زکات

د زکات لنډ او مفصل بيان

  زکات د اسلام دريم ستر رکن دی  چه ډير ېو اهم عبادت دی په  قرآنکرېم کی ډېرځاېه لمونځ او زکات ېوځای ذکرشوی . چه دغه دواړه عبادتونه د ټول دېن ترجمانی کوی. په بدنی عباداتو کی لمونځ د ټول دېن نماېندګی کوی اوپه مالی عباداتوکی زکات د ټول دېن نماېندګی کوی.  زکات په ټولنه کی د بی وزلی او فقر پر وړاندی تر ټولو غوره وسيله ده، د زکاة په اداء سره  په کور، کلی، ولس او هيواد باندی  الهی  رحمتونه او برکتونه  نازليږی  ځکه په کوم قوم  کی چه رحم، زړه سوی  او يو له بله  کومک وی نو پر هغه قوم باندی  هم الله تعالی خپل رحمتونه نازلوی له بلا او آفاتو يی ساتی.

په کوم قوم کی چه زکات نه وی  پر هغه  به هميشه لوږه او فقر حاکم وی  ډول ډول آفات به ورباندی راځی د زکات حکم زکات د اسلام دريم ستر رکن دی  چه پر مسلمانانو نر او ښځه فرض دی.  په قرآنکريم کی تر ۸۰ زيات ايتونو کی  زکات  له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی. وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ) البقره ۴۳ ).

لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو) ! او ورکوی زکات ! او رکوع کوی سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو) وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ) النور ۵۶ ) . لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوی زکات ! اود پيغمبر اطاعت وکړی  هيله ده چه پر تاسی رحم وکړای شی. د زكات فضايل . ( إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ) البقره ۲۷۷ يقيناْ هغه کسان چه ايمان يی راوړی دی  او کوی دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی  باندی او نه به دوی (هيڅکله) غمجن کيږی . 

. هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ۲  الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ  (سوره النمل ۲-۳ ). لارښوونه او زيری ورکوونکی دی مؤمنانو ته ( په نعيم سره ) هغه ( مؤمنان ) چه قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی  زکات او دوی په ورځی د قيامت هم يقين لری (چه رابه شی په حقه سره دغه ورځ) . قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ۱ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ۲ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ۳ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ  المؤمينون ۴-۱  پتحقيق سره بريالی شوی دی  مؤمنان، (هغه مؤمنان ) چه په لمنځونو کی عاجزی ښکاره کوی، ( هغه مؤمنان ) دوی  له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکی دی،  (هغه مؤمنان ) چه دوی د زکوة  ادا کوونکی دی . 

عَن اَبِی هُرَيرَةَ  قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ   قَالَ اللهُ تَعَلی اَنفِق يَابنَ ا’دَمَ اُنفِق عَليكَ .د حضرت ابو هريره  (رض) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی چه هربنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چه ای د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلی خزانی نه تالره  درکړم  ( رواه بخاری او مسلم) د زکات  نه ورکوونکو ته  ډير سخت دردوونکی غذابونه  : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴  . اوهغه کسان چه خزانه کوی سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله ج کښی  نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره .وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰) پرکومو خلکو چه الله تعالی د خپل مال او دولت پيرزو کړی  ده او هغه له شومتوب نه کار اخلی په دی خيال کی دی نه چه دا بخل او زردوستی د دوی په حق ښه ده، بلکی دا د هغوی په حق ډيره بده ده، هغه چه په خپلی بخلی سره څه  را ټولوی هماغه به د قيامت په ورځ د طوق په شکل غاړی ته ورواچول شی . 

نبوی (ص ) ارشادات :

 مَامِن أَحَدٍ لاَ يُؤَدِّی زَكَاةَ مَالِه اِلاَّ مُثِّلَ لَه يَومَ القِيَامَةِ شُجاَعاً اَقرَغَ حَتَّی يَطُوقَ عُنُقَه ( ابن ماجه )څوک چه د خپل مال زکات ورنه کړی نو مال به يی د قيامت په ورځ  د داسی مار په صورت مجسم شی چه سربه يی پک وی او دده تر غاړه به ور تاوشی .ما’نِعُ الزَّكا’ةِ يَومَ القِيا’مَةِ فِي النّارِ   ( طبرانی) څوک چه د  زکات له ورکړی منعه کوی نو د قيامت په ورځ  يی ځای دوذخ دی . 

د زکات د وجوب شرطونه :

۱- مسلمانی : نوڅوک که نوی مسلمان شی پرهغه د مخکی وختونو زکات لازم ندی .
۲- بلوغ  : نابالغه ماشوم يا د ماشوم ولی  باندی زکات فرض ندی که يی آدا کړی نه صحی کيږی .
۴- د نصاب  مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چه شريعت پری زکات واجب کړی دی .
۵- پوروړی نه وی : يوه سړی د نصاب په اندازه مال لری  ولی د نورو پوروړی هم وی زکات ورباندی نشته .
 ۶- پرمال پوره کال تيريدل : نصاب ته رسيدلی مال به يوکال تيرشوی وی،
پدی اړه نبوی (ص) ارشاد مبارک : د حضرت عبدالله ا بن عمر (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی : چه چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغی باندی تر هغه وخته زکات  نه واجبيږی  څو پوری چه  په هغی باندی يو کال نه وی تير شوی (رواه الترمذی) ۷- پرخپلواصلی ضرورتونو سربيره د نصاب شته والی : ۸- عقل : پرليونی زکات فرض  ندی .

د زکات د اداء کولو د صحت شرطونه يعنی د دغه شپږ شرطونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وی زکات نه اداء کيږی :۱- مسلمانی :د زکات اداء کوونکی به ضرور مسلمان وی  ، دنامسلمان  زکات نه اداء کيږی . ۲- عقل : که يو ليونی زکات ورکړی  زکات يی نه اداء کيږی . ۳- په ټاکلو ځايونو کی د زکات مصرفول : هغه ځايونه په قرآنکريم کی  واضح  بيان شوی ، چه لاندی  په تفصيل  ذکر شوی، که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کی ولګول شی زکات نه ادا کيږی . ۴- بلوغ  : نابالغه ماشوم که زکات ورکړی زکات نه اداء کيږی . ۵- مالک ګرځول : د زکات اداء کولو پروخت  بايد د زکات اخيستونکی  د هغه مالک وګرځول شی، که هغه فرد وی اوکه د زکات راټولولو مامورين  وی  . ۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکی بايد د زکات د اداء کولو پر وخت  د زکات نيت ولری . 

د زکات  د آدا کولو ګټی :

۱- د مال پاکوالی :   که زکات ادا نشی  نو د زکات د مستحقينو حق به په مال کی ګډ شوی وی، چه د زکات په ادا سره  به د هغوی حق بيل او مال به پاک شی، په معنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو د شوق او محبت څخه د زړه پاکوالی .
۲- د مال زياتوالی : د زکات په ادا کولو سره الله تعالی  په مال کی برکت اچوی، نوکله موچه زکات ادا کړ بيا به له  حساب کولو ورسته درته معلومه شی چه د نور وخت پر پرتله کټه څومره زياته شوی حيران به پاتی شی .
۳- له بلاؤ او آفاتو څخه د مال بچوالی : د زکات په ادا کولو سره  به بيا په مال  آفتونه او بلاوی  نه راځی  تجارتی مارکيت به اور نه اخلی او د غلو له غلا او لوټ او داسی نورو به په امن وی .
۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره  سم  د انسان په زړه کی زياته خوشحالی او سکون پيدا کيږی ځکه  چه په هر عمل او کسب کی  د الله تعالی رضا وی سړی خوشحالی او آرام احساسوی .
 ۵- د سيخيانو په ډله کی  ور ګډيدل: د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .
۶- د زړه نرم والی  او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والی ډير لوی صفت دی چه نرم زړه د دوزخ اور نه سوزی، نوکله چه هغه خوارانو  ته چه  څلورو ديوالونو ته  حيران ناست وی  د خواراک لپاره هم څه نه لری  زکات ورکړ شی  څومره لوی  رحم ، زړه سوی  او خواخوږی  به وی .
 ۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا او دولت  سره محبت ستر مرض دی  چه د دی مرض په وجه سړی  بخيل، سخت زړی  او بی رحمه، بی مينی او علاقی  وی  له مرګ څخه  ويره لری  د دنيا د عيش اونوش هيله لری ……….. نو آخربه تر کومه ژوند وی . نوکله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د الله تعالی د رضا لپاره زکات ورکړی  د هغه په زړه کی د الله تعالی د محبت ولولی  په جوش راشی او د ناولی  فانی دنيا محبت يی له زړه وزی .
 ۸- د الله تعالی پر نعمت شکر : بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوی، نو پوره يقين لری چه  زه خو پخوا ناداره وم  ای خدايه  تا پر خپل فضل مالداره وګرځولم  نو نن ورځ  په ډير اخلاص  ستا له راکړی  يواځی څلويښتمه برخه پر بی وزلو او خوارانو ويشم، نو شکر خو همدی ته وايی  چه نعمت د الله تعالی  له خوا يو فضل وګڼل شی، ولی هغه کس  سره لدی چه الله تعالی ورباندی د مال پيرزوينه کړی وی خو زکات نه ورکوی  پر دی ګمان وی چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده. نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښی  ګمان کوی چه پدی ۴۰ حصه به می مال کم شی چه دا د لوی څښتن ج سره ستره بی وفايی  او د بندګی له شانه سره ناشکری، سرکشی  او ډير بدکار بللای شو.
۹- د خلاصون لاره : د الله ج رضا چه په سپين مخ به د خپل لوی څښتن ج په حضور کی  ولاړيږی  خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځی  او د هغه له غذاب او د غاړی له طوق څخه به خلاصون  مومی . 

 د زکات نصاب :

 د سپينو اوسرو زرو زکات او د هغه نصاب : …… مِن كُلِّ اَربَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ ُ وَلَيسَ فِی تِسعَةٍ وَتِسعِينَ وَماءةٍ شَيی ُ ُ فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَمسَة ُ ُ دَرَاِهمَ  (رواه الترمذی وابوداود). پس اداء کړی زکات  د سپينو زرو  د هر څلويښت درهمو نه يو درهم – او د 199 درهمو پوری هيڅ واجب ندی او کله چه 200 دوه سوه پوره شی نو په هغه کی پنځه درهم زکات واجب دی.

 حضرت ام سلمه (رض ) وايی : ما بنګری په لاس کول، بيا می له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چی ای د الله تعالی رسوله ! آيا دا هم کنز دی ؟ ( کوم چه د توبی په سورت کی د کنز په باب سخت وعيد نازل شوی ) هغه (ص) راته په ځواب کی وفرمايل : کوم مال چه د زکات ورکولو اندازی ( نصاب ) ته ورسيږی او زکات يی ورکړ شی هغه کنز نه دی . د سپينو زرو زکات  دوه سوه 200  شرعی درهم دی، او د سرو زرو 20  طلايی مثقاله دی داچه درهم او مثقال د ګرام له رويه  څرنګه حساب شی  د نوی عصر علماوو داسی  بيان کړی .

 د اسلامی نړی  ستر مصری عالم دوکتور وهبة الزحيلی  پخپل کتاب فقه اسلامی دوهم جلد کی داسی ليکلی دی (د سرو زرو نصاب شل مثقاله  يا اووه نيمی تولی دی چه دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره د سلو 100 ګرامو سره برابر دی او دغه شل مثقاله دعجمی په مثقال سره له شيږ نوی  96  ګرامو سره برابر دی  ) ( دسپينو زرو  نصاب دوه سوه شرعی درهمه  يا دوه پنځوس نيمی تولی  چی بيا دا دوه سوه شرعی درهم له اووه سوه 700  ګرامو سره برابر دی  او دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه شرعی درهم د 642  ګرامو سره برابر دی ) په نورو فقهی کتابونو کی لکه درالمختار ، احسن الفتاوی  او فتاوی  عثمانی  کی  بيا  د سرو زرو 87   ګرامه او د سپينو زرو 612  او 628  ګرامه  ليکلی دی .

 د  سعودی عربستان د اوقاف دعوة او ارشاد  وزارت  د سرو زو نصاب 85 ګرامه او د سپينو زرو 595  ګرامه  ښودلی  دی . همدارګه  د قطر، يمن ، سودان  او لبنان   هيوادونو د زکات ادارو هم د سروزرو شل مثقاله له ( 85 ) ګرامه او د سپينو زرو  دوه سوه درهمه  له  595 ګرامه برابر ښودلی  دی . نو پدی خاطر چه همدا دسعودی عربستان  ټاکل شوی  مقدار اقل دی (دغريبانو په ګټه  دی ) او هم د يوه هيواد پر سطحه تعين شوی دی د اعتبار وړ دی . 

د سرو او سپينو زرو د زکات اندازه:

اندازه یې ٪ 2.5  يا 40  څلويښتمه برخه ده . لومړی  مثال : که څوک په خپل کور کی  120 ګرامه سره زر ولری نو زکات  يی داسی حسابيږی . که د يوه ګرام طلا قيمت 1200 افغانی وټاکو نو  120 x 1200 = 144000Af   نو د زکات اندازه به   144000÷ 40 = 3600  نو دری  زره او شپږ سوه افغانی د زکات اندازه شوه. دوهم مثال : که څوک 8500  ګرامه سپين زر ولری  نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ 50  افغانی وټاکو  نو 50x 8500 = 425000÷40 = 10625 Af   نو لس زره و شپږسوه او پنځه ويشت افغانی  زکات به پر مستحقو کسانو ويشی .   

د نغدو پيسو او تجارتی اموالو  زکات او د هغه  نصاب :

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ). ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو د هغو مالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی . وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِ او په مالونو د دوی کی حق او برخه وه  سوالګر لره او صبرکوونکی لره ( مسکين  وی خو له شرمه سوال نه کوی) . عَن  سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ اَن َّ رَ سُول َ اللهَِ  صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ  كَانَ يَامُرُنَا اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی  نُعِدّ ُ لِلبَيع ِ  ( رواه ابوداود ) د حضرت سمره بن جندب (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به د هر هغه شی نه زکات وباسو کوم چه د بيع و فروخت يعنی تجارت  دپاره اخستی وی . د نغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانه  ، فابريکه  او غيره ) نصاب  د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږی  ځکه د سپيونو زرو نصاب اقل دی  نو په اقل عمل کوو . د نغدو پيسو يا په تجارتی  دوران  کی بندو پيسو نصاب د سپينو زرو نصاب  له رويه ټاکو چه د سپينو زرو  نصاب دوه سوه  درهمه  يا 595 ګرامه  سره سمون خوری  .

که  دسپينو زرو د يوه ګرام  قيمت 50 افغانی وټاکو نوx 595 = 29750 ≈ 30000 Af  50 نو که څوک  30000   ديرش زره افغانی  د نغد و پيسو يا تجارتی اموالو پانګه ولری کال ورباندی تير شی زکات ور باندی فرض دی . د زکات اندازه ٪ 2.5  يا  40  څلويښتمه برخه  ده . لومړی  مثال : يوه  تجار  خپل  تجارتی  اموال  حساب  کړل  پانګه  يی  350000 افغانی شوه زکات به يی   350000 ÷40   =  8750 af  يا  (2.5% = 2.5 / 100 = 0.025)x 350000 = 8750 af   0.025 د زکات د ورکړی اندازه به 8750   افغانی  شی..   

د زکات مستحقين ( زکات چاته ورکړل شی):

 د زکات  د مستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی  حکم کړی دی . إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ  فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ ( التوبه ۶۰ ) .
بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات صرفيږی ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين )  او مؤلفة قلوب (چه د هغوی زړونه په لاس راوړل مطلب وی) او (صرفيږی)  په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او (  صرفيږی ) په لاره د الله تعالی کی او مسافر چه مال ورسره نه وی  ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او الله په هر څه  ښه پوه او د حکمت واله دی .

۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وی خو داسی وی چه د ایال ضرورتونه ئی نه پوره کيږې او نۀ ورسره دومره مال يا غله وی چه پخپله پری ذکات فرض وی .
۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دی چه د نفقی لپاره څه نه لری  که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوی  خو بيا هم څه ورباندی نه کيږی ، يا معيوب شوی وی  يا ناروغه وی  چه د کسب کار توان يی  له لاسه ورکړی وی.
۳- عاملين : د زکات ټولوونکی کسان  دا خلک که څه هم مالداره وی بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شی .
 ۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی  زړونه  د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی  زړه  لاس  ته راوړل مطلب وی.

 ۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کی راغلی وی  ، مثلاْ د جنګ بنديان ،مريان  يا د چا په قرض کی ګرفتار کس
۶- غارمين : کوم خلک چه داسی پوروړی  يا په څه وجه تاوانی شوی وی چه د قرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .

۷- فی سبيل الله : هغه کسان چه دالله تعالی د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوی ، دعوت کوی  اويا  پر بله طريقه يی د دين نصرت ته ملا تړلی وی د زکات مستحقين دی .

۸– ابن سبيل : که کوم مسافر وی چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی  که څ هم  په خپل کور کی مالدار وی د زکات مستحق دی .  

ننګيالی هاشمي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: