بېلابېل اسلامي لیکنېستونزې او حل لارې

د اسلام سپېڅلى دين د اروايي ناروغيو شفا دى

بشري وګړي اسلامي دين ته اړتيا لري، چې د دغه سپېڅلي دين په وسيله له ټولو اروايي ناروغيو څخه خوندي پاته شي. هر فرد ديني عقيدې په قوت د سالم فكر او د پاك روح څښتن وي او هم له قلبي او اروايي ناروغيو څخه د روغتيا لاري تعقيب كړي او د هغه لاري يوازي د حكيم خداى(ج) اوامر، مستحبات، فرايض، واجبات، حلال  او داسي نور ديني دستورات دي چي د بشر د اروايي، عقلي او عقيدوي ناروغيو لپاره د شفا مكملي نسخې وي چي له فساد، ظلم او ټولو ناوړو ناروغيو څخه يې ژغوري. هو، د طبيب د لارښوونو عملي كول ناروغ ته روغتيا ورپه برخه كوي. 
ډېر ځله داسي كېږي چي ناروغ د خپلي طبيعي غوښتني له كبله ډول_ ډول شيانو ته ميلان ښكاره كوي، خو طبيب ورته  د هغو د خوړلو اجازه نه وركوي چي د هغه په تاوان تمامېږي او څنګه چي طبيب د ناروغانو د علاج دوه ډوله دستورات ترسره كوي مثلا وايي چي دغه دوا وخوره او دغه مه خوره او په اړخ كي ورته د ځينو خوراكونو امر كوي او له ځينو ورته پرهېز وركوي، همدارنګه اسلامي دين دوه ډوله حكمونه لري چي يو يې اوامر او بل يې نواهي دى كوم شى چي د هغو تعميل ضروري او اوامر بلل كېږي او له كومو شيانو څخه چي ځان ساتل ضروري وي نواهي بلل كېږي نو په دې موخه بشري وګړو ته مصلحت او نېكمرغي هلته په برخه كېږي چي څنګه چي ځانونه له جسمي ناروغيو څخه د روغتيا موندنې په موخه  د بدني او جسمي طبيبانو په لارښوونو او درملني اړ ګڼي، همدارنګه دې خپل اروايي او معنوي دردونه هم د خپل حقيقي حكيم پاك خداى(ج) په پيروي علاج كړي او هر يو دې د پاكي او سپېڅلي عقيدې په رڼا كي د خپل نوي ژوند تامين او اخروي پانګي لاسته راوړي.
پايله دا چي انسان د دوو ځواكونو خاوند دى يو يې بدني قوه او بله اروايي قوه او څنګه چي بدن او د هغه بېل غړي ناروغ شي، همدارنګه اروا هم ناروغېږي او په دې توګه انسان له اخلاقي مفاسدو سره مخ كېږي او د دغو دواړو اړخونو د ناروغيو لپاره د شفا او صحت لاري موجودي دي.  مثلا د بدني ناروغيو لپاره د طب علم دى چي د هغه علم موضوع يوازي او يوازي انساني بدن دى،  چي د هغه د هر غړي او د هري ناروغۍ د درملني لپاره په كي ځانته درمل ښودل شوى دى، چې ډاكټران او پوهان وكړاى شي د طب پر بنسټ د جسمي ناروغيو په وړاند دوا وركړي او د ناروغ د روغتيا لپاره گټوري تمامي شي. همدارنګه د انسان د اروايي او اخلاقي افتونو د درمنلې لپاره د اخلاقو علم دى چې موضوع يې انساني اروا او عقلي مرضونه ټاكل شوي او اسلامي دين د اخلاقو داسي لوى او مهم جز بلل كېږي چي تول احكام يې اخلاق او انسان ته د اروايي، عقيدوي او عقلي ناروغيو د صحت لپاره ورته بشپړ درمل ښوول شوي او دغه پاك او سپېڅلى دين د اخلاقو ښه سرچينه ده چي د اروايي دردونو او نفسي ناروغيو علاج او درمل دى او د همدغه اسلامي سپېڅلي دين لوى رهبر حضرت محمد(ص)  دښو او لوړو اخلاقو څښتن، د اروايي پاكوالي او د نفسي ناروغيو د شفا لپاره رالېږل شوى او په دې موخه يې فرمايلي دي، ژباړه:  زه د دې لپاره مبعوث شوى يم، چې نيمګړي اخلاق بشپړ كړم،  همدارنګه له حضرت محمد(ص) څخه چا پوښتنه وكړه چي دين څه شى دى؟ هغه مبارك ورته وفرمايل: ښه اخلاق. په دې كي شك نه شته چي ټول ديني احكام تعبدوي وي او كه معاملاتي، واړه اخلاقي روحيه لري او د خلكو په كړنو او معاملاتو كي سمون راولي، نو پر دې اساس د ټولو رسولانو او په ځانګړي ډول د حضرت محمد(ص) په رالېږلو او د اسماني كتابونو په نزول كي يوازي او يوازي نيمائي علت د بشري اروا پاكي، د اخلاقي او اروايي ناروغيو اصلاح ده او تر هغه مهاله چي د انسان دغه عقيدوي ناروغۍ اصلاح نه شي د خداى(ج) د قربت او رحمت او د انساني تهذيب او ښه توب لامل نه شي ګرځېداى.
بشپړه او سمه اروا هغه ده چي د خداى(ج) په توحيد كي ثابت وي او پر ټولو احكامو يې يقين ولري. هغه اروا ويده ده چي د خداى(ج) له اوامرو څخه غافله او بې خبره وي، خو هغه اروا ويښه ده چي ژوند يې په علم كي وي او د خداى(ج) د اوامرو تسليمۍ او اطاعت ته چمتو وي، هغه اروا مړه ده چي په ناپوهۍ كي وي او له اسلامي عقيدې او عمل څخه مخالفه وي او هغه اروا  تل ژوندۍ وي چي اسلامي عقيدې ته تابع او له هغې سره سم لار تعقيبوي. په هر حال انساني اروا د بدن په څېر ناروغېږي، نو وړاندې تر دې چي د حيوانيت مرتبې ته ورسېږي او د انسانيت له درجې څخه ولوېږي بايد د هغه سلامتيا او ساتلو ته يې اقدام وشي، د پوهي خاوندان بايد فكر وكړي چي د انسان هر غړى د يوه ځانګړي كار لپاره پيدا شوى او د هر غړي مرض هم دا دى چي خپله خاصه وظيفه په بشپړه توګه تر سره نه كړاى شي، لكه سترګي چي د ليدلو لپاره پيدا شوي دي او كوم وخت چي ليد يې كم شي بايد درملنه يې وشي، يا ژبه  د ويلو او خبرو لپاره پيدا شوې ده، نو كه دغه كار ورڅخه وانه خيستل شي ناروغه ده، همدارنګه لاس و پښې او د انسان نور غړي.
زړه چي د انسان په بدن كي يو حساس غړى دى، د دې لپاره پيدا شوى چي علم او معرفت ته ځاى وركړي او د خداى(ج) د ميني او اسلامي ارشاداتو د معرفت لپاره مركز  وګرځي، چې د آسماني ډېوې په رڼا او د لوى خداى(ج) د ذكر او يادوني په خوند پوه شي چې په دې توګه تر مادي غوښتنو، نفسي خوندونو ته ترجېح وركړي او د قرآني ارشاداتو په فتوى چي فرمايي: ’پيريان او انسانان مې يوازې د خپل عبادت لپاره پيدا كړي‘پر دې اساس د انسان او د هغه د هر غړي د دندو  په تر سره كولو كي د نيوي او اخروي ډېري ګټي موجودي دي، د زړه په خلقت كي فايده او پوهه د لوى خداى(ج) او د حقايقو پېژندنه، د اروايي او اخلاقي فضايلو امتياز دى، البته زړه د غوښو يوه ټوټه او د انسان د سينې په چپ طرف كي مركزيت لري، له قراني او نبوي اخبارونو او تعبيرونو څخه دا څرګندېږي چي له  زړه څخه موخه انساني واقعيت او اروايي او عقلي قوه ده، چي له كبله يې انسان پر حيواناتو او نورو باندي ډېر لوړوالى لري. زړه هغه مركز دى چي د حكمت راټولول او د معرفت او كمال خپلوي، چې په دې موخه د انسان په غړو كي ډېر عالي مقام لري، ځكه چي زړه دغسي حساسه دنده لري او كه خپله دنده ترسره نه كړي، نو دغه زړه په رښتيا هم ناروغ دى. ټول خلك په دې ښه ترا پوهېږي چي تر نور مخلوق د انسان امتياز يوازي په خوراك او يا د جنسي غريزو، دغه راز د نورو ظاهري كارونو په واسطه نه دى، بلكي د بشر امتياز په دې كي دى چي د ټول عالم په كيفي او كمي حقايقو پوه شي او د ټولو اشياوو پيدا كوونكى يو سپېڅلى ذات (الله جل جلاله) وګڼي.
كه چېري څوك ټول شيان وپېژني، خو الله(ج) چي د ټول عالم د خلقت سبب دى ونه پېژني نو ده هيڅ شى نه دى پېژندلى او په هيڅ راز نه دى پوهېدلى، له خداى سره مينه، د حق تابع كېدل او د خداى(ج) د پېژندلو نښه ده او د خداى(ج) د پېژندلو نښه دا ده چي نړۍ او د هغې خوندونو ته تر لوى خداى(ج)  او د هغه د اوامرو تر تعميل ترجيح ورنه كړي او بې له خداى(ج) څخه بل محبوب ځان ته غوره نه كړي. څنګه چي مقتدر ذات فرمايي، ژباړه: اى محمده! ووايه كه چېري پلرونه، اولاد، خپلوان، ستاسو كورنۍ او هغه مالونه چي ترلاسه كړي مو دي او يا ځايونه چي د هستوګني لپاره مو غوره كړي ستاسي په نزد له مهربان خداى(ج) او حضرت پيغمبر او د حق په لاره كي له قربانۍ څخه زيات محبوب وي، نو د مرګ په انتظار كي واوسئ، ځكه چي تاسي ته ژوند په درد نه خوري او نه د ژوند نوم له تاسو سره ښايي، د مرګ په انتظار ځكه واوسئ چي د لوى خداى(ج) له محاسبې سره مخامخ شئ او د خپلو شومو اعمالو په كيف ورسېږئ.
لنډه دا چي هغه چا ته چي نړۍ او د هغې مظاهر تر مهربان خداى(ج) محبوب وي، نو هغه په رښتيا ناروغ دى او هر كله چي انسان د بدني ناروغۍ په وسيله د درد، ناآرامي او بېخوبۍ حس كوي او د علاج لپاره يې رنګارنګ اقدامات كوي، ښايي اروايي، عقلي او عقيدوي ناروغۍ او د هغو پايلي هم درك كړي او له علاج څخه يې غافل ونه اوسي. كه څه هم ډېر داسي منحرف كسان شته چي د ناپوهۍ له وجه خپلو اروايي ناروغيو ته پام نه كوي او كه ورڅخه پوښتنه وشي چي مرض دي څه شى دى؟ دوى وايي: سرطان، اسهال، تبه، د زړه درد، توبركلوز، او سردردي خو داسي نه وايي چي بخل، حسد، چغلي، بې عزتي، رشوت اخيستل،قماروهل، غيبت كول، د نورو پر حقه حقوقو په ډېري سپين سترګۍ او بې حيايۍ سترګي پټول او غصبول، پر پوهو، اهل كسانو او مشرانو ملنډي وهل او هغوى ته په بې عزتۍ او بې حرمتۍ سره كتل، سره له دې چي په انسان كي دا ډېر سخت عيبونه او ساري مرضونه دي، په دې چي نه يوازي د هغه شخص په تاوان تمامېږي بلكې د ټولني او د يوې منطقې د تباهۍ اسباب دي او څنګه چي د بدني او جسمي ناروغيو لپاره طبي مركزونو او معالجو كسانو ته اړتيا حس كېږي، همدا راز د اروايي ناروغيو د علاج لپاره ديني پوهانو او ديني احكامو او هداياتو ته اړتياوي شته.
عبدالولي شجاعت 

[irp][irp][irp]

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: