قرآنکریم تفسیر

د سورت اعلى تفسير

سريزه

د سورت تعريف:

1-    سورة اعلى د مکي سورتونو له جملې څخه دى.
2-    په قرآني ترتيب کې 87 يم سورت دى.
3-    د نزول په لحاظ د تکوير له سورت څخه وروسته را نازل شوى دى.
4-    نولس آياتونه، يوه رکوع، دوه اويا 72 کلمې او دوه سوه او درې نوي 293 حروف لري.

فضائل:

د دې مبارک او سپېڅلي سورت د غوره والي او فضيلت په اړه دا خبره بسوالى کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به دا مبارک سورت اوسورت غاشيه د دواړو اخترونو په لمانځه کې لوستل او هم به يې د جمعې په لمانځه کې لوستل، نوله همدې امله مسنونه اوغوره طريقه امامانو اوخطيبانو لپاره دا ده چې دغه مبارک سورتونه د جمعې او اخترونو په لمونځونوکې ولولي.

مفردات:

1-    سبح: د تسبيح امر دى چې له هرډول نقصانونوڅخه د پاکۍ نسبت کولو ته تسبيح ويل کيږي.
2-    خلق: کائنات يې پيدا کړي دي.
3-    فسوى: برابر کړي يې دي (دا کائنات يې داسې په کامله توګه منظم کړي چې هيڅ ډول کوږوالى، تفاوت او نقصان پکې نه ليدل کيږي).
4-    قدّر: د هر ژوندې لپاره يې په دنيا کې د پاتې کيدلو اندازه وټاکله.
5-     فهدى: هغوى ته يې له مخلوق څخه د فائدو او ګټو پورته کولو لارې چارې ورپه ګوته کړي دي.
6-     والمرعى: دلته ترې مراد هغه شيان دي چې ځمكه يې راشنه کوي.
7-    غثاء: هغو شيانو ته ويل کيږي چې سيلاب راپورته کړي وي او بيا يې يوطرف ته واچوي لکه خس او خاشاک او داسې نور.
8-     احوى: کله چې واښه او ګياه وچه شي او بيا توروالي اوټوټه ټوټه کيدوته ورنږدي شي.

له مخکيني سورت سره تړاو:

له دې څخه په مخکيني سورت ( الطارق) کې د انسان پيدايښت په تفصيلي توګه بيان شوى او د نباتانو تخليق ته پکې په اجمالي توګه اشاره شوې ده او په دې سورت کې د نباتاتو بيان په تفصيلي توګه بيانيږي او د انسان پيدايښت ته پکې اشاره شوې ده اوپه اجمالي توګه يې يادونه شوې ده لکه « خَلَقَ فَسَوَّى ».او أَخْرَجَ الْمَرْعى فَجَعَلَهُ غُثاءً أَحْوى

مضمون:

په دې کوچنې مبارک سورت کې د درېو مهمو موضوع ګانو يادونه شوې:

لومړى: د الله تعالى توحيد او يووالى:

د دې سورت په لومړني مبارک آيت کې د توحيد موضوع په دې جمله کې راټوله شوې ده چې: (سَبِّحْ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) اى رسوله ! د خپل رب د نامه پاکي بيان کړه چې تر ټولو لوړ اوښه غالب دى يعني الله په داسې کوم نامه سره مه يادوئ چې په هغه کې کوم ډول عيب،نيمګړتيا، کمزوري يا له مخلوقاتو سره ورته والى پيداکړي، دا ځکه چې په دنياکې چې څومره فاسدې او ناکاره عقيدې رامنځ ته شوې دي د هغو ټولو بنسټ الله تعالى ته د کوم غلط نوم غوره کول دي نو له همدې امله د عقيدې سمون په دې سره رامنځ ته کيږي چې الله پاک يواځې په هغو نومونوسره يادکړل شي چې له هغه سره وړ اومناسب وي چې هغه اسماء حسنى دي.
له دې وروسته په دريو آياتونوکې دا خبره په ګوته کړى شوې ده چې ستاسې هغه رب چې د نوم د ستايلو امر يې درته شوى دى، هغه ذات دى چې د کائناتو هرڅه يې پيداکړي دي، د هغو انډول يې وربرابر کړى دى، د هغو تقدير يې ليکلى دى، هغو ته يې د هغو چارو د سرته رسولو لار ښودلې ده چې د هغو لپاره پيدا کړل شوي دي او تاسې په خپلو سترګو د هغو ننداره کوئ چې هغه په ځمکه باندې شينلي را زرغون کړي او بيا يې هغه د وچو تورو وښوپه بڼه بدل کړي دي، له الله تعالى څخه پرته، هيڅوک د پسرلي په راوستلو توان نه لري اونه منى له راتګ څخه بندولى شي.
بيا ورپسې په دوو آياتونو کې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته لارښوونه شوېده چې ته د دې خبرې پروا مکوه چې دا قرآن کريم چې پر تا نازليږي دا به لفظ په لفظ څنګه زده کوې، ستاپه ذهن کې د ده کښينول زمونږ کاردى او د ده ساتنه ستاپه ذهن کې زمونږ د مهربانۍ پايله ده او که موږ وغواړو نوهغه به درڅخه هيرکړو.
له دې څخه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا ويل شوي دي چې تاته دا امر ندى شوى چې ته به هرومرو هر يو سړى په سمه اونيغه لاره روانوئ، بلکې ستامسؤليت خلکو ته د حق رسول دي، نور هدايت او مقصد ته رسول د الله تعالى کاردى.
بس ستا لپاره اسانه لاره همدا ده چې څوک نصيحت اوريدو ته تيار وي او د منلو وړتيا پکې موجوده وي، هغه ته نصيحت کوه او چې څوک ورته تيار نوي، په هغه باندې ټينګار مکوه، د چا په زړه کې چې د ضلالت او بې لارۍ او د هغې د بدو پايلو ويره موجوده وي، هغه د حق خبره مني او کوم بدبخته چې د هغه له اوريدو او منلوڅخه تښتي هغه به خپل بدانجام اوپايله په خپله وګوري.
په پاى کې خبره په دې باندې تمامه شوېده چې برياليتوب يواځې د هغوکسانو پورې ځانګړى دى چې د عقيدې، اخلاقو اوکړنو سپيڅلتيا د خپل ځان لپاره غوره کړي او د خپل رب د نامه په يادولو سره (الله اکبر) لمونځ ترسره کړي.
خو د زياتو خلکو حالت داسې دى چې د ټولو فکر او سوچ يواځې د همدې دنيا د سوکالۍ اوگټو په لور دى اوحال دا چې انسان ته پکاردي چې اصلا د آخرت په فکر او سوچ کې شي، دا ځکه چې دنيا تيريدونکې ده او آخرت تل پاتې دى، د آخرت نعمتونه له دنياڅخه زښت زيات غوره دي، چې هيڅ ډول انډول يې سره نشي کيداى دا حقيقت يواځې په قرآن شريف کې ندې بيان شوى بلکې د ابراهيم او موسى عليهما السلام په صحيفو کې هم دا خبره ښودل شوېده

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الأَعْلَى (1) الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى (2) وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَى (3) وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَى (4) فَجَعَلَهُ غُثَاء أَحْوَى (5) سَنُقْرِؤُكَ فَلا تَنسَى (6) إِلاَّ مَا شَاء اللَّهُ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَى (7) وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَى (8) فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ الذِّكْرَى (9) سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَى (10) وَيَتَجَنَّبُهَا الأَشْقَى (11) الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَى (12) ثُمَّ لا يَمُوتُ فِيهَا وَلا يَحْيَى (13) قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّى (14) وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى (15) بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (16) وَالآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (17) إِنَّ هَذَا لَفِي الصُّحُفِ الأُولَى (18) صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى(19)

ژباړه:

۱ـ د خپل رب د نامه پاکي بيان کړه چې له ټولو ډيرلوی اوښه غالب دی ۲ـ،هغه رب چې ټول شيان يې پيداکړي بيايې د هغو اجزاء متناسب اوبرابر کړي دي
۳ـ اوهغه رب چې خير اوشريې مقدر کړي دي بيايې لارښوونه ورته وکړه
۴ـ او هغه رب چې تازه ګياه يې له ځمکې څخه راويستلې ده
۵ـ بيايې هغه شنه ګياه وچه کلکه اوتوره وګرځوله.
۶ـ ژر ده چې دجبريل په ژبه به مونږ پرتاقران ولولو،بيابه يې ته نه هېروې
۷ـ مګر هغه چې الله تعالی يې دهيرولو اراده وکړي.
بې له شکه الله تعالی ته ټول ښکاره اوپټ شيان معلوم دي
۸ـ او توفيق درکوو تاته د شريعت د اسانې لارې.
۹ـ نو پند او نصيحت وکړه، بېشکه چې پند اونصيحت مؤمنانوته ګټه رسوي
۱۰ـ ژر ده چې پندبه واخلي هغه څوک چې له الله تعالی نه ويريږي ۱۱ـ او ډډه کوي له دغه نصيحت څخه لوی بدبخته
۱۲ـ هغه چې د اخرت په ورځ ستر اور ته ننوځي
۱۳ـ بيا به په هغه اورکې نه مري، چې په راحت شي او نه به يې ښه ژوند وي (چې په راحت سره ژوند تيرکړي)
۱۴ـ په تحقيق سره کامياب شو هغه څوک چې له ګناهونوڅخه په ايمان سره پاک شوی دی
۱۵ـ اوياد يې کړ نوم د رب خپل بيايې لمونځ وکړ.
۱۶ـ ای کافرانو! تاسې د دنيا ژوندون په اخرت باندې غوره کوې ۱۷ـ اوحال دا چې اخرت له دنيا نه غوره اوتل پاتې دی.
۱۸ـ بې له شکه دا خبرې په لرغونوصحيفوکې چې د ابراهيم او موسی عليهماالسلام دي موجودې دي .

تفسير:

د لومړني ايت په اړه په حديث شريف کې راغلي دي کله چې د دې سورت لومړنی آياتونه رانازل شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چې دا په سجدوکې مقررکړی،نوځکه مونږ په سجدوکې داسې وايو چې سبحان ربې الاعلی.
په دې ايت کې الله تعالی محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه په تابعدارۍ د هغه امت ته حکم کوي چې د خپل ستر رب پاکي بيان کړي اوپه هغو نومونو او صفاتو يې يادونه وکړي چې د الله تعالی له شان او عظمت سره برابر وي،چې هغه هماغه نومونه اوصفتونه دي چې الله تعالی په خپله په خپل کتاب کې ځان ته ثابت کړي دي اويا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيحو احاديثوکې راغلي دي، ځکه چې په همدې سره د الله تعالی اجلال،احترام او ادب ترسره کيږي او الله تعالی ورباندې راضي کيږي.
ورپسې الله تعالی فرمايي: کوم شيان اومخلوقات چې الله تعالی دکوم مقصد اوګټې لپاره پيداکړي دي، ښه له حکمت سره يې پيداکړي، کومه ګټه چې ترې مطلوبه ده هغه په درسته توګه ورکوي او داسې معتدل او متناسب مزاج يې ورکړی دی چې ټول په زړه پورې مطالب او ګټې پرهغو باندې مرتبې کيږي.
له دې وروسته الله تعالی د تقدير په اړه فرمايي: : چې تر ټولو د مخه الله تعالی د ټولو مخلوقاتو تقدير او اندازه وليکله،د هغوی کړه او وړه، ښه او بد يې مقدر کړل بيايې له همدغه تقدير سره سم دنياته راوستل او د هرانسان د کمال لپاره يې اندازه ټاکلې او بيايې د هغې دترلاسه کولو لپاره لارې چارې ورښودلي دي.
له دې وروسته د خپلو احساناتويادونه کوي چې شرح يې په دې ډول ده:
الله تعالی پرځمکه باندې تک شنه،تر او تازه ګياه او نورشيان الله تعالی پيداکوي بيايې ورو ورو وچوي بيايې تک تور واړوي چې له دې وچو وښوڅخه هم څارويو ته خواړه تهيه کيږي.
لکه څرنګه چې مونږ هرشی په تدريج سره د کمال مقام او مرتبې ته رسولای دی، په همدې توګه به په تدريج ورو ورو تاته قران لولو او داسې به يې درزده کړو چې هېرېدل به يې له امکانه وتلی کار وي پرته له هغو آياتونو چې د هغو هيريدل مقصود وي، چې په حقيقت کې دا د نسخې يوه نوعه ده،دا ايت هغه مهال شو،کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وحې رانازليده، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به ژر ژر تکراروله، هسې نه چې راڅخه هير نه شی نو دا اياتونه رانازل شول او محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې تسلي ورکړه چې دا زمونږ په ذمه ده چې قران به نه در څخه هيريږي، البته هغه اياتونه چې منسوخ کيدل يې مطلوب دي هغه در څخه هيروو.
په دې ايت کې الله تعالی د خپل قدرت او علم يادونه کوي هغه په دې مانا چې الله تعالی ته ستاسې پټ اوښکاره افعال او احوال ټول معلوم دي اوله هغو سره سم به تاسې ته جزاء اوبدله درکوي.
د وحې يادول به الله درته اسانوي،د الله تعالی مغفرت او د عبادت لارې چارې به درته اسانه کړل شي اوستا د برياليتوب له امله به ستا او ستا د امت ټول مشکلات او ستونزې درحل شي.
له دې وروسته الله تعالی خپل رسول او د هغه په تابعدارۍ د هغه امت ته خپله دنده ورپه ګوته کوي او داسې ورته فرمايې: کله چې الله تعالی پرتا باندې خپل انعام اوپېرزوينه تکميل کړه، نوته هم دغه پېرزوينه نورو ته ورسوه او د الله تعالی دين ته خلک رادعوت کړه.
د (فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ الذِّكْرَى) په اړه په تفاسيروکې داسې راغلي دي:
دلته داشرط د دې لپاره راوړل شوی دی چې وعظ او تذکير هغه وخت کيدې شي او ګټه رسوي چې د اوريدونکي لخوا يې د اوريدو اوغوږ کېښودو تمه او ګمان پيداشي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وعظ او نصيحت مقام هر چا ته حاصل نه دی. البته د الله تعالی د احکامو رسول او د هغه له عذاب څخه خلک ويرول د هر مسلمان دنده او مسؤوليت دی ترڅو د الله تعالی بندګانو ته څه دليل او حجت پاتې نشي او د جهل او ناپوهۍ عذر وړاندې نکړي، مطلب دا چې وعظ اونصيحت او تبليغ او دعوت دواړه جدا جدا کارونه دي.
ورپسې الله تعالی فرمايې چې: په پوهيدلو خو هرڅوک پوهيږي خو له نصيحت څخه هغه څوک ګټه پورته کولای شي چې په زړه کې يې څه ناڅه ويره موجوده وي او د خپل پای او انجام فکر او سوچ ورسره وي.
د کوم بدبخت او بدمرغه په برخه کې چې د دوزخ اور مقدرشوی وي، هغه نه پوهيږي او د خپل پای او انجام په اړه فکر اوسوچ نکوي او نه د ښوکارونو په لورتوجه کوي.
په دې ځای کې الله تعالی د کافرانوهغه حالت بيانوي چې د قيامت په ورځ به ورسره لاس او ګريوان کيږی، هغه دا چې: نه به مرګ ورته رادرومي چې ربړونې او تکليفونه يې پای ته ورسوي اونه به يې هوسا ژوندون په برخه شي. هو د دې بدژوندون په مقابل کې به دی د مرګ غوښتنه کوي.
په دې ځای کې الله تعالی د مسلمانانو حالت ته اشاره کوي اوفرمايي: هغه څوک کامياب اوپه مراد رسيدلی دی چې له ظاهري، باطني، حسي اومعنوي پليتيوڅخه يې ځان پاک کړی وي اوخپل ځان يې په درستو عقايدو، ښو اخلاقو او په صالحو عملونو ښايسته کړی وي.
ورپسې الله تعالی د لمانځه ارزښت ته اشاره کوي چې: له حسي او معنوي پاکۍ ترلاسه کولو وروسته يې په تکبيرتحريمه کې د الله تعالی نوم واخيست اولمونځ يې ادا کړ.
په پای کې الله تعالی کافرانو او منکرانو ته خطاب کوي چې: ای کافرانو! تاسې ته به دا ښېګڼه څنګه په لاس درشي چې تاسې د اخرت په اړه هيڅ فکر او سوچ نکوی بلکه د دنيا ژوندانه، عيش اوعشرت، مزو چړچوته په اخرت باندې ترجيح ورکوی او آخرت شاته غورځوی او انکار ترې کوې او حال دا چې دا دنيافاني اوحقيره ده او د اخرت ژوندون په زرهاوو ځله له دنيا څخه غوره او تل پاتې دی نو بيا د تعجب او حيرانتيا خبره ده چې بياهم دوی دنياته په اخرت باندې ترجيح ورکوي.
په دې ايت کې الله تعالی فرمايي چې دا يواځې د قران خبره نده بلکه د دې سورت مضمون او محتوی په لرغونو او پخوانيوکتابونو کې هم ليکل شوې ده اوپه قرانکريم کې هم راغلې ده او دا داسې مضمون دی چې هيڅ ډول نسخه پرې نده راغلې اونه يې منسوخ کيدل امکان لري .

د سورت لارښوونې:

1- په هرمسلمان باندې لازمه ده چې د الله تعالی تعظيم،  ادب او احترام وکړي او له هر ډول نيمګړتيا او نقصان څخه ‎ ورته دپاکۍ نسبت وکړي، په هغونومونواوصفاتوبه يې ياد کړي چې په قران او سنتوکې راغلي وي.
2- كله چې قاري او لوستونکی دا ايت تلاوت کوي، نومستحبه اوغوره طريقه دا ده چې (سبحان ربي الأعلى) ووايې.
رسول الله صلی الله عليه وسلم به له دې سورت سره مينه کوله،بل پلوته به زموږ اکثره سلفو دا سورت په تهجدوکې تلاوت کاوه، د دې سورت د برکتونو احساس به يې کاوه
۳- له اسلام نه پرته نورڅومره اديان چې په دنياکې موجود دي،د هغوی د بې لارې توب عمده لامل همدا دی چې الله تعالی ته د نيمګړتيا نسبت کوي او په داسې نومونو اوصفاتوسره يې ستايې چې د الله تعالی له شان سره وړ اومناسب نه دي..
۴- الله تعالی د ټولومخلوقاتوخالق دی اوټول مخلوقات يې په مناسبه توګه پيداکړي
5- الله تعالي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ډاډګيرنه ورکړې ده چې قران به درڅخه نه هيريږي، پرته له هغو اياتونوڅخه چې الله تعالی يې دمنسوخ کولواراده کړې وي.
۶- هيڅ شی دالله تعالی له علم څخه بهر نه دی او الله تعالی په هرڅه باندې قادر دی، هرچاته به د خپل عمل مطابق بدله ورکوي
7- مسلمان بايدنورومسلمانانو ته نصيحت وکړي ځکه چې نصيحت هرمسلمان ته نفع رسوي او بله دا چې د هرمسلمان دنده ده چې الهي احکام نورو ته ورسوي او د الله تعالی د دين په لورخلک دعوت کړي، چې د مسلمانانولپاره تذکيرشی او پرکافرانو حجت قايم شي
8- هر چا چې ځان له شرک او کفرڅخه پاک کړ، ظاهري اوباطني پاکي يې ترلاسه کړه او د ايمان له غوښتنو سره سم يې عمل وکړ، دتل لپاره به کامياب اوپه مراد رسيدلی وي.
۹- كافران او بې دينه خلک دنياته په اخرت باندې ترجيح ورکوي،  خو مسلمان اخرت ته په دنياباندې ترجيح ورکوي او د هغه لپاره تياری کوي او نور خلک هم ورته رابلي
۱۰- په اصولو او اساسي عقايدو کې ټول شريعتونه سره متفق او يو دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قافله مياشتنۍ دعوتي او تربيتي مجله، د ۱۳۸۹ كال حمل مياشت

ليکنه: مولوي امين الله ازره وال

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: