اسلامي سیاست او دولتاقتصاد

د اسلامي حکومت د عوایدو لومړنې اساسي منابع

د هر دویم مؤمن چې په زړه د لوی ارمان وپوښتل شې نو ځواب به یې په هیواد کې د انسانانو په لاسو جوړ شوي حکومتونه ړنګول او پر ځای یې د اسلامي حکومت قایمیدل وې. نو د اسلامي حکومت د قایمیدلو وروسته اړینه ده چې پرمخ یوړل شې، دا چې حکومت مو پرمخ لاړشې، په پښو ودریږې نو عایداتو ته ضرورت لري.

مسلمانانو او په خاصه کې بیا افغانانو جنګونه همیشه ګټلې خو متاسفانه د جنګ ګټې یې بیرته له لاسه وتلې وې او خپلو ارمانونو ته یې هیڅکله عملې جامې وروانغوستی شوی، چې یو له عمده ترینو لاملونو یې د عوایدو د نه شتون وې.

دا چې د حق او باطل اوسنی جنګ د مسلمانانو په ګټه، د کفارو او لاسپوڅو په ماتې سره په وروستیو شیبو کې دی نو اړینه ده چې هغه لارې او سرچینې (منابع) مو پیژندلې وې له کومې چې کولې شو عواید تر لاسه کړو، او په ریښتینې معنو مو اسلامي حکومت په مخ بیولې وي، او دنیاوالو ته مو هم ښودلې وې چې مونږ نه یواځې د اسلامي حکومت د قایمیدو خوبونه ګورو بلکې په حقیقت کې یې قایمولی او پرمخ وړلې شو.

دلته د هغو اساسې منابعو یادونه کوو له کومو چې کولی شو عایدات تر لاسه کړو.

۱-  ذکات

د زکات معنی ده پاکیدل، زیاتیدل، وده کول، او په اصطلاح کې له زکات څخه مقصد هغه مالې عبادت دی چې هر د نصاب څښتن مسلمان یې له خپل مال څخه د شریعت له ټاکلې اندازې سره سم د هغو خلکو لپاره باسې چې د شریعت له مخې د زکات اخیستلو مستحق دی. او یا له شتمنو خلکو ټاکلې اندازه مال د غریبو او لاچارو خلکو د ښیګڼې لپاره اخیستل زکات بلل کیږې.

زکات د اسلام څلورمه بناء ده، خدای پاک په قرآن پاک کې د لمونځ سره سم د زکات په ورکړې ټینګار کوې فرمایې چې زکات ورکړی، نو زکات نه یواځې د خپلې سرمایې پاکول دې بلکې د الله رب العزت اوامرو ته لبیک دې.

نو یو اسلامي حکومت کولی شې له شتمنو او وسې خلکو زکات راټول کړې او خپل عواید زیات او د غریبو او لاچارو خلکو مرسته او ښیګڼه وکړې.

د زکات ورکولو شرطونه

 د زکات د واجبیدلو لپاره لاندې شرطونه ضرورې دي.

۱- مسلمان

۲- د نصاب مالک کیدل

۳- پر خپلو اصلې ضرورتونو سربیره د نصاب شته والی

۴- پوروړی نه وي

۵- عقل

۶- بلوغ

۷- پر مال پوره کال تیریدل

د زکات اندازه د مضمون د اوږدوالې په خاطر پریږدو، که څوک پرې ځان پوهول غواړې نو د فقهې کتابونو ته دې مراجعه وکړې

۲- عشر

د عشر معنی په لغت کې لسمه برخه ده، خو په اصطلاح کې له عشر نه مطلب ځمکنې محصولات دی چي په ځینو ځمکو کې لسمه برخه او په ځینو کې یې شلمه برخه وي.

په للمې (هغه ځمکې چې په باران اوبه کیږې) محصولاتو کې عشر لسمه برخه او په آبې (هغه ځمکې چې په کوهیانو، چینو، نهرونو) محصولاتو کې عشر شلمه برخه دی.

نو د اسلامي حکومت له اساسې او لومړنېو عایداتو څخه یو هم له شتمنو خلکو څخه عشر ټولول دې، که د هیواد ټول شتمن د خپلو محصولاتو عشر ورکړې نو حکومت ته په کافې اندازه عایدات ټولیږې.

۳- الخمس

خمس لغوې معنی پنځمه برخه ده او په اصطلاح کې له کفارو څخه په جنګ کې د نیول شویو غنیمتونو پنځمه برخه اسلامې حکومت ته ورسپارلو ته وایې.

دا چې د کفارو د کوم ځای د فتحې کولو وروسته مسلمانانو ته کوم غنیمتونه په لاس ورځې په دې کې پنځمه برخه اسلامي حکومت ته باید ورکول شې، نو د اسلامي حکومت یو له لومړنیو او اساسي عایداتو له سرچینو څخه د غنیمتونو پنځمه برخه ټولول دې.

۴- الجزیه

جزیه د جزا له لفظ څخه اخیستل شوی لفظ دی، په اصطلاح کې هغه مقدار روپیو ته وایې کوم چې د یوه غیرمسلم څخه اسلامي حکومت د ژوند او ملکیت د ساتلو په بدل کې اخیستل کیږې.
دا چي په یو اسلامي هیواد او خاوره کې غیرمسلم اوسیږې نو له دوی څخه جزیه ټولول ددوی د ژوند او مال ساتلو په بدل کې باید واخیستل شي،

له ښځو، کم عمره ماشومانو، سپین ږیرو، مریضانو، غریبو، سوالګرو، غلامانو، لیونیانو او راهبانو څخه باید جزیه وانه خیستل شې.

حضرت محمد (ص) د شخص په سر یو دینار یا څلور درهمه په کال کې جزیه ټاکلې وه خو بیا وروسته حضرت عمر فاروق (رض) جزیه زیاته کړه، حضرت عمر (رض) د د عایداتو (آمد) پر بنا جزیه وټاکله، له شتمنو یې څلور دیناره، له درمیانه سرمایه لرونکو یې دوه دیناره او له لږ سرمایه لرونکو یې یو دینار جزیه وټاکله.

نو اسلامي حکومت کولی شې چې خپل عایدات د غیرمسلمو څخه د جزیه په ټولولو زیات کړي.

۵- فدیه

کله چې په جهاد کې له کفارو څخه کوم جنګې، مجاهدین له ځانه سره بندې کړې نو د بیرته پریښودلو په صورت کې یې مسلمانان مجاهدین ترې فدیه اخلې، او د فدیې په بدل کې پریښودل کیږې.

د بدر له غزا وروسته د مشرکینو مشران چې له مسلمانانو سره بندیان شوې وو نو د فدیې اخیستلو په بدل کې پریښودل شو.

۶- نورې مختلفې منابع چي عاید ترې تر لاسه کیدای شې

د پورته ذکر شوو پنځو لویو لومړنیو اساسې منابعو تر څنګ لاندې ځینې نور منابع دې له کومو چې اسلامي حکومت کولی شې عایدات راټول کړې.

۱- ګمرک اخیستل

د لومړی ځل لپاره حضرت عمر (رض) له هغو تاجرو کفارو څخه لس فیصده ګمرک راټول کړل کومو به چې د مسلمانانو ځایونو ته مالونه راوړل او خرڅول به یې.
وروسته بیا له ذمي او مسلمانانو څخه ګمرک اخیستل شروع شو، له ذمي څخه به یې پنځه فیصده او د مسلمان څخه یې دوه نیم فیصده ګمرک اخیستل.

۲- د بیت المال په پیسو د کرل شوو ځمکو محصولات

۳- له ځینو سخیانو مسلمانانو له لورې بیت المال ته د خپل مال یوه برخه وقف کول.

۴- د اسلامي دولت له ځینو پرمختایې کارونو له لورې د عایداتو راتلل.

۵- د پیداشوو شیانو استعمال په هغه صورت کې چې کوم مدعی یې پیدا نشې.

۶- د مالک د نه پیداکیدو په صورت کې د غله څخه د غلا کړې مال اخیستل.

۷- د هغه شخص مال کوم چې میراث خور ونلرې او نه یې کوم وصیت کړی وي.

۸- د اسلامې حکومت له خوا د مرتد (له اسلامه اوښتې) شخص مال ضبطول.

۷- آیا اسلامي حکومت له خلکو څخه ټیکس اخیستلی شې؟

آیا یو اسلامي حکومت کولی شې چې د خلکو په سرمایې، د خلکو په آمد، په خرڅلاو ټیکس، په مال ټیکس راټول کړې؟ دا هغه سوال دی چې تر اوسه بې ځوابه پاتې، نه یې په اړه په قرآن کې کوم واضح حکم راغلی او نه په حدیثو کې چې یا دې واخیستل شې او یا نه.

بعضي خلک بیا وایې چې د زکات اخیستلو وروسته اسلامي دولت نشې کولی چې ټیکس (مالیه) راټول کړې خو بعضې بیا وایې چې د ضرورت په وخت کې اسلامي حکومت کولی شې چې د ټیکس راټولولو حکم صادر کړې او ټیکسونه ولګوې.

اکثره خلکو سره یوه ویره دا وې که اسلامي حکومت قایم شې مونږ به عایدات له کومې کوو نو ددوی لپاره زه د حضرت عمر فاروق (رض) د عایداتو اساسې او لومړنې منابع یادوم او د هغه (رض) خلافت ورته مثال ورکوم.

 د عمر (رض) په وخت کې عایدات دومره ډیر شو چې حکومت د خلکو کورونو کې واړه ماشومانو ته هم تنخاوې وټاکلې او عمر (رض) امر وکړ چې په غرونو هم غنم وشیندی چې چیرته مرغۍ د عمر (رض) په خلافت کې له لوږې مړې نشي.

لیکوال: ډاکټر محمد شریف چوهدري

ژباړن: اسدالله مبارز

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: