سیرت النبي لیکنې

د بلنې له پريښودلو انکار | سیرت النبي

جابر بن عبدالله رضي الله عنه  وايي: يوه ورځ قريش را جمع شول او په دې هکله يې مشوره وکړه ويل يو داسې سړى وګورئ چې ترهرچاکلک کوډګر، ستور پوه او شاعر وي، چې ورشي او هغه چا سره پاکه خبره وکړي چې زمونږ ترمنځ يې پريکون راوستی، مونږ يې په ډلو ويشلي يو او زمونږ په دين کې عيبونه لټوي، ټولو خلکو وويل چې ددې کار له پاره له عتبه بن ربيعه پرته بل مناسب سړى نشته،عتبه ته يې دنده ورکړه چې ته به ورشې او محمد( صلی الله عليه وسلم ) سره به خبره خلاصه کړې چې دى څه غواړي؟

عتبه ورغى پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ته يې وويل: اى محمده! دا راته ووايه چې ته غوره يې او که (ستا پلار) عبدالله غوره و؟ پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  چپ شو، عتبه بيا وويل: ته غوره يې او که (ستا نيکه) عبدالمطلب غوره و؟ پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  بيا چپ شو، عتبه وويل: که ته وايې چې هغوى له تا نه غوره وو؛ نو هغوى خو هم د هغو خدايانو عبادت کاوه چې ته يې بد وايې او که ستا خيال وي چې ته تر هغو غوره يې؛ نو راته ووايه! مونږستاخبره منو، قسم دی! مونږ دخپل قوم لپاره ستانه زيات بيکاره سړى نه دى ليدلی، تاپه مونږ کې بې اتفاقي اچولې ده، زمونږ يو والى دې له منځه وړى او زمونږ ډيرعيبونه دې رابرسېره کړي دي، ټولو عربو ته دې رسوا کړي يو، وايي په قريشو کې يو کوډ ګر او ستور پوه راپيدا شوى دى، په خداى قسم! مونږ دې ته راغلي يو چې أن اميدوارې ميرمنې هم توري را وباسي او يو بل له منځه يوسو.

ګوره! که شتمني غواړې مونږ به دومره مال درکړو چې ته به تر ټولو قريشو ډير شتمن شې، که ميرمن غواړې نو په قريشي ميرمنو کې وګوره مونږ به د يو پر ځاى لس ودونه درته وکړو، پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: خبره دې پاى ته ورسيده؟ عتبه وويل: هو! پيغمبر صلی الله عليه وسلم  بسم الله کړه او د فصلت سورت دا اياتونه يې ورته ولوستل :

[irp][irp][irp]

حم . تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ . كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ . بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ . وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِن بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ . قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ . الَّذِينَ لاَ يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ . إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ . قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ 0. وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاء لِّلسَّائِلِينَ . ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ . فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاء أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ . فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ    [ فصلت ١-١٣]

ژباړه: ح-م. (دا) د ډير مهربان بښونکي له خوا نازل شوى دى، يو داسې کتاب دى چې اياتونه يې بيل بيل څرګند بيان شوي چې عربي قرآن دى د هغه قوم د پاره چې پوهيږي ، زيرى ورکونکى او ويرونکى . خو بيا هم زياترو يې مخ وګرځولو او نه يې اوري. او دوى وايي چې زمونږ زړونه په پردو کې دي له هغه څه نه چې ته موږ ور بلې. په غوږو کې مو دروند والى او زمونږ او ستا تر منځ يوه پرده ده نو (خپل) کار کوه مونږ هم (خپل) کارکونکي يو، ورته وايه! زه خو ستا په شان ايله يو بشر يم، وحى راته کيږي چې ستاسې خداى يقيناً ايکي يوخداى دى نو تاسو د هماغه لورته ور نيغ (متوجه) شئ او بخښنه ترې وغواړئ او د مشرکانو د پاره تبايي ده، هغوى چې زکات نه ورکوي او له آخرته هم منکر دي، بې شکه کومو کسانو چې ايمان راوړى او ښه کارونه يې کړي د هغو د پاره نه ختميدونکى اجر دى، ووايه ايا تاسو له هغه ذات نه انکار کوئ چې ځمکه يې په دوو ورځو کې پيدا کړه او له هغه سره شريکان ټاکئ؟ همدا د مخلوقاتو پالونکى دى، او په هغې کې يې د پاسه غرونه پيداکړل او برکت يې پکې واچولو او په څلورو ورځو کې يې خوراکونه ور وټاکل، د ټولو پوښتونکو د پاره يو شان برابر، بيا د اسمان په لور متوجه شو او هغه (لکه) لوګى و نو هغه او ځمکې ته يې وويل: دواړه راشئ په خو ښه يا نا خوښه! ويلې دواړه په خوښۍ (تابعدار) راغلي يو، نو هغه يې بيا په دوو ورځو کې اووه اسمانونه جوړ کړل او په هر اسمان کې يې (مناسب) احکام وحى کړل او ددنيا اسمان مو په چراغونو ښکلى کړ او ومو ساتلو، دا د برلاسي ډير پوه ذات تدبير ټاکنه ده، نو که مخ يې وګرځولو بيا ورته ووايه چې ما له يوې (سختې) ټکې (عذاب) نه وويرولئ لکه د عاد او ثمود ټکه.

عتبه وويل: بس بس! له دې پرته بل ځواب نه لرې؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: نـه! په دې خبره عتبه پاڅيد قريشو ته ورغى ورته ويې ويل: تاسو چې څه غوښتل ما هغه ټول ورته وويل: هغوى پوښتنه وکړه: نو څه ځواب يې درکړ؟ عتبه وويل: هو! نه! په هغه خداى قسم چې کعبه يې د عبادت کور ټاکلى! هغه چې ماته څومره خبرې وکړې زمايواځې دا خبره په ياد ده چې ويل يې: زه تاسو له هغه عذابه ويروم چې پر عاديانو او ثموديانو راغلى و، خلکو ورته وويل: خداى دې ووهه! هغه خو تاسره په عربي ژبه خبرې کولې؛ نو بيا دې ولې نه دي په ياد؟ عتبه وويل: نه پوهيږم، هغه چې ماته څومره خبرې وکړې زما يې يواځې د عذاب خبره په ياد ده([2]).

همداسې روايت بيهقي او نورو له حاکم نه را اخيستى او وايي:…عتبه وويل: که ملکي غواړې مونږ ټول به خپلې جنډې ستا په مخکې ودروو او ته به مو تر پايه مشر يې، بيا چې پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  دا اياتونه ورته ولوستل : فإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ [فصلت ١٣] [irp][irp][irp]

نو عتبه يې په خوله لاس کيښود ويل: بس بس! د خپلولۍ په خاطر چپ شه! بياپاڅيد اوخپل کورته ولاړ، ابوجهل چې خبر شو قريشو ته يې وويل: په خداى قسم! زما په خيال عتبه هم  محمد ( صلی الله عليه وسلم  ) ته ور واوښوت او د هغه ډوډۍ خوند ورکړ او داکار يې ځکه وکړ چې نوموړى نيستمن شوى دى، ځئ چې ورشو! ټول ورغلل ابوجهل ورته وويل: اى عتبه! مونږ ددې له پاره راغلو چې ته محمد ( صلی الله عليه وسلم  ) ته ور اوښتى يې او د هغه خبرې دې خوښې شوي دي؛ نو ګوره که مال غواړې مونږ به دومره شتمني درکړو چې بيابه دې د محمد ( صلی الله عليه وسلم  ) خوړو ته هيڅ اړتيا نه وي، په دې خبره عتبه خواشينى شو او قسم يې وکړ چې زه به هيڅ کله د محمد( صلی الله عليه وسلم ) خبره ونه منم او ويې ويل: تاسو ټول پوهيږئ چې زه د قريشو له بډايانو څخه يم؛ خو خبره داده چې زه کله محمد( صلی الله عليه وسلم ) ته ورغلم داسې داسې مې ورته وويل او ټوله کيسه يې وکړه؛ خو په خداى قسم هغه زما د خبرو داسې ځوابونه راکړل چې نه کوډې وې، نه کهانت دى او نه شعر دى، بيا يې هغه اياتونه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته لوستي وو ولوستل او ويې ويل: هغه چې ماته اياتونه ولوستل ما يې په خوله لاس کيښود او ورته ومې ويل چې د خپلوۍ په خاطر چپ شه! خو تاسو پوهيږئ چې محمد( صلی الله عليه وسلم ) کله هم څه خبره وکړي هغه رښتيا وي؛ نو زه ويريږم هسې نه پرتاسو عذاب راشي ([3]).

ابن عمر رضي الله عنه  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  په جومات کې ناست و  بهر قريش را ټول شوي وو مشوره يې کوله چې څه ډول د پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  مخه ونيسي، عتبه خلکو ته وويل: داسې وکړئ چې د ټولو په استازيتوب ما ور واستوئ کيداى شي ستاسو په پرتله زه ډيره نرمه خبره ورسره وکړم، ټولو يې رايه ومنله او نوموړى ورغى له پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  سره کښيناست او ورته ويې ويل: اى زما وراره! زه فکر کوم ته په مونږ کې تر ټولو د درندې کورنۍ او لوړې مرتبې څښتن يې؛ خو تا خپل قوم په داسې جنجال اخته کړى چې بل هيچا به له خپل قوم سره داسې نه وي کړي، که غواړې په دې کار سره شتمني لاس ته رواړې نو ستا قوم به دومره مال درکړي چې ته به ترموږ ټولو ډير شتمن شې، که ملکي غواړې مونږ به تا تر ټولو غټ ملک کړو او ستا له مشورې پرته به هيڅ کار نه کوو، که پاچايي غواړې مونږ به دې پاچا کړو او كه دا هرڅه د يوداسې اثر له امله وي چې ته يې درملنه نشې کولاى؛ نو مونږ به تر هغه وخته ستا درملنه کوو چې ستا خوښه وي، پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: خبره دې پوره کړه؟ عتبه وويل: هو!

ابن عمر رضي الله عنه  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د حم سجده سورت پيل کړ  د سجدې ايات يې هم ولوست او بيا ولاړ شو سجد يې وکړه او عتبه همداسې شاته په لاس تکيه کړې وه، له سجدې وروسته يې تلاوت ته دوام ورکړ او نور اياتونه يې هم ولوستل، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  چې تلاوت پاى ته ورساوه عتبه پاڅيد؛ خو نه پوهيده چې خپل قوم ته څه ووايي؟ قريشو چې وليد يوتربله يې وويل: دسړي رنګ خو بدل ښکاري چې څه پيغام به يې راوړى وي؟ چې ورغى کښيناست او ويې ويل: اى قريشو! تاسو چې ماته کومې خبرې يادې کړي وې ماټولې ټکى په ټکى ورته وکړې؛ خو هغه ماته په داسې ژبه ځواب راکړ چې په خداى قسم داسې خبرې ما تراوسه نه وې اوريدلي او زه نه پوهيدم چې څه ځواب ورکړم، ګورئ! که زما منئ دا سړى  اوس پريږدئ! هغه په هيڅ صورت له خپلې خبرې څخه نه په شاکيږي، تاسو مه ورسره کښينئ او پريږدئ چې په نورو عربو کې کار وکړي ځکه چې پر نورو عربو دده بريا ستاسو بريا ده او د ده لوړوالى ستاسو سرلوړي ده اوکه ناکام شو؛ نو د بل په لاس به ستاسو موخه پوره شي، هغوى ورته وويل: ابوالوليده! ښکاري چې ته هم بې دينه شوې! ([4]).

ليکنه: مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

[irp][irp][irp]
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: