اخلاقحدیثونو پښتو ژباړه

حسن خلق ( يعن ښه اخلاق) او محمدي اخلاق

اخلاق او نیک خلق پيژندنه:

اخلاق د انسان په نفس کې یو راسخ کیفیت دی په بل عبارت سره اخلاق او عادات ټول فطری او جبلی دی چې د دی اخلاقو او عاداتو څخه اختیارا ، ښه یا بد کار صادریږی او په دی کې د ښه یا بد تربیت غټ او لوی اثر لویږی .

که په تربیت کې حق ، نیکی ، خیر او خوبی ته ترجیح ورکړل سی او دا ښه تربیت د ده طبعیت وګرځی نو بیا به ښه کار په آسانی او بغیر د څه مشقته او تکلیفه کوی او دغه ښو افعالو ته چې د ده څخه صادریږی ، اخلاق حسنه وایی مثلا لکه حلم ، حوصله ، صبر، تحمل ، بردباری ، کرم ، شجاعت او عدل و احسان وغیره او دغه رنګه دیته کمالات نفسانیه هم وایی . او که د انسان د نفس د عاداتو ښه تربیت او تزکیه نه وسی یا دهغه بد تربیت وسی او نفس ته بد شی ښه او ښه شی بد معلوم سی او بیا ناقص اقوال او افعال بلا تکلف او مشقته د ده څخه صادر سی .  نو دغه اقوالو او افعالو ته اخلاق سیئه وایی مثلا لکه خیانت ، دروغ ، بی صبری ، حرص ، ظلم ، سختی ، فحاشی او داسی نور …

اسلام و مسلمانانو ته پخپل ځان کې د ښو اخلاقو راوستلو او د هغه د تربیت کولو حکم کړی دی . اهل تصوف د دی اخلاقو حسنه وو څخه په اصلاح د باطن سره تعبیر کوی او د دی د راوستلو لپاره یی د شیخ سره بیعت او د هغه د هدایاتو عملی کول ضروری بللی دی چې وروسته به دا بحث مستقل ذکر شی او په قرآن کې د دی څخه په تزکیه د نفس سره تعبیر سوی دی . اخلاق حسنه د نبی علیه السلامم څخه فعلا او قولا ثابت دی او قرآن هم د نبی علیه السلام پر اخلاقو شاهدی ورکوی چې الله تعالی فرمایی :  « اِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِیْمٍ » — ( القلم ۶۸ – ۴) .

   د اخلاق حسنه وو د بیان وروسته به د نبی علیه الصلاة والسلام د اخلاقو ذکر وکړو الله تعالی دی موږ ته د نبوی (صلی الله علیه وسلم) اخلاق رانصیب کړی .

    الله تعالی خپل نبی ص ته د ښو اخلاقو او عاداتو حکم کوی فرمایی :

  « اِدفَعَ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِی بَیْنَکَ وَ بَیْنَهُ عَدَاوَةٌ کَاَنَّهُ وَلِیٌّ حَمِیْمٌ » — ( فصلت ۴۱- ۳۴) .

    ترجمه :   د بدی په ډېره ښه طریقه دفعه کوه ( ته به ووینی چې هغه شخص) چې ستا او د هغه په منځ کې عداوت دښمنی وی لکه چې هغه هم ستا ډېر مهربانه دوست دی .

   تفسیر :    په دې آیتونو کې داعی الی الله ته د هغو ښو اخلاقو تعلم ورکوی چې دوی ضرورت ورته لری یعنی بدی د نیکی سره او نیکی د بدی سره قطعا نسی برابریدی او د دواړو ډېر تاثیرات او نتیجې سره جلا دی نو لهذا د یو قانت مؤمن خصوصا د یو داعی الی الله مسلک باید داسی وی چې د بدی جواب دی په بدی سره نه ورکوی . بلکی حتی الامکان دی د بدی مقابله په نیکی سره ورکوی . که څوک ورته کومه سخته خبره وکړی یا بده معامله ورسره وکړی نو د هغه په مقابل کې دی داسی رویه او عمل اختیار کړی چې ترهغه ښه وی . مثلا د قهر او غصی په مقابل کې دی د حلم تحمل څخه کار واخلی او د کښنځلو جواب دی په تهذیب او انسانیت سره او د سختۍ جواب دی په نرمۍ او مهربانی سره ورکړی .

د دغه طرز په نیتجه کې به ډېر ژر ووینی چې ډېر سخت دښمن به هم ستاسی په مقابل نرم او پوست سی که څه هم په زړه کې به ستا دوست نه وی خو په ښکاره سره به دی دوست وی او قرار قرار به دغه ظاهری دوستی په باطنی دوستی بدل سی او د دښمنی ټول خیالات به دده د زړه څخه ووځی کماقال الله تعالی : « عسی الله ان یجعل بینکم وبین الذین عادیتم منهم مودة » — ( الممتحنة – ۷ )

  ( هو !  که د کوم سړی طبعیت داسی وی چې د لړم په شان بی له ضرره او اتکلیفه بل شی انسان ته نه رسوی نو هغه مستثنی جلا خبره ده چې په داسی افرادو باندی نرمی ښه اخلاق صبر تحمل هیڅ اثر نه کوی لیکن داسی افراد ډېر لږ وی په هر حال هغو کسانو ته چې د عوت الی الله پر منصب ولاړ وی پکار دی چې په ډېر صبر استقلال ښه اخلاقو سره کار وکړی .

   ښه اخلاق الله تعالی دعالی جنت د داخلیدو سبب ګرځولی دی فرمایی :

« وَسَارِعُوْا اِلَی مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّکُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَاالسَّموَاتُ وَالاَرْضُ اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِیْنَ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ فِی السَّرَاءِ وَالضَّرّاءِ وَالْکظِمِیْنَ الْغَیْظَ وَالْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِ وَاللهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ » — ( آل عمران – ۳ – ۱۳۳ – ۱۳۴)

 ترجمه :   او تلوار وکړی په طرف د ( هغو اعمالو چې سبب دی) د مغفرت د رب ستاسی او سبب د دخول دجنت دی چې سور د هغه (لکه د سوری) د آسمانو او ځمکی دی ، تیار کړی سوی دی دغه جنت لپاره د پرهیږګارانو هغه کسان چې نفقه ورکوی (مال لګوی د الله په نامه) په خوښی (یا شتمنۍ کې ) او تکلیف یا تنګسه کې او چې زغموونکی د قهر دی ( سره له قدرته ) او عفوه کوونکی دی خلګو ته (چې زیادتی او ظلم پر وسی ) او الله خوښوی نیکی کوونکی .

      الله تعالی خپل رسول د ښو اخلاقو د تکمیل لپاره رالیږلی دی نبی علیه الصلاة والسلام فرمایی :

« اِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَکَارِمَ الاَخْلاَقِ » — ( الادب المفرد للبخاری ومسند احمد حدیث صحیح) .

 زه د ښو اخلاقو د تکمیل لپاره رالیږلی سوی یم . او نبی علیه السلام د ښو اخلاقو ډېر فضیلت او اهمیت بیان کړی دی فرمایی :   « مَامِنْ شَیْئٍ فِي الْمِیْزَانِ اَثْقَلُ مِنْ حُسْنِ الْخُلْقِ » –( رواه احمد وابوداؤد) .  په میزان (ترازو) کې ترښو اخلاقو هیڅ شی زیات دروند نه دی . او فرمایی :

 « اَلْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ » — ( رواه احمد وابوداؤد) .   یعنی نیکی ښه اخلاقو ته وایی ) .

همدارنګه فرمایی :  « اَکْمَلُ الْمُؤْمِنِیْنَ اِیْمَانًا اَحْسَنُهُمْ اَخْلاَقًا » — (ایضا) .

ترجمه :  په مؤمنانو کې کامل مؤمن ښو اخلاقو والا دی .

او بیا فرمایی :  « اِنَّ مِنْ اَحَبِّکُمْ اِلَیَّ وَاَقْرَبِکُمْ مِنِّی مَجْلِسًا یَوْمَ الْقِیَامَةِ اَحَاسِنَکُمْ اَخْلاَقًا » — (بخاری) ترجمه :  بیشکه به تاسو کې وماته ترټولو زیات محبوب او د قیامت په ورځ وماته ترټولو نژدی هغه خلګ دی چې په تاسو کې ښه اخلاقو والا وی .  د نبی علیه الصلاة والسلام څخه پوښتنه وسوه چې کوم عمل افضل دی ؟ وی ویل ښه عادت بیا پوښتنه وسوه چې جنت ته د داخلیدو ترټولو لوی سبب کوم عمل دی . وی ویل : د الله تعالی خوف او ښه عادت .

    همداراز فرمایی :  اِنَّ الْعَبْدَ لَیَبْلُغُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ عَظِیْمِ دَرَجَاتِ الآَخِرَةِ وَشَرَفَ الْمَنَازِلِ وَ اِنَّهُ لَضَعِیْفُ الْعِبَادَةِ » — ( معجم الطبرانی بسند جید) .

   ترجمه :   بنده د ښو اخلاقو په ذریعه د آخرت عالیه لوړ درجات او لوړ مراتب حاصلوی حال داچې هغه په عبادت کې کمزور ضعیف دی . د ښو اخلاقو په مالک کې لاندی صفات موجود وی . حیاداره وی ، تکلیف وجاته نه رسوی ، نیک کارونه ډېر کوی دښتیا وایی ، لږ خبری کوی ، ډېر عمل کوی ، بی فائدې کار نه کوی ، د تعلقاتو ساتونکی وی ، د وقار او عزت مالک وی ، وفاداره وی ، د رزائلو څخه ځان ساتی ، لعنت کونکی نه وی ، ښکنځل او بد نه وایی ، چغل خوری نه کوی ، غیبت نه کوی ، عجلت پسند نه وی ، کین او بغض نه ساتی ، بخیل نه وی ، حسد نه کوی ، او خوشحاله اوسی ، د ده محبت او بغض رضا او ناراضی د الله تعالی لپاره وی او نور ډېر صفات پکښی موجود وی چې د هغو ټولو بیان به وروسته راسی ان شاء الله تعالی .

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: