بیولوژيطبطبیب او طبابت

اشارې (په ګوتو، لاسونو، سترګو، شونډو …) په ماغزو کې

اشارې (په ګوتو، لاسونو، سترګو، شونډو …) په ماغزو کې د ژبې په مرکز کې خپل پړاوونه بشپړوي

 خبرې او اشارې د ماغزو په ورته ساحه کې خپل پړاوونه بشپړوي، څېړونکي وایي چې دا هغه موندنه ده چې د ژبې د تکامل پوهاوي ته به ښایي ښه والی راوړي.
پدغه څېړنه کې، د شلو رضاکارونو د ماغزونو د فعالیت د څارنې لپاره د MRI آزموینه (د مقناطیسي انګازو انځورول- د پوستکي له لارې بدن ته د نه نفوذ هغه طبي آزموینه ده چې د روغتیایي وضعیتونو په تشخیص او درملنه کې له رنځورپوهانو سره مرسته کوي) پداسې حال کې چې دوی د یوه شخص ویدیویي لنډ فلمونه چې یا یي اشارې کولې او یا یي داسې عبارتونه ویل چې د اشارو له مانا سره یې اړخ لګاوه لیدل، وکارول شوه. دواړو، هم اشارو او هم خبرو د تندي په لاندېنۍ او د شقیقې په وروستی (خلفي) برخه کې چې په ماغزو کې د ژبې سیمې دي په لوړو کچو کې، د فعالیت لامل شو.

که چېرې اشارې او خبرې د ورته سیسټم په وسیله خپل پړاوونه بشپړ کړي نه وای، نو خبرو به د تندي لاندېنۍ او د شقیقې وروستی برخې فعالې کړې وای او اشارو به د ماغزو نورې برخې فعالې کړې وای. خو، په حقیقت کې موږ پدغو دواړو کې واقعي تداخل وموند. لوی لیکوال ډاکټر الن بران د امریکې د کڼو او د پوهاوي او پوهونې اړوند پېچلتیاوو د انسټیټیوت څخه په یوې خبرپانې کې دغه ټکی یاد کړئ دی.

دغه موضوع چې د ساینس د ملي اکاډمۍ موندنې د دغې اونۍ په ګڼه کې پرلیکه شوه سپارښتنه کوي چې کېدای شي د ماغزو دغه سیمې د ژبې لپاره د پیل تکاملي ټکی وي.

ډاکټر بران وایي چې، زموږ دغه پایلې هغو پخوانیو نظریو سره چې وايي د انسانانو پلرونو او بیزو ګانو د مانالرونکو اشارو له لارې یو بل سره پوهول، چې د وخت له تېرېدو سره بیا، د ماغزو هغه سیمې چې اشارو خپل پړاوونه پکې بشپړول د خبرو له کارونې سره عادت وکړ، جوړ راځي. که چېرې دغه نظریه سمه وخېږي، زموږ د ژبې ساحې (په ماغزو کې) به په ریښتوني توګه د پوهاوي او پوهونې د دغه لرغوني سیسټم پاتې شونې وي هغه ساحه چې د انسان په ماغزو کې اشارې او همدا شان خبرې شني.

سربېره پر دې، د دغې موضوع په هکله چې څرنګه ماغزه اشارې او خبرې شني، لا زیات مالومات د آفاسیا aphasia په درملنه کې چې د خبرو په ویلو یا پوهاوي کې د یوه شخص وړتیا زیانمنوي مرسته کوي.
لېنک: http://news.yahoo.com/s/hsn/gesturesprocessedinbrainslanguagecenter

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی/ بېنوا

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: checked