بیولوژي

د حجرې کشف، حجروي نظریه او حجرې جوړښت

د حجرې کشف (Discovery of Cell)

یونانې ساینس پوه ارسطو (۳۲۲-۳۸۴ ق-م) داسې نظر ورکړی و، چې حیوانات او نباتات له کوچنیو جسمونو څخه جوړ شوي دي او له یو بل سره ځينې مشترک خواص لري. خو ساینس پوهانو د حجرې موجودیت هغه وخت وپېژاند، کله چې په اوولسمه پېړۍ کې لومړنی مایکروسکوپ اختراع شو. رابرت هوک (۱۶۶۵م) د لومړي ځل لپاره د کارک حجرې تر مایکروسکوپ لاندې مطالعه کړې. هغه د کارک د نازکې پاڼې کوچنۍ خالیګاوې د (Cell) یعنې منځ خالې په نامه یادې کړې. په حقیقت کې حجره منځ خالې نه ده خو رابرت هوک د کارک حجرې په داسې حالت کې مطالعه کړې چې داخلي محتویات یې له منځه تللې وو، نو ځکه یې (Cell) نوم ورکړ او د هغه د دې لوې لاسته راوړنې په احترام تراوسه د حجرې (Cell) کلمه کارول کیږي.

رابرت هوک حجره د ژوندیو موجوداتو د تر ټولو کوچني وظیفوي او جوړښتي واحد په توګه وپېژندله، چې د بدن ټول فعالیتونه تر سره کوي.

حجروي نظریه (Cell theory)

دريو جرمني ساینس پوهانو، چې ماتیاس شلایدن (Matthias Schleiden)، تیودر شوان ( Theodor Schwann) او رودلف ویرشو (Rudolf Virchow) نومېدل، ژوندي حجرات يې مطالعه او خپل نظریات یې په لاندې ډول بیان کړل:

  1. ټول ژوندي موجودات له یوې یا څو حجرو څخه جوړ شوي دي.
  2. حجرات د ژوندیو موجوداتو اساسي جوړښتیز او وظیفوي واحدونه دي.
  3. ټولې حجرې له پخوانیو حجرو څخه منځته راځي.

د پورته نظریاتو مجموعه د حجروي نظریې په نوم یادېږي.

 

تیودر شوان (Theodor Schwann) یو حیوان پوه و، چې په حیواني انساجو کې یې حجرې مشاهده کړې. (۱۸۳۹م)

 

متیاس شلایدن (Matthias Schleiden) یو نبات پوه و، چې په نباتي انساجو کې یې حجرات مطالعه کړل. (۱۸۴۵م)

 

 

رودولف ورشو (Rudolf Virchow) خبر ورکړ، چې ټول ژوندي له حجرو څخه جوړ دي او دا حجرو له نورو حجرو څخه منځته راځي.

 

حجرې صفات او ځانګړتیاوې

حجرې ټول حیاتي فعالیتونه لکه تغذیه، تنفس، اطراح او تکثر پر مخ بیايي. حجرې له دندو او موقعیت له پلوه بېلا بېل شکلونه لري؛ خو په عین حال کې د څو مشترک جوړښتونه لکه سایتوپلازم، هسته، حجروي غشا او په نباتاتو کې د غشا ترڅنګ د حجروي دیوال لرونکې دي.

یو حجروي ژندي (Unicellular)

ځينې ژوندي لکه امیب، بکتریا او داسې نور له یوې حجرې څخه جوړ شوي دي، چې د یو حجروي موجوداتو په نامه یادېږي.

څو حجروي ژندي (Multicellular)

هغه ژوندي چې له یوې څخه د زیاتو حجرو څخه جوړ شوي وي، د څو حجروي ژوندیو په نامه یادېږي، لکه انسان. د انسان بدن له میلیونونو حجرو څخه جوړ شوې دی.

د حجرې جوړښت (Structure of Cell)

حجرې سره له دې چې بېلا بېل ډولونه لري؛ خو په عمومي ډول لاندې مشترکې اجزاوې لري:

  • حجروي غشا
  • سایتوپلازم
  • هسته
  • په نباتي حجرو کې حجروي دیوال 

حجروي دیوال (Cell Wall)

حجروي دیوال په نباتي حجرو کې شتون لري، چې ډبل او کلک دی او ډېره برخه يې له سلولوز څخه جوړه شوې ده. حجروي دیوال له نباتي حجرې څخه ساتنه کوي او نباتي حجرې ته یې ثابت انځور ورکړی دی.

حجروي غشا (Cell membrane)

حجروي غشا ته پلازمي غشا هم وايي. دا غشا دوه پوړیزه او سوري لرونکې غشا ده، چې حجرې ته د موادو په داخلېدو او خارجېدو کې مهم رول لري. اکسیجن او غذایي توکو ته اجازه ورکوي، چې حجرې ته داخل شي او کاربن ډای اکسایډ او ځينې نور فالتو توکي د همدې پردې له لارې بېرون ته ووځي.

سایتوپلازم (Cytoplasm)

سایتوپلازم یوه شفافه، نیمه مایع ده، چې غلظت یې په مختلفو حجرو کې فرق کوي. سایتوپلازم د هستې په خارج کې وجود لري او د حجرې زیاته برخه تشکیلوي. د سایتوپلازم اصلي ترکیب اوبه، منرالونه او په اوبو کې منحل پروتینونه دي. همدارنګه د رشتو او لوله شکل پروتینونو یوه شبکه په سایتوپلازم کې موجوده ده، چې د حجرې سکلیټ جوړوي. د سکلیټ دنده حجرې ته کلکوالی ورکول دي. په سایتوپلازم کې کوچني جوړښتونه دي، چې د ارګانل یا د حجرې د اعضاچې په نامه یادېږي او مختلفې دندې لري. په لاندې انځور کې لیدل کېږي.

هسته (Nucleus)

هسته د حجرې لویه او مهمه برخه ده، چې معمولا کروي شکل لري او د رابرت براون لخوا کشف شوه، چې د دوه پوړیزه غشا په وسیله پوښل شوې ده. دغه غشا ته هستوي غشا وايي او هستوي مواد یې احاطه کړي دي. هغه ژوندي موجودات چې حجرات يې هستوي غشا لري، د یوکاریوتا په نامه یادېږي چې یو په معنا د حقیقي او کاریون په معنا د هستې ده. یعنې دا ژوندي حقیقي هسته لري او هغه ژوندي چې حجرې یې هستوي غشا نلري، د پروکاریوتا په نامه یادیږي، چې پرو په لاتین کې ابتدايي ته وايي او کاریون په معنا د هستې دی یعنې دا ډول ژوندي حقیقي هسته نلري. هستوي غشا د هستې او سایتوپلازم ترمنځ د موادو په تېرېدو او راتېرېدو کې مرسته کوي. هسته د حجرې د تنظیم او حجروي فعالیتونو د کنترول دنده په غاړه لري. د هستې په داخل کې نازکې رشتې موجودې دي، چې کروماتین ورته وايي. دا کروماتین د حجروي وېش په وخت په کروموزوم بدلیږي. کروموزوم له پروتین او ډي این ای څخه جوړ شوي دي، چې د حجرې فعالیتونه کنترولوي.

د حجرو مختلف ډولونه

حجرې بېلا بېل ډولونه او شکلونه لري، چې ځينې یې بیضوي، ګرد، مکعب، استوانه او مسطح شکل لري. په لاندې انځور کې د حجرو بېلا بېل ډولونه لیدل کېږي:

تمرین

څو ځوابه پوښتنی

  1. حجره د لاندې یوه عالم لخوا کشف شوه:
  2. رابرت هوک B. رابرت براون
  3. لومړنی نبات پوه چې په نباتې انساجو کې يې حجرات مطالعه کړل:
  4. میتاس شلایدن B. تیودر
  5. هغه ژوندې چې حجره یې هستوي غشا لري په لاندې نوم یادیږي:
  6. یوکاریوت B. پروکاریوت
  7. حجروي دیوال یواځې په …………….حجرو کې موجود دی:
  8. حیواني B. نباتی

صحیح او غلط

  1. هغه ژوندي چې حجره يي حجروي غشا لري پروکاریوت ورته وايي. ( )
  2. د سایتوپلازم اصلي مواد اوبه، منرالونه او په اوبو کې موجود پروتینونه دي. ( )
  3. تیودر شون یو حیوان پوه و، چې په حیواني انساجو کې يې حجرې کشف کړې. ( )
  4. حجروي غشا یو دوه پوړیزه او نیمه قابل نفوذ پرده ده. ( )
  5. حجروي دیوال د عالي حیواناتو په حجرو کې لیدل کېږي. ( )

حل تمرین

  1. حجره د لاندې یوه عالم لخوا کشف شوه:
  2. رابرت هوک B. رابرت براون
  3. لومړنی نبات پوه چې په نباتې انساجو کې يې حجرات مطالعه کړل:
  4. میتاس شلایدن B. تیودر
  5. هغه ژوندې چې حجره یې هستوي غشا لري، په لاندې نوم یادیږي:
  6. یوکاریوت        B. پروکاریوت
  7. حجروي دیوال یواځې په …………….حجرو کې موجود دی.
  8. حیواني B. نباتي

صحیح او غلط ځوابونه

  1. غلط
  2. صحیح
  3. صحیح
  4. صحیح
  5. غلط

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: