د اسلام او قرآن اعجازروغتیايي زیانونه

دخوګ د غوښې روغتیایی زیانونه| قرآن علمي اعجاز

د مړه شوی (مردار) غوښه ، دخوک وینه اوغوښه یی پرتاسو حرامه کړه (البقره 173).
دخوک غوښه ډیر زیانونه لری ، سره له دی چې نوې ټکنالوژی کولای شی ډیر څه سرته ورسوی خو په دی نه ده توانیدلې چې دخوک دغوښې زیان راکم کړی .  خوک طبيعتا” یو مردارحیوان دی. تل له خپلوغایطه موادوسره لوبې کوی اوهغه خوری نوله همدې کبله خوک دنوروڅارویو په پرتله په خپل بدن کې ډیرې انتی بادی ګانې تولیدوی . دغه راز دودې لپاره ډیرهورمونونه دخوک په عضویت کې جوړېږی اوبیا دغه انتی بادیانې اوهورمونونه دخوک په عضلاتو کې جوړېږی. برسېره پردې دخوک دغوښې دکلسټرول اوغوړو کچه ډیره لوړه ده چې دانسان دروغتیا لپاره ډیرزیان رسوونکی وی.طب داثابته کړې چې په دخوک په غوښه کې دهورمونونو، انټی باډیانو اوکلسټرول شتون دروغتیا لپاره ډیر زیان رسونکی دی.

دهغوناوړه اغېزی په امریکا اوجرمنی کې چې خلک هلته ډیر دخوک له غوښې ګټه اخلی ښې پېژندل شوی.
دخوک په غوښه کې بل خطر دتريچينا  Trichinaدچنجې شته والی  دی چې دانسان په عضلو اوزړه کې ځای نیسی اودزړه ناروغی اومړینه مېنځته راولی ګرڅه اوس کیدلای شی دغه ډول خوک وپېژندل شی خوپخوا ناشونی وو.
دغه ټول دالله دکتاب دحکمت ښوونکی دی چې دخوک غوښه یی مسلمان ته حرامه ګرځولې اودخوک دغوښې زیانونه یواځې په شلمه پېړۍ کې دپوهې په مټ موندل شوی حال داچې قران په اوومه پېړۍ کې هغه ښوولی وو.

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب