بېلابېلې ناروغۍ او درملنېپوست او ښکلا

ایبولا واېي څه ته؟ او له څه شي پیدا کیږي؟

نن سبا ټوله نړۍ کې د ایبولا میکروب خورولو څخه د خبرداري، مخنیوي، او درملنې خبرونو ټوله نړۍ کې د یو ببو (وهمي وېرې) شکل اختیار کړی.

د تازه څېړنو د راپور په اساس د ایبولا په ناروغۍ اخته ۸ زرو کسانو له جملې څخه له نېماېي زیات یعنې ۴ نیم زرو تنو ېي خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې زیاتره قربانیان ېي د لوېدېځې افریقا اسېدونکي ښودل شوي.

په اصل کې د لوېدېځې افریقا څخه پرته نوره نړۍ کې دغه میکروب باندې اخته کسانو ډېرې لږ پېښې ثبت کړل شوي، او جالبه خبره پکې داده چې د ایبولا میکروب په وچ موسمېزه سیمو له څو ساعتونو څخه اوږد ژوند نشي کولای، او دا زمونږ تاسې لپاره یو ښه خبر هم بللی شو، ځکه دلته موسم اکثره وچ وي، او د ایبولا د خورېدلو امکان بیا د نشت برابر وي.

ایبولا مرض د وینې په جریان ترڅو ورځو پورې ژوندی پاته کیدلای شي، او د ایبولا په مرض اخته کسانو سره د ‌ډېرو نژدې اړیکو درلودلو په وجه له یوه څخه بل ته انتقالیږي، د بېلګې په ډول: په ایبولا اخته کسانو سره یوځای ژوند کول، واده کول، د هغوی کارول شوي لوښو کارول، او داسې نورو شیانو له لارې له یوه څخه بل انتقالیږي.

اوس پوښتنه داده چې دا ایبولا ده څه شی؟

ایبولا په انسانانو کې او ځناورو کې پیدا کیدونکي داسې ناروغي ده چې له دوه ورځو څخه تر ۲۱ورځو (درې اونیو) پورې په انسانانو کې د تبې، سردرد، ملادر، عضلاتو درد، اسهال، کانګي(قی) زکام او دېته ورته د نورو ناروغیو په شکل کې ظاهریږي، او کله چې مرض بیا شدت اختیار کړي، د انسان د جسم دننه او بهر له یوه او یاهم له یوه نه زیاتو حصو څخه وېنې بهېدل شروع شي، او همدغه وخت کې بیا نورو انسانانو ته د خورېدلو خطر هم زیات شي، د وېنې بهېدلو نښې له ښکاره کولو سره په ایبولا اخته کس ته سور څراغ ولګوي چې نور دې رغېدل ممکن نه دي.

او دا هم نه ده چې یوازې د بهېدونکي وېنې له لارې دغه میکروب بل ته انتقالیږي، بلکه د خولو، توکاڼو، تشو متیازو او دېته ورته نورو بدني اړېکو له لارې لکه د خپلې مېرمنې سره د يوځای کېدلو په وجه هم نورو انسانانو ته سرایت کوي.

ایبولا کومه نوې بلاده که څنګه؟

داچې نن سبا دغه ناروغي ډېره مشهوره ده ځېنې عوام به يې کومه نوې بلا بولي، خو په حقیقت دغه ناروغي زړه ده، د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۷۶م کې په سوډان کې راڅرګنده شوه، او هلته د ایبولا نهر په غاړه ددغې ناروغۍ لومړی څرک ولګېده، لیکن په دغومره وحشتناکه څېره ېي چې نن سبا دنیاوالو ته ځان را برسېره کړی پخوا داسې نه وو، له کال ۱۹۷۶م نه رانېولې تر کال ۲۰۱۳م پورې یوازې ۱۷۱۶پېښې ثبت شوې دي، لیکن په روان کال کې ېي په لوېدېځه افریقا کې د یوې وبا شکل اختیار کړی، او ددغه راپور تر لیکلو پورې ېی سږکال په ټوله نړۍ کې تقریبا ۸۰۰۰ پېښې ثبت شوي او اټکل شوی چې تر راتلونکې میاشتې به دغه شمېره ۲۰۰۰۰ زرو ته لوړه شي، ویل کیږي د سږکال میارچ میاشتې راهېسې په دغه ناروغۍ اخته ۴۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ایبولا د خپرېدا د مخنیوي لارې چاې:

ایبولا په څلورو طریقو کولای شي په آسانۍ سره له یوه انسان څخه بل ته سرایت وکوي.، اوله طریقه ېی داده: چې له مریض سره نزدې اړېکو لرونکي تن ته زیاته خطره متوجه وي، دویم طریقه: توکاڼي، وینه، تشې متیازې، خولې، فضوله او تولیدي موادو په ذریعه نور انسانانو ته سرایت کولای شي، درېېمه طریقه: د مریض کارول شوې پېچکاري استعمال، څلورمه طریقه: په ایبولا د اخته ځناورو د غوښې خوړل یا هم ښکار کول.

یوه ضروري یادوونه: د هوا، اوبو، خوراک، میاشي او چینجي له لارې د ایبولا د سرایت هېڅ کوم ظاهري خطر نشته.

آیا ددې مهلکې ناروغۍ څه علاج او درملنه شته؟

تر اوسه پورې نړیوال روغتیاېي سازمانانونه د ایبولا په رېښتوني علاج کې پاته راغلي، سره لدې چې هره ورځ یوه نه یوه خوا دعوه کوي چې دوی ېي په علاج توانېدلي لیکن تراوسه داسې کوم څه نشته چې مونږ ېي د ایبولا د مخنیوي لپاره کافي وبولو.

البته نیمه خواږه او مایع څښونکي مشروبات کولای شي دغه میکروب څه ناڅه اداره کړي، او په کراره ېي له مینځه یوسي.

خطرناکه خبره داده: د ایبولا د مخنیوي لپاره کارکونکي روغتیاپالان هم له دغه ناروغۍ نه دي خوندي پاته او تر اوسه پورې لسګونه تنه ډاکټرانو هم خپل ژوند د ایبولا د ناروغۍ په وجه بایللی، په نړیواله کچه د ایبولا ستر څېړونکی او متخصص ډاکټر شیخ عمرخان هم ددغې ناروغۍ له کبله فاني دنیا ته تللی.

د ایبولا مخنیوی په افغانستان کې

له نیکه مرغه چې افغانستان د لوېدېځې افریقا له هغو هېوادونو چې ایبولا صادروونکی بلل کیږي، لکه سیرالیون، لایبریا، ګینا، مونرویا پشان هېوادونو سره هېڅ راز راشه درشه نلري، البته یوه خبره چې خلکو ځنې ویره ښکاره کوله هغه د حاجیانو صاحبانو له درکه چې کیدای شي هلته ېي د لوېدېځو افریقا له پورته ذکر شوو هېوادونو اتباعو سره د ناستې ولاړې په وجه دغه مرض اخېستی وي، ځکه ېی اوس په هواېي ډګرونو د راستنېدو پروخت معاینه کیږي.

لیکن ترټولو خطرمنه خبره بیا داده: چې دغه بهرني میشت ځواکونه چې اکثره تورپوستي امریکایان ېی د نلسن منډیلا بنزیان بلل کیږي زمونږ د هېواد لپاره ستر روغتیاېي ناورین د ایبولا په برخه کې رامینځته کولای شي.

باید یادونه وکړو چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو له راتګ څخه مخکې د ایډز اخته کسانو هېڅ کومه مثبته نه وه ثبت شوې، چې ددغو ځواکونو د راتګ له برکته دادی زمونږ هېواد کې اوس ایډز په یوه داسې ناروغي اووښتې چې آن د نړیوالو ورپام شوی، څوېي د مخنیوي لپاره لاس په کار شي، نو زمونږ هېله له نوي راغلي حکومت څخه همداده چې زرترزره دې دغه بهرني ځواکونه له هېواده بهر کړي، څو زمونږ هېواد له دغه رنګه ناروغیو څخه لکه د پخوا پشان په امان کې وي.

 ژباړه او ترتیب: کلیم الله صادق

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: