خوښي او خفګان

د صحابه وو نېکمرغی!- مه خفه کېږه! (۴۳)

 

۞ د صحابه وو نېکمرغی!

زموږ پیغمبر ﷺ خلکو ته له ربانی دعوت سره راغی، د هغه موخه د دنیا لاس ته راوړل نه وو، خزانې او باغونه یې نه لرل او نه په کومې ماڼۍ کې اوسیده، مینه وال یې سره له دغه ساده ژوند، کمزورۍ او سختو ستونزو د ده، پر خوا و شا راټول شول، او بیعت یې ورسره وکړ، او دا په داسې حال کې چې د خلکو له لوری د دوی د تښتولو او له منځه وړلو وېره موجوده وه؛ خو بیا هم ملګرو یې ورسره ډېره مینه لرله.
رسول ﷺ او ملګری یې د ابوطالب په تنګي کې محاصره شول، درزق دروازې پرې وتړل شوې، د دوی په خلاف شعرونه وويل شول، له خپلوانو سره يې شخړې وشوې، ده ته يې ډول ډول ذهني اوبدني اذيتونه ورکړل، خو ملګرو يې بيا هم ورسره بې حده مينه لرله .
کافرانو پرې مختلف عذابونه تجربه کړل، ځينې يې په ګرمو ډبرو څملول، ځینې یې لوڅ کړل او په سخته ګرمۍ کې یې په ګرمو شګو څملول؛ خو بیا هم هغوی له رسول ﷺ سره بې انتها مینه لرله.
له خپلو کورونو وشړل شول، له کورنۍ او اهل او عیال څخه جلا کړای شول، مالونه ترې واخیستل شول، له هغو کلیو او کوڅو څخه وشړل شول، چېرته چې یې خاپوړې کړې وې، چېرته یې چې د ځوانۍ ورځې سبا کړې وې؛ خو بیا هم له رسول ﷺ سره د دوی په مینه کې څه کمی رانغی.
د رسول ﷺ د دعوت له امله پر مومنانو دومره سختۍ تېرې شوې، چې زړونه یې خولې ته راغلل، خلکو پر الله تعالی ډول ډول ګومانونه وکړل؛ خو له رسول ﷺ سره یې په مینه کې بدلون رانغی.
پر نازولو ځوانانو یې تورې پورته شوې او داسې پرې وورول شوې، لکه د ونو ښاخونه چې پرې کوی .

وکأنَّ ظلَّ السیفِ ظِلُّ حدیقةِ
خضراء تُنْبِتُ حولنا الأزهارا
” د تورو سیوری یې د باغچې تر سیوری کم نه دی ، هغه شنه باغچې چې زموږ په چاپېریال کې ګلونه راټو کوی. “

دوی یې دې مجبوره کړل، چې د جګړې ډګر ته راووځی، دوی د خپل وژل کېدو ځای ته په داسې شان ورغلل لکه چکر ته چې روان وی، دا ځکه چې هغوی له رسول ﷺ سره بې کچې مینه درلوده.
په دوی کې ځینې داسې خلک هم وو، چې له نبوی پیغام سره به سترو سترو امپراتورانو ته لېږل کېدل، دا په داسې حال کې، چې هغوی پوهېدل چې بېرته روغ رمټ نشی راستنېدای.
ځینې یې په داسې کارونو پسې واستول شول، چې هلته به ورته مرګ هرکلی ته ولاړ وو؛ خو دوی د سر تېرېدنې له جذبې سره د دغو کارونو په ترسره کولو پسې ووتل، ځکه چې له رسول ﷺ سره یې د مینې تقاضا همدا وه.
اوس پوښتنه دا ده، چې هغوی سره له دومره مشکلاتو، دردونو او کړاوونو د رسول ﷺ بلنې ته لبیک ووایه؟ ولې یې د هغه تګلاره خپله کړه او ولې یې له هغه سره مینه لره؟ ځکه چې د رسول ﷺ په دعوت کې د خیر او اصلاح، خوښۍ او نېکمرغۍ ټول څرکونه ښه څرګند ښکارېدل، سینې د هغه پر خبرو یخې او روحونه د هغه پر رسالت تر او تازه شوې، له همدې امله هغوی د دعوت د لارې ټول خنډونه او تکلیفونه هېر کړل، د عقیدې هغه درجه یې ترلاسه کړه، چې هر څه یې په رضا او خوښۍ وګالل.
رسول ﷺ د هغوی ضمیرونه او سینې د نور په وړانګو روښانه کړې، له اوږو یې ورته د جاهلیت بوج لرې کړ، د شرک له غلامۍ یې ازاد کړل، د دوی د سینې عداوتونه او د کینې اورونه یې مړه کړل، جذبات یې د پاکۍ او احساسات یې د یقین له خوند سره اشنا کړل، روحونه یې ډاډه او زړونه یې له خوښۍ ډک شول.
د رسول ﷺ په ملګرتیا کې د ژوندانه له رښتینو خوندونو سره اشنا شول، د هغه اطاعت د دوی د نجات لامل وګرځېد، د هغه پېروی دوی غنیان او شتمن کړل او د هغه صلی الله علیه وسلم له درباره یې د سکون او اطمینان راز ترلاسه کړ.
الله تعالی وایې:

﴿ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ﴾
” موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلی یې. “

﴿ وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴾
” په یقینی ډول ته د سمې لارې لوری ته رهبری کوې. “

﴿ وَيُخْرِجُهُم مِّنِ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ﴾
” او په خپل امر سره هغوی له تروږمیو څخه را وباسی، او د رڼا لوری ته یې راولی. “

﴿ هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴾
” ( الله تعالی ) هماغه ذات دی، چې په ناپوهو خلکو کې یې پیغمبر پخپله له هم هغوی نه راپاڅوه، چې هغوی ته د هغه ایتونه لولی، د هغوی ژوند سپېڅلی کوی او هغو ته د کتاب او حکمت ښوونه کوی، په داسې حال کې چې له دې نه مخکې هغوی په څرګنده ګمراهۍ کې غورځېدلی وو. “

﴿ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ ﴾
” او له دوی څخه هغه پېټی کوزوی، چې پر دوی درانده شوی وو، او هغه بندیزونه ماتوی چې دوی پکې کلک تړل شوی وو. “

﴿ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ ﴾
” د الله تعالی او د هغه پیغمبر بلنې ته لبیک ووایئ، کله چې پیغمبر تاسې ته د هغه شی په لوری بلنه درکړی، چې تاسې ته ژوند بښونکی دی. “

﴿ وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ﴾
” تاسې د یوې له اوره ډکې کندې پرغاړه ولاړ وئ، الله تاسې ورڅخه وژغورلئ. “

رښتیا، چې هم هغوی د خپل لارښود او پېشوا په ملګرتیا نېکمرغه او خوشحاله وو.
درود او سلام دې وی، د اسلام پر ستر پیغمبر ﷺ ، چې عقلونه یې د انحراف له زولنو ازاد کړل، او بشریت یې د ګمراهۍ له کندو وژغوره.
ای الله! د انسانیت پر محسن دې زرګونه درودونه او سلامونه وی، او له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه د هغوی د بې درېغه قربانیو له امله خوښ او راضی شه، او غوره بدله ورکړه. آمین

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿مارزک﴾

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: