ادبي لیکنې

د شکرانې سجده- نثر

 دا څومه ورځ ده، چې پنځه ګونو حواسو مې ستا د ښکلا او عظمت پر وړاندې د چوپتیا او خاموشۍ جامې اغوستې، له هغې ورځې چې ته له خپل اسماني او رنګين محل نه ددې خاورینې نړۍ په یوه کونج کې زما جونګړې ته په سپینو سپېڅلو جامو کې له خپل ټول پرتم او جلال سره را ښکته شوې، نو زه تر ننه د شکرانې په یوه اوږده سجده پروت یم، ستا د وجود رڼا او دښکلا احساس مې سترګې او زړه سوځوي.

زما د ژوند ښکلا! ما لا تر اوسه تاته په خپله ټوله مینه نه دي کتلي، لا مې هم زړګی رېږدي، چې هسې نه دا هم زما د زلمیتوب د وختونو کوم خوب وي او ته رانه د یوې اسماني پرښتې غوندې بېرته اسمان ته ستنه نه شې.
زه بې پروا نه یم، د سترګو تر کونجو هغه رڼا ګورم، چې ستا په راتلو زما په جونګړه کې خوره ده، د شپې او ورځې توپیر یې ورک کړی. غوږونه مې هغه سندره په بيا بيا اوري، چې ستا له وجود نه اوچته شوې او د وړاندې څانګو او بوتو له پاڼو او د باد له هرې څپې سره زما په ترهېدلي زړه کې مستي شیندي. زه اوس هم هغه جنتي وږمه حس کوم، چې ستا وجود له ځان سره زما جونګړې ته د یوې خدايي ډالۍ په څېر له ځان سره راوړې ده.

زما محبوبې! ته مه خپه کېږه، بې پروا مې مه ګڼه، زه پوهېږم چې لاهم ستا پر وړاندې زما د سترګو غړولو او هر کلي وخت نه دی را رسېدلی، زه اوس اوس د شکرانې له سجدې نه خلاصېږم او ستا د لاسونو ښکلولو ته ځان جوړوم.

۲۰۱۳ اکتوبر ۷مه

ګل رحمان رحماني

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: