بیولوژي

د شمزۍ لرونکو حیواناتو عصبي جهاز پرتله 

د شمزۍ لرونکو حیواناتو عصبي جهاز پرتله

د شمزي لرونکو حیواناتو عصبي جهاز نسبت د بدن نورو جهازونو ته وده کړې ده. ماغزه او شوکي نخاع یې د اعصابو له لارې د بدن په ټولو برخو او فعالیتونو نظارت او کنترول لري. دا حیوانات پنځه ګوني حسي غړي لري.

په کبانو کې د عصبي جهاز عمده برخې عبارت له مغزو، نخاع او عصابو څخه دي. حسي غړي یې سترګې، د پزې دوه سوري او اړخیز خطونه دي. چونګښه مغز، نخاع او عصاب لري. حسې غړي یې د پوټکي اخذې او د ژبې د پاسه د څکلو اخذې دي. څښیدونکي دنننی او بهرنی غوږ لري. د ډیروڅښیدونکو د اوریدلو حس ضعیف دی. په الوتونکو کې د څکلو او بویولو حس ضعیف دی. د لیدو او اوریدو حسونه یې ډیر قوي دي. سترګې یې غښتلي دي. د سترګو ګاټي یې د انسانانو په څیر حرکت نشي کولی. په همدې دلیل د غاړې شمزۍ یې تاویدونکې دي. هر طرف غاړې ته حرکت ورکولی شي. د تي لرونکو حیواناتو عصبي جهاز له مغزو، حرام مغز او عصابو څخه عبارت دی. دلیلو، بویولو، څکلو، اوریدلو او لمس کولو پنځه ګونو حسي غړو ښه وده کړې ده. خارجي عوامل اخلي او مرکزي دماغ ته یې استوي او په مقابل کې یې عکس العمل ښکاره کوي.

د انسان عصبي سیستم بشپړ تکامل کړې دی او نظر نورو شمزۍ لرونکو ته ډیر پرمختللی دی. لاندې د انسان عصبي سیستم په اړه بحث کوو.

مرکزي عصبي سیستم (Central Nervous system)

مرکزي عصبي سيسټم له دماغ او شوکي نخاع څخه جوړدی. دماغ هغه ځای دی چې معلومات پروسس او ذخيره کوي او همدا دماغ د بدن د وظایفو او افکارو مسئوليت پر غاړه لري. عصب پوهنه هغه علم دی چې د دماغ په ګډون مرکزي عصبي سيسټم مطالعه کوي.

دماغ (Brain)

په بالغو انسانانو کې دماغ درې پاونډه وزن لري. دماغ پخپله يو نرم نسج دی چې رنګ یې سپين او يا ګلاپی وي. دماغ له څو برخو څخه جوړ دي او هر يوه برخه يې بيلابيلې دندې لري. دماغ اکبر يا سریبروم cerebrum  په منځ کې په دوه برخو ويشل شوی دی چې هر يوه یې د مغز نیمه کرې په نامه ياديږي. د دماغ نيمه کرې بيا پخپل نوبت پر څلورو لوبونو ویشل شوي دي.‌ عصب پوهانو دا دواړه نيمه کرې د دماغ چاپیره هډوکو جوړښت ته په پام سره په لوبونو ویشلي دي.
د دماغ څلور لوبونه په لاندې ډول دي:

  1. فرانټل يا مخکينی لوب
  2. پريټل يا جداري لوب
  3. ټيمپورل يا د شقیقې لوب
  4. اوکسپيټل يا شاتنی لوب

مخکینی لوب (Frontal lobe)

فرانټل يا مخکينی لوب د دماغ په وړاندينۍ برخه کې موقيعيت لري. دا برخه هغه وخت پوخوالي ته رسیږي چې يو سړی پنځه ويشت کلنۍ ته ورسيږي. دا برخه د پلان جوړونې، احساساتو او خبرو کولو دندې پر مخ وړي. همداراز دا هغه ځای دی چې د يوه شخص ځانګړتياوې په کې ځای لري. په دې معنی چې دا برخه د يوه شخص زياتره چلند او کړه وړه کنترولوي. څرنګه چې دا لوب ډیر لوی او د ککرۍ په وړاندينۍ برخه کې موقيعيت لري، د دماغ زياتره صدمات په همدې برخې کې پيښيږي.

جداري لوب (Parietal lobe)

پريټل يا جداري لوب د اوکسيپيټل هډ برسیره او فرانټل يا وړانديني لوب شاته موقعيت لري. د دماغ دا برخه د تماس، حرارت درجې، درد او فشار په اړه معلومات کنټرولوي. دا لوب حسي معلومات همغږي کوي او دا زمینه برابروي چې يو شخص خپل ټول چاپيريال په دقيق ډول درک کړي. که دا برخه تخريب شي، یو شخص ښايي د همغږۍ، حرکاتو او د بدن د درد په تشخيص کې پاتې راشي.

شقیقي لوب (Temporal lobe)

د ټيمپورل يا شقيقې لوب د دماغ په څنګ کې موقيعيت لري. د دې لوب اصلی دنده د غږیزو معلوماتو تعبير دی. په دې معنی چې دا لوب هغه معلومات پروسس کوي چې يو شخص يې د سامعې حس له لارې ترلاسه کوي. دا لوب د خبرو او حافظې په برخه کې هم ونډه لري. فکر کیږي چې د شقیقې لوب له دماغ سره د موقتې حافظه نه دايمي حافظې ته د معلوماتو د انتقال په برخه کې مرسته کوي.

شاتنی لوب (Occipital lobe)

اوکسپيټل يا شاتنی لوب د هغو معلوماتو د تنظیم وظيفه پر غاړه لري چې د باصرې حس له لارې يې ترلاسه کوي. دا لوب د پرييټل يا جداري لوب او د ټيمپورل يا شقيقې د لوب تر شا او لاندې موقيعيت لري. د دماغ دا برخه له موږ سره د اشکالو او رنګونو تر منځ توپير تر څنګ د سترګو له خوا لیدل شويو معلوماتو په پروسس کې مرسته کوي.

نیورون (Neuron)

د دماغ بيلابیلې برخې له ځانګړو حجرو څخه جوړې شوي دي. دا حجرې د نیورون يا عصبي حجرو په نامه يادیږي. اټکل شوې ده چې په هر دماغ کې په منځنۍ توګه سل بيليونه حجرې موجودې دي. نیورون له نورو ژونديو حجراتو سره شباهت لري خو توپير يې په دې کې دی چې له يو بل سره اړيکي جوړوي. دا ارتباطي نقطې د ساينپس synapse په نامه يادیږي، دا هغه اړيکي دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې په پایله کې رامنځته کیږي او له نیورونونو سره د معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي، سره له دې چې ټول نيورونونه يو ډول نه دي. څرنګه چې نیورونونه خورا فعال دي او خورا چټک ارتباط ټينګوي، له دې کبله مختلف شکلونه او جسامتونه لري.

د بدن د نورو برخو په څير دماغ ته هم وينه د رګونو له لارې ليږدول کیږي. دماغ د بدن د وينې ٪ ۱۵ تر ٪۲۰ حجم ته اړتیا لري. دماغ د وينې د رګونو يو پيچلی سيستم لري چې دماغ ته د اړتیا وړ مواد لکه اکسيجن او کاربوهايدريټ په ډاډمن ډول رسوي. د امونیا او کاربن ډای اوکسايډ په څیر فاضله مواد له دماغ څخه د هغې وينې په مرسته لرې کیږي چې د همدې رګونو په شبکه کې بهيږي. خو وينه د دماغ یوازینۍ مایع نه ده. نخاعي مغزي مايعCerebrospinal fluid”  له مغزو چاپیره ده. د دې مایع دنده د دماغ ساتنه او د مغزو د کتلې ملاتړ دی. که يو سړی پر سر ضربه وخوري دا مایعات د مغز ساتنه کوي. همدا راز دا مایع د مغز د وزن له کبله د مغز پر بیخ د فشار له وارديدلو څخه مخنیوی کوي. په بله وينا داسې ښکاري چې دماغ په دې مایع کې لامبو وهي.

دماغ چې يو پيچلی غړی دی داسې برخې لري چې له يو بل سره متقابل عمل کوي. دا متقابل عمل ښايي د کوچنیو حجرو په کچه، او يا د وينې د رګونو او ټولې جمجمې په کچه رامنځته شي. د عصب پوهانو د دماغ په اړه خپل تحقیقات روان ساتلي دي چې د دندو په اړه يې لا زيات معلومات ترلاسه کړي او د انسانانو د دماغ د روغتيا لپاره لا زیاتې لارې چارې وموندي.

شوکي نخاع (حرام مغز)

شوکي نخاع د ملا د تیر په منځ کې ځاې لري. او مغز له محیطي عصبي سیستم سره نښلوي. مغز له بدن څخه پیغامونه او معلومات د شوکې نخاع له لارې ترلاسه کوي او له همدې لارې بدن ته له مغزو څخه ټول فرمانونه لیږدول کیږي. شوکي نخاع عصبي ریشتو پورې نښتې ده. دشوکې نخاع هر یو عصب یوه بطني او یوه ظهرې ریشته لري. بطني ریشته خوځیدونکي نیورونونه لري چې پیغامونه له مرکزي اعصابو څخه غضلو او غدو ته وړي. ظهري ریشته حسي نیورونونه لري چې له حسي اخذو څخه اطلاعات مرکزي عصبي دستګاه ته لیږدوي. شوکي نخاع د بدن د ځنو غبرګونو مرکز هم دی.

په عصبي سیستم د روږدي توپ (اعتیاد) اغیزه

نشه راوړنکي توکې په عصبي سیستم ډیره بده اغیزه لري. ځنې عصبي پیغامونه چټک کوي او ځنې نور یې رفتار راټیټوي. ځنې نشه یې توکې د دوه نیورونونو ترمنځ د سیانپس فضا کې جمع کیږي او دا ځاۍ ډکوي، دغه د عصبي پیغامونو د رفتار د رټیټولو سبب ګرځي. او انسان په وخت سره یو بهرني محرک ته ځواب نشي ورکولی.

حسي غړي

د انسان په بدن کې موجودې حسي اخذې چې په حسي غړو لکه سترګو، ژبه، پوستکي، پزه او غوږونو کې شتون لري، بهرني محرکونه پیژني او د هغوي اغیزه په عصبي پیغام بدلوي چې وروسته د مرکزې اعصابو په وسیله تشخیص او ځواب ورکول کیږي.

تمرین

لاندې خالي ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. په …………. د اوریدلو حس ضعیف دی.
  2. په …………. کې څکلو او بویولو حس ضعیف دی.
  3. د …………… سترګې هر اړخیز حرکت نشې کولی.
  4. په انسانانو او زیاتره ژوو کې دماغ د …………………..مرکز دی.
  5. ……………………………….هغه ځای دی چې معلومات پروسس او ذخيره کوي.
  6. دماغ اکبر يا سریبروم cerebrum په منځ کې په دوه اساسي برخو ويشل شوی دی چې د ……….. په نامه ياديږي.
  7. دا لوب د پلان جوړونې، احساساتو او خبرو دندې پر مخ وړي: …………………………….
  8. نه یوازې وينه د دماغ یوازینۍ مایع ده، CSF يا …………………… هم له مغزو چاپیره دي.
  9. ………………………………. د دماغ هغه برخه ده چې د باصرې حس له لارې ترلاسه شوي معلومات سنبالوي.
  10. …………………………هغه علم دی چې د دماغ په ګډون مرکزي عصبي سيسټم مطالعه کوي.
  11. د ټيمپورل يا شقيقې لوب د …………………په اړخ کې موقيعيت لري.

……………….هغه اړيکي دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې له کبله رامنځته کیږي او له نیورونونو سره د  خپلمنځي معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي.

حل

  1. څښیدونکو
  2. الوتونکو
  3. د الوتونکو
  4. په انسانانو او زیاتره ژوو کې دماغ د عصبي سيسټم مرکز دی.
  5. دماغ هغه ځای دی چې معلومات پروسس او ذخيره کوي.
  6. دماغ اکبر يا سریبروم cerebrum په منځ کې په دوه اساسي برخو ويشل شوی دی چې هر يوه يې د نيمه کرې په نامه ياديږي.
  7. دا لوب د پلان جوړونې، احساساتو او خبرو دندې پر مخ وړي: فرانټل لوب
  8. خو وينه د دماغ یوازینۍ مایع نه ده، CSF يا نخاعی مغزي مایع هم له مغزو چاپیره دي.
  9. اوکسپيتل لوب د دماغ هغه برخه ده چې د باصرې حس له لارې ترلاسه شوي معلومات سنبالوي.
  10. عصب پوهنه هغه علم دی چې د دماغ په ګډون مرکزي عصبي سيسټم مطالعه کوي.
  11. د ټيمپورل يا شقيقې لوب د دماغ اکبر په اړخ کې موقيعيت لري.
  12. ساينپس Synapse هغه اړيکي دي چې د اليکتروکيمياوي پروسې له کبله رامنځته کیږي او له نیورونونو سره د خپلمنځي معلوماتو په تبادله کې مرسته کوي.
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: