نیکي او ګناه

دجنګ په ورځ دښمن ته شاه ګرځول

قوله تعالى (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُواْ زَحْفاً فَلاَ تُوَلُّوهُمُ الأَدْبَارَ (15) وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلاَّ مُتَحَرِّفاً لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزاً إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاء بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (16))

ژباړه: ای هغه كسانو چې تاسو ايمان راوړی دی، يعني مسلمانان ياست كله چې تاسي مخامخ سي دكفارو سره په جنګ کې( دجنګ په ډګر کې) نو مه ګرځوی شاوي دوی ته چي (وتښتی دجنګه يا دمرګ او شهادت له ويري څخه) او هر هغه څوك چې وګرځوي شاوي خپلي كفارو ته په جنګ کې (او وتښتي)، مګر په داسي حال کې چې بيرته مخ اړونكي كفارو ته په جنګ سره وې، (يوازي دخدع او چل په توګه شا وروګرزوي چې بيرته جنګ ته ځانونه اماده اوتيارکړي) او يا دا چې په دې نيت سنګر پريږدي چې دنورو مجاهدينو سره يوځای سي، يعني ديوه حكمت اوتکتيک په خاطر نه دتيښي او ويري له كبله، دی (يعني سته هغه كسانو لره چې بيله دغو حكمتونوڅخه شاه وګرځوي كفارو ته اووتښتي)،داچې په تحقيق اخته سوه دغه (تښتيدونكي) په غضب له طرفه دالله (جل جلاله)  سربيره له غضب دالله(جل جلاله)ځای داوسيدلو( ددغه تښتيدونكي دی جهنم ) دوزخ، هم دا ډيربد ځای دی دده دورتلولپاره.

قوله تعالي(َا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ)

ژباړه.اي هغو كسانو چې ايمان موراوړی دی،( اسلام مو قبول کړی دی)، كله چې مخامخ سی تاسي دټولی دكفارو سره( په جنګ کې)؛ نو ثابت قدم اوسی،(دهغوی څخه مه تښتی)، يادوی الله (جل جلاله)   ډير ډير (دهغه ذكر كوی په خوله او زړه سره)،ښايي چې تاسو په مراد ورسيږی،( په بري سره په دښمن باندې او يا په جنت سره په شهادت باندې)

 دا چې په پورته ذکرسوو ايتونو کې دتيښتي او شاګرځولو څخه په کلکه منع راغلي بيله دې چې ديوه حكمت له كبله وي نودا ضروري ده چې يوسړی يايومجاهد وپيژني چې ددښمن يا كفارو ټولی به نو څومره وي، دمجاهدينو ټولی به څومره وي، تركمه ځايه پوري تيښته يا شاه ګرځو نه جائز ده، دابه په لاندې ايتونو کې وګورو:

قوله تعالى: (َا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ يَغْلِبُواْ أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُونَ (65) الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ (66)

ژباړه.ای نبي !   تيز تند او ترغيب کړه مومنان په جنګ باندي (دكفارو سره) كه وو ستاسو څخه شل ۲۰ كسه جنګيالي صابران (ثابت قدم مجاهدين)؛ نو غلبه به وکړي په دوه سوه كافرانو باندې (په جنګ كښي)، او كه ووستاسو نه سل ۱۰۰ تنه جنګيالي ثابت قدمه (مجاهدين ) ؛ نو غلبه به وکړي په زر۱۰۰۰ تنه دكفارو باندي (په جنګ كښي)، دا ځکه چې دغه (كافران) داسي جاهل قوم دی چې نه پوهيږي (جاهلان دي بدبختان په الله اود قيامت په ورځ باندې چي خامخا راتلونكي دي باورنلري.) ،  اوس اسانتيا راوسته په تاسو باندي الله (جل جلاله) ( وروسته تر سختی) او معلومه کړه رب ستاسي دا چې بيشكه په تاسو کې سستي او كمزوري راغلي ده، نو كه وو ستاسو څخه سل ۱۰۰ تنه صابران جنګيالي (ثابت قدمه مجاهدين) غلبه به كوي دوی په دوه سوه كافرانو باندي، او كه وو ستاسو څخه زر۱۰۰۰ كسه جنګيالي صابران (ثابت قدمه مجاهدين)؛ نو غلبه به كوي دوی په دوه زره كافرانو باندي يعني غالب دې سي په اذن او حكم سره دالله(جل جلاله)، بيشكه الله (جل جلاله) چې دی دصابرانو ملګری دی( دثابت قدمانو سره په نصرت او حفاظت سره.)

 په تيرو ايتونو کې الله (جل جلاله)   ثابته کړه چې يو مجاهد مؤمن بايدلږترلږه ثابت قدمه اوسي په مقابل ددوو كافرانو کې، لس دشلوپه مقابل كي، پنځوس دسلو په مقابل كښي كه خدای نه خواسته ورڅخه وتښتي نو دالله  (جل جلاله)  ‌ دغضب او قهر سره به اخته کيږي او كه تردې دکفارو تعداد زيات سي، مقابله يي ګرانه سي، بيادهغوی څخه پرشاتګ او تيښته جواز لري، خو بيا هم نيك اوښه كار نه دی، دا چې اوسني جهاد جنګونه دهغه وخت دجنګونوڅخه توپير لري د ټانګونو، الوتكو، توغنديو، ماينونو جنګ دی داسمان او ځمکې جنګ دی، اوسني حكم څه دی دا به فقيه علماء كرامو ته پريږدوکيدای سي هغوی په دې اړه فتوی ورکړي هم وې خوماته پوره معلومات نسته.

عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اجتنبوا السبع الموبقات، قالوا يا رسول الله وماهن؟ قال: الشرك بالله ، والسحر وقتل النفس التي حرم الله الا بالحق، واكل الربى، واكل مال اليتيم، والتولى يوم الزحف، وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات } رواه بخاري ومسلم والترمذي والنسايي .

ژباړه. حضرت ابي هريره رضي الله تعالى عنه دحضرت رسول اكرم (ص) څخه روايت كوي چې رسول الله وويل: تاسو داوو مهلكو يا وژنكو څيزونوڅخه ځانونه وساتی،صحابه كرامو(رض)پوښتنه وکړه چې يا رسول الله هغه اووه څيزونه څه شی دي؟، رسول الله په جواب کې وويل چې اول شرك نيول د الله (جل جلاله)سره، سحرياجادو كول، وژل دهغه نفس په ناحقه سره چې الله (جل جلاله يي وژل حرام ګرځولي، خوړل دسود ، خوړل ديتيم دمال په ظلم سره، تيښته  کول دکفاروسره دجنګ په وخت کې، تهمت اوبهتان يادزناتورلګول په هغوپاكوناخبرومسلمانو ښځوباندې چې هغوی داکارنه وې کړی، تولٌی يوم الزحف هغه څه ته وايې چي دجهاد په وخت دجنګ څخه يوسړی و تښتي او ياورك سي، چې دده په دې عمل سره دمجاهدينوپه صف کې كمزوري اوسستي راځي، په پورتني حديث شريف کې تولٌی يوم الزحف لويه اوكبيره ګناه بلل سوي ده، چې اكبر دكبائرو ورته ويل کيږي ځکه چې داګناه تقريباًمتعدي ده. {وروي عن ثوبان (رض) عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ثلاثة لاينفع معهن عمل، الشرك بالله، وعقوق الوالدين، والفرار يوم الزحف} رواه طبراني في الكبير.

[irp][irp][irp]

دا چې تولٌى يوم الزحف څه ته وايي او په چا باندي دغه مبارك اياتونه اواحاديث صادقيږي دابه فقهي علماءکراموته پريږدو،خوډيری علماءپه دې نظردي چې تولٌي يوم الزحف دې وايې چې يوسړی مستقيماًدجنګ په ورځ دخپل آمرياقمنداني دقمندې پرته سنګرپريږدي اووتښتي ځکه داسې عمل ډيرځله دمجاهدينودشکست سبب کيږي،خوځيني علماء کرام تردې هم وړاندې ځي دهغوی په نظرچې کله مسلمانانوته دآمرله خوادجهاداعلان اوامروسي بيايوسړى بيله کوم شرعي عذره ځان ته بهاني لټوي اودجهادڅخه ځان پاته کوې اوياداچې دجهادپه کارکې سستي اولټي کوې چې دهغوی لوی دليل هم دکعب بن مالک واقعه ده چې يومفصل حديث په صحيح بخاري شريف او دحديثونوپه نوروکتابونوکې راغلی دی، دغه مبارك حديث په صحيح البخاري اونورو كتابونو کې په تفصيل سره راغلي، هغه مبارك په يوه غزا کې چې درسول الله په مشري سره كيدله پاته سوی وو، حضرت كعب بن مالك (رض) دهم دغه قبيلي مشر وو، حضرت كعب بن مالك(رض) مبارك خپله وايي اوخپله واقعه په مکمل ډول سره داسې وړاندې کوې هغه وايې چې هيڅ کله ما درسول الله دامرڅخه مخالفت نه وو کړي،پرته دبدر او تبوك څخه او ما په نورو ټولو غزاګانو کې درسول الله (ص) سره شركت کړی وه، خو دبدر په واقعه کې چې كوم خلك پاته سوه هغوی ته دعقاب او عتاب پيغام نه وو راغلی،مګر دتبوك په واقعه کې عقاب راغلئ،هغه مبارك وايي چې دتبوك دغزا لپاره رسول الله مخ کې له مخکې ځان تياراوه او غوښتل يي چې قريش دماتي وروسته پسي تعقيب سي، مګر قريشو مخكي له مخكي ځانونه تيار کړي وو، حضرت كعب رض وايي زه په هغه شپه باندې حاضروم چې رسول الله (ص) زموږڅخه په ليلة العقبة باندې نوی بيعت واخستی، دا چې موږ به په اسلام باندې صبراو استقامت كوو، خو دتبوك په غزوه کې بي وخته دښمنان حائل سوه، دی وايي چې دليلة العقبة حضور ماته د بدر څخه ډير لوړښكاريدی، كه څه هم چې په بدر کې خلكو ته غازيانو ته) لوی لوی مقامونه ورپه برخه سوي وه، دی وايي چې كله هم زه دومره مجهز نه وم او كله هم ما دومره امادګي نه درلوده لكه په دغه غزا کې چې مي لرله، كله هم زه ددې څخه وړاندې ددوو سپارليو وړونكو خاوند سوی نه وم، مګر په دغه وخت کې ما دوه مركبه درلودل، هيڅ عذر دپاته كيدو مي نه درلودی، دی وايي چې كله هم رسول الله (ص) په نورو غزاګانو کې صحابه (رض) ټوله په حقيقت دځای او جنګ خبر کړي نه وه، ترڅو دجنګ سر به هروخت دده مبارك سره وو، مګر دغه غزا چې په ډيره سخته ګرمي کې وه، سفر يي لري وه او لوی دښتي اوبيابانونه په مخ کې وه، دښمنان ډيروه، نو رسول الله (ص) ټولو صحابه (رض) ته دهغه جنګ اوځای  وضاحت ورکړی، ترڅو ټوله مجاهدين په ښه توګه لاد سفرڅخه وړاندې ځانونه مجهز کړي، په همدغه جنګ كښي ددښمن ډير قوتونه وه، چې اهل الروم او هرقل،لخم جزام غسان او نورورسره په سلاکې وه، په دغه غزا کې ټولو مسلمانانو غوښتل چې شركت وکړي خو دكتابت او نام نويسي لپاره كوم ديوان نه وو او نه يي نومونه ثبت سوي وه، كه به څوك پټېدی نو رسول الله (ص) ته به تر هغو نه معلوميدی ترڅوچې دالله (جل جلاله)  له طرفه ورته وحي كيدلای، دا غزا په داسي وخت کې وه چې ميوي پخي وي، درختوياونوښه خونكي اويخي سايي درلودلي چې ډيرښه خونديي كاوه، كله چې رسول الله (ص) ټول صحابه خبر کړه، نو ټولو صحابه كرامو درسول الله (ص) په شمول تياری پيل کړی، خو زه په دي سره غره اوباوري ومه چې كله وغواړم هغه وخت به جاهزاوبرابر يم، ځکه چې ما دتياريدو لپاره هر څه امكانات درلودله.همداسي به مې دهري ورځي په تيريدو سره دسباورځي په هيله كسالت كاوه ترڅو رسول الله (ص)او ورسره نور مسلمانان چې تعداديي دپنځه ويشت زرو په شاوخوا کې وه دمديني منوري څخه ووتل، زه همداسي وم بيا مي هم دځان سره سوچ كاوه، چې په راتلونكي ورځ، دوي کې به ځان تيار کړم، په لاره کې به بيرته ورسره ملګري سم، خو په سبا سبا کې ورځي تيريدلي او زه هم داسي پاته سوم ترڅو د رسول الله (ص) فوج بيرته مديني منوري ته راوګرځيدی.

 دی مبارك وايي چې ما په مدينه منوره کې غير دمنافقينو او معذورينوڅخه بل څوك نه ليدله، ما ته به ځان په دوی کې ډير بدښكاريدی ځکه چې زه نه منافق وم اونه معذور، خو رسول الله (ص) ترهغه ساعته پوري زه نه وم ياد کړی تر څو تبوك ته رسيدلی وه، په تبوك کې رسول الله (ص) دصحابه كرامو (رض) څخه زما پوښتنه کړي وه په داسي حال کې چې هغه په يوه قوم کې ناست وو، ما فعل كعب(رض) يعني كعب څه وکړه ، يوه صحابي چې دا بن سلمة په قوم پوري يي اړه درلودله ورته ويلي وه، چې نوم يې عبدالله ابن انس وه، يا رسول هغه دخپل حسن او جمال دناز كولو په خاطر پاته سوی دی، چې حضرت معاذ بن جبل (رض) په جواب کې ورته ويلي وه، چې عبدالله تا خوښه خبره ونکړه، بيايي وويل، يا رسول الله په ذات دالله سره قسم چې موږ دكعب بن مالك (رض) څخه کله هم  شر ندی ليدلی او خيريي ګڼو، رسول الله (ص) يوه ته هم جواب ور نه كى.

هغه وايي كله چې ماته خبر ورسيدی چې نن درسول الله قافله په رارسيدو ده، ما به دځان سره رقم رقم بهاني جوړولي، دكور دوګړو سره مي هم خبره شريكه کړه، ددرواغو كيدونه اوچلونه به مي دځانه سره جوړول، ترڅو درسول الله (ص) دغصي څخه ځان بچ کړم، خو كله چې رسول الله (ص) مديني منوري ته راورسيدی ا زاح عني الباطل زما څخه ټول ددرواغو حيلي او مكرونه ولاړه دا مي دځانه  سره جوړه کړه چې دده مبارك څخه په درواغو نسم خلاصيدلای، ځکه كه داولي ورځي دغصي څخه په درواغوويلوسره خلاص هم سم نو خامخا به الله (جل جلاله)  دوحيي دلاري هغه په حقيقت دموضوع سره خبر وي،نوښه به داوي چې اوس ورته رشتيا ووايم، كله چې رسول الله راورسيدی، دپخوا په څير اول هغه مسجد ته ورغلی،په مسجدکې يې دوه ركعته لمونځ  ادا کړ، وروسته په مسجدکې كښينستی، كله چې رسول الله كښينستی نو ټول هغه كسان چې دجهاد څخه پاته سوي وه رسول الله ته  راتلل عذرونه يي پيل کړه، دهغه دتائيد لپاره به يي قسمونه خوړل، چې ددغوکسانو تعداد دمخالفينو داتيا کسانوڅخه څه زيات وه، رسول الله (ص) به ددوی ظاهري عذرونه او قسمونه قبلول، عفوه به يي ورته كوله،خو پټ به يي الله ته پريښودل، په اخر کې زه راغلم سلام مي پرووايه، رسول الله راته وكتل او دقهر څخه ډك تبسم يي راته وکړ، چې له ورايه يي په نازك او مبارك مخ کې غصه معلوميدله، وروسته يې راته وويل: راسه، زه كرار ورغلم اودرسول الله صل الله عليه وسلم مخ ته كښيناستم،.

نو رسول الله صل الله عليه وسلم راته وويل، چې  اي کعبه تاخو سپارلي يا مركب هم تيار کړی وه،ته ولي پاته سوی يې، ما ورته وويل يا رسول الله (ص) كه زه دبل چا مخي ته ناست وای نو ممكنه وه چې ځان مي په څه چل او فريب يا درواغوويلوسره ځيني خلاص کړی وای، دا چې زه دداسي مبارك ذات مخي ته ناست يم چې زه يقين لرم چې دهغه څخه زه په دروغو نسم خلاصيدلای، كه بالفرض اوس هم ستاسو دقهر او غصي څخه په درواغوويلوسره ځان خلاص هم کړم، يقيني خبره ده چې الله (جل جلاله) به تادوحيي په ذريعه سره خبر کړي چې په هغه صورت كي به ستاسو قهر او خفګان تر دې هم ډيرزيات سي، يا رسول الله (ص) زه په دي سره قسم نه اخلم چې ځان معذور وګڼم، ما هيڅ عذر نه درلودی، هرڅه مي تيار درلودل او تر هر وخت مې ښه فرصت او پوره امكانات درلودل. زه په دې هيله چې الله (جل جلاله) اودهغه رسول راته عفوه وکړي رشتيا وايم، دځان خلاصون يوازي اويوازي په همدې كښي وينم چي تاته رښتياووايم نور نوالله (جل جلاله)  اودهغه رسول ښه پوهيږي چې زماپه حق کې څنګه فيصله کوي.

ترهغه وروسته رسول الله (ص) راته وويل چې په تحقيق سره داهم رشتيا خبره وه، ځه ولاړسه تر څو الله جل جلاله ستا په حق کې فيصله كوي، يعني انتظار اوسه، هغه وايي كله چې زه ولاړ سوم ځيني خلك د ابي سلمةدقبيلي څخه په ما پسي راولاړ سول، په لاره کې يي راته وويل، چې قسم په الله چې كله هم تا داسې كار نه وو کړی چې هغه دې ګناه وي، الله (جل جلاله)  او دهغه رسول دي په تاباندې په غضب سي،نو ولي ته ددې څخه عاجزه سوي چې  ورسول الله (ص) ته دې يوډول عذر کړی وای لكه هغه نورو مخلفينو چې ځانونه په عذر سره خلاص کړه، كيدای سوه چې درسول الله (ص) عفوه او مغفرت ستا لپاره كفايت کړی وای، كعب بن مالك (رض) وايي قسم په الله (جل جلاله)  چې  دومره يي ډير راته وويل،دومره زيات يي تشويق کړم، دومره زيات تاكيد يي راباندې كاوه تردې چې مادڅه وخت لپاره خپله اراده هم بدله کړه، غوښتل مي چې بيرته رسول الله (ص) ته ورسم او خپل اولنی نظر رد كم هغه دروغ وبولم، وروسته مي پوښتنه ځيني وکړه چې زما په شان بل څوك هم سته اوکنه؟ هغوی راته وويل چې وو، دوه نفره نور صحابه (رض) دې چې هغوی هم رسول الله (ص)ته همداسي رشتيا وويل او رسول الله هم همداسي ورته وويل لكه تا ته چې يې وويله.

 ماورته وويل چې هغه دوه څوك دي ؟ دوی راته  وويل چې مرارة بن ربيع العمروي (رض) او هلال بن امية الواقفي(رض) كله چې ماپه دوی دواړو صحابه کرامو(رض) کې فكر وواهه هغه ډير نيك صحابه وه، دبدر په غزا کې يې شركت هم کړی وه، نو بيرته خپل دنظردبدليدوڅخه وګرځيدم، ددوی خبروته مې نورغوږ نه كښيښودی.

 ځيني نور صحابه (رض) وه چې دجنګ نه پاته سوي وه هغوی ځانونه بيله دي چې درسول الله (ص) سره مشوره وکړي په خپله دمسجدنبوي په تنبو پوري  وتړل ترڅوچې دهغوی توبه قبليدله ددې وروسته رسول الله (ص) ټوله مسلمانان زموږ له خبروڅخه بند کړه يعني زموږ درو ملګرو څخه، خو دهغه نورو مخلفينو سره يي داسي معامله ونکړه ټولو مسلمانانو زموږ دخبروڅخه ډډه وکړه هيچا راسره خبري نكولي،هر چاچې به زه وليدلم نو مخ به يې راڅخه اړاوه تر څو موږ ته مځكه او اسمان بدل ښكاره سوه،موږ داسي حدته ورسيدو چې زموږ په فكر موږپه دې سيمه کې همداسي پردي غوندي خلك يو، لكه بيخي چي هيڅوك موږ نلرواونه مو پيژني او نه يي ليدلي يو، همداسي تر پنځوسو ورځو پوري پاته سولو، زما دوه ملګري صحابه (رض) په خپلو كورونو ننوتل ژړا ته يي ملاوتړل، شپه او ورځ به يي بغاري اوچيغې وهلي، اما زه بيا تردوی ټولوځوان او قوي وم ډير زيات همت مي كا وه، دجماعت لمانځه ته به ورتلم، بازار ته وتلم، دلمانځه څخه وروسته به ورسول الله (ص) ته ورتلم سلام به مي پروايه، زما ګومان وو چې رسول الله (ص) زما سلام ته جواب وايي، ځکه چې دده مبارکې شونډي به ښوريدلي، زه به درسول الله (ص) سره نژدي په لمانځه دريدلم، كله چې به ما لمونځ كاوه نو رسول الله (ص) به راته كتل او كله چې به دلمانځه څخه  فارغ سولم خپلي سترګي به مي درسول اكرم (ص) په مباركو سترګو برابري کړي مابه درسول الله څخه د سترګودکتلو غلا كوله چي كله به داسي عمل ډير كاوه نورسول الله(ص) به راڅخه مخ وګرځاوه خووروسته په ما باندې دخلكونه خبري او خاموشي دومره زور وکړی چې بيخي مي سينه تنګه سوه، مځكه راباندې تنګه سوه.

 يوه ورځ خپل داكا دزوی ابوقتاده (رض) كره ورغلم او هغه ما ته تر هربل چا محبوب او نژدي ملګری وه،ماپرهغه باندې سلام ووايه قسم په الله (جل جلاله)  چې هغه زما سلام هم راته ځواب نکړي، بيا ما ورته وويل چې يا ابا قتادة،زه تاته په ذات دالله سره قسم دركوم چې زما دالله او دهغه درسول سره څومره مينه او محبت دی اوته خوپه دې سره ښه پوهيږي؟نو هغه زماله ځواب راکولوڅخه هم ساكت سو، ما دويم ځل بيا ورته وويل هغه بيا ساكت سو، ما دريم ځل بيا ورته وويل خوهغه فقط دومره ځواب راته را کړ چې (الله ورسوله  اعلم)يعني الله (جل جلاله)  اودهغه رسول(ص) په تاباندې ښه علم لري او بس ، وروسته ماخپل ځان تكيه نسوای کړلای ځان مي تركنټرول دباندې راڅخه ووتی، ترسترګو مې بي اختياره اوښكي را توی سولي او په ژړاژړادهغه دکوره بيرته وګرځيدم، هيڅوك مي پيدا نکړ چې دزړه خواله راسره وکړي، يا خبري راسره وکړي.

 يوه ورځ په بازار کې روان وم چې يوسړی زمادنامه پوښتنه کوې،دغه سړي دشام څخه مديني منوري ته غله راوړيوه، خلكو زما طرفته اشاره وکړه اوپه اشاره سره يې ورته وښودلم،سړی ماته نژدې راغلی او په لفافه کې پيچلی خط ئې راکړی، چې دشام دپاچا غسان له خواماته ليكل سوی وو، تر سلام وروسته په هغه خط کې ليكل سوي وه: دا چې زه خبر سوی يم چې ستا ملګري ستا سره ډيره لويه جفا کړي ده، حال دا چې الله (جل جلاله)   ته ذليل او خوار نه يي پيدا کړی، ته عزت مند او دكارسړی يي ما ته راسه چې ستا عزت وکړم اوزما سره ارام ژوند وکړي،دخط ترلوستلووروسته مادځان سره فكروکړ چې دا بيادالله دلوري يو بل امتحان دی، خط مي په تناره كي وروغورځاوه، دلته ځلويښت ورځي پوره سوي وي، چې درسول الله (ص) استازی راغلی استازي راته وويل چې رسول الله وايې چې ښځه دي له ځانه څخه لري كړه، ما ورته وويل چې طلاقه يي کړم كه څنګه؟ هغه ويل نه فقط دځانه يي لري كړه، ما خپلي ښځي ته وويل چې دخپل پلارګنی كره ولاړه سه دلته يوازي په كورکې زه پاته سوم، زما هغه دوو ملګرو ته همداسي ويل سوي وه، دحضرت هلال (رض) ښځه رسول الله (ص) ته په عرض راغله ورته ويي ويل، چې يارسول الله (ص) هلال ډير سپين ژيري او ضعيفه سړی دی، هغه  بل خادم نلري چي دده خدمت وکړي ته دا بده ګڼي چې زه دهغه خدمت وکړم، رسول الله (ص) ورته وويل نه،خوهغه به درته نژدي کيږي نه، هغې رسول الله ته وويل چې په الله (جل جلاله) سره قسم خورم چې هغه اوس بيخي دحركته لويدلی دی،دهغه و هيڅ شي ته ميل اورغبت نسته، دكمه وخته چې ده ته امر سوی دی بيا تر اوسه پوري هغه شپه او ورځ په ژړا وي، هم دغه يي كار دی په بل هيڅ شي كي فكرنه کوي، كله چې هغي ته اجازه وركول سوه، ماته ځيني كسانو زما داهل وويل چې كاشكي ته هم دخپلي ښځي په حق كښي درسول الله (ص) څخه اجازه وغواړي، لكه دهلال بن اميه ښځه، تر څوبه هغي ستا خدمت كولای؟ ما ويل: قسم په الله چې درسول الله (ص) څخه به زه كله هم اجازه نه غواړم، زما دښځي په حق کې، زه نه پوهيږم چې رسول الله (ص) به وماته څه وايي كه زه دهغه څخه دښځي اجازه وغواړم، بل دا چې زه ځوان يم، دهلال غوندي ضعيف نه يمه زه په خپل ځان باندي دا اعتماداوباور نلرم چي زه دې خپل ځان کنترول او وساتم.

 په هر صورت لس نوري ورځي هم تيري سوي چې ددې سره چې دکومه وخته رسول الله (ص) خلك زموږ دخبرو بند کړي وه پنځوس ورځي پوره سوي، ماپه کورکې دسهار لمونځ وکړی دخپل كور سره خواکې يوازي ناست وم، ژوند راباندې ډير تنګ سوي وو، مځکه ددومره وسعت او پيراخوالي سره سره راباندې تنګه سوي وه يوازي له ځانه سره په ډول ډول فكرونوكي مشغول وم ، چې ناڅاپه دسلع دغره څخه يو منادي په لوړ  اوازسره نعره وکړه، چې يا كعب بن مالك ابشرابشر، زيری دي وې تا ته اي كعبه، زه دډيري خوشحالی څخه په سجده باندې پريوتم، پوه سوم چې دالله (جل جلاله) له طرف څخه اساني راغله، حضرت رسول الله (ص) دلمانځه وروسته په مسجدنبوي کې فرمايلي وه چې الله (جل جلاله)  زموږ دخلكو قصور معاف او توبه يي ورڅخه قبوله کړه، وروسته خلك ما او زما ملګرو ته دزيري لپاره ورځغاستل او دمباركی لپاره ورته ور تله مباركی يي راكولي، يو صحابي چې زبير بن عوام (رض)نوميدی په خپل آس باندي تيز ما ته راغلی، يو بل صحابي چې دابي سلمة دقبيلي څخه وه دسلع په غره باندې اوچت سو په لوړ اوازسره يي ماته زيری راکړ خوددغه صحابي اواز تر آس تيز ماته ورسيدی، كله چې اواز كونكي ما ته ورسيدی نو ما خپلي جامي وكښلي او په هغه مي واغوستي،په همدي وخت کې ما بل هيڅ څه په لاس کې نه درلودله، دځان لپاره مي خواستي جامي پيدا کړي او وامي غوستلي، رسول الله (ص) ته په تلوارسره ورغلم، خلك راسره يوځای كيدله روغبړاوستړي مسي يي راسره كوله او دتوبي دقبلولو مبارکې يي راكوله، نور صفونه صفونه صحابه (رض) به راته راتله مباركي به يي راكول ترڅو چې مسجد نبوي ته داخل سوم چيرته چې رسول الله (ص) ناست وو خلك پر راڅرخيدلي وه، حضرت طلحه بن عبيدالله (رض) په مهاجرينو كې لومړنى هغه كس و چې راولاړ سو او په منډه زما طرف ته راغلی په غيږ کې يي ټينګ ونيولم روغبړ يي راسره وکړی او مباركي يي راته وويله .

حضرت كعب ابن مالک (رض) وايي چې زه به كله هم دحضرت طلحه دا احسان او  نيك خصلت هير نکړم، ترڅو رسول الله (ص) ته ورسيدم سلام مي ور باندې ووايه، وروسته داداء دسلام رسول الله (ص) وويل او مبارك مخ يي دخوشحالی دورايه ځليدی {ابشر بخير يوم مر عليك منذ ولدتك امك} يعني زيری دركوم په خير دورځي سره كوم چې په تا باندې تيري سوي دي دهغي ورځي څخه چې ته پيدا  سوی يي بيا تراوسه پوري چي مطلب يې هم دغه نن ورځ وه،كعب بن مالك وايې چې ماورته وويل : ستا له طرفه يا رسول الله اوكه دالله له طرفه څخه؟ راته يې وويل چې دالله له طرفه:کعب ابن مالک وايې چې درسول الله (ص) عادت داوو چې كله به خوشحاله وو نو مبارك مخ به يي دورايه ځليدی، داسي به ځليدی لكه يوه قطعه دسپوږمی چې ځليږي (چې دهغه څخه مطلب دهغه تندی مبارك دی،هغه وايې موږبه په دې سره پوهيدلوچې رسول الله خوشحاله دی، كله چې زه د رسول الله (ص) په حضور کې كښينستم ما رسول الله (ص) ته وويل چي يارسول الله (ص) زما دتوبي دقبليدو په سبب بايد زه خپل ټول مال د الله جل جلاله په لاره كي صدقه کړم اودابه زمادتوبي لپاره ځانګړي صدقه وې؟خوپه جواب کې رسول الله (ص) راته وويل چې ټوله مال مه صدقه كوه،يو څه دځان لپاره هم وګرځوه، كيدای سي چي  په ښه دې درسي، ما ورته وويل چې زه به دخيبر دغزا دغنيمت سهم  ځانته وساتم او نورمال به ټوله خيرات اوصدقه کړم، بيا مي رسول الله (ص) ته وويل: يا رسول الله ما ته اللهجل جلاله  نجات راکړی ما ته زما دصدق په خاطر زما دتوبي يو مهم مقصد به داوې چې زه بياپه پاته ژوندکې هيڅ كله هم درواغ نه وايم،هغه قسم اخلي چې ما په خپل ژوند کې هيڅوک داسي ندی ليدلی چې الله جل جلاله  په چاباندې دومره مهرباني درشتياويلو په سبب کړي وي لكه په ما باندې چې يې وکړه، تر هم هغي ورځي چې الله (جل جلاله)  زه پكښي مبتلا کړی وم . دهغي ورځي څخه چې ما رسول الله (ص) ته رشتيا خبره کړي بيامي كله هم ددرواغو ويلو قصد نه دی کړی، اميد لرم چې په راتلونكي ژوند کې بيا هم درواغ و نه وايم، وروسته الله (جل جلاله)  دوحيي په ذريعه رسول الله(ص) ته دمنافقينو او مؤمنانو دمعلومولو لپاره داسي ايتونه نازل کړي ((لقد تاب الله علي النبي والمهاجرين والانصار))التوبة-117-

په تحقيق سره چې الله جل جلاله  خپل نبي،دهغه انصاروا اومهاجرينو ته عفوه وکړه،

(توبه يي ورڅخه قبوله کړه) الايه.هغه قسم خوري چې الله  په ما باندي كله هم دومره غټ نعمت نه ووفرموده کړي لكه توفيق او الهام درشتيااودرشتيا ويلو چې يي راته وکړي، له كومي ورځي څخه چې زه په اسلام باندې مشرف سوی وم بياتراوسه پوري، كنه نو ددرواغو په ويلوسره به داسي هلاك سوی وای لكه متخلفينو چې رسول الله (ص) ته په اوله ورځ دځان دژغورلولپاره درووغ وويل، او بيا رب  خپل پيغمبر ته داسي وښودل قوله تعالى(سَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَكُمْ إِذَا انقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُواْ عَنْهُمْ فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاء بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ) ژباړه.ژردی چي وبه خوري قسمونه دغه منافقين په رب سره (ستا)، تاسوته كله چې راسی تاسي له غزا څخه، ددې لپاره چې تاسو يي دعذاب څخه څنګ وکړی (يعني عذاب ورنه کړي) په څنګ سی دعذاب ددویڅخه (يعني عذاب مه وركوی) ځکه چې دوی پليت او مرداري ده او ځای دورتلوددوی جهنم دپاره دعذاب وركولو دوی ته دی، په سبب دهغو كارونو ددوی چې دوی يي كسب کړى دی (لكه دكفر او نفاق).

 قسمونه اخلي تاسوته دغه منافقان په دروغو سره ددې لپاره چې تاسي ددوی څخه راضي سی. نو كه ددوی په (دروغوسره) تاسوله دوی څخه راضي هم سی نو په تحقيق سره الله جل جلالهدهغوی څخه نه راضي کيږي دفاسقانو دټولی يا قومه څخه.

نه دي ويل شوي چې ددرواغو سزا هغه سوه چې ټولو مومنانو ته ښكاره سوه او دصدق جزا هغه سوه، ((و على الثلثة الذين خلفو)) داسي يي ونه ويل چې ((وعلى الذين خلفنا)) مطلب دا چې موږ دهغو مخلفينو څخه هم وروستي پاته سو چې په قسمونو او دروغو يي ځانونه دڅه وخت او ظاهري عذاب څخه وژغورل خو په ابدي عذاب سره ګرفتار سوه، كه څه هم ظاهراً يي دڅه وخت لپاره رسول الله (ص) راضي کړ، خو په حقيقت کې يي الله (جل جلاله)  اودهغه رسول دواړه دځانونوڅخه ناراضه کړه، كڅه هم دحضرت كعب بن مالك (رض) قصه (تولٌى يوم الزحف) سره څه توپير لري، ځکه تولٌى يوم الزحف دعلماء كرامو په نظر هغه تېښتي ته وايي چې ددښمن كفارو سره مخامخ سي، اما كعب ابن مالک دجنګ څخه وړاندي په كلي ياكور کې دمجاهدينو دلښكر څخه پاته سوی وه، خو تشبيه دواړه يو دبل سره لري چې هغه جهاد ته شاه ګرځول دي، معنى دا چې كله جهاد فرض سي نو په ټولو مسلمانانو باندې فرض کيږي، كه په حقيقت کې څوك فكر وکړي جهاد به وکړي اوخپل زمه به فارغه کړي او كه ظاهراً ځان په يوه او بله بهانه خلاص هم اوڅنګ ته کړي نو دالله  (جل جلاله) څخه دخلاصون لاره نسته، توبه هم داسي سخته ده اوهم داسي اخلاص غواړي لكه دحضرت كعب بن مالك، هلال بن اميه، مرارة بن ربيع رضوان الله تعالى عنهم اجمعين.

نو رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل، چې اي کعب تاخو سپارلي يا مركب هم تيار کړی و،ته ولي پاته سوی يې، ما ورته وويل يا رسول الله صلي الله عليه وسلم كه زه دبل چا مخي ته ناست وای نو ممكنه وه چې ځان مي په څه چل او فريب يا درواغوويلوسره ځيني خلاص کړی وای، دا چې زه دداسي مبارك ذات مخي ته ناست يم چې زه يقين لرم چې دهغه څخه زه په دروغو نسم خلاصيدلای، كه بالفرض اوس هم ستاسو دقهر او غصي څخه په درواغوويلوسره ځان خلاص هم کړم، يقيني خبره ده چې الله (جل جلاله) به تادوحيي په ذريعه سره خبر کړي چې په هغه صورت كي به ستاسو قهر او خفګان تر دې هم ډيرزيات سي، يا رسول الله صلي الله عليه وسلم زه په دي سره قسم نه اخلم چې ځان معذور وګڼم، ما هيڅ عذر نه درلودی، هرڅه مي تيار درلودل او تر هر وخت مې ښه فرصت او پوره امكانات درلودل. زه په دې هيله چې الله (جل جلاله) اودهغه رسول راته عفوه وکړي رشتيا وايم، دځان خلاصون يوازي اويوازي په همدې كښي وينم چي تاته رښتياووايم نور نوالله (جل جلاله) اودهغه رسول ښه پوهيږي چې زماپه حق کې څنګه فيصله کوي.

ترهغه وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل چې په تحقيق سره داهم رشتيا خبره وه، ځه ولاړسه تر څو الله جل جلاله ستا په حق کې فيصله كوي، يعني انتظار اوسه، هغه وايي كله چې زه ولاړ سوم ځيني خلك د ابي سلمةدقبيلي څخه په ما پسي راولاړ سول، په لاره کې يي راته وويل: چې قسم په الله چې كله هم تا داسې كار نه وو کړی چې هغه دې ګناه وي، الله (جل جلاله) او دهغه رسول دي په تاباندې په غضب سي،نو ولي ته ددې څخه عاجزه سوي چې ورسول الله صلي الله عليه وسلم ته دې يوډول عذر کړی وای لكه هغه نورو متخلفينو چې ځانونه په عذر سره خلاص کړه، كيدای سوه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم عفوه او مغفرت ستا لپاره كفايت کړی وای، كعب بن مالك رضي الله عنه وايي قسم په الله (جل جلاله) چې دومره يي ډير راته وويل،دومره زيات يي تشويق کړم، دومره زيات تاكيد يي راباندې كاوه تردې چې مادڅه وخت لپاره خپله اراده هم بدله کړه، غوښتل مي چې بيرته رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورسم او خپل اولنی نظر رد كړم هغه دروغ وبولم، وروسته مي پوښتنه ځيني وکړه چې زما په شان بل څوك هم سته اوکنه؟ هغوی راته وويل چې وو، دوه نفره نور صحابه رضي الله عنهم دې چې هغوی هم رسول الله صلي الله عليه وسلم ته همداسي رشتيا وويل او رسول الله هم همداسي ورته وويل لكه تا ته چې يې وويله.

ماورته وويل چې هغه دوه څوك دي ؟ دوی راته وويل چې مرارة بن ربيع العمروي رضي الله عنه او هلال بن امية الواقفي رضي الله عنه كله چې ماپه دوی دواړو صحابه کرامورضي الله عنه کې فكر وواهه هغه ډير نيك صحابه وه، دبدر په غزا کې يې شركت هم کړی وه، نو بيرته خپل دنظردبدليدوڅخه وګرځيدم، ددوی خبروته مې نورغوږ نه كښيښودی.

ځيني نور صحابه رضي الله عنهم وه چې دجنګ نه پاته سوي وه هغوی ځانونه بيله دي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم سره مشوره وکړي په خپله دمسجدنبوي په تنبو پوري وتړل ترڅوچې دهغوی توبه قبليدله ددې وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم ټوله مسلمانان زموږ له خبروڅخه بند کړه يعني زموږ درو ملګرو څخه، خو دهغه نورو متخلفينو سره يي داسي معامله ونه کړه ټولو مسلمانانو زموږ دخبروڅخه ډډه وکړه هيچا راسره خبري نكولي،هر چاچې به زه وليدلم نو مخ به يې راڅخه اړاوه تر څو موږ ته مځكه او اسمان بدل ښكاره سوه،موږ داسي حدته ورسيدو چې زموږ په فكر موږپه دې سيمه کې همداسي پردي غوندي خلك يو، لكه بيخي چي هيڅوك موږ نلرواونه مو پيژني او نه يي ليدلي يو، همداسي تر پنځوسو ورځو پوري پاته سولو، زما دوه ملګري صحابه رضي الله عنهم په خپلو كورونو ننوتل ژړا ته يي ملاوتړله، شپه او ورځ به يي بغاري اوچيغې وهلي، اما زه بيا تردوی ټولوځوان او قوي وم ډير زيات همت مي كا وه، دجماعت لمانځه ته به ورتلم، بازار ته وتلم، دلمانځه څخه وروسته به ورسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورتلم سلام به مي پروايه، زما ګومان وو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم زما سلام ته جواب وايي، ځکه چې دده مبارکې شونډي به ښوريدلي، زه به درسول الله صلي الله عليه وسلم سره نژدي په لمانځه دريدلم، كله چې به ما لمونځ كاوه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به راته كتل او كله چې به دلمانځه څخه فارغ سولم خپلي سترګي به مي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په مباركو سترګو برابري کړي مابه درسول الله څخه د سترګودکتلو غلا كوله چي كله به داسي عمل ډير كاوه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به راڅخه مخ وګرځاوه خووروسته په ما باندې دخلكونه خبري او خاموشي دومره زور وکړی چې بيخي مي سينه تنګه سوه، مځكه راباندې تنګه سوه.

يوه ورځ خپل داكا دزوی ابوقتاده (رض) كره ورغلم او هغه ما ته تر هربل چا محبوب او نژدي ملګری وه،ماپرهغه باندې سلام ووايه قسم په الله (جل جلاله) چې هغه زما سلام هم راته ځواب نکړي، بيا ما ورته وويل چې يا ابا قتادة،زه تاته په ذات دالله سره قسم دركوم چې زما دالله او دهغه درسول سره څومره مينه او محبت دی اوته خوپه دې سره ښه پوهيږي؟نو هغه زماله ځواب راکولوڅخه هم ساكت سو، ما دويم ځل بيا ورته وويل هغه بيا ساكت سو، ما دريم ځل بيا ورته وويل خوهغه فقط دومره ځواب راته را کړ چې (الله ورسوله اعلم)يعني الله (جل جلاله) اودهغه رسول(ص) په تاباندې ښه علم لري او بس ، وروسته ماخپل ځان تكيه نه سوای کړلای ځان مي تركنټرول دباندې راڅخه ووتی، ترسترګو مې بي اختياره اوښكي را توی سولي او په ژړا ژړادهغه دکوره بيرته وګرځيدم، هيڅوك مي پيدا نکړ چې دزړه خواله راسره وکړي، يا خبري راسره وکړي.
يوه ورځ په بازار کې روان وم چې يوسړی زمادنامه پوښتنه کوې،دغه سړي دشام څخه مديني منوري ته غله راوړيوه، خلكو زما طرفته اشاره وکړه اوپه اشاره سره يې ورته وښودلم،سړی ماته نژدې راغلی او په لفافه کې پيچلی خط ئې راکړی، چې دشام دپاچا غسان له خواماته ليكل سوی وو، تر سلام وروسته په هغه خط کې ليكل سوي وه دا چې زه خبر سوی يم چې ستا ملګري ستا سره ډيره لويه جفا کړي ده، حال دا چې الله (جل جلاله) ته ذليل او خوار نه يي پيدا کړی، ته عزت مند او دكارسړی يي ما ته راسه چې ستا عزت وکړم اوزما سره ارام ژوند وکړي،دخط ترلوستلووروسته مادځان سره فكروکړچې دا بيادالله دلوري يو بل امتحان دی، خط مي په تناره كي د اور وغورځاوه، دلته ځلويښت ورځي پوره سو ي وي، چې درسول الله (ص) استازی راغلی استازي راته وويل چې رسول الله وايې چې ښځه دي له ځانه څخه لري كړه، ما ورته وويل چې طلاقه يي کړم كه څنګه؟ هغه ويل نه فقط دځانه يي لري كړه، ما خپلي ښځي ته وويل چې دخپل پلارګنی كره ولاړه سه دلته يوازي په كورکې زه پاته سوم، زما هغه دوو ملګرو ته همداسي ويل سوي وه، دحضرت هلال (رض) ښځه رسول الله (ص) ته په عرض راغله ورته ويي ويل، چې يارسول الله (ص) هلال ډير سپين ژيري او ضعيفه سړی دی، هغه بل خادم نلري چي دده خدمت وکړي ته دا بده ګڼي چې زه دهغه خدمت وکړم، رسول الله (ص) ورته وويل نه،خوهغه به درته نژدي کيږي نه، هغې رسول الله ته وويل چې په الله (جل جلاله) سره قسم خورم چې هغه اوس بيخي دحركته لويدلی دی،دهغه و هيڅ شي ته ميل اورغبت نسته، له كومه وخته چې ده ته امر سوی دی بيا تر اوسه پوري هغه شپه او ورځ په ژړا وي، هم دغه يي كار دی په بل هيڅ شي كي فكرنه کوي، كله چې هغي ته اجازه وركول سوه، ماته ځيني كسانو زما داهل وويل چې كاشكي ته هم دخپلي ښځي په حق كښي درسول الله (ص) څخه اجازه وغواړي، لكه دهلال بن اميه ښځه، تر څوبه هغي ستا خدمت كولای؟ ما ويل: قسم په الله چې درسول الله (ص) څخه به زه كله هم اجازه نه غواړم، زما دښځي په حق کې، زه نه پوهيږم چې رسول الله (ص) به وماته څه وايي كه زه دهغه څخه دښځي اجازه وغواړم، بل دا چې زه ځوان يم، دهلال غوندي ضعيف نه يمه زه په خپل ځان باندي دا اعتماداوباور نلرم چي زه دې خپل ځان کنترول او وساتم.

په هر صورت لس نوري ورځي هم تيري سوي چې ددې سره چې دکومه وخته رسول الله (ص) خلك زموږ دخبرو بند کړي وه پنځوس ورځي پوره سوي، ماپه کورکې دسهار لمونځ وکړی دخپل كور سره خواکې يوازي ناست وم، ژوند راباندې ډير تنګ سوي وو، مځکه ددومره وسعت او پيراخوالي سره سره راباندې تنګه سوي وه يوازي له ځانه سره په ډول ډول فكرونوكي مشغول وم ، چې ناڅاپه دسلع دغره څخه يو منادي په لوړ اوازسره نعره وکړه، چې يا كعب بن مالك ابشرابشر، زيری دي وې تا ته اي كعب، زه دډيري خوشحالی څخه په سجده باندې پريوتم، پوی سوم چې دالله (جل جلاله) له طرف څخه اساني راغله، حضرت رسول الله (ص) دلمانځه وروسته په مسجدنبوي کې فرمايلي وه چې الله (جل جلاله) زموږ دخلكو قصور معاف او توبه يي ورڅخه قبوله کړه، وروسته خلك ما او زما ملګرو ته دزيري لپاره ورځغاستل او دمباركی لپاره ورته ور تله مباركی يي راكولي، يو صحابي چې زبير بن عوام (رض)نوميدی په خپل آس باندي تيز ما ته راغلی، يو بل صحابي چې دابي سلمة دقبيلي څخه وه دسلع په غره باندې اوچت سو په لوړ اوازسره يي ماته زيری راکړ خوددغه صحابي اواز تر آس تيز ماته ورسيدی، كله چې اواز كونكي ما ته ورسيدی نو ما خپلي جامي وكښلي او په هغه مي واغوستي،په همدي وخت کې ما بل هيڅ څه په لاس کې نه درلودله، دځان لپاره مي خواستي جامي پيدا کړي او وامي غوستلي، درسول الله (ص) لوري په تلوارسره ورغلم، خلك راسره يوځای كيدله روغبړاوستړي مسي يي راسره كوله او دتوبي دقبلولو مبارکې يي راكوله، نور صفونه صفونه صحابه (رض) به راته راتله مباركي به يي راكول ترڅو چې مسجد نبوي ته داخل سوم چيرته چې رسول الله (ص) ناست وو خلك پر راڅرخيدلي وه، حضرت طلحه بن عبيدالله (رض) راولاړ سو او په منډه زما طرف ته راغلی په غيږ کې يي ټينګ ونيولم روغبړ يي راسره وکړی او مباركي يي راته وويله خو بل هيڅوك په مهاجرينو کې ماته بيله ده ولاړ نسو.

حضرت كعب ابن مالک (رض) وايي چې زه به كله هم دحضرت طلحه دا احسان او نيك خصلت هير نکړم، ترڅو رسول الله (ص) ته ورسيدم سلام مي ور باندې ووايه، وروسته داداء دسلام رسول الله (ص) وويل او مبارك مخ يي دخوشحالی دورايه ځليدی {ابشر بخير يوم مر عليك منذ ولدتك امك} يعني زيری دركوم په خير دورځي سره كوم چې په تا باندې تيري سوي دي دهغي ورځي څخه چې ته پيدا سوی يي بيا تراوسه پوري چي مطلب يې هم دغه نن ورځ وه،كعب بن مالك وايې چې ماورته وويل : ستا له طرفه يا رسول الله اوكه دالله له طرفه څخه؟ ده راته وويل چې دالله له طرفه:کعب ابن مالک وايې چې درسول الله (ص) عادت داوو چې كله به خوشحاله وو نو مبارك مخ به يي دورايه ځليدی، داسي به ځليدی لكه يوه قطعه دسپوږمی چې ځليږي (چې دهغه څخه مطلب دهغه تندی مبارك دی،هغه وايې موږ به په دې سره پوهيدلوچې رسول الله خوشحاله دی، كله چې زه د رسول الله (ص) په حضور کې كښيناستم ما رسول الله (ص) ته وويل چي يارسول الله (ص) زما دتوبي دقبليدو په سبب بايد زه خپل ټوله مال د الله (جل جلاله) په لاره كي صدقه کړم اودابه زمادتوبي لپاره ځانګړي صدقه وې؟خوپه جواب کې رسول الله (ص) راته وويل چې ټوله مال مه صدقه كوه،يو څه دځان لپاره هم وګرځوه، كيدای سي چي په ښه دې درسي، ما ورته وويل چې زه به دخيبر دغزا دغنيمت سهم ځانته وساتم او نورمال به ټوله خيرات اوصدقه کړم، بيا مي رسول الله (ص) ته وويل: يا رسول الله ما ته الله (جل جلاله) نجات راکړی ما ته زما دصدق په خاطر زما دتوبي يو مهم مقصد به داوې چې زه بياپه پاته ژوندکې هيڅ كله هم درواغ نه وايم،هغه قسم اخلي چې ما په خپل ژوند کې هيڅوک داسي ندی ليدلی چې الله جل جلاله په چاباندې دومره مهرباني درشتياويلو په سبب کړي وي لكه په ما باندې چې يې وکړه، تر هم هغي ورځي چې الله (جل جلاله) زه پكښي مبتلا کړی وم . دهغي ورځي څخه چې ما رسول الله (ص) ته رشتيا خبره کړي بيامي كله هم ددرواغو دويلو قصد نه دی کړی، اميد لرم چې په راتلونكي ژوند کې بيا هم درواغ و نه وايم، وروسته الله (جل جلاله) دوحيي په ذريعه رسول الله(ص) ته دمنافيقينو او مؤمنانو دمعلومولو لپاره داسي ايتونه نازل کړي ((لقد تاب الله علي النبي والمهاجرين والانصار (إلى) وكونوا مع الصادقين))التوبة-117-118-119
په تحقيق سره چې الله (جل جلاله) خپل نبي،دهغه انصاروا اومهاجرينو ته عفوه وکړه، توبه يي ورڅخه قبوله کړه الايه.هغه قسم خوري چې الله په ما باندي كله هم دومره غټ نعمت نه ووفرموده کړي لكه توفيق او الهام درشتيااودرشتيا ويلو چې يي راته وکړي، له كومي ورځي څخه چې زه په اسلام باندې مشرف سوی وم بياتراوسه پوري، كنه نو ددرواغو په ويلوسره به داسي هلاك سوی وای لكه متخلفينو چې رسول الله (ص) ته په اوله ورځ دځان دژغورلولپاره درووغ وويل، او بيا رب خپل پيغمبر ته داسي وښودل قوله تعالى : سَيَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَكُمْ إِذَا انقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُواْ عَنْهُمْ فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاء بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ (٩٥)
ژباړه.ژردی چي وبه خوري قسمونه دغه منافقين په رب سره ستا، تاسوته كله چې راسی تاسي له غزا څخه، ددې لپاره چې تاسو يي دعذاب څخه څنګ وکړی (يعني عذاب ورنه کړي) په څنګ سی دعذاب ددوی څخه (يعني عذاب مه وركوی) ځکه چې دوی پليت او مرداري ده او ځای دورتلوددوی جهنم دپاره دعذاب وركولو دوی ته دی، په سبب دهغو كارونو ددوی چې دوی يي كسب کړيدی لكه دكفر او نفاق.(دويم ايت) قسمونه اخلي تاسوته دغه منافقان په دروغو سره ددې لپاره چې تاسي ددوی څخه راضي سی. نو كه ددوی په دروغوسره تاسوله دوی څخه راضي هم سی نو په تحقيق سره الله جل جلاله دهغوی څخه نه راضي کيږي دفاسقانو دټولی يا قومه څخه.
نه دي ويل شوي چې ددرواغو سزا هغه سوه چې ټولو مومنانو ته ښكاره سوه او دصدق جزا هغه سوه، ((و على الثلثة الذين خلفو)) داسي يي ونه ويل چې ((وعلى الذين خلفنا)) مطلب دا چې موږ دهغو متخلفينو څخه هم وروستي پاته سو چې په قسمونو او دروغو يي ځانونه دڅه وخت او ظاهري عذاب څخه وژغورل خو په ابدي عذاب سره ګرفتار سوه، كه څه هم ظاهراً يي دڅه وخت لپاره رسول الله (ص) راضي کړ، خو په حقيقت کې يي الله (جل جلاله) اودهغه رسول دواړه دځانونوڅخه ناراضه کړه، كڅه هم دحضرت كعب بن مالك (رضي الله تعالى عنه)  قصه د(تولٌى يوم الزحف) سره څه توپير لري، ځکه تولٌى يوم الزحف دعلماء كرامو په نظر هغه تېښتي ته وايي چې ددښمن كفارو سره مخامخ سي، اما كعب ابن مالک دجنګ څخه وړاندي په كلي ياكور کې دمجاهدينو دلښكر څخه پاته سوی وه، خو تشبيه دواړه يو دبل سره لري چې هغه جهاد ته شاه ګرځول دي، معنى دا چې كله جهاد فرض سي نو په ټولو مسلمانانو باندې فرض کيږي، كه په حقيقت کې څوك فكر وکړي جهاد به وکړي اوخپله زمه به فارغه کړي او كه ظاهراً ځان په يوه او بله بهانه خلاص هم اوڅنګ ته کړي نو دالله (جل جلاله) څخه دخلاصون لاره نسته، توبه هم داسي سخته ده اوهم داسي اخلاص غواړي لكه دحضرت كعب بن مالك، هلال بن اميه، مرارة بن ربيع رضوان الله تعالى عنهم اجمعين.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: