لمونځ‌ماشوم او اولاد روزنه او پالنه

د تراويح لمونځ- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! هيله کوم د تراويح لمونځ هم راته زده کړه؟

ځواب: دغه لمونځ د نارينه او ښځينه لپاره سنت دی، دغه لمونځ د روژې په مياست کې د ماسختن د فرض او سنت له لمونځونو وروسته شل رکعته په دوه کعتي بڼه په جماعت ترسره کېږي، وروسته له څلورو رکعاتو څخه يعنې وروسته له دوو دوه رکعتي لمونځونو څخه د تراويح تسبيح لوستل کېږي چې په لاندې ډول ده:

«سُبْحَانَ ذِی الْمُلْکِ وَالْمَلَکُوْتِ * سُبْحَانَ ذِی الْعِزَّةِ وَالْعَظَمَةِ وَالْهَيْبَةِ وَالْقُدْرَةِ وَالْجَلالِ وَالْجَمَالِ وَالْکِبْرِيَآئِ وَالْجَبَرُوْتِ * سُبْحَانَ الْمَلِکِ الْحَيِ الَّذِی لَا يَنَامُ وَلَا يَمُوْتُ * سُبُّوحٌ قُدُّوْسٌ رَبُّنَا وَرَبُّ الْمَلَائِکَةِ وَالرُّوْحِ * اَللّٰهُمَّ اَجِرْنَا مِنَ النَّارِ يَا مُجِيْرُ يَا مُجِيْرُ يَا مُجِيْرُ».

ژباړه: پاکي هغه ذات لره ده چې د ځمکې او آسمانونو واکمن دی، پاکي هغه ذات لره ده چې د عظمت، قدرت او لوی والي څښتن دی، پاک دی هغه څښتن چې تل ژوندی وي او هيڅکله نه مري، هغه چې زموږ او د پلوشو (پرښتو) رب دی او هیڅکله روح کېږي نه، هغه ډېر پاک او مقدس دي، يا خدايه! مونږ د دوزخ له اوره وساته، موږ وساته، موږ وساته.

په تراويح کې د قرآن ختم يو ځل لپاره سنت دی، وروسته له تراويح څخه وتر په جماعت ترسره کېږي.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: