خاطرې او اشخاصو ژوند کیسې

خاطرہ- لویه الحمدو

د پنجشنبې مازیگر و چې له مدرسې کور ته راغلم. په حُجره کې زموږ‎ یو سپین ږ‎یری کلیوال ھم ناست و. ما خپل کتابونه یوې خواته کیښودل او له مشر سرہ مې روغبړ‎ وکړ‎! راته یې وویل: ورارہ گله! زہ دې لویه الحمدو کې خطا کیږ‎م! ته یې راته تیرہ کړ‎ہ تر څو خپله خطایي پیدا او سمه کړ‎م! ما د فاتحې سورت لوستل پیل کړ‎ل. خو سپین ږ‎یري کاکا په منځ کې راټوپ کړ‎، را ته یې کړ‎ہ: نه، ورارہ! دا خو الحمدو شریفه دہ! لویه الحمدو راته تیرہ کړ‎ہ! ما چې ھر څومرہ د قرآني سورتونو او مأثورہ دعاگانو په نومونو کې فکر وکړ‎، د لویې الحمدو په نوم مې څه پیدا نه کړ‎ہ. ان پخپل سر کې مې په الفاتحه الکبیرہ، العظیمه، الطویله او نورو شکلونو ترجمه کړ‎ہ خو بیا یې ھم پر پیدا کولو بریالی نه شوم!

سپین ږ‎یري اکا ته مې وویل: نه پوھیږ‎م! ھغه یوہ تمسخر آمیزہ نرۍ خندا وکړ‎ہ او راته یې کړ‎ہ: بیا دې ھسې دومرہ غټ غټ کتابونه په ترخ کې نیولي؟!! ما ورته وویل: اکاجانه! ته کینه چې چای در ته راوړ‎م! په دې کیسو پسې مه گرځه! علم دریاب دی، ټول مسایل د ھیچا ھم نه وي زدہ! ھغه د سر په خوځولو زما د خبرې تائید وکړ‎، خو په شونډو یې ھماغه د ملنډو خندا ښکاریدہ! زہ کور ته لاړ‎م، بیا څو نور میلمانه ھم راغلل او نورہ خبرہ پاته شوہ!

ماته دا شرم ښکاریدہ چې څوک وپوښتم، له ځان سرہ به مې ویل، که له چا څخه پوښتنه وکړ‎م، ښایي ھغه ھم د غټو کتابونو پیغور راکړ‎ي. ورو ورو مې دا مسئله ھمداسې لاینحله له ذھن څخه ووته! خو د سپین ږ‎یري خندا مې ډیرہ مودہ ذھن ناکرارہ کړ‎ی و.

څو کاله پس د خپلې مرحومې ترور کور ته د ھغې د عیادت لپارہ ورغلی وم. ترور مې چې تازہ له روغتون څخه کور ته راغلې وہ، د خپلې مریضۍ کیسه راته پیل کړ‎ہ. ھغې وویل: زویه! روغه جوړ‎ہ وم، ابله شپه مې لمونځ کاوہ، ټول لمونځ مې سم وکړ‎ خو په اخیري رکعت کې مې چې لویه الحمدو نیمې ته ورسوله، سر مې دروند شو، په سترگو مې تیارہ راغله او نورہ په ځان پوہ نه شوم. یو وخت مې چې سترگې وغړ‎ولې، په شفاخانه کې پرته وم. ډاکتران وایي د زړ‎ہ حمله وہ خو پخیر تیرہ شوہ! د ترور په کیسه کې د لویې الحمدو د نوم په اوریدو مې ھماغه سپین ږ‎یرې یو ځل بیا سترگو ته ودرید. ترور مې نور څه ویل غوښتل خو ما وخت ور نه کړ‎ او ورته مې وویل: ترورې! تا له بیھوښه کیدو مخکې څه ویل؟ ھغې په تعجب ماته وکتل او ځواب یې راکړ‎: لویه الحمدو!

ما وویل: ترورې! راته یې تیرہ کړ‎ہ! ھغې بیا په حیرت زما خواته را وکتل خو ما بیا بیا ھمدا اصرار کاوہ! ترور مې وویل: سمه دہ، غوږ‎ شه او د قنوت ویل یې پیل کړ‎ل. ما بیا په منځ کې ور ټوپ کړ‎ او ورته مې وویل: ترورې! ته خو د قنوت دعا وایې! لویه الحمدو راته ووایه! ھغې وویل: زویه! خو ھمدا لویه الحمدو دہ کنه!! ما تندي ته ټق ورکړ‎ او ترور ته مې وویل: ترورې! لاس دې راکړ‎ہ چې ښکل یې کړ‎م، ته مې ھم استادہ شوې! ډیر مھم څه مې در څخه زدہ کړ‎ل! رب دې روغه کړ‎ہ! او نور مې ترې رخصت واخیست.

کور ته پر لارہ مې ډیر اخوا دیخوا کتل، له ځان سرہ مې ویل؛ ای کاش ھغه سپین ږ‎یری چرته تصادفي په لارہ کې په مخه راشي خو له بدہ مرغه کور ته ورسیدم او سپین ږ‎یري په مخه را نغلو! ما له ځان سرہ داسې جوړ‎ہ کړ‎ې وہ؛ که سپین ږ‎یری په مخه راغی، د لارې په منځ کې به یې دروم او دواړ‎ہ به اصلاح کوم، ھم سپین ږ‎یری او ھم یې لویه الحمدو!

د فبروری شپږ‎مه ۲۰۱۸ م

ستاکھولم سویډن

ليکوال: حفیظ الدین پیرزادہ

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: checked