د شاتو مچۍ| د قرآن علمي اعجاز

د شاتو (ګبینې) مچۍ

او ستا رب دشاتو ښځېنه مچۍ ته  وحی وکړه چې په لوړو  غرونوونو کې کورونه جوړکړی له ټولو میوو نه وخوری اودالله (ج) پرلار روان شی . دهغوی له مېنځه به دڅښولو دبېلابېلو رنګو درلودونکی توکی راووځی چې په هغو کې به د انسانانو لپاره شفأ وی اوپه هغو کې دهغو لپاره هم نښې شته چی فکرکوی.  (النحل ۶۸-۶۹).
د شاتو دموچیو په ټولنه کې دهریوه دنده ځانګړې ده . نارینه موچۍ دملکې دالقاح پرته بل کارنه کوی . اوښځېنه موچۍ ټول کارونه لکه دکوراود انګبینو دکندوجوړول پاکونه ، دخوړو دتوکو راټولول ،دانګبینو جوړول اونورې چارې په غاړه لری . دغه موچۍ سره له دې چې ښځې دی خو زېږول نه کوی یعنې دتخمې دپخېدو ضرفیت نه لری اویواځی یوه یی داتوان لری چې هغه ملکه ده.

د “نحل” کلمه یا دشاتو موچۍ په دې آیت کې ورته دښځینه موچۍ خطاب شوی ځکه د”ان تخذي” فعل مؤنثې صیغې لپاره کارول شوی بیا نو قرآن داروښانه کوی چې دشاتو جوړونکې ښځېنه موچۍ دی.
ددغې موضوع وضاحت په داسې حال کې چې دپوهې کچه ډېره ټیټه په خپله دقرآن یوه معجزه ده.

د ګبینو معجزه

بیاهم پورته یادوشویو آیتونو ته پام اړوو ( شات دانسانانو لپاره شفأ ده) په ننۍ ساینس کې دانګبینو دخواصو مطالعې یوه نوې علمی شعبه پرانستی ده.

دشاتو یو شمېرځانګړنې یاددو:
داچې  کاربوهايدرونه یا  په شاتو کې موجود قند سره له دې چې دتېزابو ډېره کچه لری په آسانی سره ګلوکوز ته اوړیدلای شی، خو په ډیرو حساسو معدو کې هم په آسانۍ سره هضمېدلای شی . شات دپښتورګو او کولمو دندې ښې کولای شی.
کله چې شات له شېدو اواوبو سره وخوړل شی د دوو دقیقو په ترڅ کې یعنی په ډېرې چټکۍ سره دوینې بهیر ته ننوځی. دشاتو قند ددماغ دندې ښې کوی ، اوشات دګلوکوز اوقندونو ښه طبیعی  فرکتوزشمېرل کېږی. نوې څېړنې جوتوی چې دغه ماده دستړیا دله مېنځه وړلو اودسپورتی ځواکمنۍ لپاره ښه مخلوط دی.

شات دوینې دجوړیدولپاره ښه غذایی مواد برابروی ، برسېره پردې دوینې په تصفیه کې هم مرسته کوی . اودوېنی پردوران یی مثبتې اغېزی جوتې شوی . درګونو دکلکوالی مخنیوی کوی. شات دمکروبونو دوژلو ځانګړتیا لری اودلیل یی هم دادی چې شات ډیر قند لری اودغه قند دهغو اوبو دله مېنځه تلو لامل دی چې دمکروبونو وده مساعدوی ، دشاتو تیزابیت اودنایتروجنو نه درلودل چې دمکروبونو دتکثر لپاره مهم عنصر دی دهغو بله ځانګړنه ده . په شاتو کې دهایدروجن پراکساید شتون هم دمکروبونو له تکثر نه مخنیوی کوی.
انتى اوکسيدانت Antioxidan  مواد دروغ ژوندانه لپاره ډیر اړین دی . هغه زیان لرونکی مواد چې دحجرو په میتابولیزم که شته له مېنځه وړی . انتی اکسیدانتونه دخوسا خوړو له تخریبی اغېزی نه مخنیوی کوی اوله مزمنوناروغیونه هم مخنیوی کوی .

شات د بی او سی له ویټامینونو برسېره مگنيزيم , کلسيم , سوډيم , کلورين , سلفر , اوسپنه , فاسفورس, آيودين او جست هم په ډیره کچه لری.

په شاتو کې د ټپونو شفا بخښونکې اغېزې:
کله چې په ټپونو باندې شات کېښودل شی ،  د هوا لمبدبل ځان ته راکاږی دجوړیدو بهیر چټکوی ، ځکه چې شات دپوستکی دمخ دحجروتکثر تحریکوی چې دټپ دپوښ لامل ګرځی اوان چې په سترو ټپونو کې هم ګټور ثابت شوی .
–          شات دانساجو بیا وده چې دروغتیا لپاره اړینه ده خوځوی
–         شات د التهاب ضد ځانګرتیا لری یعنی چې د ټپ دشاوخوا پړسوب کموی ، د وینی بهیر یی سموی او رغونه چټکوی.

–         شات دټپ په ځای کې پرانساجو نه نښلی ، له همدې کبله دپانسمان دبدلېدوپه وخت کې ناروغ درد نه احساسوی اونوی انساج جوړېږی اوبیا نه تخریبېږی.
–         شات دټپ له منتن یا میکروبی کیدونه نه مخنیوی کوی . اوټپ په ریم کی له شته مکروبونو نه ژر پاکوی . ان پر هغو مکروبونو چې دانتی بیوتیک په وړاندې یی مقاومت موندلی وی هم اغېزه کوی.

–         داکتر پيتر مولن دنیوزیلاند دپوهنتون دبیوشیمی پوهاند وایی: تجربو ښودلې چې شات دسپینوزرو دمرکباتو نه چې  دسوزیدو په درملنه کې ګټور وی هم اغیزمن وی .
نووینو چې شات داسې ګتورې ځانګړنې لری چې له شک پرته ویلای شو ډېرې عجیبې دی اودادالله دصنعت داعجاز یوه بېلګه ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب