وزن | وزن کمول| وزن زیاتول

د خوب په مهال د خېټي د وازګي د ويلې کولو جادويي شربت

مونږ چې کله دنارينه او ښځېنه دچاغښت خبره کوو ترټولو زيات خطرناک دخېټي سيمه ده چې بېلابېل لاملونه خېټه غټوي لکه حمل دعمر زياتوالی زاړه پاړسوبونه او همداسي نور.

تاسو به باور ونه کړئ چې له مونږ سره يوه داسي نسخه شته چې د خوب په مهال ستاسو دخېټي وازګه ويلي کوي دا هغه وخت چې تاسي دا نسخه کټ مټ وکاروئ دا شربت به تاسو تر وېده کېدلو درې ساعته مخکي څښئ دکېوي مېوه نه يواځي دا چې وازګه او کالري په طبیعي شکل سوځوي بلکه ټول هغه طبیعي وېټآمېنونه لري کوم چي انساني جسم ورته اړتيا لري.

۱- درې دانې کېوي
۲- يو دانه لیمون
۳- نېمه نارنګۍ
۴- يو څو د پالکو پاڼي
۵- يو څه پنبه دانې

نارنګۍ او ليمون به دواړ ونښتېځې او دا نور مواد به وړې وړې ټوټي کړې او په برقي مکسر کي به يې واچوې وروسته دمالتې او لېمون اوبه ورواچوه بوره مه پکي اچوه که غواړې چي يوڅه خوږ شي يوه چمچه اصلي شات ورواچوه ټول مواد ښه سره ګډ کړه او هرماخوستن دا روغتيا بښونکی او په معدني موادو بډای يو ګلاس شربت نوش جان کوه.

ليکوال: محمد قدوسي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: