اوبه، چای، قهوه او څښاکبیولوژي

د اوبو ککړتیا، ډولونه او تصفیې لارې

د اوبو ککړتیا (Water Pollution)

اوبه د ځمکې د ډېرو زیاتو او بیا نوي کېدونکو سرچینو څخه دي ځکه چاپیریال کې دوران کوي او د بیا ځلي د ګټې اخېستنې وړ دي. په صنعتي هیوادونو  کې هره ورځ زیاته اندازه اوبه د خلکو او فابریکو په واسطه مصرفیږي، خو له بده مرغه زیاته اندازه موجودې اوبه ککړې دي.

د اوبو د ککړتیا عمده سرچینې

۱-  عضوي ضایعات

ددې ضایعاتو منشا حیواني او نباتي ده او په عمومي صورت سره د ژوندیو اجسامو په واسطه د تجزیې وړ دي. یعنې نوموړي مواد د بکتریا او نورو ژوندیو اجسامو په واسطه تجزیه کېږي او په ساده موادو بدلیږي. دا مواد د فاضله ځایونو اوبه د کنسروه په جوړولو ضایعات، هګۍ، د غوښو ځایونه، د کاغذ جوړولو فابریکې او نورو څخه عبارت دي.

د ترکیبي عضوي موادو مختلف ډولونه، لکه حشره وژونکي، کیمیاوي سرې، د اوبو پاکوونکي مواد، هغه ژوندي اجسام چې په اوبو کې ژوند کوي، هغوی لپاره زهرې وي خو په عین وخت کې د نباتاتو لپاره خوراکي توکي لري.

۲- غیر عضوي کیمیاوي مواد

دغه مواد د کانونو د رایستلو او نورو صنعتي عملیو په واسطه په اوبو کې ټولیږي. ځینې ضایعات فلزات لري په ځانګړی ډول سیماب او سرب لري چې د انسانانو او نورو حیواناتو لپاره زهري دي. کله چې دغه مواد اوبه ککړې کړي، سیماب، سرب او ځینې حشره وژونکي لومړی د اوبو د نباتاتو او الجي په واسطه خوړل کېږي. زهري مواد د هغوی په بدن کې جمع کېږي. کله چې لومړني مصرف کوونکي د دویمي مصرف کوونکي او دویمي د درېمي مصرف کوونکو په واسطه وخوړل شي، زهري مواد له مخکینیو مصرف کوونکو څخه وروستنیو مصرف کوونکو ته لېږدول کېږي. د زهري موادو غلظت لوړیږي. حیوانات او انسانان يې چې مصرف کوونکي دي، زیانمن کېږي.

۳- ناروغیو تولیدوونکي کوچني اجسام

دا اجسام ښايې د فاضله غیر تصفیه شوو اوبو او د حیواناتو د فارمونو له ضایعاتو څخه اوبو ته داخل شوي وي. دغه ککړې اوبه ښایې اشریشیا کولي او نور موجودات لکه بکتریا او ویروسونه، چې د تودې وینې لرونکي حیوانات په کولمو او یا فضله موادو کې ژوند کوي، ولري.

۴- د تودوخې د درجې بدلون

د تودوخې د درجې بدلون کېدی شي د کبانو او نورو ژوندیو موجوداتو د مړینې لامل شي چې په اوبو کې ژوند کوي دغه ډول ککړتیا د تودوخې د ککړتیا په نامه یادیږي. د تودوخې ککړتیا هغه وخت واقع کیږي چې د چینو یخې اوبه د فابریکو د مشین الاتو د سړولو لپاره استعمال شي. نوموړې اوبه حرارت اخلي او ګرمیږي. کله چې دغه ګرمې اوبه بیا چینو ته ځي، سربیره پر دې چې د ژوندیو موجوداتو باندې مستقیم تاثیر لري، اکسیجن پکي هم کمیږي چې د ژوندیو موجوداتو  لپاره یوه حیاتي ماده ده

۵- د اوبو د ککړتیا نور ډولونه

په اوبو کې د تیلو خپریدل ، د رادیو اکتیف دضایعاتو موجودیت. تیل په ټولو بڼو په اوبو کې دژوند لپاره زهري دي ان د بکتریا د ډولونو او نورو د مړینې سبب ګرځي، ځکه چې په اوبو باند ېد تېلو د طبیعي تشکیل اوبو ته د لمر د وړانګو او اکسیجن مخه نیسي. د اوبو الوتونکي کله چې خپلې له تېلو څخه ډکې بڼکې پاکوي تېل یې تېرېږي او د مړینې لامل یې کېږي.

د ککړو اوبو تصفیه

ککړې اوبه له استعمال شوو اوبو څخه عبارت دي چې د کورونو، تشنابونو، پخلنځایونو، ښارونو، روغتونونو، پوځي تاسیساتو، رسټورانټونو، ښوونځیو، حیواني او کرنیزو فارمونو، د خوراکي توکو په فابریکو، صنعتي دستګاه ګانو او د برېښنا دستګاه په واسطه منځته راځي. ککړې اوبه معمولا رسوي ځوړند او منحل مواد لري او د اوبو ککړوونکي عضوي مواد، لکه د حیواناتو او انسانانو فاضله مواد، میکروبونه، پرازیټونه او دهغوی هګۍ، فنګسونه او نورو څخه عبارت دي.

هره یوه صنعتي دستګاه دقانون له مخې مسوولیت لري چې د خپل مصرف لپاره خپلې د اړتیا وړ پاکې اوبه برابرې کړي او خپلې ککړې اوبه تصفیه کړي او بیا یې جاري اوبو ته ورګډې کړي، که نه، نو دنباتي، حیواني او انساني بېلا بېلو ناروغیو لامل کېږي او هم د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي.

د ککړو اوبو تصفیه د هر هیواد د اقتصادي وضعي، د فابریکو د موقعیت او د چاپېریال د شرایطو د قانون له پلوه توپیر کوي، چې له لاندې طریقو څخه کار اخېستل کېږي.

ابتدايي یا لومړنۍ تصفیه

په  دې عملیه کې ککړې اوبه په مقدماتي ډول تصفیه کېږي. لومړی اوبه له شګو څخه تېروي چې په دې طریقه له اوبو څخه جامد مواد، لکه پلاستیکي مواد، لرګي او نور جامد مواد لرې کېږي.

په ټانک کې د شګو رسوب

له پورتني پړاو څخه وروسته ککړې اوبه له اوږدو نلونو څخه تېریږي، د نلونو په بېخ کې کوچنۍ تیږي تولیږي. دلته نه یوازې کوچنۍ تیږي رسوب کوي ، بلکې کفګیرونه شتون لري، هغه تېل او غوړ مواد چې د اوبو په سر لامیو وهي، راټولوي او له اوبو څخه یې لرې کوي.

له دې پړاو څخه وروسته ککړې اوبه یو رسوب ورکوونکي ټانک ته استول کېږي اوبه دلته تر ډېره وخته پورې پریږدي. په دې ترتیب د ۴۰٪ څخه تر ۶۰٪ پورې پاتې شوي جامد مواد له اوبو څخه جلا کېږي. ځینې وختونه سرېښناکه کیمیاوي توکي د جامدو توکو له منځه ورولو لپاره ورزیاتوي، ترڅو جامد توکي پرې سرېش او له اوبو څخه جلا شي. د خټو او چکړو د جلاوالي وروسته حاصل شوي اوبه په ثانوي پړاو کې تصفیه کېږي.

ثانوي تصفیه

ثانوي تصفیه یوه بیولوژیکي عملیه ده، داسې ډیزاین شوې ده چې عضوي مواد له منځه وړي په  دې عملیه کې ککړي اوبه یو ځانګړي ټانګ ته وړل کيږي، هلته په ډیر تېزوالي سره هوا ورداخلوي، هوازي بکتریا او نور ذره بیني اجسام په چټکتیا سره وده کوي چې ددې اجسامو د فعالیت په واسطه عضوي توکي  تجزیه او له منځه ځي. کله چې د هوا ورکول پوره شي د هوا دتاثیر له کبله عضوي توکي په کاربن ډای اکساید او اوبو بدلیږي. پاتيې اوبه، چې خټې او چکړې، د لومړني پړاو په شان د ټانک لاندینۍ برخه کې رسوب کوي. د یو لړ کیمیاوي او بیولوژیکې عملیو په واسطه رسوب شوي توکي  هم تجزیه کېږي او له اوبو څخه یې جلا کوي، چې د بیولوزیکي عملیو په واسطه تجزیه کېږي، له منځه ځي.

دریمه تصفیه

څرنګه چې په لومړۍ او دویمه تصفیه کې ټول عضوي مواد له منځه نه ځي، په اوبو کې پاتې شوي مواد په دریمه تصیفه کې له منځه ځي. دا مواد ۵۰٪ نایتروجني  مواد او ۷۵٪ فاسفیت لرونکي مواد دي. دا پړاو داسې ډیزاین شوی دی چې ټول نایتروجني او فاسفیټي مواد له منځه وړل کېږي.

دریمه تصفیه نسبت بیولوژیکي عمليې ته زیاتره په فزیکي او کیمیاوي تصفیه باندې ډه ډه لګوي، ځینې سیستمونه له نایتروجن کموونککې بکتریا څخه کار اخلي. دا بکتریا له نایتروجنې عضوي مرکباتو څخه د نایتروجن ګاز اخلي، په امونیا یې اړوي او امونیا د بخار په ډول هواته تبخیر کوي.

د ځمکې د لاندې اوبو ککړتیا

د چینو او جهلیونو اوبه د ځمکې د سطحې د اوبو په حیث او په ځمکې کې لاندې تازه اوبه د ځمکې د لاندې اوبو په نامه یادیږي. آیا پوهیږۍ؟ چې د ټولنې د ورځنیو اوبو مصرف له ځمکې د سطحې له اوبو څخه چمتو کېږي یا د ځمکې د لاندې اوبو څخه.

د نړۍ  زیاتره نفوس د خپل څښاک اوبه له ځمکې لاندې اوبو څخه لاسته راوړي.

تر ۱۹۷۰م کال پورې داسې انګیرل کیده، مخکې له دې څخه چې ککړوونکې مواد د ځمکې لاندې اوبو زېرمو ته ورسیږي د خاورو په واسطه فلتر کېږې او عقیده یې درلوده چې د ځمکې لاندې اوبه نه ککړیږي. خو د نړۍ ورځني نفوسو د زیاتوالي سره طبیعي زیرمې پای ته رسیدلي یا ککړې شوي او د انسانانو لپاره نامطلوبه شوي دي. د ځمکې لاندې اوبه د کیمیاوي موادو د نفوذ له کبله کیمیاوي مواد لکه د کرنیزو آفتونو ضد درملونه، حشره وزونکي درملونه، صنعتي کیمیاوي مواد او نور ککړ شوي دي.

څرنګه چې کرنیز کیمیاوي مواد وروسته د کرنیزو فارمونو له اوبه خور څخه نه یوازې د ځمکې د سطحې اوبه، بلکې ځمکه د خپلو درزونو د سوریو له لار ېد ځمکې لاندې اوبه، چې د ځمکې سطحې ته نسبتا نږدې وي، داخلیږي او د ځمکې د لاندې اوبو د ککړتیا لامل کیږي. له بده مرغه تر اوسه پورې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا د لرې کولو لپاره کومه مناسبه او موثره طریقه نه ده پیدا شوې.

تمرین

لاندې خالي ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. په رسوب ورکوونکې ټانګ کې له اوبو څخه د …… تر …… فیصده جامد مواد جلاکیږي.
  2. په دریمه تصفیه کې له اوبو څخه ………….. او ……………. مواد له منځه ځي.
  3. …………. د اوبو ککړولو لوۍ عامل دی.
  4. د اوبو ککړتیا ……………د ګواښ سره مخ کوي.
  5. ……………… د ژوند یو اهم ضرورت دی.

حل

  1. ۴۰ تر ۶۰ ٪
  2. نایتروجني او فاسفیټي
  3. صنعت
  4. ژوند
  5. اوبه

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: