اسلامي نړۍ او امتعلماء، مجتهدین او فقهاء

د امت په راتلونكي كې د جوماتونو د امامانو رول

د جومات امام زمونږ په مسلمانه ټولنه كې يو ځانګړى مقام لري، د عام وګړي په اند هغه په دين پوه شخص دى، چې دا ډېر لوى مقام دى، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د حديث له مخې عالمان په حقيقت كې د انبياوو وارثان دي، همدا وجه ده چې د امامت فريضه د خپلې مرتبې او مقام په لحاظ د الله جل جلاله له لويو پيرزوېنو څخه ده. چا ته چې دغه منصب وركړل شي په حقيقت كې هغه لوى نعمت تر لاسه كړ او په دې چې څومره شكر ادا كړي بيا هم كم دى له ده سره هغه علم او پوهه ده چې انبياوو ته راغلې وه، د نبيانو د وراثت وياړ لري او ده ته د خلكو د امارت، لارښوونې، تزكيې او روزنې فرصت ور په برخه شوى دى.

بدمرغي دلته ده چې د مسجد امامت زموږ په ټولنه كې يو عادت ګرځېدلى دى ته به وايې چې يوازې د څو ركعتونو امامت دى، خو په حقيقت كې داسې نده بلكې يو امام عملا په هغه مصلى (جاى نماز) دريإي چې سيد الانبياء صلى الله عليه وسلم ورباندې درېدلى و، چې په دې سره ټول امامان د هغه صلى الله عليه وسلم وارثان او ځاى ناستي دي، نوله همدې كبله به امامان هغه مسگـئوليتونه تر سره كوي چې هغه صلى الله عليه وسلم به تر سره كول.

دا خو زموږ بد نصيبي ده چې زموږ په ټولنه كې جومات هغه مقام نه دى ترلاسه كړى چې نبوي مسجد درلود او نه امامان هغه مقام لري چې بايد درلودلاى يې، جومات يوازې يو عبادت ځاى جوړ شوى دى چې يوازې لمونځ كوونكي پكې خپل رسمي عبادت ته رادرومي. د دې خبرې هيڅ احساس نشته چې جومات يوازې عبادت ځاى نه بلكې د اسلامي ټولنې، سيمې او كلي د مركز حيثيت لري او امام يوازې د جومات امام نه دى بلكې په واقعيت كې هغه د دغه كلي مشر او فكري لارښود دى، جومات د امت د ژوند د چارو مركز دى، د آذان او لمونځ په ذريعه يو مسلمان د ايمان او بندګۍ عهد تازه كوي او روزانه پنځه ځلې د اطاعت تمرين كوي، د ورورۍ، برابرۍ، همدردۍ او غم خورۍ درس اخلي هغه د خپلو وروڼو سره بې تفاوته نه شي پاتې كېدلاى څو د هغو په غم او درد كې شريك نه شي او مرسته ورسره ونه كړي.

جومات د دعوت او ارشاد مركز دى ځكه چې له دغه ځاى څخه الهي حكمونه خپريږي جومات د ښوونې او روزنې مركز دى، مدرسه او ښوونځى دى، كتابتون او د مطالعې ځاى دى، سياسي مركز دى چې دلته مشران او ولس مشورې كوي او خپلې ستونزې حل كوي، بيت المال دى چې زكات او نوره بسپنه پكې راټوليږي او د اړو خلكو كفالت ورباندې كيږي، محكمه ده چې شخړې پكې فيصله كيږي، جومات ټولنيز فرهنګي مركز (كميونټي سنټر) دى چې هلته د ودونو په څېر نورګڼ پروګرامونه تر سره كيږي، خو افسوس دا دى چې نه مونږ د جومات مقام په سم ډول وپېژنده او نه مو امام د خپل مقام او منصب غوښتنې پيژني.

د اردو ژبې شاعر وايي:

ره گي رسم اذان روح بلالي نه رهي

د اذان رسم خو شته خو د بلال (رض) اغيز پكې پاتې نه دى.

درې تاريخې پيښې

په انساني تاريخ كې درې پيښو د اسلامي امت په تعمير او جوړښت كې مهم رول لوبولى دى:

-1د حراء په غار كې د وحې د نزول پېل: چې انسانيت ته يې قرآن وركړ، قرآن د ژوند هغه سرچېنه ده چې د انسان لپاره يې الهي هدايت تكميل او انسانيت ته يې دين د ژوند د مكمل او جامع نظام په توګه وړاندې كړى دى، نبي كريم صلى الله عليه وسل د ډېر جد او جهد او نه ستړې كېدونكي كوښښ څخه وروسته قرآني نظام پلى كړ او د اسلامي حكومت د نمونې او بېلګې په وړاندې كولو يې وښودله چې انسانيت ته د ورپيښو مسايلو حل په دنيا كې د اسلامي نظام پرته په بل هيڅ نظام او ايزم كې نه پېدا كيږي.

2-  ديارلس كاله وروسته له مكې څخه د مدينې لور ته د هجرت پېښه منځته راغله، دغه دومره مهمه پېښه وه چې زموږ د خپل تاريخ كليزه په همدې بنا شوه، د مكې څخه د مدينې په لور هجرت د اسلام په تاريخ كې يو فيصله كوونكى سفر دى، چې په پايله كې يې د اسلامي حكومت بنياد كيښودل شو، د حق او باطل د جگړې يوه تاريخ جوړونكې شيبه وه هلته چې دا فيصله واورول شوه: حق حق دى او برلاسي به هم د ده وي او باطل باطل دى زور به يې خامخا پاى ته رسيإي څومره زور يې چې وي، تكتيك او جاه او جلال يې څومره هم وي د ذلت او ماتې سره به مخ كيږي او له منځه به ځي.

3- په 8 هجري كال د مكې د فتحه: او نړة ته يې دا پېغام وركړ چې راتلونكى د اسلام دى، د مكې فتحې عملا دا ثابته كړه چې انسانيت كه د امن، انصاف او د ژوند ساتلو لپاره كوم متوازن، معتدل او مضبوط نظام غواړي هغه په اسلام كې دى او كه څوك د ښه مقتدا او نمونې په لټه كې وي نو هغه د نبي عليه السلام په ذات كې دى… د يوه وګړي له ژوند څخه نيولې د حكومت تر تشكيلاتو پورې!

د ټولنې د ښه ژوند په جوړولو كې د جومات رول:

مدينې ته د تشريف راوړلو څخه وروسته درسول الله صلى الله عليه وسلم لومړى كار د جومات تعمير او ابادول و، د دې خبرې څخه دا جوتيإي چې په اسلام كې مسجد كوم مقام او څومره اهميت لري، د دغه مسجد په تعمير كې هغه صلى الله عليه وسلم په خپله ګأون درلود او په خپل لاس يې تيډې وړلې، كه څه هم چې نبوي جومات د عمارت او ښايست په لحاظ يو عام جومات و خو په اصل كې دغه مسجد د ټولو عالي شانه جوماتونو د منځ ته راتلو بنياد وګرځيد، چې وروسته بيا په دهلي، قرطبه، اصفهان، تاشقند او لاهور كې تر سترګو كيږي، له جومات سره د امت د ژوند تړاو هغه مهال پېدا كيږي چې جومات د دعوت، عدالت (محكمې) او سياست مركز جوړ شي، د شخړو فيصلې به دلته تر سره كېدې، د جهاد لپاره به غإ وشو نو خلك به دلته راټولېدل، لښكر له همدې ځايه روانېده، د شورا غونډې هم دلته تر سره كېدې، پنځه وخته لمونځ په جومات كې كېده آن تر دې چې منافق به هم په جومات كې حاضر و، دا تصور نه و چې يو وګړى امت مسلمه سره تړاو ولري او هغه دې په جومات كې حاضر نه وي، د سهار د لمانځه ځانګړى اهميت و د وخت خليفه عمر رضى الله عنه به چې د سهار لمانځه لپاره راووت نو خلك به يې هم لمانځه ته پاڅول.د صفونو د منظم او پوره ساتلو اهتمام كېده، د سياست، محكمې او د ټولنيز ژوند مركز هم جومات و د اسلام په تاريخ كې سترې مدرسې په جوماتونو پورې تړلې وي، هغه مدرسې چې زمونږ لوى پوهنتونونه وو، اسلامي امت ته يې دكيمبرج او اكسفورد بڼه لرله. دغو جوماتونو ته څگېرمه د زده كوونكو لپاره د اوسېدو خونې وې، د تعليم نظام په جوماتونو كې قايم و،دغه زموږ د عروج دور و ولې په وروستيو وختونو كې چې د امت زوال زور واخيست او د دنيا قيادت يې له لاسه ووت او جومات هم دغه مقام دلاسه وركړ نو زمونږ ټوليز حالت هم ورسره يومخ بدل شو او د ذلت كندې ته وغورځيدو.

ضروري ده چې د جومات امامان هماغه مقام حاصل كړي چې د هغوى له شان سره وړ دى، ولې د دې لپاره اړينه ده چې د جومات امامان په خپله خپل ځان د دغه مقام او منصب د سنبالولو لپاره وړ اواهل كړي چې له دې پرته د امت ټولنيز ژوند بيا را ژوندى كول ممكن نه دى.

اسلامي امت د دومره لوى شمېر سره سره بيا هم په ذلت او خوارۍ كې شپې تيروي، نور قومونه پرې برلاسي دي دومره لوى خطر ورپيښ دى چې په تاريخ كې يې سارى نه موندل كيږي، نوغالب تمدن چې مسلمانان په كومه كچه خپل حريف ګڼي او په نښه كړي يې دي، له هغه نه زيات څه كولوته اړتيا ده، يوازې په بيانيو او تقريرونو، فيصلو او د هغوى د دسيسو په لوڅولو څه نه كيږي، د دغو خطرونو د مقابلې لپاره امامان د خپل مقام او منصب په پېژندلو سره واقعي رول لوبولى شي.

د بدلون محور دلته دی

دا اړينه ده چې د جومات امامان د دې خبرې وړ شي چې دغه مقام سنبال او تر لاسه كړي، امت ته لارښوونه وكړي او جومات ته د امت په ژوند كې هغه مقام وركړي چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم د مدينې په ټولنيز ژوند كې جومات ته وركړى و. داسمه ده چې امت د تاريخ په ډېر نازك پړاو كې ولاړ دى او ډېر درانه خطرونه ور اوښتي دي ولې په دغه خطرونو كې روښانه راتلونكى نغښتى دى، زمونږ لپاره د دنيا د رهبرۍ پراخه امكانات موجود دي همدغه وجه ده چې دښمن په موږ پسې دى او په دې پوهيإي چې په نړة كې ابليسي تمدن ته يوازېنى خطر مسلمان دى او دغه حقيقت علامه اقبال دابليس له خولې په ګوته كړى دى:

(لويديځ ته نه د سوشليزم څخه خطر شته او نه له مزدكيزم څخه، اصل خطر د اسلام څخه دى ځكه په اسلام كې دا قوت او صلاحيت شته چې د ده په مقابله كې راپورته شي او د هغه مخ ته ودريإي او چيلنج يې كړي).

د امت په داخلي تركيبي هيات كې دغه ځانګړينه پرته ده چې درب العالمين لخوا اعلان شوې ده چې: “اخرجت للناس” دا د ټولو انسانانو لپاره جوته شوې ده چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم د ټولو انسانانو لپاره نبي را استول شوى دى. او امت به يې تر قيامته پورې دغه لاره تعقيبوي ” وكذلك جعلنكم امه و سطالتكونوا شهداء علي الناس” (البقره 143 ايت).

(موږ تاسې مسلمانان منځنى امت جوړ كړئ ترڅو د نړة په خلكو شاهد واوسئ)،

د امت شعار يې دا جوړ كړ

(وجاهدوا فى الله حق جهاده” (الحج 78 آيت)

د الله په لار كې داسې حق او مناسب جهاد وكړئ.

د قرآن لارښوونه ده چې دغه امت د څه لپاره منځ ته راغلى دى دا امت ددې لپاره نه دى راغلى چې ددنيوي ګټو سياست وچلوي او يا په نړة كې يوازې د نوم ګټلو لپاره كاروكړي بلكې دنده يې داده چې ټول انسانيت د الله جل جلاله په بندګۍ كې داخل كړي دغه امت چې كله هم خپل منصب او دنده پيژندلې ده نو په 30 كلونو كې يې په نړة كې يو لوى بدلون او انقلاب راوستى دى،د هغه مهال له مسلمانانو سره وسايل كم و ولې د ايمان، يقين او يووالي پر بنسټ يې يوازې په 30 كلونو كې ايران او روم ته ماتې وركړه او په 100 كلونو كې د ننه د اسپانيې غرونو او د چين ساحلونو ته ورسېدل، نړة د “رفعنالك ذكرك” عملي بڼه په خپلو سترګو وليدله.

د نن زمانې د چيلنجونو د ختمولو او د كاميابيو لاسته راوړلولپاره بيا هم همغه بڼه اختيارولاى شو خو پدې شرط چې امت خپل مسئوليت لكه څنګه يې چې اړتيا ده سرته ورسوي.

د امامانو دندې:

امامان په دغه كار كې بنسټيز رول لري، هغوى يوازې د لمانځه امامان نه دي بلكې د ټولنې امامان او رهبران دي چې بايدټولنه د محمد صلى الله عليه وسلم په لاره روانه كړي.

به مصطفي برسان خويش را كه دين همه اوست

اگر به او نه رسيدي تمام بولهبي است

د دې لپاره بايد دوى خپل ځان تيار كړي جومات د امت د ټولنيز ژوند ښوونځى او روزنتون دى امام دې په خپل ځان كې دا وړتيا پېدا كړي چې په دغه مقام كې د كيناستو په مهال خپله دنده او فريضه سرته ورسوي.

په ټولنه كې د جومات حقيقي مقام او مرتبه نن سبا ډېره كمزورې ده او امام په عملي توګه دومره بې وسه دى چې هغه (د جومات د سرپرست له اجازې پرته) د لمانځه د وخت د ټاكلو اختيار هم نه لري.

حقيقت دا دى چې امامان په خپله ډېر لوى قوت دى، كه په هغوكې وړتيا او صلاحيت وي نو په ټولنه كې اوښتون او انقلاب راځي خو هغوى د خپلو وړتياوو، صلاحيتونو او امكاناتو (فرصتونو) څخه بې خبره دي، د عربو په شپنو خلكو كې ايمان او يقين پېدا شو پايله يې دا شوه چې ډېر غوره جنرالان ور څخه جوړ شول، د تاريخ چيلنجونه يې درك كړل، د خپلو پټو وړتياوو احساس ورسره و هغوى په نړة كې د لويو سوبو او فتوحاتو لړة پېل كړه او يوې ډېرې لويې نړة يې پيغام ومانه او تاريخ يې بدل كړ.

ښاغلو امامانو!

له تاسې سره د روښنايي څلى شته هغه د نبوي مسجد امام نبي كريم صلى الله عليه وسلم دى، د هغه صلى الله عليه وسلم اخلاق، شهادت، كړه وړه، اخلاص، زړه سوى دى… او د دې څخه ور هاخوا يې دغه عظيم كار هم سرته رساوه.

تاسې د خپل ځان لپاره يوه د عمل لايحه جوړلاى شئ چې بنسټيز ټكي پكې درج شي:

له هر څه د مخكې او مهمه خبره دا ده چې له تا سره د صحيح څيزونو علم او پوهه وي، د الله جل جلاله يووالى او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ګواهي چې د قيامت په ورځ به يې په امت باندې وركوي ستاسو ګواهي چې د ژوند برخه وي. د اسلام پوره روح او د هغه ټول عمارت په توحيد ولاړ دى، جومات ته په راتلونكو كې الله جل جلاله ته د احتياج كيفيت پېدا كول ځكه چې د ژوند په هره مساله كې موږ الله جل جلاله او د هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته محتاج او اړيو، په شعوري ډول د دې هگڅه كول او د دې لپاره تدبير سنجول چې الله جل جلاله ته د بنده د محتاجي نسبت پېدا او الله جل جلاله سره تعلق قايم شي دا به دې له لومړيتوبونو څخه وي.

تاسې په خپلو مقتديانو كې نبي كريم صلى الله عليه وسلم سره د مينې او اطاعت جذبه او ولوله پېدا كړئ، د مصطفى صلى الله عليه وسلم سره يې عشق او علاقه پېدا كړئ، پدې سره د امت په جسد كې قوت پېدا كيږي د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د ذات ګرامي سره مينه د قوت او پياوړتيا هغه سرچينه ده چې يوازې له تاسو سره ده، چې له بل امت سره نشته، صنعتي ترقي، پرمختيا او د كارخانو قوت اصلي قوت نه دى په دغو سره هغه كارنه تر سره كيإگ ي چې تاسې يې په مخ كې لرئ.

د امت په ژوند كې د دين او دنيا ترمينځ د يو والي راوستلو كار هم ستاسې دى.

علم او پوهه يوازې په احكامو او مسايلو پوهېدلو ته نه بلكې د احكامو او مسايلو سره سره د حكمت او مصلحت پېژندلو ته ويلى شي نبي كريم صلى الله عليه وسلم د كتاب سره سره د حكمت ښودنه هم كړې وه، حكمت هغه څيز دى چې (خير كثير) ورته ويل كيږي: (ومن يوت الحكمه فقد اوتي خيرا كثيرا) التوبه 269 آيت”. چاته چې حكمت وركړل شو په حقيقت كې لوى خير وركړل شو.

ديني حكمت او پړاويز توب (تدريج)!

كه انسان له حكمت سره بلد نه وي نو په دين عمل كول او نورپرې روانول او د دين قوت پيژندل ورته ناشوني دي، يوازې د احكامو او مسايلو بيانول په دين عمل نه دى بلكې په دين عمل يوازې هغه مهال كيږي چې خلك اماده شي چې د دين مسوليت په غاړه واخلي، په هغو كې د اطاعت وړتيا پېدا شي، دغه حكمت ګڼ اړخونه لري:

يوډول حكمت د احكامو د پړاويز توب فهم دى، ټول حكمونه يو شانته نه دي د عمل كونكو لپاره دا اړينه ده چې وپوهيإي چې په احكامو كې پړاوونه شته: يو ځلې په نبوي جومات كې خلكو د فرض لمونځ له اداكولو وروسته په هماغه ځاى كې چې فرض يې ادا كړي وو، پورته شول او سنت يې ادا كول عمر رضى الله عنه وفرمايل: مخكيني امتونه په همدې تباه او هلاك شوي وو چې د فرضو، سنتو او مستحبو تر منځ يې فرق نه كولو نو امت چې زوال په لار درومي، داسې وشي چې زيات زور مستحبو او سنتو ته وركړي او فرض شاته وغورځوي.

د حكمت يو اړخ دا هم دى چې په قرآن كې يوازې د خنزير له غوښې او د شرابو له څكلو منعه نده شوې بلكې حسد (كينه، رخه) او غيبت يې هم حرام كړى دى همدارنګه د الله جل جلاله په لار كې جد او جهد او سر ښندنه يې هم په لويو نيكيو كې شمېرلې ده:

” اجعلتم سقاية الحاج و عمارۍ المسجد الحرام كمن آمن بالله واليوم الآخر وجاهدفى سبيل الله” (التوبه 19).

ايا تاسې حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجدحرام ابادي د هغه چا د كار سره برابروئ چې په الله او د اخرت په ورځ ايمان لري او د الله په لاره كې جهاد كوي.

د الله جل جلاله رسول د هغه حكمونه په واضح ډول بيان كړي او عملي بيلګه يې هم وړاندې كړې ده لكه د احكامو سره سره يې اخلاقي ښوونې او د الله جل جلاله په لاره كې جد او جهد ته هم زيات اهميت وركړى دى همدا وجه ده چگې د ايمان سره سره اخلاق او د كردار جوړول او د دين د لويوالي لپاره د جد او جهد لورته هم توجه او پاملرنه كيږي.

چې په پايله كې يې د يو مسلمان داسې اخلاق او كردار جوړيإي چې اصلا مغلوب دى او د دين د برلاسة لپاره د جد او جهد په نتېجه كې يوه په زړه پورې اسلامي ټولنه منځ ته راځي او دا د اسلام ځانګړنه ده او په دې سره ټولنه د اسلام د ژوند د پوره نظام له رښتينو بركتونو څخه ګټه پورته كوي.

په دې سره تاسې په دې هم پوهيإئ چې هر كار په تدريج سره كيږي، ټول دين پرخلكو په يو ځل نه پلى كيږي، د طبيعت او نفس د وړتيا سره به په تدريج سره په خلكو كې چليإي، د هر څه څخه وړاندې د زړه د ننه به ايمان پېدا كيږي دغه دسلفو دكار طريقه ده هغوى د تدريج اهتمام كاوه د دين ټولې غوښتنې يې په يو ځل د چا مخكې نه ايښودې.

سيرت پاك كه مطالعه شي نو د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د كاميابه راز په دې كې جوتيإي چې هغه د مينې، رحمت او شفقت مجسم وجود و، قرآن په دې شاهدې وركوي:

(فبما رحمه من الله لنت لهم ولوكنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولك). آل عمران 159 ايت.

دغه د الله جل جلاله لوى رحمت دى چې ته د هغوى لپاره نرم خوى لرې كه تيز خويه او سخت زړى واى نو دوى به ستا له شاوخوا نه تيت شوي واى.

هغه صلى الله عليه وسلم نرم زړى و، په تاديب وركولو كې يې هم نرمي كوله يوه كوچي په نبوي جومات كې متيازې كولې صحابه د هغه منعه كولو ته پاڅېدل هغه صلى الله عليه وسلم دوى منعه كړل وروسته يې صحابه وو ته وفرمايل: هغه ځاى پرېمنځئ او پاك يې كړئ، د هغه صلى الله عليه وسلم د طرزالعمل نتېجه دا شوه چې هغه شخص د تل لپاره مطيع او تابع جوړ شو.

سيد قطب (رح) د سوره الاعلى په تفسير كې يوه واقعه نقل كړې ده چې يو سړى د رسول الله صلى الله عليه وسلم خواته راغى څه يې وغوښتل هغه صلى الله عليه وسلم ورته وركړل هغه ناخوښي ښكاره كړه نو هغه صلى الله عليه وسلم ورته نور وركړل چې بيا ورباندې خوښ شو.

هغه صلى الله عليه وسلم صحابه كرام مخاطب كړل او ويې فرمايل: چې زما او ستاسې مثال داسې دى چې يو تريدلى اوښ دى او تاسې ورپسې أانګ راخيستى دى چې په دې سره هغه نور هم زيات په ويره او ترهه كيږي. ولې څښتن يې په محبت او شفقت سره قابو او ايل كولى شي. اوس موږ د دغه قوم سم لوري ته د لارښوونې او روزنې لپاره د هغه صلى الله عليه وسلم نرمي، محبت او شفقت ته اړتيا ده، چې كه د جومات له منبر څخه د دين د ښوونې هماغه انداز وي، نو نتېجه به وركړي.

جومات د كلي مركز دى:

د ټولنې سره دجومات د اړيكو په جوړولو كې امام مهم رول لري. جومات صاف سوتره ساتل په كار دي او نظافت او پاكي په دين كې زيات اهميت لري. دغه پاملرنه په مسجد كې تر سترګو كيږي د سيمې جومات د خلكو مركز بلل كيږي، خلك هلته كښيني او د خپلو ستونزو او مسايلو په اړه خبرې كوي. جومات هغه ځاى دى چې هلته سجده كيږي كه څه هم چې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم له نبوي ځانګړنو څخه يوه دا ده چې ټوله ځمكه د هغه لپاره د سجدې ځاى ګرځيدلى دى او مسلمان په هر ځاى كې په خاوره سرايښودلى او سجده كولاى شي.

د دې يوه معنا داده چې مسلمان چې هر ځاى وغواړي لمونځ كولاى شي بله دا چې د مسلمان دنده او وظيفه ده چې په ټوله نړة كې د الله جل جلاله بندګي عامه كړي، له مسجد جوړولو څخه وروسته د نبي كريم صلى الله عليه وسلم ټوله پاملرنه دجومات ښكلا او ښايسته كولو ته نه وه بلكې د هغه صلى الله عليه وسلم اساسي توجه او پاملرنه د دين برلاسي ته وه چې نړة په دين روانه شي هغه صلى الله عليه وسلم غوښتل چې خلك د انسانانو له غلامة او د دنيا له تنګيو څخه د يوه الله جل جلاله د بندګۍ وسعت او پراخي ته راوبلي نو د جوماتونو د امامانو اساسي دنده همدا ده او دې ته بايد لومړيتوب وركړي.

هغه صلى الله عليه وسلم جومات د نور د منارې په څېر جوړ كړ د امامت د دندې په سرته رسولو هغه لوى مقام تر لاسه كړ، الله جل جلاله هغه صلى الله عليه وسلم په ازميښت كې واچاوه په هغه صلى الله عليه وسلم يې ډېر لوى مسوليتونه واچول او هغه صلى الله عليه وسلم دغه دندې په ښې وړتيا سرته ورسولې. نو د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پله د تګ او د هغه د لارښونو په رڼا كې د خپلو وړتياوو څخه كار اخيستل په كار دي د سيرت په ښې مطالعې سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دغې اسوې پوهه لاسته راوړلاى شو، چې خپله يې عملي كړي، لمونځ كونكي اماده او تيار كړي په دې كار سره په امت كې هغه قوت او ځواك پېدا كيږي چې د نړة رهبري او قيادت ورباندې كولاى شي.

د جمعې خطبه د اسلام د ښوونې او روزنې په نظام كې بنسټيز رول لري له دې كبله د جمعې لمونځ لازم او فرض شوى دى، هيڅ وګړى يې په ځانځاني سره له جماعت پرته نه شي ادا كولاى د كلي د مركزيت له كبله يې په هر سړي جومات ته ځان رسول لازمي كړي دي او د جمعې د خطبې په وجه د فكري لارښوونې او تزكيې او روزنې وسايل برابريإي، له همدې لارې هره اونة د غه كړنه تكراريإي نو ځكه د جمعې خطبه ځانګړې توجه او پاملرنه غواړي. كه محترم امامان د يادوشو ټكو په رڼا كې خپل غورچاڼ په پام كې ونيسي او د ايمان، اخلاقو، تدريج (پړاو په پړاو) د عامو خلكو په مسايلو موضوع ګانې جوړې كړي او خطبې ورباندې وركړي نو دغه مهال به يې خپله دنده په ښه ډول تر سره كړې وي، عوامو ته به هم په زړه پورې وي او ورو ورو به جومات ته د كلي د مركز مقام حاصل شي.

البته يوې خبرې ته بايدځانګړى اهتمام او پاملرنه وشي هغه داچې امامان كله خطبه وركوي نو هغه خبرې دي بيانوي چې ټولو علماو ته د منلو وي په دې سره فكري او ملي همغإي راځي او د اختلاف خپرېده پاى ته رسيإي ټول مسلمانان د يوه بدن په څېر د امت حقيقي كردار اداكولاى شي او دا د وخت غوښتنه او اړتيا هم ده.

امت نن سبا د زوال سره مخ دى په ايمان او اعمالو كې يې زوال او كمزوري ښكاره شوې ده ددې علاج دا دى چې خلكو ته د دين سمه ښودنه وشي پدې لاره كې خامخا ستونزې شته خودتاسې مسوليت دا دى چې خپل كار ته دوام وركړئ، ستونزې له ياده وباسئ او په خپل كار كې هڅاند اوسئ، د نيت د اخلاص سره عزم، اراده او كوښښ په كار واچوئ.

هرو مرو به نتېجه وركړي او پايلې به يې راووزي په دې وخت كې پراخې سينې او د نظر وسعت ته اړتيا ده دا به ستاسو په چلند او خبرو كې ښكاره كيږي.

په يقين سره ويلى شو كه دغه امور په نظر كې ونيول شي او تاسې د امامت د وظيفې مسوليت تر سره كړئ او دغه تحريك د جوماتونو په امامانو كې عام شي نو په ټولنه كې به زر تر زره مثبتې او ګټورې اغېزې تر سترګو شي.

ليكنه: انجنير خرم مراد

ژباړه: مولوى محمد امان رسولي

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: