ژوند رازکاري ژوند، مدیریت او مشريهنرونه

د خبرو هنر، د خبرو کولو عمده ستونزې

خبرې او احساسات یا اغیزه :
پیغام ورکول او په هغه پوهېدل ډېر مهم دي . موږ د ژوندانه په کارونو کې خپل مقاصد ،احساسات او اغیزې په خپلو مشورتي یا هم نظریاتي کلماتو کې تر اړوند اشخاصو پورې رسوو .

زموږ کلمات د احساساتو او حالاتو نه اغیزمن کېږي، او کلمې چې د یوې خبرې یا پیغام درجه لري تعادل یې نیمګړی شي .اړونده شخص ته کوم ته چې خبر یا پیغام روسول کېږي .د خبر یا پیغام د اوریدولو په وخت کی د مقابل لوري پوهه ،عمر او حیثیت په نظر کې نه نیسي او پیله دا شي چې خبر خپله معنا د لاسه ورکړي او معامله ګډوډه شي .

دا دواړخیزه ستونزه ده . کوم چې په عمومي ډول ټول خلګ ورسره لاس او ګرایوان دي .اول خو دا چې خبره صحیح نه درسول کېږی او دویم دا چې موږ یې په پوره پوهه سره نه اورو یا دا چی سر نه په خلاص وو. د ا ستونزه هغه وخت ډېره منځ ته راځي چی کله یو خبر د مختلفو اشخاصو په ذریعه کوم ځای ته رسي . ولې چې زموږ په ټولنیزو افکارو کې صداقت نشته . وایي چې کوم ځای کې د خلکو یو اوږد قطار ولاړ وو ، د قطار په سر کې یو سړي یو موږک ولید چې مړ پروت دی کله چې دا خبر د قطار اخري سړي ته را و رسید د موږک نه فیل جوړ شو . نو خبره مې دا کوله چې زموږ په ټولنیز ژوند کې یو سړي یو خبر په ډېر ملاوټ او د مسولیت نه پرته بل سړي ته رسوي چې د ټولنیزو ستونزو د را منځ ته کېدو تر ټولو لویه وجه هم دغه ده .

د دې ګلستان اخر به څه وي؟
زموږ د ملي ژوند ستونزه هم هیښوونکې ده له بلی خوا حقیقت دا دی چې دا ستونزه هم د خبرو او اترو ده .یو بل ته صحیح پیغام رسول او صحیح پیغام لاس ته راوړل دي د پوهېدلو او پوهولو ستونزه ده. بې له دې چې د احساساتو سره د یو بل سره خبرې کول او د بل خبرې اورېدل دي او بیا ملي او ټولنیزو ګټوته په پام کی نیولو سره پړیکړه کول دي . که څه هم دا کار خو د سیاسي مشرانو دی خو په کاروباري او رسمي نړۍ کې هم دا ستونزه څه کمه نه ده. زموږ د ادارو ویجاړتوب ،په تجارت کې نقصان ،په شراکت کې اختلافات یا مشاجره ،د د فتري کارکونکو سستي دا ټول د همدې وجی نه دي چی اړوند اشخاص په ګډه سره ستونزې باندی ځان نه پوهاوي او نه یې هم د حل هڅه کوي .

دا ستونزه په کورونو او فامیلونو کې هم شته.د وروڼو او خویندو جګړې ،د والدینو او اولادو عمومي ناخوالې ،د محلې د ژوند ستونزې . خپلوانو سره مشاجره او خبرې نه کول، تر دې حد پورې چې کله هغه مریض شي د هغه پوښتنې ته هم نه ورځي لیکن کله چې هغه په حق ورسي نو بیا د ټولنې د شرمه جنازې ته ورځي .موږ دا نه وایو چې د هرې ستونزې حل سل په سل خبرې اترې دي لیکن دا ضرور وایو چې خبرې اترې د یو بل ته د پوهولو او پوهیدلو موقع درکوی .د خبرو اترو دروازې او د سلا کړکۍ باید هر وخت پرانیستې پاته شي . که دا د ملي یا هم ځاني ګټو لپاره وي

د ملي ژوند ستونزې
موږ دا فکر کوو چې خبرې اترې د ملي ژوندانه یو مهمه برخه ده . د دې ستونزې ښکار سیاسي مشران او هم غریب وګړي دي.
موږ داسې روزنيزې ادارې هم نلرو چی د شخصیت د دې مهم عنصر روزنه وکړي که یي هغه هم دولتی اود موسساتو کارکونکو پورې محدود دی عام وګړي ورته لاس رسی نلري.

خبرو کې عمومي غلطیانې یا کمی
هغه عمومي غلطیانی یا کمي ته یوه کتنه کوو چې په عمومي ډول په خبرو اترو کې لیدل کېږي او کله چې د وخت په تېرودلو سره یادو غلطیو او نواقصو ته مو پام شي نو سړی ډېر پښیمانه شي .

وېرېدل یا هم تر اغېزې لاندې راتلل
ځنې اشخاص کله چې خبرې کوي نو د ډېرې وېرې نه داسې ښکاري چې د ډېرې لوې ګناه کولو وروسته حاضر شوی او اوس هغه ته د یادې ګناه سزا ورکوله کېږي .د خبرو پر وخت تاسو د عمر ، مقام او درجې خیال ضرور وساتئ لیکن وېرېږﺉ مه .خپله موضوع صیحح وړاندې کړﺉ .د لیدلو نه مخ کې په خپل ذهن کې خبرې ترتیب کړﺉ او داسې فکر د اړونده کس په اړه وکړئ چی ته یی د یو مهربان او ګران دوست په اړه کوې ولې چې د انسان سره رویه او عمل په عام ډول د ګمان په مطابق کېږي .خبرې په تسلسل وکړﺉ ، په دې معنا چې یوه موضوع باندی خبرې پای ته ورسوئ او وروسته بله موضوع راوخلئ .ډېر کسان موضوع دومره په چټکتیا سره اړوي چې اورېدونکی ډېر بی حوصلې کړي ولې چې په دې ډول یوه خبره هم پای ته نه رسي .

تکیه کلام
تکیه کلام یا تکراري کلماتو نه ډډه وکړﺉ .ځنې خلګ په یوې جملې کې څو څو ځلې لکه “مطلب دا چې “ ورور ته مې دې وویل شي“ نو ما ویل “ سر دې خلاص شو ” وروره ګله ؛ یا دی ته ورته الفاظ استعمالوي. په یاد وساتئ چې د دې کلموپه تکرار سر ه تاسو هېڅکله هم په ښه ډول خپله خبره نه شی وړاندې کولی .

خندا او الفاظ
خندا او الفاظ باید یوځای د خولې نه را ونه وځي .ځنې کسان دا ستونزه لري چې کله هغه نورو ته کوم د خندا نه ډکه واقعه بیانوي نو منځ کې یې خپله خندا شروع کړي تاسو خپله فکر وکړﺉ چې په داسې حال کې به او رېدونکی خبره واوري که وخاندی . خپلې خبرې پوره کړﺉ اوخندل اوریدنکی ته پرېږدﺉ چی ستاسو خبرې اوري . که بیا هم غواړﺉ نو د خبرې د پوره کولو نه وروسته کولای شئ چی وخاندﺉ.

چک چک کول
ځنی خلک د خبرو اترو پر وخت لاس در مخ ته کړي او توقع لري چې ته هم خپل لاس د ده پر لاس په زوره ووهه او په دا نېک عمل کې ورسره حصه واخله. نه پوهېږم چې په دی چک چکو خبرو ته څه فایده رسېږي ځنې پخپله لاسونه سره پړکه یي او بعضې خو پر میزهم لاسونه وهي . دا هم د خبرو په نقصونواو کمیو کې راځي .

زه ، زه ، ما ، ما
دخبرو په لړۍ کې یوه کلمه چې ټول اورېدونکی یي نه خوښه وي لکه “ ما وویل “ ما دا وکړه “ما هغه وکړه “زه وایم “ دا د ما ما،کلمه ستاسو وقار ټپي کوي دا کلمه د ضرورت په وخت کی استعمال کړي .

ترخې ترخې خبرې
ځنې کسان ځان ډېر باجراته بولي او هر چاته ترخې یا سپينې خبرې کوي .په داسې خبرو د انسان احساسات ټپي کېږي او هم ستاسو عزت.

غوړه مالي کول
ځنی کسان په خبرو کې غوړه مالي شروع کوی او یا هم په غوړه مالۍ څوک مسخره کوي . هر هغه صفت کې چې شاته یې بد نیت وي د هغه نه ډډه وکړي

ګړندی
ځنی کسان په خبرو کې الفاظ په داسې ګړندی توګه داد کوي چی ته به وایې برقي ریل ګا ډی دی ( مصرف پرې راځي)او پر کوم تمځای هم د درېدولو نوم نه اخلي .

په خوله کې خبرې کول
ځنی محترمین د خولې په منځ کې خبرې کوي ،خپله خبرې کوي او خپله پرې پوهیږي،لکه چې نسوار یې په خوله کې وي .په یاد وساتئ که تاسو خوله پاکه نه وي نو کلمات هم پاک او صاف نه راوځي چې ټولو ته ستونزه ده .

نابلده د مرکی شغال دی
ځنی کسان چی کله هم یو مجلس ته ورداخل شي خپله خبر شروع کړي د مجلس پر موضوع باندې فکر هم نه کوي بس خپلو خبرو ته یې کش ورکړی وي او هغه هم کاشکی داسې په زړه پورې موضوع وي .په داسی مجلس کې داسې ښکاري چې ټول دې په کرایه راوستلي دي .

ټولو ته فکر نيول
ځنی حضرات چی کله کوم محفل ته ځي نو د یو بل سره خبرې کوي او نور مجلس ته فکر نه کوي چې د ده خبری یا خندا خو به بل چا ته مزاحمت نه کوي. دغه ستونزه په رسمي لیدنو او مجلس کې هم لیدل کیږي . لیدلې به مو وي چې کله په جلسه کې مشر خبرې کوي او دوه کسانو د یو بل سره خبرې او خندا اچولې وي .تلویزیون کې مې هم داسې یوه واقعه د یو وطن په پارلمان کی ولیدله چې دوه د پارلمان غړي په خپلو منځو کی خاندي او هلته پر یوه مهمه موضوع رایه اخستل کیږي .

اختلافي موضوعات
ځنې کسان د خبرو په لړ کې اختلافي موضوعات رااخلي چې اکثره یې سیاسي او یا کاروباري موضوعات وي د خلکو د احساساتو زخمي کېدلو سبب ګرځي .

شخصي موضوعات
ځنې ملګري په مجلس کې د نورو شخصي ستونزې را اخلي .چې اکثریت یی زار یی .که تاسو په ریښتا دهغه سره خواخوږی لرئ د مجلس نه وروسته د ستونزې حل هڅه وکړئ .

غصه
ځنې کسان په هره خبره په غصه سوراو شین کېږي او یا هم ښکنځل کوي او یا خلک ګواښي . که په داسې حال کې دده ویډیو ثبت کړې او بیا یې ورته وښایې نو د شرم نه به ورته سترګه پورته نکړي .

ګل میدان
ځنی ملګري د دې هیله لري چې هر محفل کې وي خلک یې ګلولی میدان یا د مجلس زړه وبولی . دا یو غلط فکر دی په هر مجلس کې تاسو ښاغلی ووسئ .تاسو د هرې لوبې کپتان نشئ کیدای ،دا حتمي نه دی چی هر هغه کشتۍ چی تاسو یی ملاح یاست باید تر ساحل پورې سلامته ورسي، ډوبیدای هم شي .

ماشومان
په مجلس کې که کوم ماشوم وي نو ځنې کسان د هغو د حقوقو او د هغوی درناوی ته فکر نه کوي او هغوی نه سترګې پټوي.که تاسو داسې وکړه نو تاسو نه یوازی داچی ماشوم ته مو شخصیت ورنکړ بلکې ځان مو نورو ته مغرورمعرفي کړ.

نا اهل
بعضې خلک په ډېرې عاجزۍ د خبرو کولو عادت لري .د انسانانو سره په انسانی وقار خبرې وکړي.ځان دومره عاجز او کمزوری مه ښکاره کوﺉ چی خلک د نااهله فکر درباندې وکړي.
د ژوند په لاره د بریا سفر له کتاب نه

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: