ملحدینو شبهاتو رد

د خدای وجود او د مادې نظریه؛ د خدای منکرو رواني مشکل او سفسته

د خدای وجود او د نه موجودیت مادي نظریه!؟

ګهیځ نه پوهیږم څوک دی. دا به د هغه له وروستنی لیکنی نه معلوم سی. خو د اولی لیکنی له عنوان او تفصیل نه معلومیږی چه هغه د شک په حال کی دی. شک مو ځکه ووایه چه هغه د خپل دیلیکتیک په دوران کی د اوسنی خدای منکرو سوالونه او جوابونه د سوال په ډول خپاره کړی دی. 
د ګهیځ سوالونه البته د حاضر خدای ناشناسی په سفسته (غیر فلسفی) ولاړ دی چه اوله برخه یی د روسی او غربی او نورو په لیکنه متکی وی او اخرینی برخه یی د د عیسویانو په توماسی عقیده متکی وی. مونږ د دواړو برخو په هکله لیکنه کوو او دواړی برخی له چټتیانو نه علاوه بل څیز نه وینو.

د ممکن په هکله هغه یوازی په موجود محسوس او هغه چه د هغه اثر ثابت کیدای سی عقیده لری. د ګهیځ مشکل دا ده جه ده دا په ماده پوری تړلی بولی. یعنی محسوس موجود او یا بل موثر موجود مادی دی. له دی نه علاوه دی د بل موجود امکان نه منی. سوال دا ده چه ناپوهی د یو موجود نستوالی ثابتولای سی؟ جواب یی دا ده چه نه داسی نده. تراوسه سیانسی پوهه په دی قانون ولاړه ده چه ټول معلوم شیان اول نامعلوم ول. نو دا که ګهیځ د نورو غیرمادی موجوداتو په هکله ناخبره وی هغه د دی دلیل نسی کیدای چه هغه ممکن ندی. نو ځکه، د ګهیځ پورتنی دیالیکتیک غیر منطقی دی.

کهیڅ وایی د مادی ذواتو او صفاتو نه علاوه نور څیزونه د انسان دماغ ته نسی داخیلیدای. ده ویلی ( ځکه زمونږ ذهن ته یواځې د مادې په هکله معلومات داخلېدل شي). دا د فلسفی د تاریخ انکار دی. تاریخ ښیی چه پوهانو د مادی او غیر مادی څیزونو په هکله نظریی ورکړی او هغه بیا له قرنونو وروسته ریښتیا ثابتی سوی دی. له ارستو تر ابن سینا او نورو د نامعلومو په هکله فکرونه کړی دی. د یونانی منطق له مخی ټول علوم یا تصوری دی او یا تصدیقی دی چه نن سبا له هغه نه په نظری او تجریبی یا عملی علومو پیژندل کیږی. د ګهیځ خپل سوال د غیر مادی موجود په هکله دی. فرق په دی کی دی چه موحدین خدای یو ثابت موجود بولی او ملحدین یی غیر ثابت موجود بولی. دا غیر ثابت موجود د ګهیځ دماغ ته داخل سوی، دا چه دی لا پری خبر ندی نو دا خو دته بده خبره ده.

ګهیځ باید د انسان دماغ له خپل کفایت نه محروم نکړی. هغه مفکرینو چه د مادی په هکله بحث کړی بواځی د مادی موجوداتو منل یی په تسلسلی نتیجی ولاړه نظریه بللی ده. دا ځکه ماده یو متغیر او حادث څیز دی. که ماده متغیره وی نو د دی تغیر عامل څه دی. هر جواب سوال پیدا کوی او دا سلسله به بی انتها وی. دوی په داسی دلیلونو عقیده نلری. دا ځکه د انسان دماغ یواځی هلته قناعت کوی چه خدای غیرمادی وی او د اثارو له مخی هغه واجب الوجوب وبولی .

موحدین او خدای پیژندونکی انسانان د خدای صفات په فزیکی او مادی چوکاټ کی نه اچوی. هغوی د اثارو او نتايجو له مخی پیژنی او هغه کسانو چی صفات په فزیکی ډول تعبیر کړی هغه د متشبه ډله ده چه زیات مسلمانان یی ردوی.

ګهیځ د خدای ذات ثابت نبولی ځکه هغه څرګند ندی. دی وایی چه کله څرګند سی نو بیا به یی ممکن وبولی. ادیان د فزیکی څرګندنی نه انکار کوی او د اثر او علیت په نظریه اصرار کوی. دا چه ګهییځ دا له پامه اچوی د سوال خبره ده. هغوی د دی نظریی نه تښتی او سترګی پری پټوی او بیرته د محسوس موجود نظریی ته پناه وړی. دا د هغه له خپلی اولنی نظریی سره تناقض لری. هغه په اول کی ویلی چه دوه څیزه ممکن بللای سو: محسوس موجود او موثر موجود (هغه جه اغیزه ولری). اوس نو دا خو دوه بیل امکانات دی چه هر یو یی په ځان متکی دی چه یو بل ته د ثبوت احتیاج نلری. دا خو ښکاره خبره ده چه کاينات په منظمه توګه روان سوی دی. دا یو تاثیر دی چه موثر غواړی. دا د یو پوه موجود اغیزه ده. دا تنظیم یو مدبر او پلانکونکی ذات ته ضرورت لری.

د ګهیځ تیروتنه په دی کی ده چه هغه د اغیزن او اغیزداز (علیت) نظریه په ماده پوری منحصره بولی. دا یو تعصبی او بیدرایته خبره ده. دا په مغالطی ولاړه ده. ګهیځ وایی د غیرمادی اغیزه په ماده باندی ممکنه نده، یعنی محاله ده. هغوی دلیل وایی داسی اغیزه په مادیاتو کی شته. اوس سوال دا ده چه ایا هغه د غیر مادی اغیزی تجربه کړی؟ جواب دا دی چه هغه نده کړی. نو که دا تجربه نوی سوی نو ایا د هغی د نه امکان خبره ثابته بللی سو؟ جواب دا ده چه نه. ګهیځ دلته بیا د بیمنطقی په ګرداب کی لویږی. په ناخبری یو شی منفی کوی. په ناخبرییو څیز نه منفی بللی سو او نه مثبت.

د پورتینی دلایلو په اساس ویلای سو د خدای له وجود نه انکار په علمی توګه یو درواغ دی. علم او منطق د خدای د وجود انکار نسی ثابتولی.

عیسوی مادیت

عیسوی ماده پرستی د طبیعی حقوقو سره تړلی فلسفه ده. که دا فلسفه په دی تفسیر شی چه خدای ماده ده نو د ګهیځ په وینا بیا ادیان او دینی لارښونی بیځایه دی ځکه د خدای یوه برخه د بلی برخی و عبادت ته احتیاج نلری. دا به د عیسوی افکارو درواغجن تفسیر وی. له بله پلوه یو دین هم خدای ماده نبولی.

که د ګهیځ خبره د بیدینه خدای شناسانو وی نو هغه حتما باید دوه مادی وی. د نوی مادی د نظم قانون باید مراعات سی او که نه نو هغه به د هغی په تباهکونکی ګډوډی بدل شی او هغه به له مینځه ولاړه سی.

خدای د مادی پیدا کونکی ده. اوس که یو بیعلمه کس دین صرف بیمعنی او بی فایدی مراسم بولی دا د دین مشکل ندی بلکه هغه د بیعلمه ګمراهی ده. تر څومره چه یو کس د دین منقاد وی په هغی اندازی د نړی نظم برقرار ساتلی کیدای شی. دا چه یو کس د دین په نامه خپل انانیت ته کار کوی هغه د دین مشکل ندی هغه د شکایتکونکی بیعلمی ده چه ښه یی ځان ندی پوه کړی.

طاهر ثابت

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: