قرآن اړوند

د قرآن په وړاندې زمونږ مسؤليتونه

په نړۍ کې د اسلامي اُمت اوسنی بوږنوونکی او ويرجن حالت قران ته د شا اړولو له کبله دی. د خدای دې وروستۍ وحې ته د عملي بې توپيرۍ او د خولې د شعارونو کومه لړۍ چې مونږ پيل کړې، په حقيقت کې دا پر قران د ملنډو انډول ده. په کار ده چې د قران په وړاندې زمونږ پر مسؤليتونو پوه شو او په ښه ډول د تر سره کولو په لاره کې يې د زړه له تله هلې ځلې وکړو. تر څو چې هغه مسؤليتونه په بشپړه توګه تر سره نه کړو چې د قران په اړه يې پوروړي يو، تر هغې مو نه د دې نړۍ په چارو کې د څه ډول ښه والي هيله کيدای شي او نه هم په هغې نړۍ کې د خلاصون هيله.
قران له هر مسلمان څخه لاندې پنځه غوښتنې لري:

۱- مکلف دی چې ايمان پرې ولري.
۲- مکلف دی چې تلاوت يې کړي.
۳- مکلف دی چې پرې پوه شي.
۴- مکلف دی چې پر لارښوونو يې عمل وکړي.
۵- مکلف دی چې لارښوونې يې نورو ته ورسوي.

لومړی مسؤليت: ايمان

د قران لومړۍ غوښتنه دا ده چې په دې ټينګ باور ولري چې قران د الله له لوري نازل شوی. ايمان د ژبې د وينا او د زړه د تصديق دوه پړاوونه لري. په قران د ايمان لرلو معنی دا ده چې بايد په ژبه ووايو چې قران د الله کلام دی چې د خدای د نږدې ملايکې جبريل عليه السلام له لارې پر وروستني نبي، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم، نازل شوی.  دا په مسلمانه ټولنه کې د غړيتوب اخيستلو له پاره يو قانوني شرط دی. د دې تر څنګ بايد په زړه کې د قران په اړه ژور باور هم وپنځوو. خو له بده مرغه چې نن ورځ په مسلمانانو کې د قراني سرچينې په ربانيت پخه عقيده ډيره لږ تر سترګو کيږي. د همدې عقيدې نشتوالی دی چې مونږ نه په زړونو کې قران ته درناوی لرو او نه يې هم لوستلو ته ليوالتيا، نه يې په مفاهيمو کې د ژور تدبر څرګندونه کوو او نه مو هم کله په فکر کې ګرځي چې د ژوند تيرولو له پاره ترې لارښوونې واخلو.
ښايي دا پوښتنه پيدا شي چې سمې عقيدې ته سړی څنګه رسيدی شي؟ ځواب دا دی چې د ايمان سرچينه په خپله قران دی. که دا کتاب حقيقت ته د رسيدو په موخه ولوستل شي او په مفاهيمو کې يې ژور فکر وکړل شي، له زړه څخه به د تيارو ټولې پردې پورته شي او د ننه روح به د ريښتينې عقيدې په رڼا روښانه شي.
په ياد بايد ولرو چې عقيده څه داسې شی نه دی چې له بيرون څخه راوړل کيږي بلکې د بنسټيزو واقعيتونو ېوه ټولګه ده چې وړاندې له وړاندې په مونږ کې موجوده ده او د قران کريم په ايتونو کې د ژور فکر کولو په وسيله زمونږ د شعور سطحې ته راپورته کيږي.

دوهم مسؤليت: په غور او فکر سره تلاوت

د قران په وړاندې زمونږ دوهم مسؤليت دا دی چې په غور او پاملرنې سره يې په کره ډول ولولو چې عموماً ترې د تلاوت، ترتيل او تجويد په بڼه يادونه کيږي. پام مو وي چې تلاوت نه يوازې يو مهم عبادت دی بلکې په پرله پسې توګه د عقيدې د تازه کولو يوه اغيزناکه لاره هم ده.
قران داسې کتاب نه دی چې يو وار لوستل غواړي؛ دا داسې کتاب دی چې بيا بيا او په وار وار لوستل غواړي. قران د دې غوښتنه کوي چې بايد په پوره پام سره يې ولولو، په پيغامونو کې يې ژور فکر وکړو او په تلپاتې ډول ترې د خپل ژوند په اړه لارښوونه وغواړو. کټ مټ هاغه ډول لکه زمونږ مادي جسم چې د ژوند له پاره خوړو ته اړ دی، زمونږ روح هم په تلپاتې توګه تغذيه غواړي. او لکه زمونږ د جسم د اړتيا وړ خوراک سرچينه چې ځمکه ده، زمونږ د ساه د اړتيا وړ خوراک سرچينه د خدای کلام او په خپله قران دی.
سربيره پر دې د قران کريم د تلاوت کولو يوې منظمې او هميشنۍ هڅې ته هم اړتيا ده ځکه چې تلاوت زمونږ د عقيدې د تازه کولو او ژوندي کولو وسيله او د خدای په لاره پرتو خنډونو سره د ډغرو وسله ده. د دې سپيڅلې کتاب د تلاوت تر ټولو غوره لاره دا ده چې سړی له نيمې شپې وروسته د خدای په وړاندې ودريږي او د تهجد په لمانځه کې يې په ورو او صبرناک ډول تلاوت کړي داسې چې په مناسبو ځايونو کې پکې دمه وکړي تر څو يې زړه ته ترې د اغيزمن کيدو وخت په لاس ورشي. د قران لوستنه په هر وخت کې نيک کار دی مګر د تهجد پر وخت ځانګړی ثواب لري.

درېيم مسؤليت: ځان پوهونه

د قران په وړاندې زمونږ درېيم مسؤليت دا دی چې پر مفاهيمو يې ځان پوه کړو. قران د دې له پاره نازل شوی چې ځان پرې پوه کړل شي او غور پکې وشي. په قران پوهيدنه ګڼې کچې او پړاوونه لري چې هر څوک يې د خپلې ذهني او علمي کچې په اندازه تر لاسه کولی شي.
پر قران د پوهيدنې لومړی پړاو تذکر دی چې هدف ترې دا حقيقت دی چې د قران لارښوونې هيڅکله هم له سالم انساني فطرت سره نااشنا او پردۍ نه دي بلکې د هغو ابدي حقيقتونو استاځيتوب کوي چې په انساني روح کې پټ پراته دي او د قران کريم د لوستنې یا اوريدنې په وسيله دا هير شوي واقعيتونه بيرته راياديږي. د هدايت د دومره کچې د تر لاسه کولو له پاره قران کريم د الله له خوا ډير اسانه ګرځول شوی. د دومره کچې پوهې له پاره دا کومه خبره نه ده چې د يو چا د پوهې وړتيا محدوده وي، يا يې د منطق او فلسفې پوهه کمزورې وي، او يا يې هم د ژبې او ادبياتو په اړه معلومات کم وي. له دې ټولو ستونزو سره سره هم هغه د دې وړتيا لري چې د قران پر اساسي پيغام او عملي هدايت پوه شي خو په دې شرط چې سالم فطرت يې د بيلاريو په وسيله نه وي ويجاړ شوی.
پر قران د پوهيدنې دوهم پړاو تدبُر دی چې څه ستونزمن کاردی. تدبر ژوره مطالعه، بيخيز تفکير، هر اړخيز غور او د قراني حکمت په ژور سمندر کې ژورې غوټې وهل دي.
دا ډول پوهه تر څو چې يو څوک خپل ټول ژوند، ټولې وړتياوې، او ټول وس په قران د پوهيدنې يوازيني هدف ته ځانګړی نه کړي، امکان نه لري. څرګنده ده چې هر څوک د ژورې پوهې او فهم په موخه د دې ډول ځان ښندنې او هاند لوړو پوړونو ته نه شي رسيدی مګر دا لازم ده چې په هر وخت کې بايد په دې فريضه بوخت يو شمير وګړي موجود وي. دا ډول پوهان او عالمان تر هغې نه شي رامينځ ته کيدای تر څو چې د اسلامي نړۍ په لروبر کې د پوهنتونونو يو داسې جال و نه لرو چې په قراني څيړنه بوخت او دغه ستر کتاب يې د خپلو ټولو علمي هلو ځلو د پام مرکز ګرځولی وي.

څلورم مسؤليت: عمل کول

د قران په اړه زمونږ څلورم مسؤليت دا دی چې په لارښوونو يې عمل وکړو. قران د انسانيت له پاره هدايت دی. د قران د نزول هدف يوازې هغه وخت تحقق مومي چې خلک يې په لارښوونو عمل وکړي او د ژوند په هر ډګر کې يې خپل لارښود وګرځوي. که مونږ قراني لارښوونو ته پام و نه کړو، تشه لوستنه او پرې پوهيدنه د دې په ځای چې ګټه را ورسوي د الله په وړاندې مو نور هم ملامته کوي.
په فردي کچه په هر مسلمان فرض دی چې خپل ژوند له قراني لارښوونو سره برابر کړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: “له تاسې څخه هيڅوک هم تر هغې سم مؤمن کيدای نه شي تر څو چې خپلې غوښتنې زما د راوړي (پيغام) تابع نه کړي”. له قران څخه د ګټې اخيستنې تر ټولو غوره لاره دا ده چې خپله ژوند-بڼه او ژوند-لاره له قراني لارښوونو سره برابره کړو.

په ټولنيزه کچه هم په ورته ډول فرض دی چې د هغه ډول عادلانه او له نياو څخه ډک ټولنيز نظام د رامينځ ته کولو له پاره منډې ترړې وکړو چې قران يې غواړي. مسلمانان د يوې ټولګې په ډول مسؤليت لري چې په عامه او شخصي ډګرونو کې الهي حاکميت پلی کړي. پر مونږ هر يوه فرض ده چې په دې لاره کې تر وسه وسه هڅه وکړو. له قراني لارښوونو سره سم د دې ډول عادلانه نظم رامينځ ته کول د قران د پيروانو ديني وجيبه ده.

پنځم مسؤليت: خپرول

د قران په اړه زمونږ پنځم مسؤلیت دا دی چې پيغام يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوو. د دغه پيغام رسول اصلاً د رسول الله صلی الله عليه وسلم مسؤليت وو چې هغه په خپل وار اُمت ته د دغه الهي پيغام د رسولو خپله فريضه په غوره ډول تر سره کړه. له هغه ځايه چې د نبوت لړۍ د رسول الله په راتلو سره پای ته رسيدلې نو د اُمت دنده ده چې دغه پيغام ټول انسانيت ته ورسوي.
له بده مرغه چې ټولې نړۍ ته د دغه الهي پيغام رسونه نن ورځ لرې ښکاري، ځکه چې مسلمانان په خپله د قران له لارښوونو څخه ناخبره دي.
له دې کبله “بيرته د قران په لور” تر نوم لاندې د يوه پياوړي علمي او فکري خوځښت اړتيا ليدل کيږي تر څو هم د عامو وګړو د لارښوونې له پاره په عاميانه، او هم د لوړ پوهنيز پوړ له پاره په ژوره پوهنيزه ژبه د قران پيغام وړاندې کړي او په دې توګه هم عام ولسونه او هم د مسلمانې ټولنې هوښياره او پوهه طبقه د قران لور ته را ماته شي.

ليکنه: اسرار احمد

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: