حیوانات

د حيواناتو په سترګو کې د ليدلو وړتيا

د ۱۸۶۲ کال راهیسې په نړۍ کې د سترګو  د ديد معلومولو لپاره  سنيلين جدول کارول کېږي.

په منځنۍ کچه د انسانانو سترګې له ۲ څخه تر ۸ ميليونو رنګونو د توپير کولو وړ تیا لري.

د سنيلين جدول له مخې د یو ځوان او روغ سړی د سترګو دید ۲۰/۲۰ ښودل شوی دی.

خو په حيواناتو کې بيا د سترګو ديد توپيرونه پوهانو په لاندې ډول ښودلي:

. پيشوګانې یوازې د آبي، خړ او زيړ رنګونو توپير کولی شي. نو د سترګو دید يې د انسانانو په پرتله ډېر کم دی. (۲۰۰/۲۰ — ۱۰۰/۲۰).

 

نو کوم شيان چې انسان يې د ۶۰ مترو په واټن کې د ليدلو توان لري، پېشوګانې يې یوازې د ۶ مترو په واټن کې ليدلی شي.

د سپي د سترګو دید ۷۵/۲۰ دی. او د آبي، زيړ او شين رنګونو د توپير وړتيا لري.

 

د مچانو کوچنی جسم او لوړ میتابولیزم دی. د سترګو د ديد ساحه يې ۳۶۰ درجې ده او هر شی يې په نظر کې په ورو سره تېرېږي.

د موږکانو سترګې د سر په دوو اړخونو کې شتون لري، نو ځکه يې د ديد ساحه پراخه ده. موږکان هر شی خړ ويني.

 

ماران چې د سترګو ديد يې ډېر کم دی، یوازې د دوه رنګونو توپير کولی شي، خو په خپل چاپريال کې ټول موجودات د خپل حرارت په ملتيا پېژندلی

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: