ژوند راز

د فکري ځواک او بدني وړتیاوې وژني۲

[irp posts=”5592″ name=”د فکري ځواک او بدني وړتیاوې وژنې لاملونه ۱”]

11) د نورو د رضا کولو هڅي: 

ټول خلک هیڅکله  ستاسره موافق کیدلی نه شي، خامخا به مخالفین لرې، او د دې مطلب دا نه ده چې ستا نظر سم نه ده، اختلاف له انساني پنځ او طبعیت سره تړلی شی دی لکه څنګه چې الله د انسانانو په رنګونو، غږونو ژبو او .. کې اختلاف او بېلوالی راوستی داسې یې هر انسان ته د فکر او نظر هم ځانګړی ځواک ورکړی دی، بناء هیڅوک نه شي کولی ټول خلک د ځان موافق وګرځوي،  لکه هوښیاران وایي: د ټولو خلکو د رضا کولو موخه څوک نه شي ترلاسه کولی او د الله رضا ترلاسه کول هغه ستره موخه ده چې باید هیڅکله پرېنښودل شي . که مو د ټولو خلکو د رضا کولو کوښښ کاوه عقلي ځواک او بدني وړتیا به په ناممکن شي ضایع کړئ،

12) له واک وتلي شي باندي ځان ملامتول: 

په عامه توګه د ځان د ملامتولو په موضوع کې ډېر اتیات او دقت په کار دی، او د ځان په ملامتولو کې افراط او زیاتی د انسان په وړتیاو بد اغیز شندي، دلته د ځان او نورو د حقوقو د موضوع خبره نه ده هغه له نورو علومو سره تړاو لري او زموږ بحث په ارواپوهنه روان ده، لکه ومې ویل په عامه توګه په  ځان ملامتولو کې افراط منفي پایلي لري نو بیا په داسې شیانو کې ځان ملامتول چې هغه د بنده له واکه وتلي وي د انسان په روان، فکري ځواک او بدني وړتیاو خامخا بد اغېز کوي، له واک وتلي شیان د لوی  واک څښتن(الله)  ته باید وسپارل شي او ورسره په هغه ښه ګومان ولرل شي، او خپل فکري ځواک او بدني وړتیاوي باید د خپل واک د دایرې په محدوده کې کارنده ولرل شي.

13) بې صبري: 

صبر نه یواځې غوره خوی او د لوی ثواب کار دی بلکي صبر د سترو بریاو کیلي هم ده، ډېری خلک له دې امله نه دي ناکام شوي چې هغوی ښه وړتیا او پوهه نه لرله بلکي هغوی له ښې وړتیا او ډېري پوهي سره د ” صبر ” پسول نه لاره او همدا یې د ناکامي یواځنی سبب ګرځیدلی  ده، انساني وړتیا او کړني تبر نه دی چې لرګی له درز سره دړي وړي کړي مختلف کارونه، پروسې او پلانونه له خپل مناسب وخت وروسته پایله ورکوي، د پایلي ترلاسه کولو له پاره معلوم  وخت بې له صبره نه شي تېریدلی او که څوک صبر ونه لري د خپل کار پایله نه شي ترلاسه کولی، نو د بې صبري په صورت کې په مکرره توګه پایلي بایلل د خپلو وړتیاو او عقلي ځواک وژل دي.

14) داسې کیدل چې څوک دي په هیڅ نه پوهیږي:

  انسان الله جل جلاله مدني الطبع پنځولی دی یعني انسانان پخپلو کې د یوه بل ښمر او مرستي ته اړتیا لري، د بیلګي په توګه زموږ د کلي دکاندار د کمي او مناسب ګټي په بدل کې موږ ته لویې ګټي رارسوي که یو کم شي له پاره لیري بازار ته ځو د وخت له ضایع کیدلو سره هغه شی هم موږ ته په لوړه بیه تمامیږي خو دکاندار هغه شی زموږ د کور خواته رارسولی دی، داراز انسانان  پخپلو کې د تواصل او اړیکو په برکت ګڼ شمیر پوهي ترلاسه کوي اوس که یو څوک داسې وګرځي چې له خلکو ځان کنترولوي او له خلکو سره اړیکي کمزوري کړي، په دې یې څوک نه پوهیږي چې څه موخي لري څه کړي او څه ارادې لري دا کس د نړۍ د ویړیا مدرسي په منځ کې ناست سترګي یې تړلې او په غوږونو کې یې پمبته تخته کړې ده، نو د عقلي ځواک له ودي او  بدني وړتیاو له غوړیدلو دي لاسونه ومینځي، وګړي ټولني ته اړتیا لري ټولنه داسې خانتماخیلو ته اړتیا نه لري.

15)  نور د خپلي نیکمرغي پوروړي بلل:

 موږ له ډېرو خلکو اورو وایي: بې خیره زمانه شوه، په چا کې خیر نشته نن سبا په پلار هم ښمر نه کیږي ورور خو لا پریږده او دې ته ورته خبري، دا خبري هغه خلک کوي چې د نورو خیر او د نورو ښمر ته تږی او وږی ناست وي پخپله یې واڼي وتلې وي، تمبل، بې خیره او بې ښمره وي، هر انسان ته چې الله ځان ته ژوند او وجود ورکړی دی نو هر څوک باید د خپل ژوند پیټي پخپلو وږو واخلي، او پخپلو مټو ځان ته نیکمرغه ژوند برابر کړي نور ولي د هغه د نیکرغي پوروړي وګرځول شي، که څوک په نورو پوري هیلي او ارزوګاني وتړي ګواکي خپل ژوند ته خپلي وږې نه شي ورکولی په دې فکر سره ځان فلجوي او دا کس د خپلو وړتیاو او فکري ترقي دښمن دی.

16) خطاوي تکرارول:

 یو ځل خطا کیدل ستونزه نه ده خو دویم ځل عیني خطایي تکرارول او له تېري خطا څه نه زده کول بیا ستونزه ده، لکه د نشه یې توکو تاوانونه او لامله یې ناروغۍ او نوري ګڼ شمیر اخلاقي او ټولنیزي ستونزي؛ درته معلومي شوې، د پرېښودلو هوډ دي وکړ الله بریالی کړې، اوس که له بده مرغه  دویم ځل نشه یې توکو ته بیا لاس اچوې دا خطایي ستونزه ده او دا خطایي وژونکې ده، لکه وایي: په یوه کاڼي د دویم ځل له پاره تیندک خوړل د شرم خبره ده او  په حدیث کې راغلي: مومن له یوه غاره باید دوه ځله ونه چیچل شي. داراز د الماني ژبي متل دی وایي: د کم عقل او هوښیار انسان توپیر دا دی چې کم عقل یوه خطایي تکراروي او هوښیار نوې نوې خطاوي کوي، په عین شکل خطایي تکرارول دا مطلب لري چې دې کس له لومړۍ خطا هیڅ نه دي زده کړي او څوک چې څه نه شي زده کولی هغه غبي او کم عقل دی، او کم عقلي ته دوام ورکول عقلي ځواک منجمد کوي او بې ودي پاته کیږي، د هر کار د ترسره کولو یوه نه ګڼ شمیر لارې چارې وي که په یوه طریقه کې څوک خطا شي بله او بله غوره لاره دي په اتیات او دقت سره وسنجوي، که په دې کې هم خطا شي دریم طرز دي غوره کړي او هغه دویمه یې د لومړۍ خطا تکرار نه ده بلکي هغه نوې خطایي ده.

17) ډار ته ځان تسلیمول:

 له کوم شي چې وېره لرې هغه ته ځان تسلیمول د کار او نوښتونو مخه نیسي، د ژوند پېښي عجیبه او وېروونکې مرحلې او پړاوونه لري څرنګه چې هغه نوې رامنځته کیدونکې وي په انسان رعب او وېره راولي، خو باید ووایو چې ځیني ویري زموږ ” وهم ” جوړي کړې وي په حقیقت کې خیر خیرت وي، که تاسو غواړئ یوه نوې تجربه وکړئ نو طبعاً به مو زړه ډارنده وي او یا په بل عبارت د هغې تجربې د کامیابیدلو په اړه به ډاډه نه یئ په زړه کې به د شک او تردد ښکار وئ خو دا په حقیقت کې له ناکامي وېره ده او په دې اړه موږ مخکي خبري وکړې. نو که ډار ته مو ځان تسلیم کړ شجاعت به له لاسه ورکړئ او په ژوند کې د پرمخیون او بریا ته د رسیدلو له پاره شجاعت او میړانه ډېر لوی اهمیت لري.

18) بې منطقه اقدام کول:

 که غواړې ځان هوښیار کړې او عقلي ځواک مو وده وکړي نو په ژوند کې هر ګام ته او هرکار ته له وړاندي کیدلو مخکي ژور او دقیق فکر او ښه سوچ کوه، د هر کار له پاره مخکي منظم پلان جوړول د هغه په مختلفو اړخونو ژور سوچ کول او له هغه نه په غوره پایله ترلاسه کولو سوچ کول د دنیا منل شوی اصل دی بې فکره او بې پلانه اقدامات د عقلي ځواک او بدني وړتیا له ضایع کولو پرته بله معنا نه لري.

19) د نورو مرسته ردول: 

په ژوند کې ډېر داسې پړاوونه رامخته کیږي چې له هغو نه یو یا څو کسان په بریالیتوب سره نه شي تیریدلی، حتما د نورو او نورو خلکو مرستي ته اړتیا رامنځته کیږي، لکه مخکي مو د اجتماعیت د اهمیت په اړه خبره وکړه، یو انسان هیڅکله د دې وړتیا نه لري چې ټول کارونه ترسره کړي، هر وخت موږ د ژوند په مختلفو برخو کې د نورو مرستي ته اړتیا لرو.

20) د اهم، مهم او غیر اهم توپیر نه پیژندل: 

انسان په محدود وخت کې  د محدودو کارونو سرته  رسولو وس لري، نو دا محدود وخت باید ښه ترتیب کړل شي او په هغه کې د کارونو اهمیت او دا چې کوم کار ډېر ضروري دی؛ هم باید منظم کړل شي او تر ټولو مهم کار باید تر ټولو مخته کړل شي او د نورو کارونو په نسبت هغه ته زیاته توجه وکړل شي، او که داسې ونکړل شي انسان به خپلي محدودي وړتیاوې په کم ضروري یا نه ضروري کار کې کارولې وي او اهم او ډېر ضروري به پر ځای پاته وي.

[irp][irp][irp][irp][irp][irp]

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: