ژوند مهارتونه

بحث یا مباحثه د څه لپاره؟

په تیره برخه کښې پدې پوه شوو چې بحث څه ته ویل کيږي او د بحث یوه جامع او مانع تعریف سره آشنا شوو. پدې برخه کښې به په دې پوه شو چې اصلا بحث د څه لپاره کیږي؟ خلک ولې زیار ګالي چې خپلو عقایدو او یا اعمالو لپاره دلایل وړاندې کړي؟ او یا دا چې غواړو په دې پوه شو چې د بحث کولو هدف څه دی؟

خپله موضوع په یوه مثال سره پیل کوو:

تصور وکړی چې تاسې د موټر یوه پلورنځي ته ورځی او غواړی موټر واخلی. موټر پلورونکی تاسو ته په سپین رنګ کښې یو کرولا ډوله موټر وړاندې کوي او وایي چې دا موټر باید واخلی! آیا یواځې د «باید واخلی» دوه کلمې تاسو قانع کولای شي چې د سپینې کرولا اخیستو ته زړه ښه کړی؟ نه، هیڅکله هم نه. خو که موټر پلورونکی ووایی چې دا سپینه کرولا واخلی ځکه چې نوی ماډل دی، ډیر چلیدلی نه دی او نوی وارد شوی دی، د تیلو مصرف یي کم دی… او داسې نور قانع کوونکي دلایل.

نو کیدای شي چې تاسو قناعت وکړی او موټر اخیستو ته زړه ښه کړی. دلته موټر پلورونکی د دلایلو وړاندې کولو څخه یو هدف لري او هغه دا دی چې تاسو موټر اخیستلو باندې قانع کړي، او غواړي تاسو هم د هغې کرولا په اړه هماغه فکر وکړی کوم چې دی یي کوي. نو د موټر پلورونکي هدف تاسو قانع کول دي او همدغه د مباحثې یو هدف دی. یعنی مباحثه مقابل لوري ته د قناعت ورکولو په موخه په لار اچول کیږي. نو قناعت ورکول د مباحثې یوه موخه ده.

فکر وکړئ چې تاسې د موټر اخیستلو لپاره یواځې موټر پلورنځي ته نه یی تللي بلکې یو نژدې ملګری هم درسره دی، تاسو د خپل ملګري نه په دې اړه مشوره غواړی، هغه هم تاسو ته وایي چې دا سپینه کرولا واخله ځکه چې هم یي رنګ ښایسته دی او هم نوی دی… او داسې نور ډیر دلایل وایي.

اوس نو د موټر پلورونکي او ستاسو د ملګري د استدلال تر مینځ توپیر څه دی؟ ځواب دادی چې د دغو دواړو استدلالونو تر مینځ هیڅ توپیر نشته ځکه چې دواړه غواړي زه سپین کرولا واخلم او د دواړو دلایل زما د دې کار لپاره یو شان دي.

خو، توپیر د دوی په اهدافو کښې دی. یعنی د موټر پلورونکي هدف قناعت ورکول دي په هر قیمت چې وي غواړی خپل موټر وپلوري اما ستاسو د ملګري هدف هرومرو ستاسو قناعت ندی بلکې د هغه خبرې توصیوي او مشوره یي شکل لري او صرف غواړي خپل نظر او یا مشوره توجیه کړي.

نو د مباحثې بل هدف توجیه کول دي. یعنې د خپل نظر، عمل او یا خپلې مشورې توجیه کولو په موخه هم مباحثه په لار اچول کیږي.

ولې وشول؟ او ولې ونه شول؟

مخکې مو ولوستل چې مباحثه د یو چا د متقاعدولو او همدارنګه د یوې نظریې یا مشورې او یا هم د یوه عمل د توجیه کولو لپاره د دلایلو د وړاندې کولو په موخه په لار اچول کیږي. یعنی د مقابل لوري متقاعد کول او یا هغه ته خپل نظر، عمل او مشوره توجیه کول، د مباحثي دوه موخې دي.

په دې برخه کښې د مباحثې یوې بلې مهمې موخې ته اشاره کوو: ولی یو کار وشو؟ یا هم، ولی یو کار ندی شوی؟ یعنی د یوه کار د کیدو او یا هم د نه کیدو پر لاملونو باندې بحث کیږي. په بل عبارت ویلی شو چې، د مباحثې دریمه موخه توضیحات ورکول دي.

د توضیحاتو ورکولو توپیر د متقاعدولو او یا هم توجیه کولو سره دادی چې توضیحات یواځې د هغې واقعې په اړه ورکوو چې مخکې واقع شوي ده او مونږ یی د بریالی واقع کیدو لاملونه توضیح کوو. او یاهم توضیحات د هغه خبرې په اړه ورکوو چې باید واقع شوي وای، خو، نده واقع شوي او مونږ يي د نه واقع کیدو او یاهم د ناکامیدو لاملونه توضیح کوو. مثلا: په ۱۱ کلونو کښې افغانستان باید ډیر پرمختګ کړی وای، د هر افغان وګړي همدا توقع وه. خو افغانستان ترقي ونکړه او هر څه نور هم خراب شول. اوس که څوک پوښتنه وکړي چې د افغانستان د عدم پرمختګ لاملونه څه دي؟ مونږ به یوه مباحثه پر لار اچوو، چې موخه یي د افغانستان د عدم پرمختګ د لاملونو توضیح کول دي. حال دا چې توجیه کول او یا متقاعدول د مخکینی واقعې په اړه نه، بلکه د راتلونکي او یا حال واقعاتو په اړه کیږي. نو یو توپير د توجیه کولو، متقاعدولو او تو ضیحاتو ورکولو تر مینځ دا شو چې دا وروستی د مخکینیو واقع شوو او یا هم ناکامو شوو مسایلو په اړه پر لار اچول کیږي، او هغه دوه نور بیا د حال او یا هم راتلوونکي مسایلو لپاره پر لار اچول کیږي.

توضیحات هم د څو موخو لپاره ورکول کیږي. دلته يي څو موخو ته لنډه اشاره کوو:
د توضیحاتو یوه موخه داده چې مونږ د یوي واقعې علت بیان کړو. مثالا: احمد پوښتنه کوي چې، هغه موټر ولې هارنګ وواهه؟ که زمونږ ځواب دا وي چې موټروان د موټر د ننه یوه بټن ټینګه کړه نو ځکه هغه موټر هارنګ وواهه، نو دلته مونږ علی توضیحات ورکړل. یعنی د هارنګ علت چې بټن ټینګیدل دي، زمونږ د توضیح موخه وه.

د توضیحاتو بل هدف دا دی چې د یوې حادثې د واقع کیدو خپله موخه بیان کړو. مثلا: احمد پوښتنه کوي چې، هغه موټر ولې هارنګ وواهه؟ که زمونږ ځواب دا وي چې د موټر مخې ته یو ماشوم را منډه کړه، ځکه یي هارنګ وواهه. نو دلته مونږ د موټر د هارنګ وهلو هدف بیان کړ، چې د یوه ماشوم ژغورل دي. دا ډول توضیحات د یوې حادثې د هدف د بیانولو په موخه ورکول کیږي.

د توضیحاتو دریمه موخه، د یوې حادثې فورم او وسایل بیانول دي. مثلا: احمد پوښتنه کوي چې، هغه موټر ولې هارنګ وواهه؟ که زمونږ ځواب دا وي چې په موټر کښې یوه وسیله وي چې ځانګړی شکل لري او کله چې هغې وسیلي ته بریښنا ور شي نو په لوړ غږهارنګ وهي، چې اوس هم همغې وسیلې ته بریښنا ورغله نو ځکه یي هارنګ وواهه.

د یادولو وړ ده چې کله د یوې حادثې په اړه ابهام یا هم تعجب موجود وي نو مونږ توضیحات ورکوو، تر څو د هغې حادثې لاملونه بیان شي او په اړه يي ابهام او تعجب له مینځه لاړ شي. توضیحات په مختلفو شکلونو ورکول کیدای شي. کله د یوې کیسې په شکل وي او کله هم د یوه بحث په شکل، چې مقدمه، متن او پایله لري.

له پورتنیو توضیحاتو دا معلومه شوه چې مباحثه د دریو لویو موخو لپاره پر لار اچول کیږي. متقاعدول، توجیه کول او توضیحات ورکول. خو، د مباحثې موخې په همدې دریو مواردو کښې نه خلاصه کیږي، بلکې، مباحثه د ګڼ شمیر اهدافو لپاره په لار اچول کیږي، چې مونږ يي دلته په همدې دریو لویو او مهمو اهدافو اکتفا کوو.

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: