سیرت النبي لیکنې

د رسول الله (ص) وفات څخه وړاندې

 

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دوو برخو کي به نشر کړم هیله ده چي دواړه برخي راسره تر پایه ولولي:

(لومړی برخه)

هغه (صلی الله علیه وسلم) پوهیده چي د ژوند وروستي سلګۍ ده او د ژوند رڼا لکه د ماذدیګر زیړی لمر درنګ ساعت له سترګو پنا کیږي.

چي په لاره به روان ؤ.له هري خوا سلامونه پري ویل کیده،ده به هم هرچا ته په مهرباني ځواب وایه

په ږیره کې یې شل ویښتان سپین نه لیدل کیده او زهیر تیایی ورځ په ورځ زیاتیده

کله به چي اوښانو اوبه څښلې دی به ورته ودریدهاو هغه ورځې به یې په زړه ګرځیدې چي ده به د خپل تره اوښان څرول

هر وخت به د خدای ج په درګاه کې په زار او نیاز مشغول و.

خوراک یي بیخې لیږ و او ډیر ځله به یی په نس پورې تیږې تړلې.

پخپل لاس به یی خپلې میږې لوشلې چي جامې به یې وشلیدې په ځمکه به کیناست او خپل کالي به یی په خپله کنډل.

یو ورځ یی خپله څپلی څیري وه په تیز لمر کې د هغې په کنډلو بوخت وه نو تندي یې خولې شو چي د خولې هر څاڅکي به په ځمکه لګیده نورانې رڼا به ترینه خپریدله .

د ځوانی قوت یې نه وه پاته ډیرو روژو دده بدن کمزوری کړی و.په ډیرو اوږدو ورځو کي به یی د رمضان ټولې روژې نیولې د دری شپیته کالو و چي ناڅاپه تبه پری راغله

هغه قران چي د الله جل جلاله له لورې پرې نازل شوي وه ټول یي ولوست د اسلام بیرغ یې سعید ته په لاس کې ورکړ او هغه ته یې وویل:دا زما د ژوند وروستی ورځ ده ته پدی پوه شه چې بې له یوه خدایه بل خدای نشته ته د هغه په لاره کې جهاد وکړه.دی ډیر ارام معلومیده مګر نظر یي د هغه لور پرواز عقاب غوندي وه چي د لوړې فضا په ترکولو مجبور شوی وي.

په دغه ورځ هم دی د هروخت په شان لپاره مسجد ته راغی او په حضرت علي یې تکیه کړې وه.مومنان او مسلمانان ورپسی را روان وو او په مخکې یې مقدس بیرغ رپیده.

چې مسجد ته ورسیده رنګ یي الوتی و او خلکو ته یې وویل:

ای خلکو!که چیرې د پاک خدای جل جلاله اراده نه وای مابه له یو ړانده او ناپوه نه څه فرق نه درلود.

چا ورته وویل د خدای جل جلاله رسوله!هر چاچې ستا بلنه د حق په لوري واوریدله ستا په خبرو یي باور راغی او په ایمان مشرف شو.

کله چي ته دنیا ته راغلې نو په اسمان کې نوی ستوری ښکاره شو او د کسری د طاق دري برجونه ونړیدل.

مګر هغه(صلی الله علیه وسلم) خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويي ویل:اوس زما وروستی ساعت رارسیدلی دی او د اسمان پریښتې زما په باب کې مجلس لري.

غوږ کیږدئ او واورئ!که ما ستاسو کوم یوه ته کله کومه بده خبره کړې وي هغه د پاڅیږي او پخوا لدینه چي زه له جهانه لاړ شم ماته دي بیرته راوګرځوي او هماغه څه دې راته ووایې.

هغه (صلی الله علیه وسلم) زیاته کړه،که مې څوک وهلی وي ومې دې وهي که مې چانه څه اخستي وي رانه دې واخلي،په دغه وخت کې یې هغه لرګی حاضرینو ته وړاندې کړ چې دده په لاس کې و،هلته یوه بوډۍ ناسته وه او وړۍ یې وریشلې هغې چیغه کړه چې ای د خدای رسوله خدای دي له تاسره ملګری وي.

ده (صلی الله علیه وسلم) بیا وویل،ای خلکو!په خدای ایمان لرئ او د هغه حضور ته په تعظیم سرونه ټيټوئ،د میلمنو پالنه کوئ پرهیزګار وسئ او عدالت وچلوئ.

دغه وخت لیږ غوندې غلی او په فکر کې شو بیا یې ورو ورو ګامونه واخستل او ویې ویل:ژوندو خلکو! زه بیا تاسو ټولو ته وایم چې زما د تلو وخت دی ژرکوئ پخوا تر دې چې زه د اجل پیاله نوش کړم زما ګناه چې ما کړی وي را په یاد کړئ او هر بد مې چې ستاسو له هر یوه سره کړی وي،له ما نه انتقام واخلئ.

خلک له ده نه غلی او نیولي په څنګ تیریدل،ده د ابوالقدا له څاه نه اوبه را وغښتلې او.مخ ولاس یې ومینځل،یوه سړي ترینه درې درهمه وغوښتل ده سمدلاسه ورکړه او ویې ویل.((دحساب فیصله دلته ښه ده نه په قبر کې))خلکو په ډیره مینه په هغسی نظر لکه چي کوتره لري دغه د جلال او عظمت خاوند ته کتل چې ډیره موده ددوئ د ډاډ او امید مرکز ؤ.

دی(صلی الله علیه وسلم)خپل کور ته ننوت ډیر خلک د کاله نه دباندي پاته شوه او ټول شپه یې په ویښه تیره کړه سهار چې سپیدې وچاودې ده وویل:ابوبکره!زه نور د پاڅیدو توان نلرم پاڅیږه ماته قران ولوله په دغه وخت کې دده کور بي بي عایشه (رضي الله عنها) دده ترشا ولاړه وه.

دی د ایاتونو په اوریدلو مشغول ؤ چې حضرت ابوبکر صدیق لوستل کله به یې ورو ورو شروع شوی ایات تمام کړ، په دغه وخت کې نورو ټولو ژړل او چا خپله ژړا نشوای ټینګولای.

نږدې ماښام ؤ چې عزرایل (علیه السلام)د کاله په دروازه کې ښکاره شو او د ننوتلو.اجازه یې وغوښتله.

د خدای (جل جلاله)استازي وویل:پریږدئ چې دننه راشي،پدغه وخت کې هرچا دده په سترګو کې دده د ولادت د ورځې غوندې یو عجیب ځلیدونکی برق لیده.

عزرایل (علیه السلام)ده ته وویل:د خدای (جل جلاله)رسوله ته خدای (جل جلاله)خپل حضورته بللی یې.

ده وویل: زه د حق دعوت ته لبیک وایم له دغه وینا سره دي وریږدیده او د یو ارام نفس په وتلو دده شونډي بیرته پاته شوې او حق ته یې ځان وسپاره.

درود ووايئ پر رسول الله (ص)…

ليکنه: مسرور سپينوال

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: