اختر

د اختر د ورځې مسايل او اداب‏

ښکاره خبره ده چي دټولو مسلمانانو د خوښي او خوشحالي لپاره دوه اخترونه دي چي وړوکى او لوى اختر دي، او دا په هر وخت کي بيا بيا راځي او مکرريږي او دا هم د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د حکم سره سم مسلمانانو د خپلو خوشحاليو لپاره معلوم کړي دي، خو دلته يو دريم اختر هم د مسلمانانو سته چي هغه ته جمعه  وايي او دا د هفتي په اخيري کي هر وخت راځي خو د دې او د هغه دواړو اخترو په مابين کي ډير فرق سته دا په دونه لوړه کچه سره نه لمانځل کيږي لکه هغه دوه اخترونه، په اسلام کي د لويو لويو تاريخي واقعاتو په مناسبت باندي اختر نسته لکه د بدر غزا، د فتحي غزا، او داسي نوري غټي غټي غزاګاني چي مسلمانانو لويي لويي کاميابۍ کي حاصلي کړي دي، له دغه درو اخترونو څخه ماسوا نور ټول بدعت او ناروا او په اسلام کي له خپله ځان جوړ سوي اخترونه دي، نه الله په قرآن کي د دې له ځانه جوړسويو اخترو په اړه څه ويلي دي او نه هم  نبي صلى الله عليه وسلم څه حکم کړى دى، لکه د نوروز اختر او د کرسمس اختر او داسي نور چي کفار يي لمانځي، خو کمزوري او ضعيف مسلمانان هم د کفارو پيروي کوي او په دې کي پوره ونډه اخلي بلکې د حکومت په سويه سره يي لمانځي چي دا ډيره نازوکه او له ګناه څخه ډکه خبره ده.

د اخترونو د مشروعيت حکمت:

الله پاک دا دواړه اخترونه د لويو سترو حکمتو لپاره روا بللي دي، وړوکى اختر له دې امله د مسلمانانو د خوشحالي ورځ ګرزيدلي ده چي مسلمانانو د اسلام له فرايضو څخه لويه فريضه ادا کړي ده لکه روژه، نو الله د دوى لپاره د دې عبادت د ختمېدا پر موقع د اختر ورځ وټاکله چي خوشحالي کي وکړي، او په دې کي د شريعت سره سمي خوشحالۍ وکړي د دې لپاره چي د اختر د ورځي د خوشحالي اظهار کي راسي او د خداى د نعمتو شکر کي ادا سي او په دې کي بايد خوشحاله سي ځکه دوى د روژي د نيولو په وجه د ګناهو څخه پاک سوي دي نو دا د الله لوى نعمت دى اظهار يي مناسب دى او د دې نعمت شکر ايستل لازم دي او په دې ورځ مسلمانان نوري زياتي نيکياني وکړي،
دا شان لوى اختر په داسي حال کي راځي چي مسلمانانو د ذو الحجي په نهو ورځو کي هم زيات عبادات کړي وي او د اسلام له فرايضو څخه لوى فرض ادا کوي لکه حج، او پر هغه خلکو چي د عرفي پرميدان ولاړي الله پاک له لوړه ځايه را ښکاره کيږي او خپلو ملايکو ته دا ور ښيي چي ما و دوى ته بخښنه کړي ده، نو د مسلمانانو لپاره دا هم ډيره لويه ورځ ده لمانځل يي لازم دي.

د اختر د لمانځه مشروعيت:

د هجرت په اول کال د اختر د لمانځه حکم وسو، ابوداود رحمه الله له انس رضي الله عنه څخه روايت کوي کله چي نبي صلى الله عليه وسلم و مديني ته راغلى د دوى دوه اخترونه ول چي په هغو کي به يي لوبي کولي، ده صلى الله عليه وسلم وپوښتل چي دا څه دي؟ دوى ورته وويل چي د جاهليت په دور کي موږ په دې ورځو کي لوبي کولي، نو نبي صلى الله عليه وسلم ورته وويل چي الله پاک ستاسو لپاره دا دوې ورځي په نورو ډيرو ښو ورځو درته بدلي کړي دي، هغه د لوى اختر او د وړوکي اختر ورځي دي.

د اختر د لمانځه حکم:

د دواړو اخترونو لمنځونه پر هر هغه چا چي د جمعي لمونځ ورباندي واجب وي واجب دى.

لکه علامه شامي رحمه الله داسي ليکي:

وشرع في الاولى من الهجرة (تجب صلاتهما) في الاصح (على من تجب عليه الجمعة بشرائطها). رد المحتار:٢/١٨٠.

د اختر د لمانځه وخـــت:کله چي لمر ښه سپينوالى وکړي بيا د ماشپين د وخت تر داخليدا پور په دغه مابين کي د اختر د لمانځه وخت دى.

لکه علامه کاساني رحمه الله داسي وايي:

وأما بيان وقت أدائها فقد ذكر الكرخي وقت صلاة العيد : من حين تبيض الشمس إلى أن تزول لما روي عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه كان يصلي العيد والشمس على قدر رمح ، أو رمحين. بدايع الصنائع:٣/٩٢.

ښه کار دا دى چي د وړوکي اختر لمونځ لږ ناوخته وکړي تر څو خلک سرسايه ورکړي او د لوى اختر لمونځ ښه وختي کول پکار دي چي بيا خلک د اختري و حلالولو ته فارغ سي.

د اختر د لمانځه ځاى:

د اختر لمونځ به په لوى ځاى کي چي خلک کي ځاييږي ادا کوي او له ښاره به  د باندي وي خو ښار ته به نيزدي وي چي خلکو ته په ورتګ کي تکليف نه وي.
لکه له ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دى چي دى وايي نبي صلى الله عليه وسلم به د وړوکي او د لوى اختر په ورځ و عيدګا ته وتى. رواه البخاري:٤/١٦.
د ضرورت پر بنا د اختر لمونځ د کلي په جوماتونو کي هم کولاى سي.

کله چي د اختر ولمانځه ته وزي:

و عيدګا ته چي کله مسلمانان ځي هلته څه اسلامي اداب دي د هغو مراعت کول پکار دي:

په وړوکي اختر کې ديارلس کارونه کول مستحب دي:

١- خوراک به کوي
٢-  هغه به هم خورما خوري
٣-  او تاک خورما وي به خوري
٤- غسل به کوي
٥- مسواک به وهي
٦-  خوشبيي به لګوي
٧-  په ټولو کي به هغه ښه کالي اغوندي
٨-  سرسايه به ورکوي
٩- او خوشحالتيا به ښکاره کوي
١٠-  او وعيد ګا ته به زر ځي، او د اختر د سهار لمونځ به د کلي په مسجد کي کوي
١١-  بيا به و عيدګا ته روانيږي
١٢-  په لاره کي به سوکه تکبيرونه وايي او چي کله و عيدګا ته ورسيږي نو پرېږي به يي
١٣-  او چي کله را واپس کيږي نو پر هغه لاره به راځي پر کومه چي نه وي تللى.

وندب في الفطر ثلاثة عشر شيئا:
أن يأكل وأن يكون المأكول تمرا ووترا ويغتسل ويستاك ويتطيب ويلبس أحسن ثيابه ويودي صدقة الفطر إن وجبت عليه ويظهر الفرح والبشاشة وكثرة الصدقة حسب طاقته والتبكير وهو سرعة الانتباه والابتكار وهو المسارعة الى المصلى وصلاة الصبح في مسجد حيه ثم يتوجه الى المصلى ماشيا مكبرا سرا ويقطعه إذا انتهى الى المصلى في رواية وفي رواية أخرى اذا افتتح الصلاة و يرجع من طريق آخر . نور الايضاح:١/٨٥

د لوى اختر لمونځ او د هغه اداب هم داسي دي لکه د وړوکي اختر خو صرف په يوڅو ځايو کي فرق لري هغه دا چي د وړوکي اختر په روځ تر لمانځه له مخه څه خورما خوړل، او د لوى اختر په ورځ بيا هيڅ هم نه خوړل تر دې پوري چي واړه ماشوما به هم له خوراک چښاک څخه تر هغه منعه کوي تر څو د اختر د لمانځه څخه وروسته د اختري په غوښه د خوړلو شروع وکړي.

مناسب دا دى چي نارينه د لوى اختر تکبير په دونه لوړ اواز سره ووايي چي ونورو خلکو ته تکليف نه وي، او ښځي دي په سوکه سره وايي.
وأحكام الأضحى كالفطر لكنه في الأضحى يؤخر الأكل عن الصلاة ويكبر في الطريق جهرا ويعلم الاضحية وتكبير التشريق في الخطبة: نور الايضاح:١/٨٦.

د اختر تکبـيرونه دا دي:

الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلا الله، والله أكبر، الله أكبر، ولله الحمد.

د اختر دلمانځه طريقه:

د اختر د لمانځ نيت به وکړي بيا به تکبير تحريمه ووايي بيا به سبحانک اللهم تر اخيره پوري ووايي، بيا به درې زايد تکبيرونه داسي ووايي چي له هر تکبير سره به لاسونه وغوژو ته يوسي، بيا به اعوذ بالله ووايي بيا به الحمد لله ووايي او په اخير کي به يو سورت ووايي خو مناسب دا دى چي (سبح اسم ربک الاعلى سورت ووايي) له دې وروسته به رکوع وکړي.

کله چي و دوهم رکعت ته ولاړ سي نو بسم الله به ووايي او بيا به سورت فاتحه ووايي او بيا به يو بل سورت ووايي خو مناسب دا دى چي سورت (الغاشيه) ووايي، په اخير کي به درې زايد تکبيرونه ووايي او په دغو کي به هم دواړه لاسونه وغوژو ته اوچته وي بيا به داسي کوي لکه په اول رکعت کي چي يي کول.

لکه په نور الايضاح کي چي دي:

وكيفية صلاتها أن ينوي صلاة العيد ثم يكبر للتحريمة ثم يقرأ الثناء ثم يكبر تكبيرات الزوائد ثلاثا يرفع يديه في كل منها ثم يتعوذ ثم يسمي سرا ثم يقرأ الفاتحة ثم سورة وندب أن تكون { سبح اسم ربك الأعلى } ثم يركع
فإذا قام للثانية ابتدأ بالبسملة ثم بالفاتحة ثم بالسورة وندب أن تكون سورة الغاشية ثم يكبر تكبيرات الزوائد ثلاثا ويرفع يديه فيها كما في الأولى. نور الايضاح:١/٨٦.

د اختر د مبارکۍ حکم:

دا د الله د لويو نعمتو څخه يو لوى نعمت دى او د خوښي او خوشحالي ورځ ده نو مناسب دا دى چي خلک يو له بله سره خوشحاله  او د دې مبارکي ورځي مبارکي ورکړي خو هغه نه داسي چي له ځانه بدعات کي ګډ نه کړي دا يوازي په خوله سره دونه ويل کافي دي چي الله دې له موږ او له تاسو څخه  قبول کړي، په لاس سره يي کول ضروري نه دي.

لکه علامه ابن نجيم رحمه الله داسي ليکي:

والتهنئة بقوله تقبل الله منا ومنكم لا تنكر. البحر الرائق:٥/٢٠٦.

دا د نېکيو ورځ ده:

١- مور او پلار دي په دې ورځ کي خوشحاله کړي، صله رحمي دي وکړي، او پر دوى دي د خپل وس سره سم د رزق پراخي وکړي.

٢- د همسايه ګانو او د دوستانو دي زيارت وکړي، او پر فقيرانو او پر مسکنانو او پر يتيمانو دي پراخي وکړي او د هغوى دل جويي دي وکړي، بالخصوص بيا په داسي جامعه کي چي د هغي جامعي په هره کورنۍ کي د غمونو څپي وي هلته يتيمان د خپل پلار لاس پر سر تېرول غواړي دلته کونډي او بوري  ژاړي د خپل خاوند او د خپل زوى غم ژاړي، اي الله په داسي معاشره کي به اختر نه بلکې مناسب خو دا دى چي د غم په ورځ سره يي ياد کړو خو بيا هم الله ته دي شکر وي چي غم او خوشحالي مو دواړه په اسلام کي دي هم پر غم او هم پر خوشحالي له الله څخه د اجر اميد لرو، قلم چي چلوم  يقينا اوښکي مي همسفري را سره رواني دي بس الله ته به ژاړو کله بګرام او کله ګونتنامو او کله ابو غريب را ياد سي. والى الله المشتکاه.

٣- د دو خپه ورڼو په منځ کي صلحه کول.

٤- د الله ذکر ډير کول او د قرآن شريف تلاوت کول.

د اختر په ورځ د قـــبرونو د زيارت کولو حکم:

شيطان کله هم په دې نه خوشحاله کيږي چي پر مسلمان په دنيا يا په اخرت کي خوشحالي راسي نو د اختر په ورځ هم دى کوښښ کوي چي د مسلمانانو دا د خوشحالۍ ورځ په غم وربدله کړي او فورا دا ورته ياد کړي چي ياره نن مناسبه ده چي د هديري زيارت وکړم حالانکې دا په اسلام کي نسته او نه هم د اسلام له شعارو څخه دى بلکې په دې ورځ بايد خوشحالي ولمانځله سي.

د اختر ورځ او د رسنيو ذمه داري:

غَربيان لکه څنګه چي له موږ سره د جګړي په ميدان کي بر سري پيکار دي هم دا راز  غواړي چي موږ په کلتوري او عنعانوي لحاظ سره هم د دوى په شان جوړ کړي له هم دې امله غرب پلوه رسنۍ د اختر څخه له مخه لا اعلانونه کوي چي د اختر په ورځ زموږ دا پروګرام دى او هلته په هلمند کي دا پروګرام دى او په فلان ځاى کي دادى، او په ښکاره څه ناڅه دليل هم ورته وايي چي په دې پروګرامو کي موږ خپل ځوانان وسولي ته را بولو عجيبه د خندا وړ خبره ده هلته يي په بمونو کورونه ورته ورانه وي او دلته بيا د خوشحالي پروګرامونه ورته کوي.

زما پر دين مـينه وروره!

د دوى په دې ناوړو خطا نه سي هم په غم او هم په خوښي کي د اسلام سره همراه اوسه.
مسلمانو رسنيو ته پکار ده چي د دې ورځي ديني اړخونه په پوره معنا سره ومسلمانانو ته روښانه کړي.

مفتي احسان الله.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: