دینونه او مذاهبقانون، شریعت او مصدرونه یې

دين او شريعت څه ته وایي؟

په دیني چارو کي به مو د دین او شریعت کلمې ډیرځله اوریدلې وي، زیاتره خلک دا دوې کلمې یوبل ته ورته او دیوې معنا لپاره کاروي.لدي امله ددین اوشریعت ترمنځ توپیر کول سخت شوي، کله دین دشریعت پرځاي اوکله بیا شریعت ددین پرځاي کارول کیږی.
خو په اصل کي داسي نده، هره یوه یې ځانته جلا معنا او مفهوم لري. چي په لاندي څو کرښو کي به دادواړې کلمې لا روښانه اوترمنځ به يې توپير په ډاګه کړو؛

دين:

دین په ټولیز ډول درې معناوې لري:
لمړی: دین سلطنت،پاچاهي، حکومت،درنښتاو عزت ته وايي. دوهمه معنا یې دلمړۍ برعکس اطاعت،بند ګي، مریېتوب،غلامياو پيروي ده.او درېیمه معنايې دکړنو سزا او جزا، حساب کول، قضاوت ، پریکړه او فیصله کول دي. ددین لفظ په قرآنکريم کي په همدې درې سره معناوو باندي راغلی دی.
الله جل جلاله فرمايي:
(إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ ).(آل عمران:۱۹) ژباړه: «بېشکه دالله جل جلاله په نزد دین، اسلام دي».
انسان باید یو او واحد الله جل جلاله خپل اصلي څښتن ،بادار، پاچا، واکمن او سلطان وبولي،یوازي الله جل جلاله ته ځان تسلیم اودهغه ټولوحکمونو ته غاړه کيږدي،اوله الله جل جلاله پرته بل چاته د بندګۍ او غلامۍ سر ټيټ نکړي، همدا راز دا باید ومني چي یوازی اللهجل جلاله دکړنو سزا او جزا ورکوونکی دی، له هغه پرته له بل چا وېره او ډار ندی پکار.چي دهمدې دین او عقيدي نوم اسلام دی.

ددې برعکس که چا له اللهجل جلاله پرته بل څوک خپل اصلي واکمن او بادار وګاڼه، داطاعت او بندګۍ سريې ورته ټيټ کړ، او یايې دکړنو دسزا اوجزا لپاره ډاریا تمه ترې وکړه، نو دایوه ناسمه لار اوناسم دین دی. الله جل جلاله هيڅکله داسي دین نه قبلوي.همدا خبره په قرآنکریم کي داسي بیان شوېده؛
( وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَسِرِينَ)(آل عمران:۸۵)
ژباړه: « او هغه څوک چي له اسلامه پرته بل دین غوره کړی،نوترې وبه نه منل شي، او همدوي له زیانکارانو څخه دي په اخرت کي»

کله چي دالله جل جلاله سپڅلی دین (اسلام) پوره او بشپړ را ورسید نو لدې وروسته ددرواغو اونيمګړي دین نشي منل کیداي. دلمر دراختلونه وروسته د ډيوې لګول یا دستورو د رڼا پلټل عبث کار او ناپوهي ده. اوهغه څوک چي له الله جل جلاله پرته بل څوک بادار او څښتن ګڼي، غلامي او اطاعت يې کوي یادسزا اوجزا تمه ترې کوي، داسي دین هیڅکله دالله جل جلاله په وړاندي دمنلو وړندی. او همدا کسان به په اخرت کي دخپلې سرکښۍ او نافرمانۍ له امله په زیان کي وي.یعني ددې ترڅنګ چي کوم ثواب او بری به یې نه وي په برخه ، بلکه هغه صحیح فطرتچي الله جل جلاله ورباندي پيداکړي وو پدې ناوړه کار تبا او خراب کړ، او دوي به دتل لپاره په دوزخ کي وي.

په یوه بل آیت شریف کي الله جل جلاله فرمايې:
وَمَا أُمِرُوا إِلَّالِيَعْبُدُواللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء (البینه:۵)
ژباړه: «تاسو ته مو امرندی کړی،مګر پدې سره چي دالله ج بندګي وکړئ،خاص کړئ دین هغه لره»
تاسو اللهجل جلاله دعبادت اوبندګۍ لپاره پیداکړي یاست، ددې امريې ندی درته کړی چي پرته له الله جل جلاله دبل چا اطاعت اوبندګي وکړی. داپرتاسو فرض ده چي له هر راز باطلو او دروغو جلاشئ او خپل دین(اطاعت اوبندګي) مو خاص یوه او واحدالله جل جلاله ته ځانګړي کړئ ، او یوازي داللهجل جلاله له حساب نه وېره وکړئ.
أَفَغَيْرَ دِينِ اللّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ) ‎(
(آل عمران:۸۳)
ژباړه: «آیا انسان له الله جل جلاله پرته دبل چا غلامي او بندګي کوي، پداسی چال کي چي دځمکي او اسمانونو ټولو شیانوپه خوښه یا زورسره یوازي دالله جل جلاله بندګي او اطاعت ته غاړه ايښي،اوټول دده لورته ورتلونکي دی».
داچي ټولو کایناتو دالله جل جلاله اوامرو ته غاړه ايښي دهغ بندګي او غلامي يې منلي ده، اوټول دحساب او ځواب لپاره دهمده لورته ورتلونکي دي، نو انسانڅنګه دا جرات کولاي شي چي دڅښتن تعالیجل جلاله له حکم نه سروغړوي اودمخلوق بندګي اختیارکړي؟

په یوه بل آیت کي الله جل جلاله فرمايي:
(هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ) (التوبه:۳۳)
ژباړه: «الله جل جلاله هغه ذات دی چي رسول(محمد ص) یې له هدایت(قرآن) او حق دین(اسلام) سره لیږلی دی،اوهمدا دین یې پرنورو غالب ګرځولی دی که څه هم مشرکین پدې سره ناخوښه دي».
یعني الله جل جلاله خپل پیغمبر په ريښتوني او حق دین سره رالیږلیترڅودځمکي پرمخ ددروغو دخدایانو خدايې ختمه او دانسان په غاړه کي ددروغجنو خدایانو دمريېتوب پراته ځنځیرونه مات کړي ، دیوه او واحد څښتن تعالی جل جلاله عبادت او بندګي وکړي. پریږده کفاراومشرکین چي دخپلې ناپوهۍ له امله چيغې او نارې وهي.

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِله ـ(الانفال:۳۹)
ژباړه: «ددوي په وړاندي وجنګیږئ ترڅوچي فتنه اوفساد ورک ، او ټول دین(حکم) خاص الله جل جلاله لره شي.
اې مومنانو! له کفاروسره وجنګیږئ ترڅوچي فتنه اوفساد پاتې نشي،دین (حکم) خاص الله جل جلاله لره شي. اسلام پر ټولوغالب او نورباطل دینونه محوه شی. له الله جل جلاله پرته دبل چا بندګي ونشي، ټول د الله جل جلاله اوامروته غاړه کیږدي او په نړۍ کي یوازې دده قانون واکمن شي.

دپورتنیوتشریحاتو په رڼا کي دین په لاندي ډول تعریفولاي شو؛
• دواحد الله جل جلاله باداري، واکمني او حاکمیت منل.
• دیوه الله جل جلاله مريېتوب، غلامي ،بندګي،عبادت اوتابعداري کول.
• یوه الله جل جلاله ته له حساب او ځواب ورکولو نه وېره ،او یوازي له هغه نه دکړنودسزا اوجزا ډار او تمه کول.
• څرنګه چي الله جل جلاله خپل احکام دخپل کتاب (قرآنکريم) او پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله انسانانو ته را استولي دي، نوپدې باندي ایمان او باور دلودل چي قرآنکریم دالله جل جلاله ريښتونی کتاب او محمد ص دالله جل جلاله ريښتونی استازی دی،او ددوي دلارښوونوسره سم عمل کول هم د دین یوه مهمه برخه جوړوي.
لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
(یا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي فَمَنِ اتَّقَى وَأَصْلَحَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ) (الاعراف:۳۵)
ژباړه: «اې د آدم زامنو! که راشي رسولان له تاسو څخه ،او لولي آیتونه تاسو ته،هرچاچي ومنل دا آیتونه اوځان يې وساته له تکذیب څخه ،پرهیزګاري يې وکړه او اصلاح یې کړل عملونه خپل نو نشته هيڅ وېره او ډار پردوي باندي»
له پورتني آیت شریف نه دا جوتیږی چي الله جل جلاله هر انسان ته بیل او مستقیم نه،بلکه درسولانو پوسېله يې ټول بشریت ته خپل احکام لیږلي دي. کله چي څوک دالله جل جلاله پرحاکمیت او باداريباندي ایمان ولري ،نودهغه اطاعت اوبندګي یوازي پدې ډول کولاي شي چي دالله ج درسولانو فرمانبرداري او درسول پوسېله چي کوم احکام راوړل شوي دهغوي مطابق عمل وکړي. چي همدې ته دین ویل کیږي.

شريعت:

دشریعت لغت دوې معناوې لري؛
۱. نېغه،مستقيمه اوروښانه لار.
۲. هغه ځاي چيرته چي اوبه څښل کیږي.
لمړی:
یعني کله چي څوک دالله جل جلاله پاچاهي، حاکمیت، باداری، درسول ص رسالت او دقرآنکریم حقانیت او ریښتونولي ومني،یوه الله جل جلاله ته ځان تسلیم او خپل کړه وړه دهغه له احکامو سره سم جوړکړي. نو په دین کي ور داخل شو،دا چي څنګه او په کومه طریقه دالله جل جلاله له احکامو سره سم عبادت او بندګي وشي، همدې طریقي او لارې ته شریعت وايي.

لکه الله جل جلاله چي په قرآنکریم کي فرمايې:
([ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ) (الجاثیه:۱۸)
ژباړه: «بیامووګرځولي ته پرهغه روښانه اومستقیمه لار(شریعت) پس نوتعقیب کړه همدا لار،اودناپوهانودغوښتنومتابعت مکوه!»

دوهم:
یعني له کوم ځاي نه چي داوبو دڅښلو لپاره کاراخیستل کيږي هغه ډیرواضح ،پاک او ښکاره وي، شریعت همداسي واضح او ښکاره دی.
په بله معنا څنګه چي اوبه دانسان بدن پاکوي او له اوبو پرته دانسان ژوندناشونی دی،همداراز شریعت دانسان نفس،روح او عقل پاکوي اوانسان ته حقیقي ژوند وربښي.
پورتنیو دواړو معناوو ته په کتنې سره، شریعت په ټولیز ډول داسي تعریفولاي شو؛
دهغوحکمونو اصولو او مقرراتوټولګه چي الله جل جلاله دخپل رسول په وسېله بیان کړي،اوبشریت ته له انحراف او شک نه پرته ،واضح اومستقیمه لارپه ګوته کوي ترڅودالله جل جلاله درضا دلاسته راوړلو لپاره دهغه بندګي او اطاعت وکړي، بې له شریعت نه دانسان عقل او روح ناپاک او دهغه ژوند حقیقي معنا نلري.

د دين او شريعت ترمنځ توپېر:

دټولو پیغمبرانو ع دین یوازي یو اسلام وو،خوالله جل جلاله دهرامت لپاره ددوي له حالاتو او استعداد سره سم بيل شریعت رالیږلی لکه په قرآنکریم کي چي الله جل جلاله فرمايي:
(لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا) (المائده:۴۸)
ژباړه:« اې امتونو! له تاسو څخه مو هریوه ته یوشریعت او روښانه لار ټاکلې ده »
داچي دټولو پیغمبرانو دین اسلام وو،خو هرپیغمبر له خپل وخت سره سم پرهمدې دین دعمل کولو بیله طریقه (شریعت ) درلود.لکه دنوح علیه السلام شریعت، دموسی علیه السلام شریعت،دابراهیم علیه السلام شریعت، دمحمد صلي الله عليه وسلم شریعت…

• دین دټولوامتونو لپاره عام او یوده، له حضرت آدم ع نه تر محمدص پوري ټولو پيغمبرانو دیوه الهی دینلپاره دعوت کاوه، دیوه او واحدڅښتن تعالیجل جلاله بندګي او اطاعت ته يې خلک رابلل، او دهغه له عذاب نه يې ویرول.
خوشریعت خاص دی، هر پیغمبر دخپل امت لپاره ځانګړی شریعت او احکام راوړي دي.

• دین تل یوشان پاتې شوی هيڅکله تغیر او بدلون ندی پکي راغلی ، خو شریعت دهرامت له حالاتو او استعداد سره سم راغلی دی،ډیر شریعتونه راغلي او ډیرمنسوخ شويدي. یو له بل سره ارومرو څه توپیر لري لکه؛ دلمانځه اوروژې طریقه، دحرامو او حلالو حکمونه، دنکاح، طلاق او وراثت قانون…
• مسلمان مکلف دی چي پر ټولونبیانود ایمان لرلوترڅنګ ددوي پر دین (اسلام) باندي هم عمل وکړي،خو دعمل کولو طریقه يې باید یوازی محمدي شریعت وي، ځکهالله جل جلاله بشریت ته محمدي غرا شریعت تر ټولو وروستی رالیږلی. او مسلمانانو ته يې دهغه دپلي کولو امر کړيدی؛
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْه فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ ـ (المائدة : ۴۸)
ژباړه:« اې محمده! نازل کړی مو دی پرتاباندي کتاب په حقه سره کوم چي حق ګڼونکی، ساتونکی او شاهد دی پر وړاندي لیږل شویو کتابونو، پریکړه او حکم وکړه په منځ ددوي کي په هغه څه چي الله جل جلاله لیږلي دي».

سترڅښتن جل جلاله بشریت ته دوحي او هدایت دنزول لړۍ پریوه داسي جامع او مکمل کتاب ختمه کړې چي نه یوازي دنورو آسماني کتابونو لپاره تصدیق کوونکی،دهغو دمضمونو ساتونکی او دهغوي پرحقانیت باندي شاهد دی، بلکه ترڅو چي دانړۍ وي ترهغې شیبې دبشریت ټولې چارې پداسي ډول تنظیموي چي ددنیا او اخرت دسرلوړۍ اوکامیابۍ تضمین پکي شوی. ځکه نو الله جل جلاله مسلمانانو ته دقرآني احکامو دنافذولوامر کوي:
(مَن لَّمْ يَحْكُم بِمَاأَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ) (المائدة :۴۴)
ژباړه: «څوک چي حکم ونکړي په هغه څه باندي چي الله جل جلاله را لیږلي دي، نو همدوي له کافرانو څخه دي».
څنګه چي له حکم نه موخه فیصلې او پریکړې کول یعني دشریعت پلي کول دي(ځکه نو ددې آیت حکم ترډیره بریده هغه چاته راجع کیږي کوم چي پرمسلمانانوحکومت کوي). څوک چي دالله جل جلاله دقانون پرځاي دخپلې خوښې او رايې یا دانسان په لاس جوړشوي قانون ته لمړیتوب ورکړي،یا دانسان په لاس جوړ شوی قانون دالله جل جلاله له قانون سره برابر وګڼي، دا له الله جل جلاله سره شریک پیداکولدي.او شرک ترټولو ستر ظلم او کفر دی.

د ابن عباس رض دروایت په اساس دا آیت شریف دوه حکمه لري؛
۱: هغه څوک چي ( مَا أَنزَلَ اللّهُ) عقیدتاَ نه مني اودانسان په لاس جوړ شوی قانون عملي کوي هغوي له شکه پرته کافران دي ځکه دالله ج له احکامو يې انکار کړيدی.
۲: هغه څوک چي(مَا أَنزَلَ اللّهُ) مني خو بیا هم دالله ج داحکامو پرځاي دانسان په لاس جوړ شوي قانون تطبیقوي دوي ډیره لویه (کبیره )ګنا کړې له اسلامه وتلی نه، بلکه فاسق دي.
پدې ځاي کي باید یادونه وشي چي شریعت دوې سرچينې لري؛
• دالله جل جلاله کلام (قرانکريم)

• دحضرت محمد ص سنت او احادیث:
محمدصدنبوت دروېشت کلنه موده داسلام په تدریس اود قرانکریم په شرحه کي تیره کړه، هو! داسلام ستر لارښوددژبې او کړو وړو پوسېله داسلام ټول احکام او وصول داسي روښانه او واضح کړي چي هیڅ دشک او تردید ځاي يې پکي پرېنښود په پوره فکر او تدبیر سره يې دانسان پر هر اړخېز ژوند پوره رڼا اچولې.له همدې امله اسلام یوازینی دین دی چي دژوند ټولې چارې پکي رانغښتل شوېدي. دنړۍ په بل هیڅ دین کي دومره روښانتیا،پراخوالی او وضاحت نشته.
که همدې دوو سرچینوته مراجعه وشي، نو شریعت دومره روښانه او واضح دی چی هیڅ دشک ،تردید او اختلاف ځاي پکی نشته، خوله بده مرغه نن ورځ مسلمانان دشریعت له دومره سوچه والي او روښانه دریځ سره سره بیاهم پربیلابېلو ډلو او فرقو وېشل شوېدي، دا ځکه چي شرعي احکامو ته څوک پاملرنه نکوي، دنړۍ له څه دپاسه ۴۵ مسلمانو هېوادو څخه یوازي په دوه یا دریو هېوادو کي تریوبریدهشرعي احکام نافذ دي،پداسي حال کي چي الله جل جلاله شریعت د بشر دچارو دسمون اوتنظیم لپاره ترټولو دښه او هراړخیزنظام په توګه ټاکلی.

اخځلیکونه:
دین اور شریعت ــ مولاناابولاعلی مودودي
کابلی تفسیرـ سعودي چاپ
The Foundations of Islamic Studies-By Dr.Bilal Philips

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: