قرآن اړوند

ايا قرآن د تربګنۍ کتاب دی؟

يوه قضيه:
دی د تلوېزيون په دې تاوده بحث کې يو مجبور ګډونوال وو. د بحث بل لوری هغه ښځه وه چې په کره زړورتيا، ښه تحليل او ښکلي فصاحت يې خبرې وکړي. په ده باندې ځمکه سره شوه او لاره ترې ورکه شوه.
نو چې دځواب نوبت ورغی، وار له واره يې په دې حديث ورغبرګه کړه چې: (لن یفلح قوم ولوا امرهم امرأتا (هغه قوم يا ملت به هېڅکله کامياب نه شي چې ښځه يې چارې پرمخ بيايي.)…
(ښځې یې په ځواب کې وویل) د حديث په اړه نه غږېږو ، بلکه دستونزو دهواري لپاره لارې چارې لټوو…
نو ايا موږ دلته خپل غچ دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په حديثو سره واخلو؟ دپیغمبر په حدیثو سره یو پر بل برید وکړو ، انتقام پرې واخلو او دیو بل پر ضد یې وکاروو د خپلې ګټې په تړاو یې ښکاره کړو او ځان له ملامتۍ پرې خلاص کړو؟دويمه قضيه:
خدای شته سړي خپله میرمن زیاته وخشموله، دشور غوبل میدان یې پرې جوړ کړ، له یوې خوا او بلې خوا یې نیغې غبرګې را برسیره کړې ، سپیڅلي آیتونه یې دځان په ګټه را تیرول ، دځان درنده او دبل سپکه یې پرې څرګندوله ، او زیاته یې کړه : ته چې هر څه وايې وايه. ستاسې برخليک معلوم دی، ستا عقل پڅ او دین دې کمزورې دی ، لکه څرنګه چې محمدصلی الله علیه وسلم وايي…

رسول صلی الله علیه وسلم خو خپلو بیبیانو ته کله هم داسې خبرې نه دي کړې، نه یې دهغوی سپکه ویلې او نه یې هم داسې خبرې دغچ اخیستنې میدان ته وړاندې کړې دي، بلکې دا (د عقل او دین نیمګړتیا) خبرې یې دیوې خوږې زړه راښکونکې ښکلې معنی دبیانولولپاره سریزه ټاکلې دي.
لکه څرنګه چې په بخاري او مسلم کې راغلي: مارأیت من ناقصات عقل ودین اغلب لذي لب منکن
ستاسو(ښځو) نه مې په عقل او دین کې څوک ضعیف نه دي لیدلي ، چې دعقلونو خاوندان را ولکه کوي.
که چیرې دغه (ناقصات عقل ودین) جمله حذف کړو نو معنی به ټیک صحيح راشي ، هغه دنحویانو په خبره دا یوه معترضه جمله ده چې په حدیث کې یاده شوې ، نو داسې به وویل شي ، (مارأیت اغلب لذی لب منکن) ستاسو (ښځو) نه مې ښه دعقلونو ماتوونکي بل څوک نه دي لیدلي. خو بايد ووايو چې دحدیث تړاو له نارینه وو سره دی ، یعنې هغه عاقل، ځیرک او هوښیار نارینه دښځو مجبوروونکو احساساتو، خوځوونکو اداګانو ناز اوکرشموته ګونډي وهي، او په دې کې پاچایان ، مشران باتور جنګیالیان دزور اوزر واکداران ټول را نغاړي، او ورته په ګونډو شوي دي.
دا دحدیث نه په ډاګه څرګندیږي ، نو ځانوته ددې اجازه نشو ورکولی، ترڅو کلمې او عبارتونه سره جلا کړو ، اصلي غوښتنې یې له پامه وغورځوو، او بنسټیز تړاو یې له یاده وباسو.

درېيمه قضيه:
سړی له خپل تربور او ګاونډي سره په شخړه کیووت، دښکیلتیا موضوع یې په يوه اقتصادي پروژه کې د شراکت پر سر لانجه وه، په شراکت کې يې تاوان کړی، د سوداګرۍ توکي خراب شوي، له سخت تاوان سره مخامخ دي، د پروژې د ګټې خوبونه يې ټول ناسم ختلي. د کورنۍ نور غړي او خپلوان هم په همدې وخت کې په يو مناسبت راټول شوي دي. د لمانځه وخت راغی. مخکې شو ترڅو دوی ته لمونځ په جمع اداء کړي، او څنګه به نه مخته کیږي چې د شرعیاتو له پوهنځي هم وتلی. لمونځ پیل شو په لومړي رکعت کې یې دابراهیم سورت دا آیت وایي : ولاتحسبن الله غافلا عما یعمل الظالمین ، انما یؤخرهم لیوم تشخص فیه الابصار ۴۲.
(داسې ګمان مه کوه چې خدای د ظالمانو له کارونو څخه ناخبره دی، بلکې خدای د دوی سزا او حساب هغې ورځې ته پرېږدي چې له وېرې به د خلکو سترګې رډې او وازې پاتې وي.)
او په دوهم رکعت کې الم ترکیف فعل ربک باصحاب الفیل (ودې نه ليدل چې ستا خدای د فيل پر څښتنانو څه وکړل) سورت وایي.
امام د حال په ژبه خپل مقتدي سخت ګواښوي، کوم چې له ده سره د لانجې په غمونو کې ځان مغلوب او خواشينی احساسوي همدا سی د هغه په زړه مالګې دوړوي. د دوی لانجې او دعوا ته ديني رنګ ورکوي. مګر دا اياتونه خو د دې مالي لانجې په اړه نه دي نازل شوي. قرآن خو خدای موږ ته د دې لپاره نه دی نازل کړی چې په خپلمنځي شخصي دښمنیو کې ترې ګټه واخلو، او خپله خبره پر نورو  درنده ثابته کړو، نه هم دا سپيڅلي آیتونه دخلکو ترمنځ دنفرت او جلاوالي لپاره راغلي، بلکې ددې لپاره راغلي ترڅو نفسونه پرې ارام شي، تیر غمونه له منځه یوسي، او راتلونکی ډار ورک کړي.

چې لمونځ خلاص شو نو يو ځل بيا د خپلو سيالانو او تربرونو او په ځانګړې توګه په همدې لانجه کې د خپل سيال، د ګواښلو فرصت په لاس ورغی، او په دې الفاظو يې شروع وکړه چې: داسې کسان شته ، چې لمونځونه يې د دې په ځای چې خدای ته یې نژدې کړي، نور يې هم ترې ليرې کوي.  او خپلو مقتديانو ته برګ شو چې د خلکو مالونه په ناروا سره اخلي، اودا … او هغه …
دا خوله علم او دین سره ستر خیانت دی چې خدای راکړې د قرآن او حدیث پوهه له خلکو سره په جګړه کې دیوې وسیلې او وسلې په توګه وکارول شي، پر خلکو د لاسبري او غلبې لپاره وکارول شي.‌ دا کار دډیری کم علمه خلکو په ذهنو کې غچ او کینه را پاروي، تردې چې د قرآن او حدیث له اصلیت څخه انکار کوي په داسې حال کې چې دا سپیڅلي ویناوې سهي  دي، خلک مجبوریږی ترڅو دا پاکو ویناوو ته کنځل وکړي او په قهر شي، غوسه وکړي….
بې شکه موږ ته حکیم او علیم خدای جل جلاله دمشرکینو او دهغوی دباطلو خدایانو په شان کې داسې وايي: ولاتسبواالذین یدعون من دون الله فیسبواالله عدوا بغیر علم) الانعام ۱۰۸.
اې مسلمانانو هغو کسانو ته چې له الله پرته د نورو شيانو عبادت کوي ښکنځل مه کوئ. کنه بيا به دوی هم الله ته په ناپوهۍ او د خپل جهالت لامله ښکنځل وکړي.)
مهربانه زړه هیڅکله هم دخپل مسوولیت څخه نه غافله کیږي، له خپل تبلیغي امانت څخه نه تیریږي ، خلک دخدای او درسول مینې ته راکاږي ، دخدای ددین ریښتینې بڼه ورته ښيي. نو ددې موخو دترلاسه کولو لپاره  دا اړینه ده چې څوک په خپلو شخصي او ځانګړو شخړو کې دقرآن له آیتونو او نبوي احادیثو څخه ناسمه ګټه وا نخلي، په خپل منځي شخړو کې یې ونه کاروي ، ترڅو د نورو شخړو لامل ونه ګرځي، الله جل جلاله رښتيا وايی چې: ولاتعجل بالقرآن من قبل ان یقضی الیک وحیه ، وقل رَّبي زدني علما) طه /۱۱۴.
( او تلوار مه کوه ( اې محمده ) په (لوستلو) دقرآن مخکې له دې چې تاته د هغه وحی پوره کړی شي، او ووایه چې اې ربه زما علم زيات او پياوړی کړې..

دکتور سلمان بن فهد العودة*
ژباړه خليل الرحمن حنيف**

*دکتور سلمان العوده وتلی اسلامي مفکر، داعي او ليکوال دی. دی د الاسلام اليوم موسسې مشر دی.
**خليل الرحمن حنيف په غزني کې مېشت ليکوال او د اصلاح انلاين همکار دی

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: