سیرت النبي لیکنې

د اسلام په لار کې د صحابه وو کړاوونه

د اسلام په لار کې د عمرفاروق رضي الله عنه  کړاوونه

 ابن عمر رضي الله عنه  وايي: زه ډير وړوکى وم؛ خو په خبره پوهيدم زما په ياد دي کله چې زماپلار مسلمان شو پوښتنه يې وکړه چې څوک په خلکو کې خبره ښه خپروي؟ يو چا ورته وويل: جميل بن معمرپه دې کارکې تربل هرچا تکړه دى، سهار وختي مې پلار ورغى نوموړي ته يې وويل: ته خبرنه يې چې زه مسلمان شوى يم او دمحمد صلی الله عليه وسلم  دين مې خپل کړى دى!؟ جميل ځواب ورنکړ؛ خو منډه يې کړه دمسجد حرام په دروازه کې ودريد نارې يې کړل: اى قريشو واورئ! د خطاب زوى (عمر) بې دينه شوى دى، ابن عمر رضي الله عنه  وايي:  عمر رضي الله عنه  په جميل پسې و او زه هم ورسره وم غوښتل مې وگورم چې پلارمې څه کوي، جميل چې دا خبره وکړه  عمر رضي الله عنه  وويل: دروغ وايي! زه بې دينه شوى نه يم بلکې د اسلام سپيڅلى دين مې خپل کړى دى، په دې خبره د کعبې خواوشا ته چې کوم ډلې-ډلې قريش ناست وو ټول راجمع شول او پر عمر رضي الله عنه  يې حمله وکړه،  عمر رضي الله عنه  هم دريغ ونه کړ او ښه کلکه مقابله يې پيل کړه؛ خو چې لمر راوخوت نور ستړى شو کښيناست او ويې ويل: څه موچې زړه غواړي کوئ يې؛ خو قسم دى چې يوځل زمونږ شمير درې سوه کسانو ته ورسيږي بيا به سره گورو، يا به تاسو له دې ځايه باسو او يا به مونږ درنه ځو بيابه سره گورو، ابن عمر رضي الله عنه  وايي: قريش له  عمر رضي الله عنه  نه گير چاپير را تاو وو چې يو سپين ږيرى سړى راغى پوښتنه يې وکړه وېل څه خبره ده؟ خلکو ورته وويل: عمردى د پلار- نيکه دين يې پريښى دى، سپين ږيري ورته وويل: څه يې کوئ؟ يو سړى چې ځانته يوشى غوره کړي ستاسويې ورسره څه؟ که تاسو ده ته څه تاوان ورسوئ څه فکر کوئ چې بنو عدي به مو پريږدي؟ ځئ! دى پوه شه کار يې پوه شه! ابن عمر رضي الله عنه  وايي: د سپين ږيري په دې خبرو مې له پلاره خلک داسې لرې شول لکه يوچانه چې څادرلرې کړې، بيا چې کله مونږ مدينې ته هجرت وکړ يوه ورځ مې له پلاره پوښتنه وکړه چې هغه سپين ږيرى سړى -چې يمني څادر يې اغوستى و او خلک يې له تانه وشړل- څوک و؟ راته يې وويل: هغه د (عمرو رضي الله عنه  پلار) عاص بن وائل سهمي و.

[irp][irp][irp]

بلال، او د سرو شگو داغونه

ابن مسعود رضي الله عنه  وايي: د مسلمانانو لومړنۍ اووه کسيزې ډلې چې کله د اسلام اعلان وکړ مشرکانو له رسول الله صلی الله عليه وسلم  اوابوبکرصديق رضي الله عنه  پرته نور پنځه تنه، عمار بن ياسر او مور يې سميه، مقداد ، صهيب او بلال رضي الله عنهم  يې را وستل وسپنيزې زغرې ورواغوستې او په گرمو شگو يې لمر ته څملول، له ډيرې شکنجې وروسته څلورو تنو په ښکاره د کافرانو خبره ومنله؛ خو بلال رضي الله عنه  د الله پاک  د دين له پاره د هيڅ ډول تعذيب او شکنجې پروا ونه کړ اوتراخره په خپله خبره ټينگ ولاړ و، دا چې نوموړى يو مساپرغلام و؛ نوکافرانو خپلو ماشومانو ته په لاس ورکړ چې د مکې په کوڅو کې يې وگرځوي او ډول ډول تعذيبونه يې ورکول؛ خو دبلال په خوله يواځې دا کلمه وه چې: احد! احد! احد!…. رسول الله صلی الله عليه وسلم  او ابوبکرصديق  رضي الله عنه  الله پاک د ابوطالب او قوم په مټ وژغورل.

مجاهد رحمه الله  په خپل روايت کې وايي: له پوره ورځې تعذيبولو وروسته ابوجهل لعين نيزه په لاس راغى اودغو مظلومو صحابه کرامو ته يې ډيرې سپکې وکړې او په مرگ يې وگواښل.

نوموړى په يو بل روايت کې وايي: مشرکانو د بلال  رضي الله عنه  غاړې ته رسۍ واچوله او ټوله ورځ به يې دمکې په لارو گودرو کې ځغلاوه.

 عروه بن زبير رضي الله عنه  وايي: بلال رضي الله عنه  د بنوجمح قبيلې ديوې ميرمنې غلام و کله چې مسلمان شومشرکانو به راوست په گرمو شگو به يې څملاوه او په خيټه به يې ورته غټ غټ کاڼي کيښودل چې ملايې وسوځي او له اسلام نه واوړي؛ خو بلال به بيا هماغه د يو الله (احد) چغې وهلې، يوځل ورقه ابن نوفل (د  خديجې  رضي الله عنها  د کاکا زوى چې لايې په ښکاره د اسلام اقرار نه و کړى ) په لاره تيريده د بلال حال يې چې وليد ورته ويې ويل: بلاله! احد احد ته دوام ورکړه او بيايې مشرکانو ته وويل: قسم دى چې تاسو دى ووژنئ زه به يې قبردبرکت اورحمت ځاى وگرځوم.

نوموړى په يوبل روايت کې وايي: اميه به بلال رضي الله عنه  ته ډير تکليفونه ورکول يوه ورځ  ابوبکرصديق  رضي الله عنه  په لاره روان و بلال ته يې چې وکتل اميه ته يې مخ ور واړو ويل له خدايه وويريږه  دامسکين نور مه ځوروه! اميه ورته وويل: دى خوستا له لاسه دې حال ته را ورسيد اوس يې نوغم وخوره، ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: ډيره ښه ده! ما سره يوحبشي غلام دى -چې له ده نه تکړه اوستاسوپه دين دى- زه به هغه تاته درکړم ته بلال ماته راکړه، اميه ويل زما خوښه ده، ابوبکرصديق  رضي الله عنه  بلال د تل له پاره له غلامۍ خلاص کړ اومکې څخه له هجرت نه وړاندې نوموړي شپږ نور غلامان د اسلام راوړلو له امله ازاد کړل.

[irp][irp][irp]

ابن اسحاق رحمه الله  په خپل روايت کې وايي: اميه به بلال رضي الله عنه  په ټکنده غرمه کې له کوره را ويوست او په گرمو شگو به يې څملاوه بيا به يې په خيټه غټ غټ کاڼي ور کيښودل او ورته ويل به يې: يا به دې ووژنم او يابه دې بيرته لات اوعزاته را اړوم؛(خو بلال،بلال و….!) له احد پرته يې بل تورى په خوله نه راوړ.

 عمار بن ياسر رضي الله عنه  د بلال رضي الله عنه  په هکله څوشعورنه ويلي دي،دلته  ابوبکرصديق رضي الله عنه  ته د ازاد (عتيق) نوم ورکړل شوى (يعنې له دوزخ څخه ازاد، دا نوم پرې يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  يايې خپلې مورپرې ايښى و).

جزى الله خيراً عن بلال و صحبه * عتيقاً وا خزى فاكها و ابا جاهل

ژباړه: الله دې عتيق ته د بلال او ملگروله امله نېکه بدله او ابوجهل او فاکهه دې رسوا کړي.

عشيـة همـا فـى بـلال بسوء * و لم يحذراما يحذر المرذوالعقل

ژباړه: د بلال هغه غمجنه شپه به هيره نکړم

چې دوى ترې هغه ربړونې ونه دريغولې چې هوښياران ترې ځان ساتي.

بتـوحـيـد رب الانـام وقـولـه * شهد ت بان الله ربي على مهل

ژباړه: دا يواځې له دې امله چې بلال به په ډاډمن زړه د يوالله گواهي کوله.

فان يقتلوني يقتلوني فلم اكن * لاشرك بالرحمن من خفيفة القتل

ژباړه: (او ويل به يې) که مې وژني ومې دې وژني

زه د مرگ له ويرې رحمان  جل جلاله  سره څوک نه شريکوم.

فيارب ابراهيم و العبد يونس * وموسى و عيسى نجنى ثم لاتبتل

ژباړه: اى د ابراهيم او بنده يونس او موسى او عيسى ربه! نور مې له ازمايلو وژغوره.

لمن ظلم يهوى الغنى من آل غالب * على غير بركان منه و لا عدل

ژباړه: د “غالب” په ټبر، په هغو خلکو چې بې لارې غواړي

او مه مې د هغوى په بدانو او بې انصافو ازمايه.


عماربن ياسر ، اوموريې داسلام لومړنۍ شهيده

 جابر رضي الله عنه وايي:عمار رضي الله عنه  اوکورنۍ يې داسلام له امله ډيرکړاوونه وگالل رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې وليدل ورته ويې ويل: د عمار او ياسر کورنۍ! تاسوته دې د جنت زيرى وي.

 عثمان  رضي الله عنه  وايي: زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره د بطحاء په شگلنه ځمکه روان وم گورو چې عمار بن ياسر رضي الله عنه  له مور و پلار سره يوځاى په شگلنه ځمکه څملول شوي او د کافرانو له خوا ډول ډول تعذيبونه ورکول کيږي، د عمار رضي الله عنه  پلار چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وليد ويل: يارسول الله! ټول عمربه همداسې کيږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: صبرکوئ! بيايې دعا وکړه وېل: خدايه! د ياسر کورنۍ وبخښې او ضرور به دې بخښلې وي.

عبدالله بن جعفر رضي الله عنه  وايي: عمار رضي الله عنه  او پلار و مور ته يې د الله د دين له امله ډير تکليفونه ورسيدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: د ياسر کورنۍ صبر وکړئ! د ياسر کورنۍ صبر کوئ! ځکه چې الله پاک   وعده کړې ده چې تاسو ته به جنت درکوي.

ابن الکلبي رحمه الله  په خپل روايت کې وايي: عمار، مور يې (سميه رضي الله عنها ) پلار يې (ياسر رضي الله عنه ) او ورور يې (عبدالله رضي الله عنه ) د اسلام په جرم تړل شوي وو لعين ابوجهل چې راغى سميه رضي الله عنها  يې په شرمگاه کې په خنجر ووهله او شهيده يې کړه، ياسر رضي الله عنه  هم په شکنجوکې سا ورکړه او عبدالله  رضي الله عنه  په غشي وويشتل شو.

امام احمد رحمه الله  دمجاهد رحمه الله  له خولې ليکي: د اسلام لومړنۍ شهيده د عمار رضي الله عنه  مور وه چې د ابوجهل لعين په لاس شهيده شوه.

ابو عبيده بن محمدبن عمار رحمه الله  وايي: مشرکانو عمار بن ياسر رضي الله عنه  دومره شکنجه کړ چې آخريې د هغوى د خدايانو ستايلو ته اړ يوست، نوموړى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته راغى هغه صلی الله عليه وسلم  پوښتنه ترې وکړه چې څه درباندې تيرشول؟ عمار رضي الله عنه  ورته وويل: يارسول الله! ډير بد وشول، دې خلکو خو زه دومره ووهلم چې آخر يې ستاسو په شان کې گستاخۍ او د هغوى د خدايانو ستاينې ته مجبورکړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: په زړه کې دې څه دي؟ عمار رضي الله عنه  وويل: يارسول الله! زړه خو مې په ايمان ډاډ من دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: چې داسې ده؛ نو که بيا يې ونيولې بيا هم په همدې ډول ځان ترې خلاصوه.

ابوعبيده رحمه الله  دخپل پلار(محمد بن عمار) له خولې په يو روايت کې وايي: عمار رضي الله عنه  چې راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته په ژړا شو، هغه  صلی الله عليه وسلم  په غيږ کې ونيو وښکې يې ورپاکې کړې او ورته ويې فرمايل: خير دى! له دومره غوپو او تعذيبونو سره-سره چې تا په زړه کې ايمان ساتلى و او يواځې په خوله دې فلانۍ فلانۍ خبره کړې ده، هيڅ پروانه کوي، که بيا يې ونيولې بيا همدا سې ورته وايه.

عمرو بن ميمون رحمه الله  وايي: مشرکانو عمار رضي الله عنه  د اسلام په جرم اورته اچولى و رسول الله صلی الله عليه وسلم  چې ورته راغى مبارک لاس يې په سر ورکيښود او ويې ويل: اى اوره! د عمار له پاره داسې يخ او سلامت شه لکه ابراهيم  عليه السلام  ته چې شوې وې، بيايې عمار  رضي الله عنه  ته وويل: ته به د يوې باغي ډلې له لاسه شهيد کيږي.

د خباب بن ارَت رضي الله عنه تکليفونه

شعبي رحمه الله  وايي: يوځل خباب بن ارت رضي الله عنه  راغى نو عمر رضي الله عنه  له ځان سره په خپل ځانگړي ځاى کښيناوه بيايې ورته وويل: پردې ځاى له يوه تن وروسته بيا ترتاڅوک زيات دناستې حق نه لري، خباب رضي الله عنه  پوښتنه وکړه چې هغه کس څوک دى؟  عمر  رضي الله عنه  ورته وويل: بلال، خباب رضي الله عنه  ورته وويل: زه تربلال هم لومړى يم ځکه چې کله مونږ د اسلام اعلان وکړ او مشرکانو تعذيبونه راکول هغه وخت بلال  رضي الله عنه  له داسې خلکو سره و چې څه نا څه به يې له شکنجو بچ ساته يواځې زه هغه څوک وم چې هيچامې پوښتنه نه کوله، زما هغه وخت هم په ياد دى چې کافرانو اور بل کړ او زه يې پرې څملولم بيايو کافر را وړاندې شو زما په سينه پاس ودريد، راوي وايي: خباب  رضي الله عنه  چې  عمر  رضي الله عنه  ته خپلې ډډې ورښکاره کړې د برص د داغونو په ډول نښې پرې لگيدلي وې ويل په دغه شامې ځان له مرگه ژغورلى.

نوموړى په يو بل روايت کې وايي:  عمر رضي الله عنه  له خباب رضي الله عنه  نه د هغوتکليفونو پوښتنه وکړه چې دکافرانو له لاسه يې گاللي وو، خباب رضي الله عنه  ورته وويل: ته زماشا وگوره پخپله به پوه شې،  عمر رضي الله عنه  يې چې شاوکته حيران شو ويل دا ولې؟ خباب  رضي الله عنه  ورته وويل: يو ورځ کافرانو اور بل کړ زه يې دشاپه تخته پرې څملولم نوهغه اور زما د شا په وازدو مړ شو.

ابي ليلى کندي رحمه الله  وايي: يوه ورځ  عمر رضي الله عنه  خباب رضي الله عنه  ځان سره نږدې کښيناوه او ورته ويې ويل: دا ځاى له عمار بن ياسر نه وروسته ستادى، بيا يې د نوموړي د شا هغه داغونه وکتل چې د کافرانو د شکنجو له امله پرې لگيدلي وو.

 خباب رضي الله عنه  پخپله په يو روايت کې وايي: زه يو وخت لوهار وم عاص بن وائل ته مې کار کړى و؛ خو پيسې يې پاتې وې بله ورځ ورغلم خپل حق مې ترې وغوښت؛ نو راته يې وويل: ترڅو چې له محمد ( صلی الله عليه وسلم ) نه وانه وړې قسم دى که دې پور درکړم، ما ورته وويل: والله چې مړشې که زه له محمد صلی الله عليه وسلم  نه واوړم! راته يې وويل: بيا نو چې زه مړشم او بيرته را ژوندى شم بيا راشه هلته به ما سره ډير مال و اولاد وي پور به دې بيا هلته درکړم، الله پاک  دا اياتونه را نازل کړل:

أَاطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِندَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا .كَلاَّ سَنَكْتُبُ مَا يَقُولُ وَنَمُدُّ لَهُ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا .وَنَرِثُهُ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًا [مريم ۷۷-۸۰]

ژباړه: ايا هغه کس دې وليدو چې زموږ له اياتونو انکار کوي او وايي چې ماته خو به مال- اولاد همداسې راکول کيږي. ايا هغه له غيبو خبرشوى که له رحمان نه يې څه لوز اخيستى؟ هيڅکله داسې نه ده! موږ هغه څه ليکو چې دى يې وايي او هغه ته به عذاب لا ور زيات کړو. او څه چې دى يې يادوي هغه به مو ږ ته راپاتې او ايکي يوازي به راځي.

نوموړى په يو بل روايت کې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  دکعبې سيوري ته ناست و څادرته يې تکيه کړې وه، زه چې دکافرانو له ظلمونو ډير په تنگ شوى وم؛ نو ورغلم ورته ومې ويل: يارسول الله! الله پاک  ته سوال نه کوې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  سمدلاسه راکښيناست مبارک مخ يې سور شو او ويې فرمايل: له تاسو وړاندې داسې خلک تيرشوي چې په وسپنيزو ږمنځو به ترې د بدن غوښې او پوستکي توږل کيدل او هډوکې به يې ښکاريدل؛ خو بيا به هم په خپل دين کلک ولاړ وو، بيايې وويل: الله  جل جلاله  به هرو مرو دا دين پوره کوي تردې چې يوسړى به له ”صنعاء“ نه تر”حضرموت“ پورې مزل کوي او د الله جل جلاله  ، او شرمښ پرته -چې وزو ته يې تاوان ونه رسوي- دبل هيچا ويره به نه لري. تاسو خو يې ډير ژر غواړئ!

[irp][irp][irp]

د ابوذر غفاري رضي الله عنه کړاوونه

ابن عباس رضي الله عنه  وايي: ابوذرغفاري رضي الله عنه  چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له پيغمرۍ خبر شو خپل يو ورور يې مکې ته وليږه چې حال يې راوړي، هغه ورغى د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په مجلس کې کښيناست خبرې يې واوريدې بيرته ابوذرغفاري رضي الله عنه  ته ورغى ويل هغه د ښو اخلاقو لارښوونه کوله او يو شعري کلام يې اوراوه، ابوذر ورته وويل: ما چې څه غوښتل هغه دې را نه وړل؛ نو پخپله روان شو مکې ته چې ورسيد په مسجد حرام کې کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پلټنه وکړه؛ خو دا چې هغه  صلی الله عليه وسلم  يې نه پيژانده نوبيايې نه موند اودايې هم ښه نه گڼل چې له چا نه پوښتنه وکړي، ټوله ورځ وگرځيد چې ماښام شو د مسجد حرام په يو کونج کې يې خپلې بسترې ته ډډه ووهله، دمگړى  علي رضي الله عنه  راغى چې ويې کتل پوه شو چې د بل وطن مساپر دى؛ نوځان سره يې کورته بوت او پوښتنه يې ترې ونه کړه چې په څه موخه راغلى يې نه هم ابو ذر ورته څه وويل، چې سهار شو رخصت يې کړ ابوذر بيا مسجدحرام ته ورغى او ټوله ورځ يې تيره کړه؛ خو رسول الله صلی الله عليه وسلم  يې بيا نه موند ماښام بيا علي  رضي الله عنه  هماغه ځاى ته ورغى گوري چې هماغه ميلمه بيا ناست دى ويل داسړى تراوسه خپلې موخې ته نه دى رسيدلى؟ نوبيايې له ځان سره بوت او داځل يې هم پوښتنه ترې و نه کړه، په دريمه شپه يې بيا راوست؛ نوداځل يې له ډوډۍ خوړلو وروسته پوښتنه ترې وکړه چې وروره! که راته ووايي چې دڅه له پاره راغلى يې؟ ابوذر ورته وويل: په دې شرط درته وايم چې رښتيا به راته وايې اولاره به راښيې،  علي  رضي الله عنه  ورته وويل: سمه ده، ابو ذر ورته وويل: زه خبر شوى يم چې په مکه کې يو رسول الله صلی الله عليه وسلم  پيداشوى دى؟  علي رضي الله عنه  ورته وويل: هو! دا خبره رښتيا ده او هغه د الله پاک  ريښتونى پيغمبر دى چې سهار شي داسې به وکړو چې زه به مخکې يم او ته به را پسې يې ور به دې ولم؛ خوگوره که ما په لاره څه خطرليد زه به درنه د جوابچي به پلمه څنگ ته کيږم؛ خوته وړاندې ځه بيا چې زه کوم کورته ننوځم ته هم هلته راځه، سهاريې په همدې ډول ابوذر رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وروست، نوموړي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبرې واوريدې سمدلاسه مسلمان شو، دڅه وخت تيرولو وورسته رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: اوس نو لاړ شه خپل قوم ته دغه ټولې خبرې ور ورسوه او بيا چې زه حال درکړم را به شې! ابوذر رضي الله عنه  وويل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په قبضه کې دى! زه به د ټولو کافرانو په وړاندې د اسلام اعلان کوم، را ووت اوپه مسجد حرام کې يې په لوړغږ د شهادت کلمه وويله، مشرکانو چې دا غږ واوريد پرې را ټول شول را څېملاوه او ډير سخت يې وډباوه.

 عباس رضي الله عنه  چې وليد ورمنډه يې کړه ځان يې پرې واچاوه ويل خداى مو ووهه ! تاسو خبرنه ياست چې دادهغه قبيلې (غفار) سړى دى چې تاسويې په لاره شام ته تجارتي قافلې تيروئ؟ ابوذر رضي الله عنه  يې راپورته کړ اوله ځان سره يې بوت، سباچې عباس  رضي الله عنه  بيا مسجد حرام ته راغى گوري چې کافران بيا په ابوذر  رضي الله عنه  را ټول دي او وهي يې؛ نوبيا يې ترې خلاص کړ.

د صحابه وو ژوند-
ليکوال: مولنامحمد يوسف کاندهلوي رحمه الله
ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: