ځوانانژوند راز

د انسان د ژوند هدف او بیلابیلې مرحلې

د الله تعالی د مخلوقاتو ډولونه

الله تعالی ټول مخلوقات په دوه ډولونو پیدا کړي دي، یو هغه چې مکلف نه دي، په هغوی نه کوم عبادت فرض کړی شوی دی، او نه به له هغوی څخه پوښتنه کیږي، بلکه هغه په فطری او پیدائشی ډول د الله تعالی د حکمونو پابند دي، او د کوم هدف لپاره چې الله تعالی پیدا کړي دي هغه په ښه ډول یې سر ته رسوي.
دوهم ډول هغه مخلوق دی چې هغه مکلف دی، پر هغې باندې الله تعالی خپل حکمونه عملي کول فرض کړي دي، هغوی ته یې د خپلې تابعدارۍ امر کړی دی، او د هغوی د ژوند تیرولو لپاره یې بیلا بیلې طریقی او قوانین برابر کړي دي.
بیا مکلف مخلوقات په دوه ډوله دي، یو هغه چې په هیڅ وخت کې د الله تعالی د حکمونو نافرمانی نه کوي، او د خپل پیدائښت سره د الله تعالی د حکمونو داسې پابند دي لکه چې په هغوی کې د مخالفت توان نه شته، دا پرښتې دي چې د هغوی په هکله قرآن کریم وایي:
(لا یعصون الله ما أمرهم ویفعلون ما یؤمرون) ۱
«هغوی د الله تعالی د حکم څخه سرغړونه نه کوي او هغه څه کوي د کوم چې ورته حکم کیږي».
د مکلف مخلوق دوهم هغه ډول دی چې په هغې کې د خیر او شر، نیکۍ او بدۍ، عبادت او مخالفت، تابعدارۍ او نافرمانۍ صلاحیت شته، هغه په خپله خوښه د الله تعالی د حکمونو تابعداري هم کوي او نافرماني هم، په دنیا کې په هغې باندې هیڅ قسم پابندي نه شته: (فمن شاء فلیؤمن ومن شاء فلیکفر)۲. یعنې « د چا چې خوښه شي ایمان دې راوړي او که خوښه یې شي کفر دې وکړي»، خو د هر یو انجام معلوم دی.
دا ډول مخلوق بیا دوه قسمه لري: انسان، او جن (پیریان)، د دې دواړو د پیدایښت د هدف په هکله الله تعالی فرمایی:
(وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون، ما أريد منهم من رزق وما أريد أن يطعمون، إن الله هو الرزاق هو ذو القوة المتين)۳
یعنې: «ما پیریان او انسان د خپل عبادت لپاره پیدا کړی، نه زه د هغوی څخه رزق غواړم، او نه ورڅخه د خوراک غوښتنه کوم، دا خو الله دی چې رزق ورکونکی او د کلک قوت څښتن دی».

د انسانانو او پیریانو د ژوند هدف

د انسانانو او پیریانو د ژوند اصلي هدف د الله تعالی عبادت کول دی، تر څو د عبادت په نتیجه کې الله تعالی راضی او دوی د جنت مستحق وګرزوی، او په دنیا چې څومره رزق د هغوی لپاره مقرر دی بې له کمۍ او زیاتۍ یې هغوی ته ورکوي، نو کله چې انسان خپل هغه مقصد پوره کړي د کوم لپاره چې پیدا شوی دی نو د دنیا رزق خو هسې هم هغه ته ورکول کیـږی، په آخرت کې به جنت هم ورکړل شي، خو که انسان د رزق په ګټلو کې د الله تعالی د عبادت څخه غافله شي، نو رزق به د خپل مقدار په اندازه لاس ته راوړي خو د جنت د لاس ته راوړنی څخه به محروم شي.
بیا په هره نوعه کې د خپل عمر، قابلیت او نورو وجوهاتو له امله بیلا بیلی مرحلی وي او د هرې مرحلې خپلې غوښتنې وي چې د هغې پوره کول ضروري وي.

د الله په وړاندې د انسان منزلت

انسان الله تعالی په ډیر ښه ډول د اوچتو صلاحیتونو سره پیدا کړی دی: (لقد خلقنا الإنسان في أحسن التقويم)۴ یعنې «په تحقیق سره مونږ انسان په ډیر ښه جوړښت سره پیدا کړی دی». هغه یې به دنیا کې د خلافت او امامت مستحق ګرځولی دی: (وإذ قال ربك للملائكة إني جاعل في الأرض خليفة)۵ یعنې «هغه وخت د یادولو وړ دی کله چې ستا رب فرشتو ته وویل زه په ځمکه کې یو خلیفه پیدا کوم». بیا یې دغه انسان د فرشتو مسجود وګرځولو: (وإذ قلنا للملائكة اسجدوا لآدم فسجدوا إلا إبليس)۶ یعنې« او (هغه وخت هم د یادولو دی) کله چې مونږ فرشتو ته حکم وکړ چې آدم ته سجده وکړۍ، نو د شیطان پرته ټولو سجده وکړه».
الله تعالی انسان ته عزت او کرامت ورکړی دی، د هغه لپاره یې په اوبو او وچه کې د سفر استانتیاوی برابرې کړې دي، او د هغه د خوراک لپاره یې ښه ښه شیان پیدا کړي دي: (ولقد کرمنا بني آدم وحملناهم في البر والبحر و رزقناهم من الطيبات و فضلنا هم على كثير ممن خلقنا تفضيلا)۷، یعنې « په تحقیق سره مونږ د آدم (علیه السلام) اولاد لره عزت ورکړی دی، هغوی له مې په وچه او لمده کې سپرلۍ ورکړې دي، او د خوراک لپاره مو ورته پاک شیان برابر کړي دي، او په ډیر مخلوقاتو مې دوی غوره کړي دي».
هم دا انسان دی چې الله تعالی د ده د خدمت لپاره د دنیا ټول شیان پیدا کړي دي: (هو الذی خلق لکم ما فی الأرض جمیعا)۸، یعنې «الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو لپاره یې د ځمکی ټول شیان پیدا کړي دي»، الله تعالی د انسان د فائدې لپاره بیلا بیل شیان تابعدار ګرځولي دي: (وسخر لكم الفلك لتجري في البحر بأمره، وسخر لكم الأنهار، وسخر لكم الشمس والقمر دأئبين، وسخر لكم الليل والنهار)9 «او هغه ستاسو لپاره کشتۍ تابع کړې دي، چې په بحر کې د هغه په حکم روانې دي، او ستاسو لپاره یې نهرونه تابع ګرځولي دي، لمر او سپوږمۍ چې په منظمه توګه څرخي هغه یې هم ستاسو تابع کړې دي، او شپه ورځ یې هم ستاسو تابع کړي دي».
حیوانات یې هم د انسان په ولکه کې ورکړي دي تر څو به سفر او د سامان په وړلو کې ترې ګټه واخلي: (سبحان الذي سخر لنا هذا وما کنا له مقرنین) 10 «هغه ذات ډیر پاک دی چې دا حیوان یې زمونږ تابع کړی دی په داسې حال کې چې مونږ د دې په خپله ولکه کې د رواستو توان نه لرو».
بیا الله تعالی د انسانانو د لارښوونې لپاره پیغمبران، کتابونه او صحیفی راولیـږلې تر څو نافرمانه انسان ته سمه لاره وښایي.

د انسان د ژوند بیلابیلې مرحلې

د عمر په لحاظ د دغه انسان مختلفی مرحلې دي، ماشومتوب، هلکوالي، ځواني، بوډا والی او هغه د ذلت عمر چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ورڅخه پناه غوښتې.
په وړوکتوب کې انسان مکلف نه وي، په هغه کوم حکم فرض نه وي، په خپله خوښه چې څه غواړي هغه کوي، د بوډا والي په حالت کې د انسان ټول قوتونه کمزوری شي، دماغ، د وینا قوت، د اوریدو قوت، د لیدو قوت په هر شي کې کمزوري راشي، چې د هغې له امله انسان په ښه ډول د الله د عبادت حق نه شي ادا کولی، خو د ځوانۍ عمر یو داسې حالت دی چې په دې کې د انسان ټول قوتونه په خپل ځای وي، هم دا عمر د سمون او فساد دی، له دې امله هره نظریه، فکر، نظام او حرکت د ځوانانو په واسطه قوي کيـږي او د ځوانانو په واسطه کمزوري
کیـږي.
هم د دې اهمیت له امله اسلام د ځوانانو د اصلاح او سمون لپاره خاص حکمونه بیان کړي دي، او د اسلام ستر پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) په خپلو حدیثونو کې د ځوانۍ او ځوانانو اهمیت ښکاره کړی دی، مونږ په دی مقاله کې هغه احادیث راجمع کړي دي چې د ځوانانو او ځوانۍ په اړه دي.

1- ځواني غنیمت وګڼۍ

ځواني داسې بی ګټی او فايدی شی نه دي چې انسان دې هغه د الله په نافرمانۍ او سر غړونه کې ولګوي، بلکه په کار ده چې ځواني غنیمت وګڼل شي او هغه د خپل ځان او نورو د اصلاح، او د دنیا او آخرت د سمون لپاره وکارول شي.
عن عبد الله بن عباس (رضي الله عنهما) عن النبی (صلی الله علیه وسلم) قال: «اغتنم خمسا قبل خمس: حیاتك قبل موتك، وصحتك قبل سقمك، و فراغك قبل شغلك، وشبابك قبل هرمك، وغناك قبل فقرك»11.
عبد الله بن عباس (رضي الله عنهما) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وینا نقل کوي چې: «پينځه شیان د پینځو څخه مخکې غنیمت وګڼئ: ژوند د مرګ څخه مخکې، صحت د مرض څخه مخکې، وزګارتیا د بوختیا څخه مخکې، ځواني د بوډاتوب څخه مخکې، او مالداري د فقر څخه مخکې».
«ځواني د بوډاتوب څخه مخکې» ځواني د بوډاتوب څخه مخکې غنیمت ګڼل او هغه کارونه کول چې بیا یې انسان په بوډاتوب کې نه شي کولی، د فکر څخه واخله د عمل پورې، د جومات څخه واخله د جنګ تر میدانه پورې، د لمونځ څخه واخله تر حج پورې، د اسلام د قبلولو څخه واخله په ځمکه باندې د هغه د نافذولو پورې، کوم شی چې د ځوانۍ په حالت کې څه رنګ کیـږی په بوډا والی کې هغه شان نه تر سره کیـږي.
نن که الله تعالی تا ته ښائسته ځواني درکړی ده، او ټول قوتونه او صلاحیتونه په تا کې پوره شته دی، او ته دغه قوت او صلاحیت په ټوکو تکالو او نیشو تماشو کې ولګوي، خو چې کله سبا ته بوډا شۍ او ستا قوتونه او صلاحیتونه کمزوري شي نو بیا خولۍ، پګړۍ په سر کړې، په لاس کې لوټه او تسبیح ونیسی، او د جومات په څنګ کې «هوهو» کوۍ نو بیا ته څه کولی شی؟

په ځوانۍ کې عبادت کړه چې عادت د پیغمبر دی
په زړښت کې خو لیوه هم توبه ګار شي له ګناه نه

د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) د حکمت څخه ډک دغه وصیت عقل مند انسان متوجه کوي چې خپل ځان د راتلونکې لپاره وساتي، او د الله تعالی د ورکړل شو نعمتونو څخه پوره ګټه واخلي، په ځانګړی ډول الله تعالی طرف ته د دعوت په میدان کې، او د الله تعالی د رضا لپاره په کار کولو کې، ځکه چې د دعوت لار د مشکلاتو او ستختیو څخه ډکه لار ده، دا اسانه او تیاره لاره نه ده، بلکه د سرښندنی، صبر، جهاد، او شهادت لاره ده، او ځوانان د دې کارونو د سر ته رسولو طاقت لرلی شي، نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) به هم د دعوت د کار لپاره اکثر د ځوانانو انتخاب کوو، نو څوک چې هم د خپلې ځوانی ساتنه وکړي، د هغې اثر به په بوډاتوب کې ووینی او بدله به یې په آخرت کې د الله تعالی څخه تر لاسه کړي.

۲- د ځوانۍ په هکله به پوښتنه کيـږي

ځواني غنیمت ګڼل په کار دي او هغه د خپلی او نورو په اصلاح کې استعمالول په کار دي، ځکه چې د قیامت په ورځ به د ځوانۍ په هکله پوښتنه کیـږي، چې تا د عمر دغه تر ټولو غوره برخه چیرته او څه رنګ تیره کړې ده، د ځوانۍ څخه دې خپله څومره ګټه تر لاسه کړې او نورو ته دې څومره ګټه رسولې؟
عن عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) عن النبی (صلی الله علیه وسلم) قال: «لا تزول قدما عبد یوم القیامة من عند ربه حتی يسأ عن خمس: عن عمره فیما أفناه، وعن شبابه فیما أبلاه، وعن ماله من أین اکتسبه وفیما أنفقه، وما ذا عمل فیما علم»12.
عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وینا نقل کوي چې: «تر هغه به د انسان قدمونه د قیامت په ورځ د الله تعالی د مخې څخه حرکت ونه کړي تر څو ورڅخه د پينځه شیانو په هکله پوښتنه ونه شي: د عمر په هکله چې په څه کې دې لګولی وو، د ځوانی په هکله چې په څه کې دې تیره کړې وه، د مال په هکله چې له کوم ځایه دی تر لاسه کړی وو، او په څه کې دې مصرف کړی وو، او په علم دې څه عمل کړی وو».
عمر د الله تعالی ډیر لوي نعمت دی په دې شرط چې انسان دغه عمر د الله تعالی په عبادت او د هغه د دین په خدمت کې مصرف کړي، په دغه ډول د عمر یوه خاصه برخه ځواني هم د الله تعالی ډیره لویه پیرزونه ده، او دا دواړه نعمتونه داسې دي چې د تیریدو وروسته بیا نه راګرځي، نه تیر شوی عمر راګرځي او نه تیره شوې ځواني، لدې امله پکار ده چې دغه دواړه نعمتونه د ضائع کولو څخه وساتل شي، او په کار ده چې انسان په خپل ژوند او ځوانۍ کې د الله تعالی رضا تر لاسه کړي، تر څو که سبا ورځ په قیامت کې ورڅخه د دغه دواړو په هکله پوښتنه وشي نو چې سم جواب ورکړي، خو که انسان خپل عمر او ځواني ضائع کړي وي، د دنیا په ټوکو ټکالو کې یې مصرف کړي وي، د بی دینۍ په کارونو کې یې لګولی وي، د اسلام په دشمنۍ او د باطل په خدمت کې یې تری کار اخستی وي، نو بیا به دغه انسان پښیمانه وي او د دغه کار پایله به د الله تعالی عذاب وي.
هم دا لامل دی چې په قرآن کریم کې الله تعالی په یو وړوکی سورة کې د انسان په عمر باندې قسم کړی دی چې انسان په تاوان کې دی، نو دغه عمر چې الله تعالی ورباندی قسم کوي که انسان یې ضائع کړي نو په غیر له شکه دغه انسان تاوانی دی.
الله تعالی فرمایی: (( والعصر، إن الإنسان لفي خسر، إلا الذين آمنوا وعملوا الصالحات وتواصوا بالحق وتواصوا بالصبر))13.
«په زمانه می دی قسم وي چې انسان په تاوان کې دی، خو هغه خلک تاوانیان نه دی چا چې ایمان راوړی، نیک عمل کوي، او یو بل ته په حق او صبر وصیت کوي».
که یو انسان خپل ځان د تاوان څخه ساتل غواړي، د بریالیتوب ژوند تیرول غواړي، نو هغه دې په دې سورت کې په څلورو خبرو باندې عمل وکړي.
۱- ایمان راوړل
۲- د ایمان د غوښتنې سره سم نیک عمل کول
۳- د نورو انسانانو د دنیا او آخرت د بریالیتوب لپاره هغوی ته د حق نصیحت کول
۴- د حق په لاره کې په راتلونکو تکلیفونو په خپله هم صبر کول او نورو ته هم د صبر تاکید کول.
دا څلور شیان د انسان ژوند د تاوان نه ژغورلی شي، که نه وي نو انسان هلاک دی، د يو ځوان لپاره د دې شیانو څومره اهمیت دی هغه په خپله پوهیـږي، په کار ده چې یو ځوان خپله ځواني په بې ګټی شیانو باندې د لګولو پر ځای په هغه شیانو ولګوي کوم چې د هغه ژوند د تاوان څخه ساتي، تر څو که له هغه څخه پوښتنه وشي چې تا خپله ځواني چیرته لګولی وه نو هغه به په جواب کې ووایي چې کومو شیانو چې د انسان ژوند د تاوان څخه ساتو په هغې کې ما خپله ځواني مصرف کړې ده، په دې جواب سره به انسان کامیاب شي او که جواب یې بل وي نو دی به هلاک شي.
امام رازی (رحمه الله) د یو عالم قول نقل کړی دی چې ما د سورة عصر مطلب د یو یخ خرڅوونکی څخه زده کړ، هغه په بازار کې چیغی وهلې چې په هغه چا رحم وکړﺉ چې د هغه سرمایه ویلې کیـږي، کله چې ما د هغه دا آواز واورید نو ما په زړه کې وویل چې هم دا د سورة العصر مطلب دی، د ژوند کوم فرصت چې الله تعالی انسان ته ورکړی دی هغه د یخ د ویلې کیدو په شان په ډیر سرعت سره تیریږي، که دغه ژوند ضایع کړي، یا یې په ناروا کارونو کې ولګوي نو هم دغه د انسان تاوان دی، 14.

3- په ځوانۍ کې د عبادت فضیلت

څه رنګ چې مخکې وویل شو چې په ځوانۍ کې عبادت کول، ځواني په عبادت کې تیرول د پیغمبرانو عادت وو، او په ځوانۍ کې د عبادت ثواب او اجر ډیر زیات دی، تر دی چې په ځوانۍ کې عبادت کوونکی به د قیامت په ورځ د الله تعالی د عرش د سیوری د لاندی ناست وي.
عن أبي هريرة (رضی الله عنه) عن النبي (صلی الله علیه وسلم) قال: “سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله: إمام عادل، وشاب نشأ في عبادة الله، ورجل ذكر الله في خلاء ففاضت عيناه، ورجل قلبه معلق في المسجد، ورجلان تحابا في الله، ورجل دعته امرأة ذات منصب وجمال إلى نفسها، فقال: إني أخاف الله، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما صنعت يمينه”15.
ابوهريرة (رضي الله عنه) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه روایت کوي چې «د قیامت په ورځ به اوه قسمه خلک د الله د خاص سیوری د لاندی وي چې (په دغه ورځ به) د الله تعالی د سیوری پرته بلل سیوری نه وي:
۱- انصاف کوونکی مشر،
۲- د الله په عبادت کې لوی شوی ځوان
۳- هغه سړی چې په یواځی الله یاد کړي او د سترګو څخه یې اوښکې روانې شي
۴- د جومات سره مینه کوونکی سړی
۵- هغه دوه کسه چې په خپل مینځ کې د الله لپاره مینه کوي
۶- هغه کس چې د یوی لوی خاندان ښائسته ښځه ور څخه د بد کارۍ غوښتنه وکړي او دی ورته ووایی چې زه د الله څخه ویریـږم.
۷- او بل هغه څوک چې صدقه دومره پټه ورکړي چې په ښي لاس باندې د ورکړی شوې شي څخه چپ لاس هم خبر نه شي».
هغه حال لږ را په زړه کړﺉ کله چې به ټول انسانان لغړ د الله تعالی د فیصلی په انتظار وي، او الله تعالی به د خپل شان موافق په عرش باندې وي، هیڅ چا ته به د خپل ځای څخه د حرکت اجازه نه وي، ټول به د حساب کتاب په انتظار وي، د ګرمو سکروټو په شان په ګرمه ځمکه به ولاړ وي، نه به ابادي وي نه ونه، نه چترۍ نه بل سیوری، هم په دی حالت کې به ځینی خوش نصیبه د الله تعالی د عرش تر سیوری لاندی په ډیر ښه حال کې ناست وي، نه به ګرمي وي نه به لمر، بلکه پټ او ښکاره دواړه په اطمینان کې وي، دا خلک به څومره خوشحاله وي، په دی خلکو کې به هغه ځوان هم وي چا چې د خپل نفس غوښتنی د خپو لاندې کړې وي او خپله ځوانی یې د خپل رب په عبادت کې تیره کړی وي، خپل عمر او ځوانی یې د خپلو نفسی غوښتنو په منلو کې نه وي برباد کړی، بلکه د الله په خوشحالولو کې یې لګولی وي.
امام ابن حجر (رحمه الله) وایی: «ځوان یې ځکه په ځانګړي ډول ذکر کړ چې په ځوانۍ کې د شهوت غلبه زیاته وي، د نفسی غوښتنو قوت زورور وي، چې له امله یې عبادت ګران وي، نو په ځوانۍ کې عباد کول د دی نښه ده چې د دی انسان تقوی په خواهشاتو برلاسی ده» ۱6.
ایا نن په سینماګانو، فلم خانو، کلپونو، د بی حیایی په مرکزونو، شراب خانو، عشقی مرکزونو کې د ایرکندیشن په یخې هوا کې غافله ځوان، یا په کوم چمن، باغ، تفریح ځای کې د ونې د سیوري د لاندې د خپلې معشوقی په څنګ کې ناست بې پروا ځوان د قیامت د ورځې د سختې ګرمۍ په هکله فکر نه کوي؟
ایا د دې غفلت څخه د بیدارۍ وخت نه دی رارسیدلی؟
ایا په هغه پنځوس زره کاله اوږده ورځ کې د خپل ځان لپاره د سیورې د پیدا کولو په خاطر د الله عبادت د خپل عادت جوړولو وخت نه دی راغلی؟
ځوانانو! د قیامت نه ختمیدونکي ژوند د دنیا د له مینځه تلونکې ژوند په بدله کې مه ضائع کوﺉ، نن دا لږ ژوند د الله تعالی د حکمونو موافق تیر کړﺉ، تر څو چې سبا مو په نه ختمیدونکي ژوند کې نعمتونه او راحتونه په برخه شي.

۴- په ځوانۍ کې امید او ویره

ایمان د امید او ویری تر مینځ ساتل کیـږي، ویره د الله د عذاب څخه او امید د الله تعالی د رحمت او بخشش، که انسان یواځی ویره کوونکې شي او د الله تعالی د رحمت او مغفرت هیڅ امید ورسره نه وي، نو لدی امله انسان ګمراه کیدی شي، او فکر به کوي چې هسی هم د بښنې څه امید نه شته نو چې څه دې خوښه وي هغه کوه، که قیامت نه ښائسته کیـږي نو په دنیا کې خو ښې مزې وکړه.
او که بې ویرې شي او فقط امید کوونکې شي، نو دا هم د خطر څخه ډک کار دی، چې څه کوې هغه کوه، الله تعالی غفور رحیم دی بخښنه به وکړي، نه! ویره به هم کوې او امید به هم ساتې، ویره به دې له ګناهونو څخه ساتي، او امید به دې د الله تعالی د رحمت او مغفرت طلب کوونکی کړي، له دې امله په یو حدیث کې د یو داسې ځوان فضیلت ذکر شوی دی چې هم ورسره د الله د عذاب ویره وه، او هم یې د الله د رحمت امید په زړه کې وو.
عن أنس (رضی الله عنه) أن النبي (صلی الله علیه وسلم) دخل على شاب وهو في الموت، فقال: “كيف تجدك؟” قال: “أرجو الله يا رسول الله، وأخاف ذنوبي”، فقال رسول الله (صلی الله علیه وسلم): “لا يجتمعان في قلب عبد في مثل هذا الموطن؛ إلا أعطاه الله ما يرجو وآمنه مما يخاف” 17.
انس (رضی الله عنه) وايي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د یو ځوان خواته په داسې حالت کې ورغی چې هغه د مرګ په حال کې وو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: څه حال دی؟ هغه وویل: ای د الله رسوله! د الله تعالی څخه امید هم لرم، او د خپلو ګناهونه ویره هم راسره ده، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: د کوم انسان په زړه کې چې په دی حال کې دا دوه صفتونه یو ځای شي، نو الله تعالی ده ته هغه څه ورکوي چې دی یې امید لري، او د هغه څه نه یې ساتي چې تری ویـریـږي.
دا د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) د هغه ځوان لپاره زیری وو، د چا په زړه کې چې امید او ویره دواړه یو ځای شوی وو، او ښکاره خبره ده چې امید خو د عبادت پرته نه رامینځ ته کيـږي، خامخا هغه به یو عبادت کې ځوان وو، او د خپل عبادت په وجه به یې دا امید لرلو چې الله تعالی به ورله په خپل رحمت کې ځای ورکړي، خو د دې سره بې ویرې هم نه وو، چې خامخا به د هغه عبادت قبلیـږي او نه هغه خپل ځان د ګناه څخه پاک ګڼو، له هم دې امله د هغه په زړه کې ویره وه چې هسی نه د ګناه په وجه هغه ونه نیول شي.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه د دی حالت تعریف وکړ، او هغه ته یې زیری ورکړ، چې الله تعالی به ستا امید پوره کړي او د کوم شی څخه چې ویریـږي له هغې به دې په امن کړي.
په دې حدیث کې د بې امیده او بی ویری ځوانانو لپاره د عبرت درس دی، مرګ خامخا راځی خو وخت یې معلوم نه دی، ماشوم هم مري، لوي هم، ځوان هم مري، بوډا هم، سړی هم مري ښځه هم، مالدار هم مري غریب هم، نو آیا د دغه ناڅاپي راتلونکي شي لپاره تیاری نه دی په کار؟ آیا کوم ځوان امید او ویره د مرګ لپاره د توښې په ډول تیاروي؟ په کار ده چې ځوان هغه عبادت د ځان لپاره توښه وګرزوی د کوم په نتیجه کې چې امید او ویره پیدا کيـږي.
د الله څخه ویره د مؤمن صفت دی، الله تعالی فرمایي:
(إن الذين هم من خشية ربهم مشفقون، والذين هم بآيات ربهم يؤمنون، والذين هم بربهم لا يشركون، والذين يؤتون ما آتوا وقلوبهم وجلة أنهم إلي ربهم راجعون، أولئك يسارعون في الخيرات وهم لها سابقون)) 18.
«کوم خلک چې د خپل رب څخه ویریـږي، او څوک چې د خپل رب په ایاتونو یقین کوي، او هغوی د خپل رب سره شریک نه جوړوي، او هغه څوک چې د عمل کولو سره بیا هم د هغوی زړونه په ویره کوي چې دوي به خپل رب ته ورځی، نو دغه ډول خلک په نیک کار کې کوشش کوي او هغوی د یو بل سره سیالي کوي».
د مؤمنانو مور عائشه صدیقه (رضي الله عنها) وايی: «ما د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه د دی ایت په هکله پوښتنه وکړه ( والذین یؤتون ما آتوا وقلوبهم وجلة ) آیا د دی څخه هغه خلک مراد دي څوک چې شراب څښی، او غلا کوي؟ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمائل: د صدیق لوری، نه! دا هغه خلک دی چې روژی نیسی، لمونځونه کوي، خیراتونه ورکوي، خو د دی سره بیا هم ویریـږي چې الله تعالی به دا قبول کړي او کنه، دا هغه خلک دي چې په نیکو کارونو کې تیزي کوي» ۱9.

۵- د الله په لاره کې مخکی کیدونکي ځوانان

الله تعالی چې ځوان ته کوم د ځوانۍ عمر او طاقت ورکړی دی هغه دی غنیمت وګڼي، او د قیامت په ورځ د صحیح جواب ویلو او د الله تعالی د عرش د لاندی په سیوری کې د ځای پیدا کولو لپاره دی د الله تعالی د دین خدمت وکړي او د هغه په لاره کې دی خپل ځان مخکې کړي.
په دی کار کې دی صحابه کرام (رضي الله عنهم) د خپل ځان لپاره نمونه وګرزوی چې څه رنګ ځوانان صحابه د الله تعالی په لاره کې مخکې کیدل، او په هر هغه میدان کې یې خپل طاقت ښکاره کړی وو په کوم میدان کې چې د حق او باطل مقابله روانه وه، د علم او عمل میدان وو، که د دعوت او تبلیغ، د خلکو د خدمت میدان وو، که د جنګ میدان، په هر ځای کې ځوانان صحابه مخکې وو.
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په هره غزا کې د ځوانانو صحابه ؤ کړنه ښکاره کوله خو د اسلام او کفر په اولنۍ جګړه کې چې څه رنګه ځوانانو صحابه د خپل لښکر په مقابل کې د کافرو د دری چنده زیات لښکر مقابله کړی وه او هغه یې د ماتی سره مخ کړی وو د هغې مثال نشته، د دغه جنګ حال په حدیثو کې بیان شوی دی.
د دغې غزا یوه صحنه په دې حدیث کې بیان شوې ده.
عن علي (رضي الله عنه) قال: “تقدم عتبة بن ربيعة، وتبعه ابنه وأخوه، فنادى: من يبارز؟ فانتدب إليه شباب من الأنصار، فقال: من أنتم؟ فاخبروه، فقالوا: لا حاجة لنا فيكم، إنما أردنا بني عمنا ” 20.
علي (رضي الله عنه) وايي: «(د بدر د غزا په شروع کې) عتبه بن ربیعه رامخکې شو، چې زوي او ورور یې ورپسې وو، او آواز یې وکړ: څوک شته چې مقابلی ته راووزي؟ په دې کې د انصارو يو څو ځوانان په منډه ورغلل، عتبه ورته وویل: تاسو څوک یی؟ هغوی خبر ورکړ (چې مونږ انصار یو) هغوی ورته وویل: تاسو ته زمونږ اړتیا نشته زمونږ د خپل تره زامنو (مهاجرین) سره کار دی…».
دا د ځوانانو صحابه ؤ عمل وو چې د مقابلی د بلنې په وخت کې د انتظار پرته په خپله خوښه میدان ته کوزیدل، او د هغوی د خپل ځان سره کوم فکر نه وو.
نن هم زمونږ ځوانان مخکې کیـږي خو سینماګانو ته، کلبونو ته، د سیالۍ او تفریح ځایونو ته، نن هم ځوانان د خپل ځان لپاره یوه نمونه ګوري خو په صحابه کرامو کې نه، په خپلو مشرانو کې نه، بلکه په فلمی ستورو کې، د هالی ووډ او بالی وډ په هنرمندانو (ډمانو) کې، په سندر غاړو کې، په لوبغاړو کې، او نوم به د مسلمان اخلي! تعجب دی په دی مسلمان او د هغه مسلمانۍ ته، او تعجب دی داسې ځوان او د هغه ځوانۍ ته چې خپل تول قیمتی وخت په بی ځایه کارونو لګوي، چې له امله یې په ډیرو جسمانی او ذهنی مرضونو اخته کیـږي.
څومره به ښه وي چې زمونږ ځوانان صحابه کرام د خپل ځان لپاره نمونه کړي، د هغوی په نقش قدم باندې لاړ روان شي، د الله تعالی په لار کې سیالي وکړي، د دنیا د غمونو څخه بی غمه د اسلام په فکر کې شي، د دنیا څخه ډیر د آخرت په فکر کې شي نو الله تعالی به یې دنیا هم ښائسته کړي.
نن مونږ د دنیا د آبادولو لپاره خپل آخرت بربادوو، نو نه دنیا په لاس راغله او آخرت مو هم خراب شو، د دی لامل دا نه دی چې زمونږ په ځوانانو کې صلاحیت نه شته، صلاحیت شته خو د هغې څخه کار نه دی اخستل شوي، جذبه شته خو هغه ورکه کړی شوی ده، فکر شته خو د هغې مخ غلط طرف ته اړول شوی دی، کوشش کیږی خو په غلطه لار کې.
ځوانانو له په کار دی چې خپل صلاحیتونه، جذبه او کوشش په سم طرف کې ولګوي، د بی فائدی ا وبی ګټی شیانو څخه دی ځانونه وساتی، خپل صلاحیتونه دی د خپل رب د خوشحالو لپاره په کار راولی، د ځوانانو صحابه دی د خپل ځان لپاره نمونه کړي چې دا د کامیابۍ، او نیک مرغۍ لاره ده.
تر څو چې په ځوانانو کې د قربانۍ او سرښندنی جذبه نه وي پیدا شوې، د هغوی صلاحیتونو ته سمه لار نه وی ورکړل شوي نو تر هغې پورې د مسلمانانو تیر برم او عزت نه راګرځي.

۶- د مشرانو عزت کوونکی ځوان

په اسلام کې د ټولنی د بیلا بیلو مرحلو د خلکو د یو بل سره د اړیکو د ساتلو لپاره لارښوونې شوې دي، کشرانو ته د لویانو د عزت کولو حکم شوی دی، او لویانو ته پر کشرانو د شفقت او مهربانۍ امر شوی دی، د علماؤ احترام کول، په یو بل سلام کول، د خبرو اترو د ادابو لحاظ ساتل، او د غلطۍ په وخت کې د معافۍ کول لارښوونی شوی دی.
په دغه ډول په قرآن او سنت کې د ټول هغه کارونو څخه د ډډې کولو حکم شوی دی کوم چې په ټولنه کې د فساد او اختلاف لامل کیـږي، لکه په سورة الحجرات کې چې کوم احکام ذکر شوي دي د یوې مسلمانې ټولنې د پر ځای ساتلو لپاره پر هغې عمل کول ضروري دي.
نن ورځ د دغه اسلامي لارښوونو څخه د سر غړونی له امله په اسلامی ټولنو کې بیلا بیل فسادونه خپاره شوي دي، د بی اتفاقۍ، بدګمانۍ او بې امنیتۍ لامل هم دغه دی.
د ټولنې د بیلا بیلو مرحلو په لحاظ ساتلو سره په ځوانانو باندې د خپلو مشرانو احترام لازم شوی دی، او د هغه ځوانانو فضیلت بیان شوی دی څوک چې د مشرانو احترام او عزت کوي.
عن أنس (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم): “ما أكرم شاب شيخا لسنه إلا قيض الله له من يكرمه عند سنه” 21.
أنس (رضي الله عنه) وایی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلی دی: «کوم ځوان چې د عمر د زیاتوالی له امله د یو بوډا عزت وکړي نو الله تعالی به د ده د بوډا والي په وخت کې یو څوک د ده د عزت لپاره مقرر کړي».
دا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زیری دی چې په ریښتیني کیدو کې یې هیڅ شک نشته، که یو ځوان له دې امله د یو مشر عزت وکړي چې له ده څخه په عمر کې زیات دی، نو یوه ورځ به خامخا داسې راشي چې دی به اړتیا لري او الله تعالی به د یو ځوان په ذریعه د ده عزت او خدمت وکړي، ځکه چې تا د چا سره څه قسم سلوک وکړ، هغه شان ستا سره کیـږي، که چا د مشر بی عزتي وکړه، نو یو ورځ به د ده بی عزتي کیـږي، او که چا د مشر عزت او احترام وکړ، نو د ده به هم عزت او احترام وکړی شي.
ځوان دې دا خبره په خپل ذهن کې کښینوي که نن هغه په سرک باندې د یو تیریدونکي بوډا لاس ونیوه او د هغه مرسته یې وکړه، د هغه د اوږی بار یې واخست، په موټر کې ولاړ مشر ته یې ځای پریښود، د کوم مظلوم سره یې کومک وکړ، نو سبا ته به الله تعالی د ده بدله ورکړي، خو که چا په کوم بوډا پورې ټوکې وکړې، هغه ته یې تکلیف ورسولو، په خپله په سیټ باندې ناست وي او مشر ته یې ځای پرینښود، نو سبا به د ده سره هم داسې کیـږي.
که چا د خپل پلار سره بد تمیزی وکړه، نو سبا له به د ده سره د هغه زوی بد تمیزي وکړي، که چا د خپلی مور خیال ونه ساته نو سبا له به د هغه زوی او لور د ده خیال ونه ساتی.

۷- د شکي ځای څخه لیرې اوسیدل

د ګناه څخه ځان ساتل او تقوی اختیارول د هر مسلمان مسؤولیت دی، خو په ځوانانو باندې دا مسؤولیت د نورو څخه زیات دی ځکه چې د هغوی صلاحیتونه زیات دي، او د ګناه له امله د هغه صلاحیتونه ختمیـږي، صلاحیتونه د انسان سره د الله تعالی امانت دي او د ګناهونه له امله په دغه امانت کې خیانت کیـږي، اسلام غواړي چې ځوانان خپل صلاحیتونه په خپلی او د نورو په ګټه راولي، او د هر هغه شی څخه ځان وژغوری چې د ده صلاحیتونه تاوان رسوي، چې په هغې ګناه هم شامله ده.
اسلام د یوې ځانګړي ګناه «زنا» د منع کولو پر ځای د هغې خوا ته د ورتګ څخه هم منع کړی ده (ولا تقربوا الزنا إنه كان فاحشة وساء سبيلا) 22، «او زنا ته نژدی مه ورځئ ځکه چې دا د بې کار او ناوړه لار ده».
«زنا نه کول» او د «زنا خوا ته نه نژدې کیدل» په دواړو کې لوی توپیر دی، زنا ته د نژدی نه ورتللو مقصد دا دی چې د هغه شی څخه هم ځان وساته کوم چې د زنا باعث کیـږي، لکه: پردۍ ښځی ته کتل، بې باکه خبرې کول، ځان له کیناستل، مخلوط مجلسونه کول او داسې نور، ځکه چې دا زنا د نژدی تلو لارې دي، که دا لارې بندې شي نو د زنا په خپله له مینځه ځي، خو که دا لاری آزادې وي نو بیا په زنا کې واقع کیدل ګران کار نه دی.
له دی امله نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) خپل صحابه د شکي ځایونو ته تللو او د شکي کارونو د کولو څخه منع کړی دی، فرمایی چی: “الحلال بين، والحرام بين، وبينهما أمور مشتبهات، آلا فاتقوا الشبهات” ، «حلال هم ښکاره دی او حرام هم، خو د دواړو تر مینځ ځینې شکي شیان دي، نو د هغې څخه هم ځان وساتئ»، ځکه د شکي شیانو کول انسان یو وخت په حرامو کې واقع کوي.
د ګناهونو وسیلی او لارې بندول ضروري دي، او دا ویل نه دي په کار چې په دی باندې هیڅ نه کیـږي، ځکه زمونږ مخی ته د نبی کریم (صلى الله عليه وسلم) او د صحابه کرامو (رضی الله عنهم) ژوند مخې ته دی، سره له دې چې هغوی د ټولو څخه غوره مخلوق وو، خو بیا یې هم احتیاط کولو، لکه په دې واقعه کې:
عن علي (رضی الله عنه) قال: “استفتته (صلى الله عليه وسلم) جارية شابة من خثعم، فقالت: إن أبي شيخ كبير قد أدركته فريضة الله في الحج، أفيجزئ أن أحج عنه؟ قال: “حجي عن أبيك” قال: ولوى عنق الفضل، فقال العباس: يا رسول الله! لم لويت عنق ابن عمك؟ قال: رأيت شابا، وشابة فلم آمن الشيطان عليهما” 23.
«علی (رضي الله عنه) وايي چې د خثعم قبیلی یو پیغلې د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) څخه پوښتنه وکړه چې زما پلار ډیر بوډا دی او پر هغې حج فرض شوی دی، آیا زه د هغې لپاره حج کولی شم، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: “هو! د خپل پر ځای حج وکړه”، علی (رضی الله عنه) وایي چې په دی وخت کې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د (خپل تره عباس د زوی) فضل  ورمیږ بل طرف ته واړوه، عباس (رضی الله عنه) پوښتنه وکړه: ای د الله رسوله! ولې دې د خپل تره د زوی ورمیږ بل طرف ته واړوه؟ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وویل: “ما ځوان او پیغله (یو بل ته په کتو) ولیدل نو د شیطان څخه پرې وویریدم”.
په دې حدیث کې د هغه خلکو لپاره د عبرت درس دی څوک چې وایي د مخلوطو پروګرامونو له امله هیڅ نه کیـږي، چې زړه پاک وي نو هر څه سم وي، خو آیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په خپل تره په زوی باندې بد ګمانه وو؟ یا د یو صحابي په ځانګړي ډول د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د تره د زوی څخه د دغه ناوړه کار سرته رسولو تصور هم کیدی شو؟ بلکه دا نبوي لارښوونی دي تر څو ټولې هغه لارې وتړل شي د کومو له امله چې په ګناه کې د واقع کیدو ویره وي، که د یو صحابي او صحابیی په زړه کې شیطان وسوسه اچولی شي، او د اسلام د پیغمبر دا ویره وي چې کیدی شي د دې ځوان او پیغلې په زړه کې شیطان د ګناه وسوسه واچوي، نو د نن سبا په ځوانانو او پیغلو باندې څه اعتماد په کار دی.
“ځینې خلک وایي چې د ناوړه اړیکو د مخنیوي لپاره د سړو او ښځو تر مینځ د حجاب لازمول او په ټولنه کې د هغوی په ګډ ژوند باندې بندیـز لګول په حقیقت کې د دوی په اخلاقو او سیرت باندې حمله کول دي، ځکه چې د دینه خو دا معلومیـږي چې د ټولنی ټول وګړي بد کاره دي او څوک چې دا قسم پابندیانی لګول غواړي په حقیقت کې د هغوی په خپلو سړو او ښځو باندې یقین نشته.
دا خبره خو په ښکاره معقوله ښکاري خو په کار ده چې دا دلیل نور هم مخکې بوتلل شي، هر قلف چې دروازی ته لګول کیـږي ګویا دا د دې خبری اعلان دی چې د دې دکان یا د کور څښتن ټولو خلکو ته غله وایی، د پولیسو مقررول د دې خبری دلیل دی چې حکومت خپل ټول رعیت بدمعاشه ګڼی، په دغه ډول په کار وبار کې چې کوم خطونه لیکل کیـږي او ضمانتونه اخیستل کیـږی ګویا دواړه طرفونه یو بل ته د خیانت ګر په سترګه ګوري.
کوم تدبیرونه چې د جرم د مخنیوی لپاره کیـږي په هغې کې دا خبره شامله ده چې ټول هغه خلک په امکانی ډول مجرمان ګڼل کیـږي په چا چې د دغه تدبیر اغیزه کيږي، د دی دلیل په رڼا کې خو دغه دلیل ویونکې خلکو ته د غلو، خیانت ګرو او بدمعاشانو په نظر ګوري خو د خپل عزت په معامله کې یې هیڅ پروا نشته، نو بیا ولی فقط په دغه یوه معامله کې احساسات دومره نازک شوی دي.
اصلي خبره دا ده چې د کومو خلکو په ذهنونو چې د پخوانیو اخلاقو اغیزه څه نا څه پاتې ده نو هغوی خو زنا او جنسي آزادي بده ګڼی خو دومره یې هم بده نه ګڼی چې د هغې د مخنیوی اړتیا دې محسوسه کړي، له دی امله د اصلاح او مخنیوی په تدبیرونو کې زمونږ او د دغه خلکو نظر جدا جدا دي، که په دوی د فطرت حقیقت په سمه توګه ښکاره شي او دوی دا معامله په سمه توګه وپیژني، نو دوي به زمونږ سره په دې کې اتفاق وکړي چې انسان تر څو پورې انسان دی او په هغه کې د حیوانیت ماده شته، نو تر هغې پورې یو داسې تمدن چې د افرادو د خواهشاتو او د هغوی د نفسی غوښتنو پر ځای د ټولنې اصلاح او بریالیتوب غواړي نو هغه د دغه ډول تدبیرونو څخه غافل کیدی نه شي”24.

8- د پاک لمنۍ په خاطر واده کول

اسلام د انسان په فطري او طبعي غوښتنو پوره کولو باندې بندیز نه دی لګولی، بلکه د هغې د سمون لپاره یې لارې جوړې کړې دي، له دې امله یې ځوانان د شکي ځایونو څخه د تللو څخه منع کړي دي، تر څو په تولنه کې د فساد د خوریدو مخه ونیول شي، او ځوانانو ته یې د هغوی د فطري غوښتنو د پوره کولو لپاره د واده کولو حکم کړی دی.
په قرآن کریم الله تعالی فرمايی: (وأنكحوا الآيامى منكم والصالحين من عبادكم وإيماءكم) 25 ، « په تاسو کې چې څوک بې واده وي د هغوی نکاح وکړي او ستاسو په غلامانو ووینځو کې چې څوک د نکاح وړ وي هغوی ته هم».
د دې حکم څخه معلومیـږي چې الله تعالی د واده په کولو تاکید کړی دی، او د ټولو هغه نارینه او ښځینه د واده حکم یې کړی دی چې واده ته اړتیا لري، تر دی چې غلام او وینځه چې تر ډیره حده بی واکه وي د هغوی د واده کولو حکم یې هم کړی دی خو په دی شرط چې په هغوی کې د واده د غوښتنو د پوره کولو صلاحیت وي، او دا مسئولیت الله تعالی د قوم په غاړه اچولی دی تر څو د دی کار اهمیت ښکاره شي، او د واده چې کومې ګټی دي ټول قوم د هغې څخه برخه من شي، او د واده د نه کولو چې کوم نقصانونه دي ټول قوم د هغې څخه وساتل شي، ځکه هیڅ یو عقل مند انسان د دې څخه انکار نه شي کولی چې که چیرې د جائز واده دروازه وتړل شي نو د ټول قوم اخلاقی حالت خرابیـږي 26.
واده کول د ټولنې د سمون لامل کیـږي، او د واده څخه سرغړونه، یا په هغې کې ورسته والی، یا د رسمونو او رواجونو له امله واده ګرانول په ټولنه کې د فساد لامل کیـږي، ځکه خو نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) ځوانانو ته د واده کولو حکم کړی دی تر څو د هغوی فطری غوښتنې په سمې او شرعي ټوګه سره پوره شي.
عن عبد الله بن مسعود (رضی الله عنه) قال قال لنا رسول الله (صلى الله عليه وسلم): “يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء” 27.
عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) فرمایي چې مونږ ته د الله پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: « ای د ځوانانو ډلی! په تاسو کې چې څوک د واده طاقت لري نو هغه دې واده وکړي، ځکه واده کول د نظر د ښکته کولو او د شرم ګاه د ساتلو وسیله ده، او که څوک د واده طاقت نه لري نو هغه دې روژی نیسی ځکه هغه د ده د شهوت کمونکې ده».
په دې حدیث کې که یو طرف ته د واده کولو حکم شوی دی نو بل طرف ته د واده ګټې بیان شوې دي چې د واده له امله پاک لمني پیدا کیـږي او انسان د حرامو څخه ساتل کیـږي.
د نکاح دا تاکیدي حکم په مصلحت او حکمت باندې ایښودل شوی دی، ځکه چې د انسان په خټه کې جنسي میلان پروت دی، چې د ځوانۍ د رسیدو ورسته د هغې نښی ښکاره کیـږي او ورو ورو زیاتـیـږي چې د غوښتنې رنګ غوره کوي.
په خوب او ویښه، ګرځیدو راګرځیدو، ناسته ولاړه هر وخت کې هم دغه یو احساس په ده باندې غالب او برلاسی وي، د زړه او عقل تر مینځ هر وخت جنګ وي، طبعیت د حدونو د پروا کولو پرته خپله غوښتنه پوره کول غواړي خو عقل هغه سمبالوي، د عقل او طبیعت په دی جنګ کی کله عقل غالب وي او کله طبیعت برلاسی شي، د بی واده توب په زمانه کې په خاص ډول د ځوانۍ په ورځو شپو کې هم دا کشمکش جاری وي.
خو کله چې انسان واده وکړي او د نفسی غوښتنو د پوره کولو جائز لاره پیدا شي نو انسان د دغه کشمکش څخه خلاص شي او د دغه بي فائدی خیالونو څخه نجات بیامومي او په ګټورو کارونو کې ورته د وخت د لګولو موقع په لاس ورشي، ارام او اطمینان ورته په برخه شي، او دا یو حقیقت دی چې کوم کار په سکون او اطمینان سره تر شي هم هغه ګټور او د ښو پایلو لرونکی وي 28.
د دی حکمونو او لارښوونو څخه د اسلامي شریعت هدف دا دی چې د جنسی پراګندګۍ ټولی لاری وتړل شي، نفسی غوښتنی د واده په دائره کې رابندی کړل شي، او د دغه دائری څخه بهر چې څومره ممکن وي جنسی فعالیتونه له مینځه یوړل شي، او کومی غوښتنی چې طبیعی دی د هغي د پوره کولو لپاره یو مرکز جوړ کړل شي، چې هغه مرکز د سړی لپاره خپله ښځه او د ښځی لپاره خپل خاوند دی، تر څو انسان د ټولو غیر طبیعی او په خپل لاس جوړی شوی ذهنی پراګندکۍ او د کار د انتشار څخه وژغورل شي او په خپل ټول طاقت سره د ټولنی خدمت وکړي، او د صنفی محبت او جاذبیت کومه ماده چې الله تعالی د دی کار خانی د چلولو لپاره په سړی او ښځی کې پیدا کړی ده هغه د یوی کورنۍ په جوړښت کې مصرف کړي.
واده کول د هر اړخ څخه یو غوره کار دی، ځکه چې واده د انسانی او حیوانی فطرتونو غوښتنی او د الله تعالی د قانون هدف پوره کوي، او د واده څخه ډډه کول (یا ورسته کول، هغه د رواجونو او رسمونو، او ولورونو د ډیر والی له امله ګرانول) یو ناوړه کار دی ځکه چې د دی له امله به یوه بدی خامخا رامینځ ته کیـږي، یا خو به انسان د فطرت غوښتنی نه پوره کوي او خپل قوت په د فطرت سره په جنګ کې ضائع کوي، او یا به هغه د فطرت د غوښتنو په مقابل کې بی وسه کيـږی او په هر غلطه او ناجائزه لاره به خپلې فطري غوښتنې پوره کوي 29.
له دې امله ځوانانو ته په کار دي چې د خپل پیغمبر په نصیحت عمل وکړي او د خپلی پاک لمنۍ لپاره واده وکړي او خپل صلاحیتونه د ذهنی کشمکش پر ځای د ټولنی د سمون او جوړښت لپاره په کار راولي.
الله تعالی دې مونږ او زمونږ ځوانانو وروڼو ته د اسلام د دې پیغام د پوهې او پرې د عمل کولو توفیق راکړي. آمین.

سر چینی:

۱- سورة التحریم: 6
۲- سورة الکهف: 29
۳- سورة الذاریات: 56-58
4- سورة التین: 4
۵- سورة البقرة: 30
۶- سورة البقرة: 34
7- سورة بنی اسرائیل: 70
8- سورة البقرة: 29
9- سورة ابراهیم: 32-33
10- سورة الزخرف: 13
11- المستدرك للحاكم، والبيهقي في شعب الإيمان
12- سنن الترمذي، أبواب صفة القيامة والرقائق والورع، باب في القيامة،
حديث نمبر: 1416
13- سورة العصر
14- تفهيم القرآن، إمام مودودي (رحمه الله) 6/450
15- صحيح البخاري، كتاب الحدود، باب فضل من ترك الفواحش، حديث نمبر: 6806
16- فتح الباري، حافظ ابن حجر العسقلاني، 2/170
17- سنن ابن ماجة، أبواب الزهد، باب ذكر الموت والاستعداد له، حديث نمبر: 4261
18- سورة المؤمنون: 57-61
19- سنن الترمذي، أبواب التفسير، ومن سورة المؤمنين، حديث نمبر: 3225
20- سنن أبي داود، كتاب الجهاد، باب في المبارزة، حديث نمبر: 2665
21- سنن الترمذي، أبواب البر والصلة، باب ما جاء في إجلال الكبير،
حديث نمبر: 2022
22- سورة بني إسرائيل: 32
23- سنن الترمذي، أبواب الحج، باب ما جاء أن عرفة كلها موقف، حديث نمبر: 885
24- پرده، امام مودودي، ص: 151-152
25- سورة النور: 32
26- اسلام كا نظام عفت وعصمت، مولانا ظفر الدين، ص: 55
27- صحيح البخاري، كتاب النكاح، باب من لم يستطع الباءة، حديث نمبر: 5066
28- اسلام كا نظام عفت وعصمت، ص: 66
29- پرده، ص: 196

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: