اسلامي معلوماتحج او عمره

د حج اصطلاحات، الفاظو او ځينو ځانګړو ځايونو تشريح

احرام: معنا يې حرامول دي. کوم وخت چې حاجې تر دوو رکعتو نفلو وروسته د حج يا د عمرې يا د دواړو پوخ نيت وکړي او تلبيه ووايي، ددې نيت له امله پرده څو حلال او مباح شيان حرام شي، نو ځکه دې ته احرام وايي او مجازا د حج کاليو هغه دوو نا ګنډلو ټوکرو ته هم احرام وايي چې حاجي يې د احرام پرمهال استعمالوي.

استلام: د حجر اسود مچولو يا لاس ور وړلو يا پر حجر اسود او رکن يماني لاس لګولوته وايي.

اشعار: د هديي د څاروي د پېژندلو لپاره يعنې د قربانۍ څاروي پر راسته اوږه باندې لږ ټپي کول چې يوازې يې پوست پرې شي او غوښې يې نه شي زخمي.

اشهر الحج: د حج مياشتې. د کوچني اختر، ميانۍ او دلوی اخترلومړۍ لس ورځې کومې چې حج پکې ادا کيږي او دې ته ميقات زماني هم وايي.

اضطباع: د احرام ټوکر تر ښي اوږې لاندې اړول او پر کيڼه اوږه اچول.

افاضة: د ډېرو وګړو په يو ځل بېرته يوه لوري ته راګرځېدل.

افاقي: هغه سړي ته وايي، چې د ميقات له پولو بهر وي، لکه افغاني، هندوستاني، شامي، مصري، عراقي، ايراني او نور…

افراد: يوازې د حج احرام تړل او صرف د حج احکام تر سره کول.

ايام تشريق: هغه ورځې چې تکبيرات تشريق پکې ويل کيږي.دلوی اختر (ذوالحجې) د نهمې له سهار څخه بيا د لوی اختر د دريالسمې ترمازديګرپورې.

ايام نحر: هغه ورځې چې قرباني (اختري) په کې کيږي. دلوی اختر د مياشتې له لسمېې تر دولسمې پورې.

بُدنة: د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه په نزد اوښ يا غوايي او ګامېښې ته وايي او د امام شافعي رحمة الله عليه په نزد صرف اوښ ته وايي.

بطن عرنة: عرفات ته نژدې يوه اُرشو ده چې په هغې کې درېده (د عرفات وقوف) صحيح نه دی، ځکه چې دغه ځای د عرفات له پولو بهر دی.

بقيع الغرقد: د مدينې منورې هغه لرغونې هديره چې ډېر صحابه پکې ښخ دي، په عامه توګه (جنت البقيع) ورته وايي.

بيت الله: يعنې  کعبه شريفه چې په مکه معظمه کې دمسجد حرام په منځ کې يو پېځلی ځای دی. په ټوله نړۍ کې دا لومړۍ کوټه ده چې تر آدم عليه السلام وړاندې د لوی څښتن په حکم ملايکو جوړه کړې وه. بيا تر نړېدو وروسته آدم عليه السلام بيا ابراهيم عليه السلام بيا قريشو بيا عبد الله بن زبير رضی الله عنه بيا عبد الملک بن مروهن ودانه کړه. تر عبد الملک وروسته بيا په بېلوبېلو مهالونو کې لږ لږ مرمت شوې ده. دا د مسلمانانو قبله او ډېر له برکته ډک او مقدس ځای دی.

تحليل: دقربانۍ (هديي) ښکلي کول، د قربانۍ پر څاروي باندې د ځل غوندې ټوکر اچول.

تحميد: الحمدلله ويل.

تسبيح: سبحان الله ويل.

تقليد:دقربانۍ په غاړه کې د ونې دپوست يابل څه وړغندي اچول. که اوښ دی دهغه بوکام لږ څه څېرل څو دغه څاروې ته څوک تاوان ونه رسوي او که ورک شي دمکې دحرم پر لور يې روان کړي.

تکبير:الله اکبر ويل.

تکبيرات تشريق: په ايام تشريق کې د جماعت تر هر لمانځه وروسته په لږ څه لوړ آواز دغه الفاظ ويل: الله اکبر، الله اکبر لااله الا الله والله اکبر، الله اکبر ولله الحمد.

تلبية: لبيک اللهم لبيک تر پايه ويل.

تمتع: د حج په مياشتو کې لومړی عمره کول بيا په هغه سفر کې د حج احرام تړل حج کول.

تنعيم: د مدينې پر لار له مکې څخه لږ څه لېرې يو ځای دی حاجيان دغه ځای ته ځي او له هغه څخه د عمرې احرام تړي.

تهليل: لا اله الا الله ويل.

ثبير: په منا کې د هغه نامتو غره نوم دی، چې د عقبه جمرې شاته او دخيف جومات مخ ته دعرفات پرلور غځېدلی دی.

جبل رحمت: دعرفات په ميدان کې يو غر دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ددغه غره په لمن کې درېدلی دی او دعاوې يې کړې دي، خو دغه غره ته ځان رسول او پر سر يې ختل کوم شرعي اصل نه لري، بلکې د سنتو خلاف کار او بدعت بلل شوی دی.

جحفة: له مکې څخه پر دريم يا څلورم منزل رابغ ته نژدې ځای دی، چې د سوريې دخلکو ميقات (د احرام تړلوځای) دی.

جمرات يا جمار: په منا کې درې څلي دي، چې په شګو ويشتل کيږي، کوم څلی چې لمرخاته لوري ته مسجد خيف ته نژدې دی،هغه ته جمره الاولی وايي. له هغه څخه چې دمکې خواته راتېر شې، دوهم يا منځنۍ څلي ته جمره الوسطی وايي، له دې څخه چې بيا دمکې خواته راتېر شې، درېيم ته جمره الکبری يا جمره العقبه يا جمره الاخری وايي.

جنايت:  د حج په اصطلاح کې داسې کار کول چې په حرم يا د احرام په حال کې منع وي، د جنايت جمع جنايات ده او د دغسې کارکولو له امله جزا لازميږي.

جنت المعلی: د مکې شريفې هديره.

حج:په ځانګړو ورځو کې په احرام کې د بيت الله طواف او د عرفات وقوف او نورو افعالو ته حج وايي.

حجر اسود: يعنې توره ډبره ،کومه چې د جنت ډبره ده، لومړی دشېدو غوندې سپينه وه بيا د انسانانو دګناهو له امله توره شوه، دبيت الله د دېوال په سهيل ختيز (جنوب شرقي) کنج کې د سړي دونې په کچه لوړه ځای پر ځای شوې ده او چار چاپېره دسپينو زرو کړۍ پرې راګرځېدلې ده.

حج مبرور: هغه حج ته وايي چې هغه کې ګناه نه وي، ځينې وايي : مقبول حج ته مبرور حج وايي ، ځينې وايي: مبرور حج هغه ته وايي، چې د ريا او نامه لپاره نه وي، ځينې وايي: مبرور حج هغه ته وايي چې پس له هغه ګناه نه وي. حسن بصري رحمه الله فرمايي: مبرور حج هغه ته وايي چې پس له هغه له دنيا څخه بې توجه شي او آخرت ته يې مينه او رغبت پيدا شي.

حرم: د مکې شريفې چار چارپېره ځمکې ته تر جوړو شوو څلو پورې حرم وايي، له دې امله حرم ورته وايي دحرم پر پولو د جبرائيل عليه السلام په ښوونه د حضرت ابراهيم عليه السلام لخوا د نخښو په توګه څلي جوړشوه، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم له سره جوړ کړه بيا حضرت عمر رضی الله عنه بيا حضرت عثمان رضی الله عنه بيا حضرت معاويه رضی الله عنه مرمت کړه بيا نورو هم په بېلوبېلو مهالونو کې ترميم کړي دي.

حرمې: هغه څوک چې د حرم په ځمکه کې اوسيږي، په مکه کې وي يا له هغې څخه د باندې.

حطيم: درسول الله صلی الله عليه وسلم تر نبوت لږ زمانه د مخه قريشو وپتېيل، چې د کعبې شريفې ودانۍ په حلالو پيسو له سره ودانه کړي، خو څنګه چې پيسې لږ شوې له دې امله يې د کعبې د شمال خواته له اصلي ارشو څخه د شپږو شرعي ګزو په کچه غولی پرېښودلو، اوس د سړي د ونې په کچه دېوال پرې راګرځېدلی دی دغه ځای ته حطيم او حجر او حظيره وايي. اصلي حطيم نژدې شپږ شرعي ګزه و، خو اوس يې احاطه څه زياته شوې ده.

حل: دحرم چارچارپېر دحرم له پولو د باندې او دميقاتونو دننه ځمکه حل ده، هغه شيان چې په حرم کې حرام دي هغه په دې کې حلال دي، نو ځکه حل ورته وايي.

حلي: د حل اوسيدونکي.

حلق: د نارينه لخوا په وخت او ځای کې د سر ورېښتان خرېل.

دم: (لفظي معنا يې وينه ده) د احرام په حال کې چې د ځينو منع شوو افعالو د ترسره کولو له امله پر محرم د پسه يا نورو ذبح (حلالېده) لازميږي. دغه ته دم وايي.

ذات عرق: د عراق لخوا مکې مکرمې ته د ورتلونکو ميقات دی.

ذوالحليفة:له مدينې منورې څخه تقريبا پر شپږ ميله يوځای دی، چې بئرعلي (د علي څا) هم ورته وايي. (دغه څا حضرت علي رضی الله عنه ته نه، بلکې يوه بل علي نومي ته منسوب ده) څوک چې له مدينې څخه راځي د هغو لپاره دغه ځای ميقات دی.

رکن شامي:  دبيت الله شمال لوېدېز کنج دی چې د شام خواته واقع دی.

رکن عراقي:‌ دبيت الله شمال ختيز کنج دی، چې د عراق خواته واقع دی.

رکن يماني:د بيت الله دسهيل لوېديز (جنوب غربي) کنج نوم دی، چې ديمن خواته واقع دی.

رمل: د طواف په لومړيو درو دورونو (شوطونو) کې د پهلوان غوندې لږ چټک تللو، د اوږو ښورولو او د ګامونو نژدې نژدې اخيستلو ته رمل وايي.

رمي: د شيطانانو څلي په شګو ويشتلو ته وايي.

روضة الجنة: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مطهر قبر او نبوي مسجد ترمنځ اُرشو کومه چې اووه ستونونه پکې ولاړ دي.

زمزم: په مسجد حرام کې يوه مشهوره چينه ده، چې لوی څښتن جل جلاله په خپل قدرت سره په لومړيو کې د اسماعيل او د ده د مور بي بي هاجرې لپاره را منځته کړه دغه چينه تر څه وړاندې وختونو پورې دڅا په بڼه ښکارېده خو اوس نه معلوميږي او تر ځمکه لاندې يې نلونه ځنې کش کړي دي.

سعي: په عربي ژبه تللو ته وايي او د حج په احکامو کې اووه دوره هغو ځانګړو تلو راتلو ته وايي چې د صفا او مروه په منځ کې په ځانګړې طريقه ترسره کيږي.

شوط: پر کعبه شريفه باندې يوځل يا يو دور را ګرځېدل.

صفا: بيت الله ته نژدې، دهغې په سهيل کې يو غر ګوټی دی، چې سعی له هغه څخه پيل کيږي (او پر مروه پای ته رسيږي. دصفا او مروه په منځ کې واټن ٣٩٤،٥متره ، سور يې ٢٠ متره پر هغې د جوړې شوې ودانۍ د لومړي پوړ د چت لوړوالی د وولس متره او د دوهم پوړ د چت لوړ والی نهه متره دی).

صفة: په نبوي مسجد کې يوه صفه ده، چې ځينو اصحابو درس پر وايه او دلته اوسېدل دغو اصحابوته.(اصحاب صفه) وايي.

ضب: دهغه غره نوم دی چې په منا کې په خيف جومات پورې پروت دی.

طريق المشاة: له مکې څخه منا ته د پلوځانګړې لار، چې څه برخه يې پر ښکلو، هوا لرونکو تونلونو مشتمل ده او پر نوره لار د تودوخې څخه د ساتلو لپاره چت پر اچول شوی دی.

طواف: په ځانګړې طريقه پر بيت الله اووه واره را ګرځېدل.

عرفات يا عرفة: له مکې څخه لمر خاته تقريبا نهه ميله ليرې يو ميدان دی، چې حاجيان د ذوالحجې پر نهم تاريخ هلته درېږي.

عمره: له حل يا ميقات څخه احرام تړل، بيا يوازې طواف او سعی کول.

قارن: قران کوونکي د عمرې او حج د دواړو ادا کوونکی.

قران: د حج او دعمرې نيت په يوه وار کول،لومړی عمره بيا حج داکول.

قرباني: ( د دم شکر څاروی، وروسته تر دې چې حاجې د عقبې جمره وولي که قارن يا متمتع وي د دې نعمت په شکرانه کې هدی يا دم شکر چې موږ زياتره د قربانۍ څاروی ورته وايو حلالوي، دغه قرباني به وزې يا ميږې وي يا به د اوښ يا غوا يي يا ګامېښې اوومه برخه وي البته د قربانۍ په جواز کې د څاروي نر او ښځه فرق نه کوي)

قرن:يا السيل يو سپين غر دی، چې له عرفات او له طائف څخه ښکاري.له مکې څخه د ختيز او سهيلي نجد لوري ته تقريبا (٤٢) ميله ليرې واقع دی، د نجديمن او له دغه لوري مکې ته د تلونکو ميقات دی.

قصر: يا تقصير وېښتان لڼدول.

مَحرَم: هغه خپل چې نکاح ورسره حرامه وي.

محرمات: هغه شيان چې حرام شوي وي.

محسر: په مزدلفه پورې نښتی يو ميدان دی، چې حاجيان په منډه ترې تيرېږي، وايي چې دلته پر اصحاب فيلو چې د بيت الله شريفې د ورانولو په موخه را روان شوي وو عذاب نازل شوی وو.

محصب: له منا څخه د مکې په لار کې د يوه ځای نوم دی، ابطح او بطحاء هم ورته وايي.

محصر: هغه څوک چې له ميقات څخه د حج يا عمرې احرام وتړي، خو د څه بنديز له امله له حج يا عمرې څخه راوګرځي.

مزدلفه: د منا او عرفات په منځ کې يوميدان دی، چې له منا څخه درې ميله ليرې، دهغې ختيز لوري ته واقع دی.

مسجد خيف:په منی کې د هغې په سهيل کې په غره پورې نښتی مسجد دی.

مسجد نمرة: دعرفات د پولې پر څنډه يو مسجد دی.

مشعرالحرام: هغه غر دی چې د منا لوري ته د مزدلفې په پای کې واقع دی او (قزح) يې هم بولي، دلوی اختر دسهار تر لمانځه وروسته د رڼا تر خپرېدو پورې قبلې ته مخامخ ذکراو دعا کيږي.

مطاف: د طواف ځای کوم چې پر بيت الله شريفه چار چارپېره را ګرځېدلی دی.

مفرد: يوازې حج کوونکی (هغه څوک چې بېله عمرې يې يوازې د حج احرام تړلی وي).

مقام ابراهيم:هغه ډبره ده چې ابراهيم عليه السلام د کعبې د جوړولو پر مهال پر درېدلو اوس يې په مسجد الحرام کې د جالۍ په قبه کې خوندي کړې ده.

مکروهات:د مکروه جمع ده دبد او ناسم په معنا د شرعې په اصطلاح هغه کار يا شي چې پرېښوول يې غوره وي او تر سره کول يې جزا نه لري.

مکي: د مکې مکرمې اوسېدونکي.

ملتزم: د کعبې هغه دېوال دی، چې د حجر اسود او د کعبې د دروازې په منځ کې واقع دی، سينه، لاسونه څنگلې او ورغوي د کعبې پر دېوال اېښودل او دعاکول سنت دی.

مناسک: دمنسک جمع ده دعبادت دطريقې په معنا ، دقربانۍ د طريقې معنا هم ورکوي د حج ارکانو، عباداتو او اعمالو ته هم مناسک وايي په قرآن کريم دوه ځايه د (نسک) دوه ځايه(منسک) دوه ځايه (مناسک) الفاظ  راغلي دي د البقرې د سورې په (٢٠٠) آيت کې د مناسک لفظ د حج د ارکانو په معنا راغلی دی.

منی: له مکې مکرمې څخه د ختيځ (شرق) لوري ته درې ميله ليرې يو ځای دی، چې قربانې او رمی پکې کيږې دغه ځای په حرم کې داخل دی.

منحر: دقربانۍ ځای په منا کې نوې سلخانه چې منحر يا المجزره ورته وايي.

ميزاب رحمت: د کعبې شريفې ناوه ، کومه چې اوبه يې په حطيم کې توييږي.

ميقات: هغه ځای چې له هغه څخه مکې ته دتلونکي لپاره احرام تړل واجب وي. دې ته مکاني ميقات هم وايي.

ميقاتي: د ميقات د سيمې اوسېدونکي.

ميلين اخضرين: دصفا او مروه په منځ کې دوه زرغونه څلي وه، خو اوس يې د هغو پرځای د مسعی د وانۍ د دواړو خواوو پر دېوالونو زرغونې نښې او زرغونه څراغونه لګولي دي، د دغو نخښو په منځ کې حاجي چټک درومي.

وقوف: په اصل کې درېدو ته وايي، خو دلته يې معنا ده، په ځانګړو مهالونو کې دعرفات يا مزدلفې په ميدانونو کې درېدل.

يوم عرفة: د ذوالحجې نهمه ورځ.

يوم التروية: د ذوالحجې اتمه (کومه چې د حج لومړۍ ورځ باله شي او حاجيان منا ته په تلو سره حج پيلوي. د (تروية) معنا ده اوبول څنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په منا، مزدلفه او عرفات کې اوبه نه پيدا کېدلې، نو په دغه ورځ به حاجيانو مناته تر تلو دمخه خپل اوښان اونور څاروي ښه اوبول دا هم وايي چې ابراهيم عليه السلام درې شپې خوب وليده. لومړی يې د لوی اختر د مياشتې د اتم په شپه خوب وليد،سهار چې راپورته شو تر ماښامه يې په دې هکله چورت او فکر واهه، چې آيا دا خوب به خدای له لوري وي که د شيطان له لوري، ځکه نو دغه ورځ (يوم التروية) وبلل شوه، يعنې دغور او فکر ورځ).

يلملم:  يا السعديه د مکې مکرمې په جنوب کې (٣٢) ميله ليرې غر دی.

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب