اسلام له نظرهاسلامي ثقافت

تصوف او عر فان 

محترمو مسلمانانو له مخه تر دي چي د تصوف او عرفان په ړومبي بحث شروع وکړم ستاسي توجه و يوې ضروري خبري ته را ګرځوم ، هغه دا چي دهغو شيانو له جملې څخه چي نن صبا په مسلمانانو کي په عامه توګه منځ ته راغلي دي او ددې وړ دي چي ډير افسوس بايد سړئ پر وکړي يو لوئ شئ دادئ چي له تصوف او عرفان څخه م سلمانان يا غافل دي ، اويا ئې مخالف دي ، هغه خلګ چي تصوف ، اوعرفان ته عقيده لري له تصوف څخه په غفلت کي واقع دي ٠ دمثال په ډول په هيڅ مدرسه ،او مکتب کي دعلم تصوف د يوه کتاب هم و محصلينو ته تدريس اوتعليم نه کيږي ٠ داکثرو علماوو چي پلټنه وسي نو صورتحال ئې داوي چي دعلم تصوف يو کتاب ئي په ټول عمر کي په کتب خانه کي لا نه وي ليدلئ ، اوځيني خلګ لکه وهابيان بياپه دې ډول دي چي د اسلام دمقدس دين دغه عظيمه شعبه چي تصوف او عرفان دئ بيخي کفر ، او شرک ګڼي ، او صوفيان او اولياء العياذ بالله مشرکان او کافران بولي ٠ دبيلګي په توګه په يوه کتاب کي چي دفکر صوفي په نامه دئ اويوه وهابي ملا چي عبدالرحمن نوميږي دعلم تصوف او د اولياؤ په رد کي جوړ کړيدئ او نن صباد انترنيت له لاري هم شائع سويدئ داسي راغلي دي : چي ( العياذ بالله ) تر ټولو هغه فتنې چي مسلمانان په مبتلا سويدي لويه فتنه دتصوف ده چي ټول قسمونه د کفر ئې په بغل کي نيولي دي ٠ نو په دې سبب موږ غواړو چي دبينوا ويب پا ڼي له لاري و مسلمانانوته د تصوف او عرفان په اړه درجه په درجه مفصل معلوماتونه ورکړو .

د  تصوف شرعي حيثيت

محترمو مسلمانانو ! دتصوف او عرفان دبيان په سلسله کي اول وتاسو محترمو ته د تصوف شرعي حيثيت ، او دصوفي دکلمې تحقيق وړاندي کوم ٠ محترمو په اسلام کي دتصوف شرعي حيثيت په دې ډول دئ چي تصوف د دين يوه داسي مهمه شعبه ده لکه څنګه چي (فقه) د دين مهمه شعبه ګڼله کيږي ٠د (درمختار) او د فقهي د نورو م عتمدو کتابو په حواله لکه څنګه چي دعلم فقهي زده کړه فرض کفايي ده دارنګه دعلم تصوف زده کړه هم پر مسلمانانو باندي فرض کفايي ده ٠

د اسلام په ابتدائي دورو کي حتی دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کښي علم فقه د دين د ټولو شعبو نوم وو په دې ډول چي علم عقايد ، او علم د ټولو ظاهري شرعي اعمالو لکه لمونځ ، روژه ، حج ٠ اوعلم تصوف ټول په علم فقه کښي داخل وو همدا سبب دئ چي امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله خپل هغه کتاب چي په عقايدو کي ئې تصنيف کړيدئ په فقه اکبر سره مسمی کړيدئ ودې ته دفقهي قديمي اصطلاح ويله کيږي ، په وروسته زمانه کښي علماوو د ډير اهتمام له وجهي (علم عقايد) ځانته علم وګرځاوئ او په (علم کلام ) سره ئې مسمی کړ ، او(علم اخلاق) ئې ځانته علم وګرځاوئ او په(علم تصوف )سره ئې مسمی کړ ، او علم د ظاهري اعمالو ئې ځانته علم کړ او په (علم فقه) سره ئې مسمی کړ ودې ته جديده اصطلاح ويله کيږي ٠

دجديدي اصطلاح له مخي علم دين دري قسمه علم دئ علم کلام ، او علم تصوف ، او علم فقه چي په قديمه اصطلاح کي ودغو درو سرو ته فقه ويله کيده ٠ په قران کريم کښي او دارنګه په نبوي احاديثو کښي چي امر په تفقه في الدين راغلئ دئ مراد ورڅخه دهمدغي قديمي اصطلاح مطابق زده کول ددغو درو سرو علومو دي ٠ دفقهي او د تصوف تر منځ داسي شديد تړون موجود دئ چي عمل کول په فقهي بې له تصوفه ، اوعمل کول په تصوف بيله فقهي ممکن نه دئ ٠ په قران کريم او په سنت نبوي کي چي مسلمانان دفقهي پر زده کړه امر سويدي په هغه عمل کول بې له تصوفه ممکن نه دئ ٠ محترمو ! تصوف مختلف نومونه لري لکه علم قلب ، علم اخلاق ، احسان ، سلوک ، طريقت ٠

په قران کريم او په سنت نبوي کي تصوف په اکثرو ځايو کي داحسان په لفظ سره ياد سويدئ ، او ځموږ په زمانه کي دغه علم د تصوف په نامه سره مشهور دئ ٠ محترمو! لکه څنګه چي ډير افعال او کارونه د انسان له ظاهري اعضاوو او اندامو څخه صادريږي ( چي ودې ته اعمال ظاهره ويل کيږي ) دا رنګه ډير اعمال بيا داسي دي چي د انسان له باطن او زړه څخه صادريږي ( اودغو اعمالو ته اعم ال باطنه ويل کيږي ) بيا لکه څنګه چي دغه ظاهري عملونه د شريعت له نظره ځيني فرض ،او واجب دي لکه لمونځ ، روژه ، زکات ، حج، وتر ،او ځيني سنت ، او مستحب دي ، او ځيني حرام ، او مکروه دي دارنګه دانسان باطني عملونه دقران کريم او د سنت نبوي له نظره ځني عملونه فرض دي لکه تقوی ، له خدائ جل جلا له څخه ويره ، له خدائ او رسول سره محبت ، اخلاص ، توکل ، صبر ، شکر ، تواضع ، خشوع ، قناعت ، حلم ، سخاوت ، حيا ، رحم دلي ، وغيره ، ودغو اخلاقو ته فضايل او اخلاق حميده ويل کيږي ٠او ځني باطني عملونه د انسان بيا حرام او ناروا دي لکه تکبر ، عجب ، ريا ، محبت د مال ، محبت د جاه او منصب ، بخل ، بزدلي ، لالچ ، دښمني ، حسد ، کينه ، سنګدلي ، اوبې محله يا له اندازې وتلې غصه ، وغيره چي ودغو ته رذائل يا اخلاق رذيله ويل کيږي ٠

او لکه څنګه چي ظاهري اعمال ترفقهي پوري تعلق لري او دعلمي فقهي له لاري دظاهري اعمالو فرض والئ او حرام والئ معلوميږي او د علم فقهي د دستور مطابق هر مسلمان مکلف دئ چي دغه ظاهري عملونه انجام کړي دارنګه تمام فقها او علما پردې باندي متفق دي چي له باطني اخلاق رذيله وو څخه ځان ساتل او دارنګه باطني اخلاق حميده په ځان کي راوستل پر هر عاقل ، بالغ مسلمان نر ، او ښځه باندي فرض دئ په دې اړه د ردالمحتار د اول جلد ٤٠صفحه وګورۍ ٠

له اخلاق رذيله وو څخه ځان ساتل ، او اخلاق حميده په ځان کي راوستل ودې ته اصلاح النفس ، يا تذکيۀ نفس ، يا تذکيۀ اخلاق ، ياتهذيب اخلاق ويل کيږي او دا د تصوفو حاصل او مقصد دئ ٠ په قران کريم کي الله پاک د نفس د تذکيې په شان کي وخپلو بندګانو ته دا سي هدايت فرمايلئ دئ : قد افلح من زکها وقد خاب من دسها ٠ يعني په تحقيق سره په مراد ورسيدئ هغه څوک چي پاک ئې کئ نفس خپل له رذيلو اخلاقو څخه او په تحقيق سره نامراده سو هغه څوک چي پټ ئې کئ نفس خپل په رذيلو اخلاقو ٠

صوفي

په دې باره کي چي صوفي ته صوفي ولي ويل کيږي ؟ علماوو بيل بيل قولونه ذکر کړيدي (ابن خلدون ) او (سروردي) او دارنګه ځنو نورو علماوو فرمايلي دي چي د (صوفي ) لفظ د صوف له کلمې څخه اخستل سويدئ (صوف ) په عربي زبان کي و وړيو ته ويل کيږي ، نود دغه قول مطابق به دصوفي معنی <منسوب و صوف ته > سي څرنګه چي به په ابتدائي دورو کښي د تواضع او د نفس د شکستګۍ په خاطر اکثرو صوفيانو د وړۍ کالي اغوستل نو په دې وجه به ويوه شخص ته له دوۍ څخه صوفي ، او و ډيرو اشخاصو ته به صوفيان ويل کيدل ٠ حضرت محمد صلي الله عليه وسلم او ځنو نورو پيغامبرانو لکه حضرت عيسی (عليه السلام) ډير ځلي د وړيو کالي استعمال کړيدي ٠

او ځيني علماء وايي چي دصوفي کلمه د (صفوة) له توري څخه اخسته سويده چي د انتخاب او غوره کولو معنی ورکوي ددې قول مطابق به د صوفي دلفظ معنی غوره او منتخب سي ٠

او ځني علماء وايي چي د صوفي کلمه د (صفة ) له توري (په پيښ د صاد او په زور دفاء) څخه را اخستله سوې ده چي تفصيل يې په دې ډول دئ : کله چي حضرت محمد عليه الصلاة والسلام و مدينې منوري ته په هجرت راغئ او مسجد نبوي ئې جوړ کړ نو له مسجد سره يې متصل په يوه څنډه کي يو سايبان او سايه هم جوړه کړه چي ودغي سايې ته صفه ويله کيده ، په صحابه و کښي ځني داسي صحابه کرام وو چي په دغه صفه کي به يې استوګنه کوله ، کله چي به حضرت رسول اکرم صلي الله عليه وسلم ومسجد ته ورغئ نو دوۍ به د زده کړي او روحاني فيض داخستلو په غرض دده مبارک په حضور کي سره راجمع سول ، او چي کله به دئ مبارک ورڅخه ولاړئ نو بيا به دوۍ عبادت کاوئ ،ددغو اصحاب صفه وو زهد او تقوی ،فقر،او عبادت د صوفيانو لپاره يو عالي مثال دئ ، بلکه د تصوف شروع په عملي او ټولنيز ډول له همدغوا صحاب صفه و څخه راغلې ده ٠ نوپه دې وجه وصوفي ته (صوفي) ويل کيږي چي دئ د اصحاب صفه وپر نقش قدم روان دئ ٠په دې اړه نور قولونه هم سته چي وذکر ته يې حاجت نسته ٠

د تصوف د لفظ لنډه معنی په بښتو کي ( صوفي ګري) يا په بل عبارت (صوفي کيدل ) دي ٠

مولانا معين الدين ابوالفضل

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: