اسلام مشاهیرعلماء، مجتهدین او فقهاء

د امام اعظم صاحب ابوحنیفه ژوندلیک

د امام اعظم صاحب ابو حنیفه لنډه ژوند پېژندنه :

د امام اعظم صاحب کنیه (ابو حنفه ) نو م ئي نعمان ابن ثابت ابن زتا ابن مرزوبان دی . د ابو حنیفه شاګردانو ورته امام اعظم صاحب لقب ورکړی او په دغه لقب سره ئي تل یاداوه. دابوحنیفه نیکه «زتا » ئي هغه مهال  چي عربو افعانستان و نیوی دکابل دشمال  د شل کیلومترۍ څخه په مریي توب له ځانو سره کوفې ته بېولی اوهلته  وروسته له څه مهاله مسلمان سوی او عربو ازاد کړیویکیپېدیا . ابوحنیفه ( ۷۷ کاله ) وروسته تر هجرت په کال ( ۶۹۹ م ) کي په کوفه کی زېږېدلی دی. او په کال ( ۷۶۷ م) کي په بغداد کي وفات سوی دی .  دبغداد دعباسیانو دخلیفه له خوا بندي سوی دی او په بندي خاني کي د ( ۶۸ ) کلو په عمر مړ سوی دی .  ویل کېږي، چي په بندیخانې کي دعباسیانو د خلیفه په امر زهر ورکړه سوي وي  اوشهید سوی وي.

امام اعظم صاحب  په ماشو توب کي پلار مسجد ته استاوه او هلته ئي قران کریم له یادو زده کړی، چي دروژې په میاشت کي ئي د کلام مجید ختمونه کول . وروسته تر هغه ئي  ( علم الکلام ) زده کړ او تل به د بحث لپاره بصرې ته تی .  امام عظم صاحب د خپل بحثو په خاطر په بصره کي  ډېر نامتو سو خو په علم الکلام کي ډېر بحثونه راتله، چي یو عالم به بل علم په بحث کي بندرا وسته، چي په پای کي به ئي کفر ته ودراوه، چي دغه کار امام اعظم صاحب نه خوښاوه . ابو حنیفه (رح) له دغه مناظرې څخه ځان و ایست، دا ځکه چي د«علم الکلام »خلک بې پروا او دهیڅ شي ‎   پروا ئي نه لرله په نظر هم  نه ورتله، تر هغه چي د دین پروائي هم نه لرله، نو امام اعظم صاحب له دغه کاره مخ واړه  وه او مخ ئي و (علوم اسلامي ) ته کړ . چي علوم اسلامي هغه مهال و (قران زده کړه د«تفسیراوتاءویل سره»،د حدیثو علم او فقه ) ته ویل کېده . ابوحنیفه (رح) فقه پر حماد ابن ابي سلیمان باندي پیل کړه . تر هغه مهال ئي فقه پر حماد وویل، هغومري چي د حمادزده وه . په مکې منورې کي ابوحنیفه ( ر ح) د  عطا ابن ابي  دباج  څخه ئي هم د حدیثو زده کړه کړې ده .

حماد ابن ابي سلیمان پر ابوحنیفه (رح) باندي دومره ګران وو، چي دخپل زوی نوم ئي حماد کښېښود . ابو حنیفه ( رح) خپل شاګردان له (علم کلام) بحث او مناظرې څخه منعه کړه . د ده زوی حماد له خپله پلاره وپوښتل، چي تا خپله په کلام بحث او مناظره کوله او اوس موږ منع کوي .  ده ورته وویل : ما هغسی مناظره کوله، چي خدای (ج)مي حضور باله، چي په بحث کي زما مقابل  ونه لخشيږي او خطا ونه کړي . نو دا کار و تاسو ته ستونز من دی . نو ښه به دا وي، چي د بحث او کلام څخه ځانونه ګوښه کړۍ دا ځکه چي اصحابو هم نه غوښتل .

دامویانو د خلافت پر مهال، کله چي ابو مالک بن مروان خلیفه وو؛ ابو حنیفه (رح) ته د خلیفه له خوا ډېر تهدیدي وړاندیزونه د بغداد د قاضي په توګه چي ولاړ سي، ورته سوي، خوده نه دي منلي . ابوحنیفه (رض)په کوفه کي اوسېده او بډا ژوند ئي درلود. روپو ته ئي اړتیا نه وه . ابو حنیفه ( رض ) د تابعینو څخه وو .  ابو حنیفه ( رح )  ( ۵۵ ) حجه کړي دي . امام اعظم صاحب پخپل ځوانۍ کي  ئي د علم زده کړي ته مخ کړی وو او « اسلامي علوم » ئي سر ته رسولي وه .  ده  تر (۸۰) ډېر فقهي او د حدیثو استادا ن درلوده ۹۶مخ امام اعظمچي د څو نومان ئي دلته لیکم .

بېله حماد ابن ابي سلیمان نور  په فقه کي استادان لکه : شیخ کوفه د مړیني کال ( ۷۳۳ –  ۷۳۲ م)، د کوفې قاضي محارب ابن  دثار د مړني کال  ( ۷۳۴ )، سمک ابن حربي د مړني کال ( ۷۴۰ )، محدث عطیه ابن سعد د مړني کال
( ۷۱۱ )، ابراهیم ابن محمد متشر، حارث ابن عبدرحمن همداني، عاصم ابن کلیب او دغسي نور ډېر علماچي ابو حنیفه ( رض) فقه ځني زده کړې ده . په مکه معظمه کي ئي د ځینو عالمانو او محدیثینو څخه حدیث زده کړي دي . چي د یو څو عالمانو نومان دلته اخلم :  عمر ابن دینار د مړني کال ئي ( ۷۴۳ )، مجاهد ابن جبیر د مړني کال ئي (۷۲۱)، عطا ابن رباح  د مړني کال ئي (۷۳۳)  او نور دغسي ډېر . ۹۶ مخ امام اعظم  « ویکي پېدیا»  ښیي، چي ابوحنیفه(رض) د «۶۰ تو» اصحابو څخه په نیغه په مکه معظمه کي حدیث زده کړي دي .

امام عظم صاحب کوفه  د خپل فقي د علم پلاز مېنه ګڼله . امام عظم صاحب په حدیثو او تفسیر کي د قران کریم پخپل وخت او زمان کي سیال نه لاره او تراوسه ئي هم سیال نه لري .
ابو حنیفه (رض) په مدینه کي داهل بیتو سره مخامخ سوی دی .د حضرت علی ابن ابوطالب د نمسي سره محمد ابن علی ابن حسن چي لقب ئي
«باقر »وو مجلس کړی دی .  محمد ته په دې لامل باقر وائي، چي دی په علم کي ډېر ترمخ وو؛ حدیث ئي زده وه او قران ئي ډېر ښه زده وو. د امام باقر زېږېده په کال ( ۶۷۶ م) او مړینه ئي په کال (۷۳۲م) او په بل روایت ئي د مړني کال ( ۷۳۵ ) بولي .  کله چي ابو حنیفه د امام باقر سره مخامخ کېږي په دغه مهال کي ابو حنیفه ( ۳۴ یا ۳۷) کلن وو . امام عظم صاحب په دغه ځوانۍ کي خپل د « قیاس » دا صولو شهرت  درلود.

کله چي امام باقر (رض ) د ابوحنیفه (رح) سره مخامخ سو؛  امام  د ابوحنیفه (رض) څخه پوښتي، چي ته هغه څوک ئي، چي په قیاس زما دجد دین  اوحدیثو ته بدلون ورکې؟ ابو حنیفه (رض ) ورته وائي : « خدای (ج) مي دي له دي کار وژغوري . » امام باقر (رض) ورته وائي، چي په حقیقت کي دي بدلون ورکړی دی! ابو حنیفه (رح) و امام باقر  (رض) ته وائي : ته خپل پر ځای کښېنه او زه خپل پر ځای کښینم . کله چي ستا دجد په وخت کي اصحابو و ده ته  احترام لاره هم هغسي احترام زه اوس تا ته لرم .کله چي امام پر خپل ځای کښېناست؛ ابو حنیفه ئي هم چارزانو تر څنګ  کښېناست او ورته ئي وویل :
( زه ستاسو څخه درې پوښتني کوم ځواب ئي راکړۍ! ( راته ووایاست ، چي په نر او  ښځه کي کوم یو ضعیف دی؟ ) امام باقر (رض) ورته وویل : « ښځه » اوبو حنیفه (رض ) ورته وویل : « و ښځي ته میراث څو رسیږي؟  امام ځواب ورکړ! «  نر ته دوې  برخي او ښځي ته یوه برخه . » ابوحنیفه ورته وویل : «که چیري ما ستا د جد دین ته بدلون ورکولای نو مي نر  ته یوه برخه او ښځي ته مي دوې برخي ورکولې؛  ولي چي ښځه کمزوري ده . » بیا ئي بله پوښتنه د امام باقر (رض ) څخه وکړه! ( ددغو دو عباداتو څخه لکه لمونځ او روژه  کوم یو عبادت په درجه کي اوچت دی؟ )  امام په ځواب کي ورته وویل : « لمونځ ! » ابوحنیفه (رح) وررته وویل  «دا خبره ستا دجد ده .که ما د قیاس  له مخه بدلون ورکولای نو مي  ویل چي ښځه دي  وروسته ترحیض خپل د لمانځه قضائي  راوګرځوي او دروژي قضائي دي نه را ګرځه وي . » درېمه پوښتنه د ابو حنیفه له امام  باقر څخه : ( ایا دانسان متیازي ډېري نا پاک دي که مني؟ ) ده ورته وویل :  « متیازي ناپاک تر دي . » ابو حنیفه ورته وویل : ( که ما ستا دجد (ورنیکه)  دین په قیاس سره بدلولای نو مي ویل : هر څوک دي وروسته تر متیازو غسل وکړي او ورسته د منیو تر څرګندېدو یاني راوتلو اودس تازه کړي .  نو الله و تعالی دي ماته له دي کاره څخه نجات راکړي، چي زه به په ګټه د قیاس نبوي دین بدلوم . ) وروسته له دغو خبرو نه امام باقر (رض)پنځم امام د شیعه ګانو را ولاړ سو امام ابو حنیفه ئي په غېږ کي ونیوی او احترام ورته وکی . ابو حنیفه شعیه نه وو؛ خو اهل بیت ته ئي ډېر احترام لاره . حضرت امام حسن (رض)ته ئي خاص احترام لاره . کله چي به مدینې ته یا حجاز ته تی د دوی خبري ئي اورېدلې . ابو حنیفه (رض) د امام جعفر ابن محمدابن علی« صادق » چي د امام اعظم صاحب څه نا څه همزولی وو ورسره لیدلي دي . او ابو حنیفه د امام جعفر صادق (رض) د زېږېدو کال (۷۰۲)  مړینه (۷۶۵)ویکي پېدیا

په باره کي ویلي دي : ( ما تر جعفر ابن محمد «صادق » بل فقهي عالم نه دی لیدلی . ) حضرت جعفر صادق د اهل تشیع شپږم امام دی خو اهل سنت ته هم محترم دی . وائي : چي جعفر ابن محمد « صادق » به ویل : ( زه نه غواړم، چي حضرت علی (ک ر) دي زما شفاعت وکړي، بلکي غواړم چي زما شفاعت دي حضرت ابوبکر صدیق وکړي، دا ځکه چي زه دوه واره له ابو بکر څخه  یم . )۹۹ مخ امام اعظم

یوه ورځ د بغداد والي چي دعباسیانو د خلیفه «منصور» خپل وو؛ ابو حنیفه(رض) ئي ورویست او ابو حنیفه ئي وروپېژانده . او داسي ئي ورته وویل : ( دغه شخص ننه ورځ په ټوله نړۍ کي علمي شخصیت دی . )د عباسیانو خلیفه «منصور» له ابو حنیفه ( رض ) څخه و پوښتل : « ای نعمانه! تا دغه علم له چانه زده کړ؟ » ده ورته وویل : « د عمر له اصحابو څخه د عمر بن خطاب څخه، د علی له اصحابو څخه، د علی ابن ابوطالب څخه، د عبدالله څخه، دعبدالله بن عباس   څخه،چي د ده پرمهال تر ده بل لوړ عالم نه وو . » منصور ورته وویل :  « الحق چي خپل ځای دي ټنګ او اوچت کړی دی . ) ابو  حنیفه (رض ) ډېر شاګردان لرل، چي دده د نامتو شاګردانوڅخه ځيني لکه  ابو یوسف، اسد ابن عمر، اش شیباني،قاسم ابن مئن، زفر ابن هذیل،  ولید او نور ډېر . ابو حنیفه هره فقهي مسئله دقران او حدیثو او د اصحابو د قول له مخه اود امت د اجماع  څخه  مخالفه نه حلول او پرېکړه ئي نه پر کول .۱۰۱ مخ  امام اعظم

ابو حنیفه (رض) په فقه کي لوړ لاس لاره؛ دی  لومړی مجتهد، محدث ،مؤسس اوترتیب کونکی د فقهي اسلامي دی . دا نورو   وروستیو مجتهیدینوته  د امام اعظم صاحب  دغه اسلامي  عالی مکتب بنسټ سوی او دوی هم  وروسته   اسلامي کړنلاري بناء  کړي دي .۱۰۱ مخ امام اعظم   امام شافعي صاحب ویلي : « ټوله د فقهي عالمان د ابوحنیفه زېږنده دي یاني د ده د فیقهي  پر بنسټ ولاړ دي . »  دامام اعظم صاحب  له وینا څخه « فقه الاکبر » لیکل سوې ده .په دغه کتاب کي لس د دین اساسات او اصول لیکل سوي دي او بل مهم کتاب ئي ( فق الابسات ) دی . دغه کتاب د ابوحنفه(رض) د شاګرد د« ابوموتي البلخي » د پوښتونو ځوابونه دي، چي ابوحنیفه (رح) په دغه کتاب کي ورکړي دي . نور ټول  دابو حنیفه وینا، وعظ او مسئلې ئي شاګردانو لکه ابویوسف اومحمد ابن حسن او نورو شاګردانولیکلي او کتابونه ئي ځني جوړکړي . ۱۰۱ مخ امام عظم    ابو حنیفه (رض ) ویلي، چي په ګناه سره مسلمان نه کافر کېږي .مسلمان ته کافر ویل او د کافر حکم کول سړی پخپله ګمراهۍ ته لوېږي .

د اهل سنتو څخه چي پر دغه فقهي لار باندي روان وي حنیفي ورته ویل کېږي .

لیکونکی محمدسرور ووکیلي

اخستونکځي :
۱ –  : ویکي پېدیا Wikipedia)
۲ – : یو توبه       TubeYou  )
۳ – : امام اعظم    — روزګار اثار و افکار  ، لیکونکی :  امام علی رحمان ، د چاپ کال ۱۳۸۹  هـ ل
ددغه کتاب ۸۳ مخ،۸۶ مخ، ۹۴ مخ، ۹۶ مخ،۹۹ مخ، ۱۰۱ مخ

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: