افغانستان تاریختاریخ

افغانستان او د اعليحضرت لوی احمدشابابا ۲۵ كلن سلطنت

(توره ،ميړانه، سرښنډنه ،زړورتوب ، استقلال،آزادی،واکداری،امپراطوری اولوی افغانستان)

داليکنه دافغانستان دنامتواوپياوړيو ملی شخصيتونوديادونی په وياړد(سترخوشحال بابا ،عبدالرحمان بابا،احمدشاه بابا اواميرامان الله خان غازی ) اوددوي ودښمنانوته يې وړاندی کوم ، کوم چې يوشمير معلوم الحاله محدودکسان دی چې پدی وروستيوشپواوورځوکښې دانټرنيټی ويب سايټونو او دپالټاک ((  PAL TLAK  ))دانټرنيټی پروګرام له طريقه په بيځايه ،غيرانسانی اوپه نامعقولواوبی بنسټه ليکنو،تبليغاتواو چرندياتويې لاس پوری  کړيدی ،نو ما هم دهغه هيوادنی احساس پربنسټ مې دغه ليکنه اړين اوضروری وبلل  ترڅوودی بي مسؤوليته دتاريخ نه  ناخبره کسانوته  يوغاښ ماتونکی ځواب  وي.اودغه کرغيړنی څيری هرومرو  هير يې نګړی چې ددی ټاټوبی داصيلو بچيانوپه وړاندی ډېردرانه دندی اومسؤوليتو پراته  دی چې يوهم دخپلومشرانواوددوي  دوياړونه  چې دافغاني ټولنی وهر باشرفه انسان ته يوستراولوی ملی ميراث دی په زړه ورتوپ اوميړانه سره بيا هم هراصيل بچي يې په ځان تيريدنی اوسرښندونی سره ورنه دفاع اوساتنه کوی نه کم اصل انسان يې ځکه زموږ پخوانی خلکو،مشرانواونيکونوويلی دي چې اصل خطا نه لری،کم اصل وفا  نه لری ،نوستر خوشحال بابا وايی :

لاتراوسه يې ماغزه په قرار نه دی *** چا چې زما سره وهلی سرپه سنګ دی

اوبيا په بل ځای کې داهيسی وايی:

ټيټ مې بوله غورځنګ راباندی مه کړه  *** زه په دی آفتاده ګی لوی ګړنګ يم

اوهمدارنګه ستر رحمان بابا وايی :

که څوک تله داصاف په لاس کې درکړی *** خپل ټوټواودبل آس به برابر کړی

که دی خپله ګناه لوی لکه غر وی   ***   په آهسته آهسته به غر دمچ وزرکړی

ډېروګرانولوستوونکو:پيښ ليک يا تاريخ تل دبرم اوپرتمين ژوندانه پرلوری دانسانی ټولنودسړواوتودوهڅواوزيار ايستلوزيږدنه پايله ده.

په هره ټولنه کښې انسانی پرګني دژوندانه په بهير کې دپيښ ليک (تاريخ) دخوځنده ځواک په توګه ځان څرګندوی اوخپلی تجربي،پوهه اوبرياوی له خپلوټکرونو،تيروتنواوماتيوسره دهمدی  پيښ ليک (تاريخ) دلاری  وخپلوراتلوونکونسلونوته دډېروارزښتمنوکړونواونښوپه ډول يادګارپريږدی چې دغه ستر پاته سوی ميراث  په سمه توګه دراتلوونکی ژوندانه په ټاکلوکې ګټه ځينی واخلی ، پيښ ليک (تاريخ)  دټولنيزپرمختګ دپرمختللودبهير هنداره هم ګڼلای سو.

که دسترافغان ملت دټولوپتمنومليتونودميړنيواولسونودتورو،سرښنډونواودبرياليتوبونو پيښ ليک (تاريخ) ته ځير سواويوځل بيا دخپلوپلرونو،نيکونوووياړونو،ومبارزی اووسرښنډونوته په ژوره توګه پام ور واړه وواوديوافغان انسان اودخپل هيواد ديواصلی اوسيدونکی په ډول توجووکړو نودا راته څرګنديږی چې زموږ د ګران هيوادغيرتمن،زړه ور اوتورزن اولسونه تل دژوندانه په بيلابيلوټولنيز،سياسي،اقتصادی اوفرهنګی اودنورو…چاروپه ډګرونوکې دسيالانوسره ډيرپه کلک اومتين هوډسره سيال وواوپه ستردريځ سره ويلی سم چې همداسی سيال به وي اوسيال به پاته سي ،نودا په پربڼده اوښکاره توګه سره ويلی سوچې زموږ دملی پيښ ليک (ملی تاريخ) پرهسک داهيسی ګڼ شمير ځلانده ستوری ځليږی لکه داپورتنی مشران اوډېر شميرنوريې چې مايې نومان ندی ليکلی دګران هيواد د پيښ ليک (تاريخ) په زرينوپاڼوکښې  ليکل سوی دی  هريو يې  په خپل وارسره دتورتمونواودتياريوزړه يې ور څيرلی  اودستر افغان اولس (ټولوورونومليتونو)په ملتيايې دسياسي ژوندانه لاره يې دورکيدوڅخه ژغورلی دی.

خوپه دغه لار کې باتور،تورزن،هوډمن ،پتمن ،غيرتمن اودافغانانودسترواولسونولوی بابا خدای بخښلی ښاغلی احمدشاه ابدالی وو چې زموږدتاريخی اوسرلوړی هيواددبرم اووياړ هغه روښانه اوځلانده لمر دی چې په خپل زرينووړانګوسره يې دسترافغان اولس زړونه يې تازه ،غښتلی اوتاوده کړی،.احمدشاه بابا ددی تاريخی ټاټوبی داصلی اوسيدونکوهغه سترملی مشراوبين المللی څيره ده چې دده دشخصيت اومشرتابه دری عمده اصلونه لکه ((پوهه،مينه،اوبلهاری)) يې دسياسی ژوندانه ستری ځانګرتياوی وي ،ځکه احمدشاه بابا ته خپل سرسپارلی اولس ډېرګران وو اوهغه وخپل اولس ته دمعنوی پلار غونډی ښکاريده اودزړه دکومی يې دده درناوی کاوه اوهمدا اوس هم دهيواد اصيل بچيان ،شريف اوغيرتمن اوسيدونکی يې په ډېره مينه اودرنښت سره درناوی کوی اودهيواد دخلکوستربابا دملی يووالی او دملی تړون سمبول بولی ،ملی اتل يې ګڼی او ستر غازی ،نامتواوپياوړی افغان يې پيژنی.داحمدشاه بابا په هکله کورنيو اوبهرنيو پيښ ليک ليکوونکی،تاريخ ليکوونکی پوهانوڅيړونکواومحقيقنوډېرشمير کتابونه يې ليکلی دی ،چی هريويې پرخپل ځای ځانګري ارزښت لری .

په همدی ډول دپيښ ليک ليکوونکو(تاريخ ليکوونکو) له خولی اودپاته سوی قلمی اثاروپر بنسټ باندی له دهندوستان  پياوړی  تاريخ ليکوونکی داکتر ګنداسنګ داهيسی ليکلی اوويلی يې دی (( دډېروزيارګاللوپه نتيجه کښې داحمدشاه ابدالی تاريخ دومره دتاريخ دمينه والو پام وراړولی چې دحقيقت په پلوشوکې داحمدشاه دشخصيت ټول بعدونه ،افغانيت ،پتمنی،زړه ورتيا،توره،علم ،عدالت  او،…..نور په سمه توګه ليدلای سی .))،ميرغلام محمد غبار په خپل کتاب افغانستان درمسيرتاريخ کې داهيسی ليکلی دی :((احمدشاه زړه ور،مهربانه سړی  اودستری عاطفی خاوندووپرخوارو،بی واکو،اوکمزورو خلکوباندی يې زړه سوي کاوه  سرغړونکی يې بخښل اودځواکمنوظالمانوکلک اوبی ډاره دښمن وو.

پرمذهبی اودينی مسايلوپلويتوب سربيره يې دملی مسايلوپلويتوب يې دکړنوپه سرليک کې قرار درلودسره ددی چې په ملت کې وخلکوته ډېرورنيږدی وو او لکه دپلار په شان ددوی سره خواخوږی وو،خووبهيرنيودښمنانواوظالمانوته جګړه کوونکی او پرغزګرځواک ښکاريدی ،احمدشاه ميړه اوحقوق پوه سړی وو،دهيچا دښيګڼي غبرګون يې نه هيراوه ،ډار،لويې اووږه سترګې يې نه کوله ،داحمدشاه تګ لاره ټينګه ،هوډمنه اونه ماتيدونکی وه ،دژوندانه په بيلابيلوپړاونوکې يې ټيټوالی ،لوړوالی ،بند،خپلواکی ،کشرتوب اومشرتوب يې وليدل،دسترافغان ملت پيښليک پوهانو(تاريخ پوهانو)احمدشاه ستايلی دی اوددی ټاټوبی اصيل بچيان (ټول افغانان ) احمد شاه داوليا الله دډلی ګڼلی اوددغه پاچا دښواخلاقو ښکارندويي کوی اودده   دسترو مانيزواووياړونوڅخه شميرل کيږی .))((مولف اوويونکی  غلام محمد غبار))

احمدشاه بابا زموږ په تاريخ کې داوسنی افغانستان بنسټ ايښودونکی اودافغانستان دخلکو دبرم ،پرتم اوديو ګډ هيواد اوديو اولسواک دولت جوړوونکی په توګه وهر با شرفه ،با عزته ،با وقهاره اوبانوموسه افغان ته لوړ مقام لری٠ هغه دزمان خان زوي دی چې په ابداليانو پورې تړلی دی مور يې بی بی زرغونه نوميده دهغه پلار دده دزيږيدو د کال ، مخکې دده نه چې دی وزيږيدی مړ شو .

يوشميرتاريخ ليکوونکو اوليکوالودپښتنودنسب اوشجري پوهني په اړه ليکی ،اوداحمدشاه بابا دنسب اوشجري په هکله وايی : هغه دزمان زوي،ددولت زوي دسرمست زوي ،دشيرخان زوي،دخواجه خضر زوي، دسدوزوي ،دعمروزوي ،دمعروف زوي،دبهول زوي،دکاڼي زوي، دبامي  زوي ،دحبيب زوي ،دپويب زوي ،دزيرک زوي، دعيسی زوي،دابدال زوي، دترين زوي ، دښرخبون زوي ،دسړبن زوي، دقيس عبدالرشید زوي دی ،چې دا وروستي «قیس عبدالرشيد»،دحضرت محمد(ص)  هم مهالی بولي چې په حجازکې يې داسلام دین ومانه اودا اوسنی میليونونه پښتانه يې له کهوله دي اوپه همدی ډول قیس عبدالرشيد،پلارپرپلارشميری اوپرشپږديرشم (۳۶)  پلارهغه ملک ساول ته رسوي اوپه دی هکله د«خورشیدجهان»تاريخ دشيرمحمدخان ګندا پوری ليکنه «۱۸۹۴»م کال دلاهورچاپ کتلی شی .

احمد په   (   ١٧٢٢ ميلادی )  کال په هرات کې وزيږيده ٠ خوکله چې داحمد دپلار سيال محمدخان دهرات دحکمران په توګه مقررشو موريې دې ته اړ شوه چې فراه ته کډه وکړی اوروسته قندهار ته کډه سوه اوهلته دشاه حسين هوتکی له خوا بنديان سول ٠ کله چې په (  ١٧٣٨)  کال کی نادرافشار قندهار ونيوداکورنۍ يې مازندران ته تبعيد کړ،ذوالفقار داحمد مشر ورور يې مسموم اووواژه ٠

پدې وخت کې چې احمد خان شل کلن وه نادرافشار هغه پخپل لښکر کې دافسر په توګه مقررکړ اوکله يې چې دهغه نظامی لياقت اوپوهه يې وليد هغه ته يې دافغان ابداليو اوازبکو جنګياليو قوماندانی ورکړ ٠ کله چې نادرافشار دهغه دګارد دقوماندان له خوا ووژل شو اوپه لښکرکې يې ګډوډی راغله نورمحمد خان اواحمدخان  دافغان جنګياليو په مرسته يې چاته اجازه ورنکړ چې دنادر پر حرم اوپرکورنۍ باندی تيری و شی چې ددې غوره کارله امله احمدخان په خپلوخلکو کې ډېر داتوريتی او دکريډت خاوند وګرځيدی ٠

اوپدې وخت کې نورمحمد خان چې د( مير افغان په نامه مشهوروه )  داحمدخان سره يو ځای دخپلو عسکرو سره ګډ دقندهار په لور وخوځيدل اوهلته يې دابداليو،ازبکو ،تاجکو،بلوڅو ،غلجيو اوهزاره ګانو دمشرانو اوخانانو په ګډون د(  شير سرخ په مزار) کې جرګه جوړه کړه ترڅو يوداسې مشروټاکی چې هيواد دپرديو داسارت اوملوک الطوايفۍ نه خلاص کړی اودي خپلواک هيواد بنسټ کښيږدی جرګې نه ورځې دوام وکړ خوپدې ونه توانيده چې څوک وټاکی ځکه هر خان او هرمشر غوښتل چې هغه ددې هيواد دلارښود ځای ونيسی يوازی په جرګه کې ځوان احمدخان څه نه ويل اودپادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل، بالاخره جرګه په دې سلا شو چې يو روحانی اوصوفی چې دقندهار په هيڅ کوم قوم اوټبر پورې يې اړه يې نه درلود اوهلته ديره وو ، جرګی ودی سړی ته يې داصلاحيت ورکړی چې هر څوک هغه تائيد کړی او و يې ټاکی ټول به هغه دهيواددمشر په صفت منی اوبيعت به ورکوی صابر شاه کابلی دغنمو يو وږی دځوان احمدخان پر خولۍ يې وټومبل اوپه دې توګه دجرګی ټولو ګډون کوونکی ځوان احمدخان يې دخپل دمشر په توګه وټاکل ٠

احمد خان چې دهيواددمشر تابه مسئووليت يې ترلاسه کړ دميرويس هوتکی دهغې طرحې دپلې کولو په خاطر يې مټې راونغښتې کوم چې ديوخپلواک اوغښتلی هيواد زيری يې ورکاوه چې داکار يې دڅلورو کالو په موده کښې يې په بری سره ترسره کړاوهيواد يې دخپلو طبيعی پولو خاوند کړ٠ هغه نه يوازې ترلاسه تللې خاوره يې بير ته ترلاسه کړ بلکی  هندوستان اوايران ته يې هم دواک ساحه پراخه کړل ٠

ابدالی احمدخان لس پوځی سفرونه کړی چې هيڅکله هم دجګړې دډګر څخه ندی تښتيدلی چې ډير مشهوره جګړه يې دپاني پټ جګړه ده ٠ هغه نه يوازې يو مبارز ،وتلی قوماندان،ددولت مشر وو بلکی يو شاعر اواديب هم وو دده داشعارو ديوان په ( ١٣١٩ )  لمريز هجری کال کې د مرحوم عبدالحی حبيبی له خوا چاپ سو چې دوه زره(  ٢٥٠٠   )   بيتونه لری چی شعرونه يې تصوفی ، حماسی ، عشقی اواخلاقی دی اواکثرا يې غزل ،رباعی ،قطعه ، مخمس او مربع  ويلی  دی ٠

دده دوخت دولتی نشان (  دوه څوکې توره، دغنمو وږی  ،ستوری  ) وو داحمدشاه ابدالی په مهر کې چې طاووسی شکل يې درلود داهيسی يوه جمله ليکل سوی وو (( الحکم اله يا فتاح احمد شاه دران )) ٠ احمدشاه په سياست کې داسلامی ورورګلوۍ، نرمۍ او دوستۍ )) تګ لاره لرله دهمدې زرينو اصولو پر بنسټ يې هيڅکله پخپل مسلمان ورور توره نه ايستله ، که کوم والی يا حکمران بغاوت کاوه دهغې دټکهولو وروسته يې بيا هم هغه عفوه کاوه اوپه پخوانۍ دنده يې مقررراوه ، دهند دمسلمانانو په غوښتنه يې پر هندوستان يې يرغل وکړ تر څو هغوی دنورودظلم اونارواوو څخه وژغوری اوهغوی وکولای سی هلته بيا دبابرو واکمنی ټينګه کړی چې له بده مرغه هغوی داکار تر سره نشوای کړای ٠  هغه کوم کار چې دسولې له لارې کيده دزور کارولو ته يې لاس نه اچولو ٠

احمدشاه بابا ديوه سپيڅلی مسلمان او رښتينی افغان په څير ددې هيواد اوسيدونکی خپل وروڼه ګڼل اوپه دولتی چارو کې يې هغوی ته دهغوی دلياقت اووفادارۍ پر بنسټ برابره ونډه ورکوله ، دخلکو سره يې ښه چلند درلود او هيڅکله يې تاج نه پر سر کول ددې خصوصيتونو له کبله خلکو هغه ته پلار اوغازی ويل اووروسته له مرګه يې دبابا لقب ورکړ ٠ احمدشاه بابا په افغانستان کې اداری ، لښکری ، مالی اومدنی جوړښتونه منځته راوړل ،وزيران يې وټاکل ،منظم پوځ يې جوړ کړ چې ديو لکو په شاه اوخواکې چی پلی ، سواره اوتوپچی ټولګی يې درلودل٠ هغه داسې پاچا وو چې دهيواد په جنوبی سيمو کې بيله دې چې څوک مقاومت وکړی هغه يې دمشر په توګه ومانه اودخيبر ددرې څخه بيله کومې ستونزې تير شو چې دا يوه بي ساری پيښه په تاريخ کې ثبت شويدی٠ هغه دقندهار دښار ، تاشقرغان .حيدرآباد اودکابل دپخوانی ديوال بيا جوړونه پيل کړ دباروتو ، وسلو اومسکوکاتو صنعت يې په پښو ودراوه ٠

اخمدشاه بابا د١٧٧٢ کال دجون په مياشت کې دپنځوسو کلنو په عمر دقندهار په ښار کې مړ سو اودقندهار په ښار کې خاورو ته وسپارل سو احمدشاه باباد اتو «۸»زامنوپلار وو اودزامنو نومان يې په لاندی ډول وو (  سليمان ، تيمور ،شهاب ،سنجر ،يزدان بخش ، سکندر ، داراب ، پرويز ) احمدشاه خپل دوهم زوی تيمور يې چې هغه يې دسليمان په پرتله غوره او هوشيار ګاڼه ددود او دستور خلاف دوليعهد په توګه نومولی وه چې دده  وروسته پاچا شو داحمدشاه باباد پاچاهۍ ، واک اوقدرت چينه پخپله دافغانستان خاوره اودافغانستان خلک وو ځکه نو که دپانی پټ دفتحې اودډهلی له نيولو سره يې دخپلی پاچاهۍ اوقدرت مرکز پری ايشی وای ،خپل انسانی ،فکری اواداری قواوې يې دهند په ارت هيواد کې ځای پر ځای کړې وای ممکنه وه چې دده هيواد افغانستان دپاچاهۍ دمرکزيت له نعمته بې برخې پاتې سوی وای اودده کهول به هم دهغو نورو هندی شويو افغانی کهولونو په برخليک اخته سوی وای چې بيخې له منځه تللی دی٠ دده دادرايت ،مينه اوميړانه وو چې خپل هيواديې د ادارې سياسی مرکز وګرځا وه اونن دی ددې هيواد داوسيدونکو په زړونو کې ځای لری اودتل لپاره به دده نوم په وياړ سره اخلی اودرناوی به يې کوی .

  1. يوشمير مطالب اخيستل سويدی :

  2. -دغلام محمد غبارافغانستان درمسير تاريخ

  3. -احمدشاهی تاريخ

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: