Uncategorized

د جنازې احکام، ځنکدن، غسل، سقاط او مسایل

د الله ج کوم بنده چه د دې دنيا نه رخصت واخلې او د مرګ په لار باندې دآخرت د کور طرف ته ځی نو اسلامی شريعت دده په عزت او درناوی سره د رخصت کولو يوه  خاص طريقه مقرره کړی ده چه په نهايې عزت او اکرام سره به د مسلمانانو د ډلې له خوا بدرګه کيږی .
هغه په ښه شان سره پاکوي (غسل به ورکوي ) په پاک سپين رخت کې به يې تاووي
بيا د مسلمانانو ديوټولی لخوا به په ګډه دعا ورته کيږي (دجنازی لمونځ ) بيا هغه په پوره عزت سره خاورو ته سپاری  .
مسلمانانو لپاره دا دفخر ځای دی چه مړی  د اسلامی شريعت مطابق خاورو ته وسپارل شي  ځکه چه دا مړی به له ورایه د محمدرسول الله ص امتی ښکاری

ځنکدن:

هر کله چه د مرګ علامې ښکاره شي،نو د هغه سره کناستل او د قرآن لوستل پکار دي که سورة يس تلاوت شي ښه به وي،
رسول الله ص فرمائی : تاسې خپلو مړ کيدو واله ته يآسين وائی (احمد، ابؤداود ابن ماجه ).

همدارنګه دځنکدن پر وخت كې  مړکيدونکی ته د کلمه لااله الا الله تلقين کوئ  . (مسلم ) چه هغه يې واروی اوخپله يې هم ووايي او خاتمه په خير شي ،که خپله کلمه وايې نو بيا به ناست کسان د کلمې تلقين نه ورکوی چه زړه يې ورڅخه تور نه شي دغه آخر وخت کې انکار ونه کړی ځکه چه دا سخت وخت وي .

دغه وخت کې ناستو کسانو لره پکار ده چه مړ کيدونکې ته د خير دوعا وی وکړی رسول الله ص  فرمايي : دغه وخت چه څوک دُعا کوي نو دهغه په دُعا فريښتی آمين وايي .

هرکله چه د مړ کيدونکې ساه ووځی دهغه اندامونه به سم کړي سترګې به يې بندی کړي ،زنه به يې وروتړي تر څو خوله يې خلاصه پاتې نشي د پښو غټی ګوتې به یې سره بندي او پښی به يې سيده کړي .
ناپاک سړي او حيض او نفاس واله ښځه به مړي ته نيږدي نه ورځې .

غسل به څوک ورکوي؟

د غسل ورکولو حق لومړی د هغه کس دي چه مړي وصيت ورته کړی وي، بيا د پلارګنې خپلوان او بيا مړي ته نږيدې خپلوان ،سړي به سړيو ته غسل ورکوي او ښځې به ښځی ته غسل ورکوي يو د بل مخالف جنس ته غسل ورکول حرام دي، ښځه او ميړه يوبل ته غسل ورکولای شي اوهمدارنګه مور خپل ماشوم اولاد ته چه تر اوه کلنې کم وي غسل ورکولاي شي ځکه چه هغوی د عورت په پټولو ندي مکلف شوي .

د غسل ورکولو طريقه :

لومړي به مړی په يوه تخته څملوي اوجامې به ترينه وباسی لنګ به ور ووهی بيا به استجاء ورکړي داسې چه تر لاسه يوه ټوټه تاوکړي اوبيا دلنګ  نه لاس د ننه کړي د غټواو وړو متيازو ځايونه به وونځی دمړي شرمګاه ته به نظر نه کوي .
که بريتونه ،نوکان او دتخرګ ويښتان يې  لوی وي هغه  به لری کړی  خودشرمګاه په ويښتان  به کار نه لري ځکه چه په ژوندون کې د هغه د شرمګاه لمس جايز نه ؤ .
بيا به اودس ورکړي په اوداسه کې په خوله اوپوزه کې اوبه نه اچول کيږي پر يوه ټوټه به د غوږونو او پوزې سوري اوغاښونه  پاک کړي ورسته به د غوږونو، پزی او خوله کې مالوچ کيږدي چه اوبه ورنه شي .
که د کوم سړي په باره کې ستاسو يقين وي چه دا د ناپاکۍ  په حالت کې وفات شوی يا ښځه د حيض او نفاس په حالت کې وفاته شوې  ده نو د هغه په خوله او پوزه کې لږلږ اوبه رسول پکار دي.
د اودس نه پس يې سر اوږيره په صابون ، شامپو يا بل څيز ښه پاک کړئ بيا يې لومړی په ګين اړخ څملوي په ښی طرف يې دری ځله له سرنه تر پښو اوبه واچوي او نرم نرم يې بدن وموښئ ،بيا په همدي شان کيڼ طرف دري ځلې اوبه اچول .
ورسته مړي په قراره د ځان طرف ته راپورته کړي  اوپه کراره به يې په خيټه لږ فشار وروړی چه که په نس کې يې څه پاتی وي هغه ورڅخه ووځی  ورسته به هغه پريمنځی دوهم ځل غسل ته ضرورت نشته .
اوس نو غسل وشو لنګ به تري لری کړی بل لنګ به ور واچوی له هغه ځای څخه به يې بل ځای ته پورته کړي بدن به يې وچ کړی کفن به ورواچوي .

د مړي څخه د زوراتو ايستل پکار دي ځکه چه هغه خرابيږي که د طلا يا بل شی قيمتې غاښونه وي که يې ايستل اسانه وي او په ژوند ميت په عادي شکل ايستل نو ښه او که ايستل يې سخت وي يا د مړی چهري ته نقصان رسوي نو بيا به يې پريږدي .

کفن :

د سړو لپاره درې جامې کفن دی ،يوڅادر، دوهم لنګ (پرتوګ ) او دريم قميص  چې د څادر اوږدوالی د بنې آدم  دقد نه يو لاس قدر زيات وي او پلنوالی يې دومره چه ټول بدن پکې ونغښتی شي .
همداشان دلنګ پلنوالی به دڅادر په اندازه وي او اوږدوالی به يې د څادر نه يوه لويشت کم وي  او د قميص پلنوالی هم د لنګ اوڅادر په اندازه دی خو اوږدوالی يې دچټ نه د دواړو شرمګاهو پورې وي  .
دقميص ټوټه به دسر طرف نه دومره وشلوي چه سر پکې لاړشي  چه په همدی وجه قميص ورته وايي .

د نر د کفن لپاره تقريباً 12 ګزه رخت ته ضرورت دي .

د ښځو په کفن کې د دريو جامو نه علاوه دوې جامې نورې هم پکار دي چه يو سر بند او بل سينه بند وي.
د سينه بند پلنوالی د څادر يا لنګ په اندازه وي مګر اوږدوالی يې له تخرګ څخه ترزنګون پوری وي.
او سربند د يوه ګز نه څه کم پلن او د ګز نه څه زيات اوږد پکار دی .

د غسل له پردې سره د ښځې د کفن لپاره تقريباً 21 ګزه رخت ته ضرورت دی .

د سړی په دوو جامو او ښځه په دريو جامو کې خښول هم جائز دي خو تر دې کم بغير له مجبورۍ نه جواز نلري.

د کفن ورکولو طريقه :

اول به په پاکه تخته يا پاک پوزی باندی دکفن چادر هوارکړي دهغه له پاسه به لنګ وغوړوي اود هغی دپاسه دقميص نيمه حصه وغوړوي اونيمه به ونغاړي دسر طرف ته يې د کيږدي .
ورسته به مړی له تختی راپورته کړي دکفن دپاسه به يې کيږدی ،ورسته به دقميص نغښتی حصه کې سر ور ننباسی اوتر شرمګاه پوری به يې خوره کړی .
دغه شان به څادر هم ونغاړی اودڅادر دواړه سرونه به په ټوټه وتړی چه نه ښوري .
دښځوپه کفن کې دقميص اغوستلونه پس دهغې دسر ويښتان دوه ځايه کړی اوپه سينه دې ورته خواره کړي ،بيا دې سربند ددی دپاسه واچوي.
دهغه نه پس د سينه بند ونغاړی .
په کفن اودمړی دسجدی په ځايونو ،دلاسونو په ورغوی  کونډی او پښو کافور يا عطر يا بل کوم ډول خوشبو ووهي .
دکفن اوقبر مصارف دمړي له پاتی مال څخه اداکيږي که له مړي څخه څه شی نوي پاتې بيا پر هغه چا لازم دي چا يې چه دنفقی مسئوليت په غاړه لرلو .
اوکه يې کوم چا ته دکفن اوغسل وصيت کړي وي  بيا به يې هغه کس اداکوي.

د جنازې د لمانځه حکم :

دجنازی لمونځ فرض کفایی دی .
که ديوه کلې  ځنی کسان جنازی ته ورشی نو دپاتې کسانو غاړه به هم خلاصه وي.
اوکه دکلی څخه يو هم ورنشي نو ټول به ګهنکار شي.

د جنازې د لمانځه شرطونه :

دجنازی دلمانځه دوه قسمه شرطونه دي يو هغه دی چه په لمونځ کونکی پوری اړه لري اودوهم هغه دي چه په مړی پوری اړه لري.
۱- دلمانځ کونکی لپاره هغه ټول شرطونه موجود کيدل پکار دی کوم چه دعامو لمونځو نو لپاره ضروری وي ،مګر په دؤ شيانو کې فرق دی .
لومړی که د جنازی د لمانځه د تلو ويره وي  نو تيمم به وهی حال داچې د عامو لمونځونو لپاره پداسې حالت کې تيمم نشته ، دوهم په نورو لمونځو کې رکوع او سجده وي  د جنازی په لمونځ کې رکوع او سجده نشته .
۲- کوم شرطونه چه دمړی سره تعلق لری هغه دادی  : ۱-  مړی به مسلمان وي  ۲- دمړی پاکوالی (غسل )  ۳- د کفن پاکوالی ۴- دمړی د ستر پټوالی  ۵- د مړی د جنازی موجوديت

د جنازې د لمانځه د ادا کولو طريقه :

ټولونه مخکې به صفونه برابر کړی يوصف ، دری صفه ،پنځه يا اوه صفونه غوره داده چه طاق وي .
دمړی جنازه به د صفونو مخی ته کښيږدی  او امام  به د مړی د سينی په مقابل کې ودريږي .
بيا به امام او مقتديان دجنازي د لمانځه نيت وکړی .
بيابه الله اکبر ووايي  لاسونه د دواړو غوږو د نرميو په اندازه پورته کړي  لکه د نورو لمونځونو په څير لاسونه به وتړی او ثناسُبْحَانَكَ الّلهُمَّ …………  به وايي   .
له ثنا ويلو ورسته به امام په زوره او مقتديان په ورو  لاسونه به نه  پورته کوي  الله اکبر ووايې  بيا درود شريف اللهم صل  او اللهم بارک ووائی  بيا به دريم تکبير الله اکبر ووايی  دمړی دعا به ووایې دبالغ نرينه او ښځی دجنازی دوعا
اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا، وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا وَصَغِيْرِنَا وَكَبِيْرِنَا، وَذَكَرِنَا وَأُنْثـَانَا
اَللَّهُمَّ مَنْ أَحْيَيتَهُ مِنَا فَأَحْيهِ عَلىَ الإسْلَامِ، وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلىَ الإيمَانِ
(( ای الله ! زمونږ ژونديو،زمونږ مړيواوهغه خلک ته چې حاضر دی اوهغه چې غالب دی ،زمونږ کوچنيان،زمونږ لويانو زمونږ ښځو ته بخښنه وکړی ، ای الله ! په مونږ کې چې چاته ژوند ورکړی نو په اسلام سره يې ژوندی وساتی اوچاته چې له مونږ نه مرګ ورکړی نوله ايمانه سره مرګ ورکړی )).

که نا بالغه ماشوم وي دا دوعا لوستل کيږي :

اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَاً وَّ مُشَفَّعًا.
ای الله ! دغه کوچنی زمونږ دنجات اوخلاصون دپاره مخکې جوړ کړی او دغه زمونږ دپاره د شفاعت ذريعه او سبب جوړ کړی او زمونږ د پاره يې اجر او ذخيره کړی )).
دنابلغه ماشومې نجلې لپاره دا دعا لوستل کيږي :
اَللَّهُمَّ اِجْعَلْهُ لَنَا فَرْطًا وَّاجْعَلْهُ لَنَا اَجْراً وَّ ذُخْراً وَّاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَةً وَّ مُشَفَّعًه.
بيا به څلورم تکبير الله اکبر ووایی  سلام به وګرځوی .
چه پدی سره دجنازي په لمونځ کې څلور تکبيرونه شو په لومړی  تکبير نه ورسته ثنا ويل دوهم تکبير سره درور ويل دريم تکبير سره مړی ته دعا ويل او په څلورم تکبير سره دواړو خواوو ته سلام ګرځول .
لاسونه يواځی په لومړی تکبير کې پورته کيږي په نورو تکبيرونو کی لاسونه نه پورته کيږي .

اسقاط :

د اسقاط په اړه خوځنی خلک داسې فکر کوي چه دابه دلمونځ ،روژی ،زکات  او نورو کفاره ده اوپه دې سره به خلاصی ومومو دا يو جاهيلانه فکر اوخيال دی .
پدی کې خو شک نشته چه  فقهاؤ د اسقاط او دور صورتونه ذکر کړي  دي  ليکن هغوی چه کوم شرطونه ورسره ذکر کړی ،نو اوس خو دهغه شرطونو څه رعايت نشته يوعام  رواج ګرځيدلی دی .
بله مسئله داچه  بيا دغه د اسقاط پيسی په يوه دوره دې ځله ګرځوي  د دوري هر کس ته يې يوځل ورکوي او بيا ترينه اخلې په همدی شکل ګردي په دوره تاووي .
حيله اسقاط يا دور ځنی فقهاؤ کرامو د داسې چا لپاره تجويذ کړی  ؤو چه  د هغه نه څه لمونځونه ،روژی وغيره اتفاقاً نه قصداً فوت شوي وي او دقضايې راوړلو موقع  ورته نه وي پيدا شوی  او دمرګ په وخت کې يې وصيت کړی وي  ليکن دهغه په ترکه يا ميراث دومره مال نه وي  چه دهغه د لمونځو يا روژی  فديه تری ادا شي .
داسې نه چه مال ورڅخه پاتی وي هغه دده خپل واريثان تقسيم کړي او ويې خوری  لږ کمی پیسی را واخلې چه خلک ووايي دادی ما خو په ښه شان سره مړی خښ کړ.
اوکه صدقه وي نوصدقه بيا لاس په لاس  ته ضرورت نشته چه يوځل  يو مالک شی او بل ځلی بل کس دهغه مالک شي .
اوکه فديه وي  نو فديه به يوه خاصه اندازه لری چه د قضا شويو لمونځو،روژی ،زکات وغيره له رویه د مړی د وصيت له مخی ټاکل کيږی او بيا د مړی د ترکې له دريمی برخی څخه ادا کيږي .

د جنازې وړل :

د جنازې د پورته کولو طریقه داده چه اول د کټ يا چهارپايې د مخ راسته پايه پر خپله راسته اوږه کښيږدی او لس قدمه ولاړ شي ددې څخه ورسته دشا راسته پايه په راسته اوږه کيږدی لس قدمه ولاړشي ددې څخه ورسته د مخ طرف چپه پايه بيا د شاطرف چپه پايه په چپه اوږه کيږدی لس لس قدمه به ځی چه جمع څلويښت قدمه کيږي (درمختار ).
د جنازې تيز وړل پکار دی داسې تيز هم نه چه مړی وښوري
د جنازې سره د ښځو تلل مکروه تحريمی دي .
دجنازې مخکې د کومی سولۍ تلل مکروه دي .

قبر او د جنازې خښول:

د قبر اوږدوالې د مړی د قد په اندازه وي ژوروالی (عمق ) يې دانسان د قامت ټټر ياسينی په اندازه دی تر هغه زيات بهتره دی او عرض يې د طول يا اوږدوالی نيمايې وي .

بغل ګور (لحد) بهتره دي خوکه زمکه خامه وي نو بيا سيده (شق ) قبر هم صحی دی .

په قبر کې چه کله مړی ږدی داسې به وایې: (بِسمِ اللهِ علی ملة رسول الله)  ورسته به مړی پر ښی اړخ قبلې ته مخامخ څملوي .
د مړي په قبر کې تر ايښودو ورسته په لاسو کې خاوری واخلی درې ځله به يې په قبر باندی واچوي په لومړی ځل به وايي (مِنْهَا خَلَقْنکُمْ)    او دوهم ځل وايې (وَ فِيْهَا نُعِيْدُکُمْ) او دريم ځل وايې (وَ مِنْهَا نُخْرِجُکُمْ تَارَةً اُخری)  يعنی الله تعالی فرمايی چه ما تاسی ددې خاورې نه پيدا کړي یئ او بيا مو ديته بيرته واپس کوو او د دينه مو دوباره د قيامت په ورځ راباسو.

مړی له تابوت سره خښول جواز نلري (المقرب لأحکام الجنائز ).
د مړي د سر او پښو نه بغير نورې د سينې او پښو د کفن غوټې خلاصول پکار دي (المقرب لأحکام الجنائز ).
قبر ماهي پوشت شکله جوړيږی چه لوړوالې به يې تر يوه لويشت لوړ نه وي.

د ښځې قبر ته انتقال په وخت کې پرده ضروری ده .
په قبر اوبه شيندل مستحب دي .
لا تجلسوا على القبور ولا  تصلوا إليها (مسلم ).
د قبرونو د پاسه مه کښينئ او د د هغوی طرف ته مخامخ لمونځ مه کوی .

نهى رسول الله ص أن يجصص القبر وأن يُقعد عليه وأن يُبنى عليه أو يزاد عليه أو يُكتب عليه  (ابؤداود).
رسول الله منع فرمايلي د قبر له پوخ جوړولو،په هغه باندې کښيناستل ،يا د څه شی زياتول ،د هغه لپاره عمارت جوړول ،يا په هغه ليکل  (د نوم  او تاريخ وغيره ليکل هم پدی نهی کې شامل دی).
مګر د قبر نښه کول په ډبره يا بل شی جائز دي.

تعزيت (تسلي او غمرازي) :

د مړي د کورنۍ خلکو ته د صبر اوشکر تلقين کولو ،ډاډ او خواخوږي کلمات ويلو د همدردۍ اوغمشريکۍ اظهارولو د هغوی غم او فکر غلطولو او د مړي په حق کې بخښنې دعا کولو ته تعزيت وائي .
په کوم کور کې چه مړی شوی وي د هغوی کره ډوډۍ وغيره تر دریو وختو پوری ورليږل .
اوتر دريو ورځو تعزيت وي د دريو ورڅو نه زيات مکروه دي البته د لرې راتلونکو لپاره د دريو ورڅو قيد نشته .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : مَنْ غَزّی مُصَابًا فَلَه مِثْلُ اَجْرِه
چا چې د کوم مصيبت زده تعزيت وکړ نو دده دپاره هم دمصيبت زده پشان اجر دی.
دريمه څلويښتنمه يا چهله  يو فرعونی اصل دی چې داسلام نه مخکې په فرعونيانو رواج ؤ په اسلام دا ډول خرافات هيڅ ځای نلری

د قبر زيارت:

د قبر زيارت د سړيو لپاره جائز دي چې زيارت ته لاړ شي، مړي ته دعا وکړي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی: زوروا القبور فإنها تذكركم الآخره.
ژباړه: د قبرونو زيارت ته ځئ ځکه دا قبرونه تاسې ته آخرت در په يادوي .

((كنت نهيتكم عَن زيارة القبور، فزوروها. فإنها تزهد في الدنيا، وتذكر الآخرة)).(ابن ماجه)

ما تاسی د قبرونو د زيارت نه منع کړی وئ اوس (اجازت درکوم ) چه تاسې د قبرونو زيارت کوی ځکه چه (ددی ګټه داده چه ) په دې سره د دنيا بی رغبتی او دآخرت ياد او فکر پيدا کيږی.

په اول وخت کې ځکه منع ؤ تر څو هغه د جاهليت د وخت خرافات په بشپړه ټوګه له منځه ولاړ شی
له بده مرغه لاهم په ځنو مناطقو او ولسونو کې همغه مشريکانه اعمال  شته لکه : په قبرونو کې د حيوان زبح کول ، هلته اور بلول يا هغوی شفاء ګرځول او داسې نور دا ډول اعمال په اسلام کې هيڅ ځای نلری دا همغه د جاهليت د وخت پاتی ميراث دی چه له دين څخه ناخبره کسانو ته ورپاتی دی .
داسلام دين سراسر ټول حکمونه  د حکمت او مصلحت څخه ډک دي  د ځنو مصلحتونو پر بنا ښځی ته جايز نده چه د قبر ذيارت وکړی  .
لعن الله زائرات القبور الله ج  لعنت کړی دی پرهغو ښځو چه دقبرونو ذيارت وکړي .

د قبرونو د زيارت په وخت کې دا دعا ويل سنت دي :

«السَّلاَمُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَلاَحِقُونَ ».(مسلم، احمد و نسایی).
سلام دې وي پر تاسی ای ! اهل د قبرونو له مؤمنانو او مسلمانو الله ج دې رحم وکړی پرهغو کسانو چه له مونږ نه مخکی تللی او پر هغو کسانو چه له مونږ نه به ورسته رحلت کوي  اومونږ به هم ان شآء الله له تاسې سره يوځای شو.

په مرګ باندې د صبرکولو اجر:

دحضرت ابوهريره (رض) نه روايت دی چه رسو ل الله (ص) فرمائی : چه د الله تعالی  ارشاد دی چه کله زه د خپل مؤمن بنده ،سړی ياښځی څوک ګران چه هرکله زه واخلم بيا هغه د ثواب هيله کې صبر وکړی نودهغه دپاره زما سره بغير د جنت نه هيڅ بدله نشته (بخاری) .
ومن الله توفيق

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: