بیولوژي

د اقلیمي چاپیریالونو / استوګنځایونو ارزښت

 

د اقلیمي چاپیریالونو پالنه او ساتنه:

له دې کبله چې نړۍ زمونږ او د نباتاتو او ژوو د زیاتو نورو ډولونو ګډ کور دی، مونږ باید د خپلو کړنو عواقبو ته پام وکړو. د تیرو څو لسیزو په لړ کې، د انسانانو ورځ تر بلې ډېرېدونکي فعالیت په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې ډېری طبیعی چاپیریالونه/استوګنځایونه له  منځه وړی یا یې ککړ کړی دي. دا ډېره مهمه ده چې د اقلیمي چاپیریالونو ټول ډولونه وساتل شي، ځکه هر یو یې د موجوداتو د یو زیات شمیر بې جوړې ډولونو  استوګنځای/کور دی. خو د یو شمیر اقلیمي چاپیریالونو لکه ځنګلونو او اوبلنو ځایونو څخه دوامداره  ګټه اخیستنه ممکن زیاتې جدي ناوړه اغیزې/پایلې ولري.

ځنګلونه مهم دي ځکه چې هغوی په نړۍ کې د تر ټولو متنوع ژوندیو موجوداتو استوګنځی دی.  پدې اقلیمي چاپیریالونو کې نامعلوم ممکنه/بالقوه درمل او څو زره نا لیدلي او ناموندلي (نامکشوف) موجودات شتون لري. همدارنګه، ځنګلونه د نړیوال اقلیم د ساتنې

ظرفیت لري، ځکه نو د هغوی له منځه وړل ممکن په نړیوال اقلیم کې د سترو بدلونونو لامل شي.د لرګیو وهلو ډېر قدیمي/زاړه  طبیعی ځنګلونه تش کړیدي. کورونو، کاغذ او د لرګیو محصولاتو یا تولیداتو ته لوړې تقاضا د ځنګلونو ساتنه له پامه غورځولې ده.  پدې وروستیو کې خلک پدې پوه شویدي چې د لرګیو وهلو ډېری ځنګلونو خالي کړیدي. له ځنګلونو څخه سمه استفاده او د ونو د بیا کښینولو هڅو ددې ځایونو د خالي کیدو د سوکه والي سره مرسته کړېده.

ګرمسیره یا حاره یي ځنګلونه په ځانګړې توګه په لاتیني امریکا کې، د چارتراشو په توګه د استفادې، د قطع کولو او سوځولو له لارې د کرنیزو ځمکو د رامنځ ته کولو، او په صنعت کې د کارولو یا د څړځایونو لپاره د یکسره وهلو له خطر سره مخ دي. د خوښې محصولاتو/تولیداتو ته زمونږ مخ په زیاتیدونکې تقاضا ددې پیښو لامل شوېده. کلونه کیدل چې د ځنګلونو له منځ وړل په چټکې سره روان وو. د نړۍ د اصلي حاره یي ځنګلونو له نیمایي زیاته برخه لا د مخه له منځه تللې ده. دې ګټې اخیستنې ته عامه پاملرنې مرسته کړېده ترڅو دا ستونزه تر یوه بریده را کمه شي، که څه هم پدې برخه کې اوس هم ډېرې ننګونې شته دي.

 اوبلن اقلیمي چاپیریالونه  احتمالاً تر ټولو مهم اقلیمي استوګنځایونو دي. د هغوی اصلي وسیله یعنې اوبه یوه عمده طبیعی سرچینه ده. اوبه د ژوند بنسټ دی، د ژوند سره مرسته کوي، او بې شمیره موجودات ټول ژوند یا د ژوند‌‌‌ یوه برخه په اوبو کې تیروي. د تازه اوبو اقلیمي چاپیریالونه مونږ ته د څښاک، او کرنیزو توکو ته د خړوبولو اوبه برابروي. د نړۍ سمندرونه پر نړیوال اقلیم آن له ځنګلونو څخه زیاته اغیزه لري. اوبه د ګرمۍ په وړاندې لوړ ظرفیت لري، او لدې کبله چې ځمکه تر ډېره په اوبو باندې پوښلې ده، د ځمکې د فضا د تودوخې درجه نسبتاً ثابته ساتل کیږي، او د ژوند امکان برابروي. د اقلیم د ساتنې د ظرفیت سربیره، سمندرونه څو میلیارده فتوسنتیزي سمندري موجودات لري چې د ځکه په سر د پیښیدونکي فتوسنتیز (د لمر یا نوري انرژۍ پواسطه د خواړو د ارګانیزمونو جوړول) ډېره برخه جوړوي. له دوی پرته ممکن د نړۍ دومره لوی نفوس او د څارویو پیچلي ژوند ته د زمینې د برابرولو لپاره کافي آکسیجن شتون و نلري.

د تازه اوبو اقلیمي چاپیریالونه عمدتاً د ککړتیا څخه زیانمن شویدي. د ښورې او نورو فضله موادو درلودونکې (د باران او واورې) بهیدونکې اوبه، او د صنعتي توکو اشغال سیندونو، ډنډونو، او جهیلونو ته بهیږي، او هلته له حد څخه زیاته د اوبړیو یا الجیانو د چټکې ودې لامل کیږي. کله چې دا الجیانو مړه شي، به اوبو کې مړه عضوي مواد راټولیږي. دا اوبه له کاره غورځوي، او ډېری هغه ارګانیزمونه (حیه یا ژوندي موجودات) چې هلته اوسیږي، وژني. سختو قوانینو ددې بې سنجشه  یا بې فکره ککړتیا د سوکه والي سره مرسته کړېده.

خورا زیاتې ماهي نیونې او ککړتیا سمندرونه د ناوړه ایکولوژیکي پېښو د ګواښ سره مخ کړېدي. د صنعت اړوند هغه چاپیریال ککړوونکي چې سمندرونو ته د بهیدونکو اوبو په اوږدو کې غورځول کیږي زیات سمندري استوګنځایونه له کاره ایستلي دي. بیا هم د سمندري اقلیمي چاپیریالونو یا استوګنځایونو د لا زیاتې ورانۍ څخه د مخنیوي په موخه له سختو قوانینو څخه استفاده شوېده.

زمونږ د کړنو د عواقبو په اړه خلکو ته د پوهاوي د ورکړې له لارې مونږ کولای شو چې د ځمکې د طبیعی استوګنځایونو د ساتنې د څرنګوالي په اړه غوره پوهاوی ترلاسه کړو. هغه سیمې چې تر ټولو زیاتې له منځه تللې، هیڅکله به هم خپلې پخوانۍ بڼې خپلې نکړي، خو د هغوی پالنه/ساتنه به له لازیاتې ورانۍ څخه د هغوی د خوندیتوب سره مرسته وکړي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: