حکمونو او مسایلو پوښتنې

د غاښونو ترمیمول څه حکم لري؟

په ورځیني ژوند کې یو له هغو مهمو پوښتنو څخه چې د ځینو لوستونکو سره د هغوي په ذهن کې راڅرخیږي، داده چې: د غاښونو ترمیمول څه حکم لري او آیا دا کار خو به د الله تعالی(جل جلاله) په خِلقت کې د تغیر معنا نلري؟

د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې باید دومره ووایو چې: کله کله داسې حالت رامنځ ته کیږي چې د یوتن غاښونه په طبیعي ډول په خوله کې کاږه را لوی شوي وي، پداسې شکل سره چې یا خو ډېر مخکې وي او یا هم ډېر وروسته وي؛ نو په دې صورت کې اړتیا لیدل کیږي تر څو دا ډول ګډ وډو غاښونه ترتیب او ترمیم شي. په عمومي توګه سره دغاښونو ترمیم د دوو مهمو هدفونو لپاره ترسره کیږي.

لومړی هدف: د علاج او درملنې لپاره:
دویم هدف: د وقائې او ساتنې لپاره:

په اصل کې د بې ترتیبه غاښونو ترتیبول یو ځانګړي فن او جلا پوهې ته اړتیا لري.ځینې وخت وینو چې د یو انسان غاښونه په طبیعي ډول سره کاږه رالوی شوي وي، یا هم دا غاښونه کله دومره ګڼ وي چې په خوله کې یې ګډ وډي رامنځ ته کړي وي او یا کله داسې حالت هم رامنځ ته کیږي چې د انسان په ژامه کې پورتني غاښونو د لاندینیو غاښونو سره بالکل جوخت او برابر راشي؛ نو پدې په حالت کې انسان له یو لړ ستونزو سره مخامخ کیږي، لکه: ډوډۍ سمه نشي خوړلی او دې ته اړ ویستل کیږي تر څو خپل غاښونه ترمیم کړي. اوس به راشو د اسلامي فقهې په رڼا کې د غاښونو د ترمیمولو حکم ته چې په لنډه توګه سره به یې له تاسو قدرمنو لوستونکو سره شریک کړو:

د غاښونو د ترمیمولو فقهي حکم:
مونږ مخکې هم یادونه وکړه چې کله کله د ځینو انسانانو غاښونه په خوله کې په غیر منظمه توګه سره رالوی شوي وي(یا خو غاښونو کې سوري رامنځ ته شوي وي چې وراسته ځایونه یې لری کیږي او بیا د یو ډول موادو په مرسته بېرته دا تش ځایونه ډکیږي)؛ نو پدې صورت کې د علاج او یا هم د داسې عیب د له منځه وړلو لپاره د غاښونو ترمیم ته اړتیا لیدل کیږي تر څو د خلکو پر وړاندی بدرنګه ښکاره نشي.

پدې صورت کې باید ووایو چې د غاښونو ترتیبول روا ګڼل کیږي، ځکه دا کار د تداوي لپاره ترسره کیږي او انسان ته روا دي چې د ضرر مخه ونیسي او له دې ډول عیبونو څخه د خلاصون په موخه د خپلو غاښونو درملنه وکړي.

لکه څرنګه چې د چنیجو خوړلو غاښونو ویستل روا دي او یا هم د خولی د هغو غاښونو چې ډوډۍ نشي ژوول کیدلی د هغې ترمیمول او یا ډکول درست کار دی(د غاښونو ډکولو طریقه یو له مروجه اوګټورو لاروه څخه ده چې یو انسان کولی شی د ژوند په هره مرحله کې له ماشومتوب څخه نیولی تر لویوالي پوری له دې لاری څخه استفاده وکړي)؛ نو په همدې ترتیب سره د غیر منظمو غاښونو ترمیمول هم جائز عمل ګڼل کیږي.

دا خبره هم باید واضحه وي چې که چیری د غاښونو د ترمیم لپاره یو لړ اجراءاتو ته هم اړتیا وي؛ نو دا هم څه پروا نلري، لکه کله داسې حالت هم رامنځ ته کیږي چې کله یو انسان دا کار د یو لړ ضروریتونو پر اساس تر سره کوي، لکه د مثال په ډول: انسان نشي کولی یو څه وخوري، غاښونه یې وي، خو چینجو ترې وهلی وي، یا د بې نظمه غاښونو له کبله یې خوله بې ډوله ښکاري؛ نو پدې صورت کې د غاښونو علاج کول، ترمیمول او یا هم دبدشکلۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلی کول او یا د نور غاښونه کېښودلو عمل یو روا عمل دی. په پای کې به د ځان د ښکلا په موخه په غاښونو کې د تغیر راوستلو په اړه یو لنډ نظر له تاسې سره شریک کړو: کله داسې حالت هم رامنځ ته کیږي چې یو انسان د خپل ځان د ښکلا لپاره دا کار ترسره کوي؛ نو پدې صورت کې ما ته غوره داسې ښکاري چې دا کار جواز نلري او ښه به وي چې انسان ځان ترې وساتي، ځکه اسلامي شریعت په غاښونو کې يو ډول تغیر راوستل ناروا ګڼلی دی، لکه: د غاښونو نازک جوړول، د غاښونو تر منځ فاصله پیدا کول او داسې نور کارونه یو له هغو کارونو څخه دي چې د هغې په اړه په اسلامي شریعت کې منع راغلی ده او دا کار بېهوده کار ګڼل شویدی او په عین وخت کې دا کار د الله تعالی په خلقت کې د تغیر په جمله کې هم راځي.

دا هغه پوښتنه وه چې د الملتقی الفهقي وېب پاڼې د فیس بوکي صفحې د قدرمنومینه والو څخه یوې خور پوښتلی وه او مونږ هم د استفادې لپاره له تاسو قدرمنو لوستونکو سره شریکه کړه.


:(1)د دې مقالې اصلي عنوان دی: (حُكم تَقويمُ الأسْنانِ)

لیکنه: فضل الله (ممتاز) 

ژباړه: محمد خالد (ملکزی)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: