت کوي چې دې سړي له ګټې اخیستنې پرته بیهوده مړه کړم .همدا شان نباتات چې څوک بېهوده او بې مورده له منځه وړي، څوک چې په وچه کې بي ځایه کومه ونه پرې کوي، په حقیقت کې هغه دا ظلم وکړ چې خلک یې د دې ونې له سیوري او له میوي محروم کړل، دا د چارپیریال فاسدول دي، موږ په اسلام کې دا نظر لرو چې څوک د ځمکې د ګرموالي لامل دي او یا هم په ځمکه د مضرو ګازونو د تولید لامل ګرځېدلي، دا ددغو خلکو د سرکشۍ علامه ده، دې انسانانو د الله تعالی د کایناتو هغه موازنه ونه ساتله کومه چې الله تعالی رامنځ ته کړېده، الله تعالی فرمایي : {والسَّمَاءَ رَفَعَهَا ووَضَعَ المِيزَانَ} الله تعالی آسمان پورته کړی او میزان یې قایم کړی، د کایناتو میزان، {أَلاَّ تَطْغَوْا فِي المِيزَانِ} په میزان کې طغیان مه کوئ! په میزان کې طغیان او خسران ددې لامل شول چې د کایناتو په توازن کې خلل وواقع شي، نو اسلام د دې هر څه په هکله ډېره پاملرنه لري.

عبد القادر عياض:

ښه نو د اسلام نړیوالتوب یوازې تر عقیدوي او تشریعي برخو او مسایلو پورې منحصر دی او که سیاسي برخه هم پکې شامله ده ؟

یوسف قرضاوي:

د اسلام په نړیوالتوب کې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي،او اخلاقي ټول اړخونه شامل دي، ځکه اسلام د ژوندانه او د نورو برخو ترمنځ یې هېڅ بېلتون نه مني، ځکه اقتصاد په سیاست اغیزې لري،او ثقافت په تشریع، تشریع په اخلاقو او اخلاق په …..یعنې ژوند یوه نه بیلیدونکې کتله ده … داسې نه لکه لویدیځوالو چې اقتصاد له اخلاقو بېل کړی، او اخلاق له سیاست او جګړې …نه! هر څه په اخلاقو پورې تړلي، همدا نظر ژوند ته د اسلام د کتنې فلسفه ده .

عبدالقادر عیاض:

ډېر ښه! هغه اسلامي تحریکونه چې نن ورځ د هېوادونو په دننه کې د ټولنې سره مدغم شوي، په یوه او بل ډول یې ځان ته اکتفاء موندلې، او همدا اکتفاء یې د ژوند د ظروفو په اساس یوه وطني پروژه جوړه شوې، نه پوهېږو چې د دوی دا عمل به په یوه او بل ډول د اسلام د نړیوالتوب په مسئله څومره اغېزه لري؟

یوسف قرضاوي:

نه! د دوی دا عمل په دې قضیه کومه اغېزه نه لري، کله ځینې کسان مجبور شي چې په خپل هېواد کې منحصر پاته شي، ځکه بله چاره نه لري، اصل خو په اسلامي دعوت او اسلامي حرکتونو کې داده چې خطاب یې نړیوال وي، له همدې امله هغه دعوتونه او حرکتونه چې نړیوال پرګرامونه لري د هغوی خطاب هم نړیوال وي مثلا د اخوان حرکت له اویا څخه په زیاتو هېوادونو کې فعالیت لري، د دوی خطاب ټولې نړۍ ته متوجه دی، د جماعت اسلامي ګوند چې امام مودودي تأسیس کړی هم په ډېرو هېوادونو کې فعالیتونه لري، همدا شان حزب التحریر .. دا په دې معنی نده چې دا حرکتونه دې د خپلو هېوادونو په برخه کې اهتمام نه لري، امام حسن البناء نړیوال دعوت کولو، هغه به ویل، چې موږ د اسلامي خلافت اعاده کول غواړو، دوی غوښتل دعوت یې په ټوله نړۍ کې خپور شي، هغه به ویل، چې د دې نړیوال امت دنده داده چې د نړۍ استازیتوب وکړي، {وكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وسَطاً لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ{.ددې سره سره دوی دا هم ویل، چې موږ دا (نړیوال کار ) ددې څخه نه منعه کوي چې موږ د عربو د خیر لپاره کار وکړو، د عربو د وحدت لپاره، د وطن د یوالي څخه مو نه راګرځوي . ګاونډیانو ته پاملرنه، اسلام د ګاونډي حق ته خاصه پاملرنه لري … زکات لومړی ګاونډیانو ته ورکول کېږي، بیا وروسته نورو ته، مګر هغه مهال چې په خپل هېواد یا ګاونډیانو کې چې څوک مستحق ونه موندل شي .

عبدالقادر عیاض :

محترم دوکتور صاحب ! ځینې تنظیمونه لکه تاسو یې چې نوم واخیست سره ددې چې نړیواله څېره هم لري، خو په منځ کې یې ډلې دي .ځینې لا داسې را څرګند شوي چې ځانونه الجزایرین يا مغربیان، او تونسیان او په دې ډول ګڼې، ددې په ځای چې نړیواله خبره وکړي او د ټولې نړۍ لپاره خطاب ولري، دا ډول څرګندونې کوي نو دا څرګندونې د دې تنظیمونو نړیوالتوب ته صدمه نه رسوي او داسلام د نړیوالتوب خبره تر پوښتنې لاندې نه راولي؟

یوسف قرضاوي:

که د دې ډول اختلافاتو نتیجه دا وي چې یوازې د خپل هېواد مسئله ورته داسې لومړیتوب ولري چې د نورو هېوادنو مسایل ترې هېر شي او یا اصلا ورته پاملرنه نه کوي، ددوی څخه د فلسطین، عراق، افغانستان، صومال، سودان … ستونزې اصلا اهمیت ونه لري .او په خپل هېواد کې محصور پاته شي. نو لکه په دې حدیث کې چې راځي (“من لم يهتم لأمر المسلمين فليس منهم”) یعنې: څوک چې د مسلمانانو په ستونزو اهتمام نه ساتي ، نو هغه د مسلمانانو له ډلې ندی .

همدا شان الله تعالی فرمایي :{الْمُؤْمِنُونَ والْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ} مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځینې ددوی د ځینو نورو اولیاء او دوستان دي ) همدا شان رسول الله( صلی الله علیه وسلم ) فرمایي : “المؤمن للمؤمن كالبيان يشد بعضه بعضا” یعنې : مؤمن د بل مؤمن لپاره د دیوال د (خښتو) په شان دی چې یوه بله سره ټینګوي . همدا شان بل ځای فرمایي: “مثل المؤمنين في توادهم وتعاطفهم وتراحمهم كالجسد الواحد إذا اشتكى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى” د مؤمنانو مثال په ورکړې، عاطفه او ترحم کې داسي دی لکه د یوه جسد، کله چې د یوه جسد کوم اندام په درد شي نو نور جسد هم ورسره په بې خوابۍ او په درد کېږي . دا د امت تر منځ د جسد یوالی دی، کله چې د دوی هدف دا وي چې د خپل هېواد په هکله به اهتمام ساتم اود نورو هېوادو په هکله اهتمام نه لرم، دا بیا غلطه خبره ده، خو که یې هدف دا وي چې زه د خپل وطن مسایلو ته زیاته پاملرنه لرم، دا بیا مطلوب کار دی، او همدا لازمه ده چې یو انسان دخپل هېواد مسایلو ته لومړیتوب ورکړي، اسلام په دې هکله کوم ممانعت نه لري، تر دې چې د خیرات او صدقاتو په مسایلو کې هم ګاونډیان تر لږ لیري خلکو او لږ لیري تر نورو لیرو لومړیتوب لري {يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ والأَقْرَبِينَ}.

عبد القادر عياض:

محترم دوکتور صاحب ! که مو خوښه وي یو اوریدونکی به را واخلو، محترم منصور مقدسي له فلسطین څخه را سره د خط په کرښه دی مهرباني وکړه، مقدسي صاحب !

منصور المقدسي:

محترمه وروه! ستاسو او د محترم شیخ قرضاوي صاحب څخه ډېره مننه کوم چې ښه موضوع مو ټاکلې ده، محترم قرضاوي صاحب! دا ټولې ستونزې شته، یو غربي عالم ګانګریچ وایي: نړۍ د امریکا له قیمو او اخلاقو پرته یوه بربري نړۍ ده، او اولیبرایت د همدې مفکورې د تطبیق په لاره کې دا وایي چې: ټول باید پوه شي چې امریکایی امت د نړۍ یو لازمي او ضروري امت دی، موږ خو هلې ځلې کوو، خو نړیوال مو مخکې خنډونه راته جوړوي، په تېره بیا امریکا، نو محترم قرضاوي صاحب ! ولې د اسلامي نړۍ علماء د نړیوال اسلام د منځته راتلو لپاره د اسلامي خلافت د دروولو او د قایمولو لپاره لاسونه نه سره ورکوي ؟

يوسف قرضاوي:

نه پوهېږم دې ورور ته په کومو ټکو ځواب ووایم، ورورجانه! موږ په همدې متهم یو چې دین اوسیاست سره خلط کوو، زموږ ننی موضوع هم د اسلامي امت او د نړیوال اسلام په هکله ده، ددې مسئلې تړاو له سیاست سره دی، ما په دې برخه کې یو کتاب لیکلی چې نوم یې دی: دین او سیاست لاکن کېدای شي دا ورور زموږ د حزب تحریر له وروڼو څخه وي ، زموږ د دې وروڼو نظر دادی چې باید د خلافت د راوستلو لپاره دعوت وشي، موږ یو شخص باید خلیفه وټاکو او بیا کار پیل کړو، خو موږ بیا فکر کوو چې دا کار څه مقدماتي کارونو ته اړتیا لري، د خلیفه له راوستو د مخه اسلام ته بلنه، د اسلامي حکومت د راوستلو بلنه، په ټول ژوند کې د اسلام د احکامو د پلې کولو بلنه، دا کارونه لومړیتوب لري، بیا چې کله ځینې سیمې په همداسي حکومت سنبالې شوې، نو به دې ته لاره هواره شي چې اوس راځئ چې په ګډه یو اسلامي خلافت را منځته کړو، تر دې چې د خلافت په همدې نوم سره مسمی کېدل هم حتمي ندي، کېدای شي خلافت ته کوم بل نوم ورکړو، لکه فدرالي اتحاد او یا داسې بل نوم، هدف دادی چې د اسلامي ځواک لپاره یوالی رامنځ ته شي.

عبد القادر عياض:

زموږ سره بل ورور له الجزایر څخه په لین کې دی احمد تطراوي، مهرباني وکړه تطراوي صاحب !

أحمد تطراوي – الجزائر:

السلام عليكم. محترم دوکتور صاحب! زما سره یوه پوښتنه ده، هغه دا چې د اسلام نړیوالتوب په خپلو ټولو ښېګڼو سره یوه معلومه او ثابته خبره ده او هېڅوک ترې انکار نه کوي خو زما پوښتنه داده: تاسو په دې برخه کې د هغو کسانو په برخه کې څه نظر لرۍ چې د انسانیت لپاره دعوت کوي، په دې دعوت کې یوه ډله فلاسفه او مفکرین هم شته ، ددوی په سر کې طه حسين او په دې برخه کې سیکولرزم هم کار کوي هغه فکر چې د یوې داسې مدني ټولنې د جوړولو لپاره کار کوي چې د اسلام سره هېڅ تړاو ونه لري، محمد عبده هم په همدې فکر متهم شوی دی، ځکه هغه هېواد پالنه او تعددیت قبول کړ او دیني حرکت یې ونه مانه، ستاسو رأیه په دې برخه کې څه ده؟

يوسف قرضاوي:

د محمد عبده په اړوند ډا ډول څرګندونې اساس نه لري چا چې د هغه کتابونه لوستي وي په تېره بیا د توحید رساله، چاچې د هغه رد په مشهور فرانسوي لیکوال باندې لوستی وي، چا چې د هغه رد په مجله د الجامعه کې په فرح أنطون باندې لوستی وي، د هغه کتاب اسلام او مسیحیت په علم او مدنیت کې، چاچې د هغه مقالې په عروة الوثقی کې لوستې وي، هغه مجله چې سید جمال الدین افغاني او محمد عبده به په پاریس کې خپروله، دهغې مجلې زیاتره لیکنې به د محمد عبده په قلم لیکل کېدې، خپله سید جمال الدین ډېره لږ لیکنه کوله، او اصلي لیکوال یې محمد عبده ؤ، نو هغوی به له وریه د نوموړي نظریات وګوري، او محمد عبده په سیکولوزم متهم کول لویه اشتباه ده، هغه د المنار د تفسیر لیکوال دی.
محترم دوکتور صاحب ډېره مننه !

ژباړه : محمد شفیق صادق

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: