کمپيوتر

دډيټابس د انکشاف مراحل

ژباړونکی : محمد خالد واحدی

په عمومي توګه ډېری اداری د ډیتابس جوړول د Enterprise Data model نه پیلوي.

EDM په حقیقت کی د یوې ادارې د ډېتابس عمومي منځپانګه جوړوي

کله چی مونږ د یومعلوماتی سیستم د جوړولواراده وکړو نو بی له ځنډه EDM راپه یادیږی. ددی څخه هدف دادی چی څنګه کولای شو د یوی اداری د ډیټا عمومی نقشه جوړه کړو

یا په بل عبارت دا ټکی د ډیټابس ډیزاینول مونږ ته نه بیانوی بلکه د یوی اداری د ډیټا انځورول مونږ ته را ښی.

EDM د معلوماتی سیستم یوه برخه ده

Information system Architecture: یو نظری پلان دی،چی دیوې ادارې د راتلونکي معلوماتي سیستم پوری اړوند معلومات تشریح کوي.

ISA له شپږو برخو څخه جوړ دی:

1-                      ډېټا (Data).

2-  د ډېټا هغه بهیر،چی ډېټا ترسره کوی ، دغه ډول پروسې په Data flow model کی ښودل کیږي.

3-نیټورک یا شبکه ،چې دیوی اداری یا څو ادارو ترمینځ د ډیټا لیږد رالیږد ښیي.

4- هغه خلک ، چی ډېتابس سره په اړیکه کې دي ، یاپه بل ډول لېږونکي یا اخېستونکي.

یا هغه کسان ،چی ډېتابس ته یو څه ورزیاتوي او نور کسان ترې ګټه اخلي.

5-هغه پېښې ،چی په یو وخت کی د یو پروسې د ترسره کولو لپاره واقع کیږي دا هم کېدای شي په state transaction Diagram کی وښودل شي.

6- هغه لاملونه ، چی د هغه په واسطه معمولا د ډېتا پروسی اداره کېدای شي،چی ډېری په متني ډول ښودل کیږي

د بېلګې په ډول : که د help desk  ډېتابس په نظر کی ونیسو، نو دا چی یو ټکټ د چا په واسطه پرانېستل کیږي او ولی؟ او بیا څوک دا ټکټ ؛ نوی کوي ،اوڅوک یی بندوي.

دا ټول ولې ترسره کیږی؟ دا ددې لپاره ،چې پېرېدونکي ستونزې لری او د حل لپاره یې انجینیر باید هلته لاړ شي ، له راګرځېدو نه وروسته باید خپل راپور په ټکټ کې ولیکي او بالاخره customer care center یی باید تصدیق کړي اوبیا  ټکټ بند کړي.

IE (information Engineering):

 ISA د معلوماتي سیستم د پلانکونکو په واسطه جوړیږی.

دوی ددی موخې لپاره د یو ځانګړي میتود یا تګلارې څخه کار اخلي ، چی دغې تګلارې ته ( IE ) ویل کیږي( IE ) د هغه ډېټا په پوهېدو،چی د معلوماتي سیستم پورې تړلې وي ټینګار کوي.

(IE ) د Top down Approach لاره تعقیبوي ، چی په دغې تګلارې کی د یو ټاکلي معلوماتی سیستم د جوړولو لپاره په زیاته اندازه معلوماتو ته ضروت وي ، یا په بل عبارت د یوې کمپنۍ د بګرا ونډ یا شالید له مطالعې نه زیات معلومات لاس ته راتلای شي، خو مونږ ته یی یوازې هغه معلومات په کار دي کوم ، چی د معلوماتي سیستم په جوړولو کی اړین بریښي، دغه ډول معلومات د پورتنۍ طریقې یا تګلارې په واسطه لاس ته راتلای شي.

د بېلګې په توګه : مونږ د خپلو پېرېدونکو،  تولیداتو، برابرونکو او پلورونکو په اړه معلومات د Top down Approach په واسطه پیدا کولای شو، نه هغه معلومات ، چی د سیستم دا خلونکې صفحه (entering screen) به څنګه وی؟  یا د پلورل شویو مالونو د راپور بڼه باید څنګه وي؟

(IE) له څلوربرخوڅخه جوړدی ۱- پلان ۲- تحلیل او تجزیه ۳- ډیزاین ۴- د تطبیق مرحله

1-                      پلان (planning) : د( IE )  د پلان برخې څخه موخه داده ، چی د معلوماتي سیستم او د کمپنۍ ستراتېژي باید په ټکر کې نه وي.

د پلان برخه له درېیو نورو برخو جوړه ده ، چی عبارت دي له :

۱- identifying strategic planning factors: دا برخه د کمپنۍ اصلي موخې او په کمپنۍ کی شته ستونزې مونږ ته په ګوته کوي.

دابرخه په درېیو نورو برخو وېشل کیږي:

·       اهداف.

·       هغه فکتورونه ، چی باید بریالي شی.

·       شته ستونزې.

د بیلګې په توګه د یوی ( ISP) آره موخه)اصلی هدف) د انټرنیټي چوپړونو یا خدمتونو وړاندی کول دي او هغه فکتورونه ، چی باید بریالي شي عبارت دي له : ښه انټرنیټي خدمتونه وړاندی کول ، د ښو او عالي وسایلو کارونه او په بازار کی رقابت کول یا داسی نور….

هغه ستونزې ، چی دې موخو ته د رسېدو مخنیوی کوي : دا امکان شته ، چی کمپنۍ رقابت ونه شي کړای یا یی کارکونکي پوره وړتیا ونه لري یا د کمپنۍ مدیران ونه شي کړای خپله کمپنۍ په سمه توګه اداره کړي.

۲- Identifying corporate planning objects  : دا برخه د یوې کمپنۍ کاري ساحه ټاکي.

دا برخه هم له پنځو نوروبرخو جوړه ده ، چی عبارت دي له :

·       اداري تشکیل یا جوړښت: دا په ګوته کوي،چې یوه کمپنی له څو ډ یپارتمنټونویا څانګوڅخه جوړه شوې دبېلګې په ډول انجینری ، د بشري منابعو څانګه ، مالي څانګه ، اداري څانګه.

·       اداري موقیعت : دا په ګوته کوي، چی یوه کمپنۍ یو مرکزي دفتر لري او که په مختلفو ځایونو کې څانګې هم لري. Business Function: دا د کمپنۍ یو کاردی ، چی د یوې څانګې یا ډېرو څانګو په واسطه ترسره کیږي،د بیلګې په ډول پلورل ، چی یو Business Function دی د پلورلو (sales)، مالي او انجینري درېیو څانګو په ګډه کار دی ، چی باید یی ترسره کړي.

د پلورلو څانګه باید پېرېدونکی پیدا کړي.

مالي څانګه باید د وسایلو قیمت وټاکی او له پېرېدونکي څخه پیسې تر لاسه کړي.

انجینري څانګه  باید هغه وسایل انسټال (   ) کړي ،چې کارته تیار شي او د هغه څارنه وکړي ، چی که کومه ستونزه پیدا کیږي باید هغه هواره او حل یی کړي.

·       Entity Type: هغه معلومات ، چی د یو شخص ، ځای ، شیانو په اړه د یوې کمپنی لپاره مهم دي او کمپنی غواړي ، چی له ځان سره یی وساتي یا ذخیره کړي ،نو د ډېټابس د علم له مخی دا معلومات د Entity په نامه یادیږي او ښودل کیږی. دبېلګې په ډول پېرېدونکي ، تولیدات ، وسایل ، کارکونکي ، چی یو ډول Entities دي.

·       Information system:

۳-Developing an Enterprise Model:په دی برخه کی دری توکي شامل دي :                                                                                            

·       Functional Decomposition: د یوې یا څو ادارو ګډ کار،چی ورته business-function ویل کیږي د ساده کولو او اسانولو لپاره په څو وړو برخو وېشلو ته Functional Decomposition ویل کیږی.

·       Enterprise Data Model ته entity relationship diagram هم ویل کیږي دا ددې لپاره ، چی د Entities او پلان شویو objects تر مینځ اړیکی په یو ګرافیکي شکل کی ښیي.

·       د پلان شوي objects تر مینځ اړیکو ښودولو تر ټولو ساده لار د مټرېکس په نامه یادیږي.

بیلګه :  موقیعت- فنکشن : دا مټرېکس ښیي ، چی کوم کار په کوم ځای کې ترسره کیږي.

[irp][irp][irp]

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: