عبادات، فضایل او آداب

تقوی او پرهیزګاري

تقوا او د الله وېره د انسان احساس او ضمیر داسي ژوندي او بیدار کړي چې د شپې خوب هم سم نه شي کولی هغه د شپې راپورته شي خپل څښتن ته سجدې لګوي او خپل رب ته زارۍ کوي چې ویې بښي، دا راز د ورځي هم بې غمه او بې اندېښنې نه وي له الله نه بښنه غواړي، لکه قران کریم د متقیانو په ستاینه کې وایي: كَانُوا قَلِيلاً مِنْ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ . سورة الذاريات(17، 18) .
یعني دوی به د شپې ډېر کم ویده کیدل ، او په سهار کې به یې له الله نه د ګناهونو مغفرت او بښنه غوښتله .

امام قتاده رحمه الله وایې : دوی به تقریبا هره شپه عبادت ته پورته کیدل ، یا به یې په اوله برخه کې پورته کیدل او یا به یې په منځنۍ برخه کې . مختصر تفسير ابن كثير(3/417). للصابوني.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: