ټولنهځوانان

ته هم معلم شه؛ ځوانان

له حضرت مالک بن الحویرث رضی الله عنه څخه روایت دی چې مونږ یو څو ځوانان چې سره همزولي وو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغلو او شل شپې ورځې مو ورسره تیرې کړې، پیغمبر علیه السلام ډیر زړه سواندی او مهربانه وو، نو ګمان یې وکړ چې کیدای شي مونږ به په خپلو کورونو پسې خفه شوي اوسو، نو له مونږ نه یې زمونږ د کورونو په هکله وپوښتل چې آیا مونږ په خپلو کورو کې څوک لرو؟  مونږ ورته خبر ورکړ، نو هغه بیا مونږ ته اجازه راکړه او ویې فرمایل چې خپلو کورونو  ته ولاړ شی او له هغوی سره واوسی او هغوی ته ښوونه وکړی او هغوی ته په ښو کارونو امر وکړﺉ او ځینې نور شیان یې وویل چې په یاد مې دي او یا می اوس هیر دي، او داسې لمونځ به کوﺉ څنګه مو چې زما لمونځ ولید، او کله هم چې د لمانځه وخت راغی نو له تاسی یو کس دې اذان وکړي او ستاسې مشر دې ستاسې امامت وکړي. –  بخاری

په پورتني حدیث کې د اسلام ستر پیغمبر ځوانانو ته لارښوونه کوي چې د ښوونې ستره دنده تر سره کړي.

په بل مبارک حدیث کې چې د عبد الله بن عمرو څخه روایت دی چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي دي: له ما څخه نورو ته پوهنه نقل کړی اګر که یو آیت هم وي. – بخاری

او ابوموسی له خوږ  پیغمبر څخه روایت کړی چې ویلي یې دي‎: زه چی خدای د علم او هدایت سره رالیږلی یم داسی مثال لري لکه ډیر باران چی په کومه ځمکه وشي او ددغی ځمکی یوه برخه داسی پاکه او نرمه وي چی اوبه واخلي او ډیر واښه او ګیاه پری شنه شي، او ددی ځمکی بله برخه داسی وی چی کلکه وی چې اوبه رایساری کړی او پکې ډنډی شي نو د هغه ډند څخه ډیر خلک اوبه وڅښي او خپل پټی او ځمکې هم ترې اوبه کړي، او بله برخه د ځمکې داسې وي چې نه اوبه را ایساروي او نه پری ګیاه شنه کیږي، نو همدا مثال د هغه چا دی چی د الله په دین کی یې پوهه ترلاسه کړې وي او له هغه څه نه چې له ما سره  خدای نازل کړیدي ګټه اخستې وي نو خپله یی هم زده کړي او نورو ته یی هم ښوونه کوي، او د هغه چا مثال دی هیس سر یی پری نه خوزوي، او د خدای هدایت یی نه وي منلای. د بخاری اومسلم روایت

نو د روزونکو څخه همدا تمه کیږي چی د ښوونې روحیه په خپلو بچیانو او زده کوونکو کې ژوندۍ وساتي او هغوی نورو ته د پوهې نورو ته د رسولو او انتقالولو لپاره وهڅوي.

د علمي او تربیتي ورکړی او یا انتقال روزنه کیدای په ګڼو وسایلو تر سره شي چی له هغې جملې څخه دا څو د یادونی وړ دي:

•    هغه څه چی په ټولګي یا د جومات په حلقه کې ترسره  کیږي، ځینې زده کوونکو کمزوري وي چی د نورو مرستې ته اړتیا لري.

•    بل هغه څه دي چی له ټولګي او حلقی څخه د باندی ترسره کیږي چی د ښوونکي داسی روزنه وشي چی هر هغه څه یی چی زده کړي باید نورو ته یی ور زده کړي، نو خپلی کورنۍ او د خپل چاپيریال خلکو ته یی ورسوي.

د دغې روحیې ژوندي کول په ټولنه او وګړو ډیر اغیز لري ځکه دغه کار د یوه وګړي سره له وخته د ورکړي احساس ژوندی کوي او دیته یې اړباسي چې نورو ته څه ورکړي او ورکوونکی لاس له اخستونکی لاس څخه غوره دی.

هغه کس چې خپل ټول کوښښ یې یواځې تر خپل ځان څرخي او څه یې چې زده دي او یا یې زده کړي هغه باید له ځانه سره وساتي او که چیرې څوک ترې پوښتنه کوي نو هغه باید د خپلې پوهې د ښودلو په موخه ځواب کړي، د هغه  او د داسې کس تر منځ ډیر توپیر دی کوم چې خپل ځان د دې لپاره روزي چی باید ایجابي وي او دا احساس وکړي چی د هغه مخې ته د ورکړې لپاره ډیر چانسونه او فرصتونه دي او هغه د خپلې ټولنې یو فعال غړی دی کوم چی د دې د رغولو او هغوی ته د ورکړی په پروسه کې خورا مهم رول لري.

ډیر ځله زمونږه روزنه د یوه وګړي د شخصي محور توب پر ځای د هغه پر زده کړې او پړاوونو او د لارښوونو او د هغه موخو چې د هغه مخې ته را برسیره کیږي، اغیز لري.

تر کومه چې یو کس شخصي بریالیتوب ته اړتیا لري نو په هماغه کچه د ټولنیز مسؤلیت احساس ته یې هم اړتیا ده، او هغې ټولنې ته منسوبیدل کوم چې ده ته داسې احساس ورکړي چې د ټولنې پر دغه وګړي حقوق او واجبات دي.

او هغه یوه ځوان او ځوانې ته د واقعیتونو سره د تعامل په موخه ازاد افق پرانیزي، او پر خپل شخصي محور د ګرځیدلو او د ژوند او د هغه د ستونزو په شاوخوا د څرخیدلو فکر له منځه وړي او د ژوندانه ستونزی به ورته بیا د ژوند یوه برخه ښکاري او ټول ژوندانه ته به بیا د ستونزو له عینکو نه ګوري.

او دا همدارنګه ځوان او ځوانه نجلۍ د ژوندانه او ټولنې د راتلونکو پړاوونو لپاره تیاروي نو ځکه خو د پیل څخه د ورکړې او د مسؤلیت د احساس مفکوره پکې را ژوندۍ شي او همدغه احساس پیاوړی کیږي او کوم چی په راتلونکي کې بدلون مومي هغه د مسؤلیت او د هغه د ادا کولو د وسایلو موضوع ده.

کله چې مونږ یو زده کوونکی د ښوونې لپاره هڅوو نو دا کار یې په خپل ځان باور پیاوړی کوي او ده ته احساس ورکوي چی دی د بري توان لري، او پر خپل ځان باوري کیدل ځوان او ځوانې ته پر امر کولو نه پیدا کیژی، مګر باور یواځی هغه وخت پیدا کیږي او نمو کوي چې کله هغه ته دا زمینه برابره شې چې پخپله احساس وکړي چې هغه نورو ته د څه ورکولو توان لري او له دې ځایه وپوهیږي چې هغه په نورو کې د اغیز لرلو او د بریا توان لري.

دا کار په فرد باندې له اغیز څخه پرته پر ټولنی هم ډیر ښه اغیز لري او د دي احساس نمو د پوهنې او ښوونې دایره پراخوي او زده کوونکی اړ باسي چی د ټولګي او ښوونځي پورې محدود پاتې نه شي.

زده کوونکي انجونې او هلکان د بیلا بیلو کورنیو خلک وي او د پوهنې کچه یې هم سره توپیر لري، او کله مونږ په دوی کښې د ښوونې او نورو ته د زده کونې روحیه پیاوړی کوو نو د تعلیمي موسساتو په وړاندې ګن شمیر دروازې پرانستل کیږي او په خاصه توګه په کلیو او لرې پرتو سیمو او درو کې، هغه ځایونه  چی د پلرونو د پوهې کچه له بچیو نه ټیټه وي.

او پدې کار کې د منځلاریتوب څخه کار اخیستل پکار دي هسې نه دا کار نجلی او هلک دې ته اړ باسي چې له ناپوهۍ  نه څه ووایې، او یا هم په داسې لویو مسایلو کې فتواګانې ورکړي پکار ده د دغی سویې خلک پکې باید چپ پاتې شې.

او دا کار د دې غوښتنه هم کوي چې زده کوونکو ته د ښوونې او روزنی مناسب وسایل برابر کړای شي، او یواځې په ښوونې پر هڅونی باید بسنه ونه شي، ځکه هغه دې ته اړتیا چې له لاسه ونیول شي او له کار سره اشنا کړی شي، ځکه هغه له مشرانو سره مخ کیږي او له هغوی څخه داسی کارونه وینې چې هغوی ته ښوونه یې اړینه وي او یا هیر شوي شیان ور په یاد کړای شي.

زمونږ بچي او زمونږ زده کوونکي د زیرکتیا او فکر کولو، او په پیښو کې د ښه اداره کولو توان لري، مګر هغوی د مشرانو او لارښوونکی له خوا پالنې او روزنې ته اړتیا لري.

مونږ چی کله یو زده کونکی (هلک وی او که انجلۍ)  نورو ته د ښوونې په لور هڅوو او پدې خبرې بسنه کوو نو هغوی په حرج کې واقع کیږي، او که چیرې مونږ هغوی په هماغه موقف کې ودروو او یا یی په عملي ډګر کې ښکیل کړو، او یا هم په عملي توګه د ښوونې بعضې ستونزې ورسره بحث او مناقشه کړو چې یوې پایلې ته پرې ورسیږو، نو په حقیقت مونږ هغوی ته ستونزې هواره کړې او له حرج څخه مو وویستل، نو هماغه وخت به دا توقع کوو چې د هغوی کار به حتما له پخوا څخه توپیر مومي او هغه چې پخوا به د هغوی سره په ناشوني کارونو کې وو، هغه به ورته اوس شونې ښکاري.

کله چې ماشوم نه شو درک کولای

ډیر ځله زمونږ لید د خپلو زده کوونکو د ماشوموالي او زلمیتوب په وخت کې د دوی په اړه ناسم وي، مونږ د دوی د روزنیزنو اړتیاوو، او د دوی څخه د توقع کیدونکي پړاوونو، او د دوی د ژوند د پړاوونو د ستونزو په اړه مو هم ناسم نظر لرو.

پدې کې هیڅ شک نشته چې ښوونه او روزنه باید د انسان له واقعیتونو سره اړخ ولګوي او د انسان وړتیاوې او د عمر پړاو ته پکې  پامليرنه وشي، مګر پکار ده چی داسې وانګیري چې له دې پړاو سره داسې تعامل وکړي چې د ژوند جوړیدنې له کړیو څخه داسې یوه کړۍ ده چی له راتلونکي سره تړاو لري.

ډیر داسې مواقف چې مشران پکې بریالی او یا هم ناکامیږي، ډیری یې داسې وي چې په هغوی کې د ماشوموالي او یا د نوي زلمیتوپ په وخت کې را مینځ ته شوي وي.

مونږ چې کله خپلو زده کوونکو او یا زامنو په اړه سوچ کوو نو د هغوی د وړوکوالي په وخت کې د هغوی څخه د ډیرو وړو مسولیتونو توقع کوو، او داسی انګیرو چې دوی به د ټولنی په وړاندی ډیر لږ کار وکړای شي او کیدای شي چې کله د دې انګیرنې لپاره مونږ سره دلایل هم موجود وي، مګر که چیرې د خپل نظر افق پراخه کړو او دا احساس کړو چې هغه لرلید او ارزښتونه چې مونږ یې په خپلو زامنو کې پیدا کوو، دا به تر څو لسیزو پاتې کیږي او دا کار به زمونږ پر روزنیز کار اغیز لري.

څوک چی په ماشومتوب کې له مشرانو څخه شرمیږي او له هغوی سره له مخ کیدو ډده کوي نو له هغه څخه هیڅکله داسې توقع نه شو کولای چې هغه دې په زلمیتوب کې خپلې ټولنی په فعاله توګه څه وړاندې کړي.

او هغه کس چې د خپل ځان ته د ژوند کولو په موخه لوی شوی وي او یواځې د خپل ځان پر محور څرخي نو هیڅکله له هغه څخه داسې توقع نشو کولای چې د پوهې او تجربې او مهارتونو لرلو سره هم په راتلونکی کې خپلې ټولنې ته څه ګټه ورسوي.

سرچینه: المربی عربی ویبپاڼه

ژباړه: حمد الله فایق

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: