عبادات، فضایل او آدابقرآن اړوند

د قرآن کريم د تلاوت آداب – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

د قرآن کريم د تلاوت آداب

له تلاوت نه مخکې د پاکوالي او نظافت پوره پوره خيال بايد وساتل شي، له اوداسه پرته په قرآن کريم له لاس لګولو نه ځان په کلکه وساتئ، په پاک او صاف ځای کې کېنئ او تلاوت وکړئ!.

د تلاوت په وخت کې قبلې ته مخ کړئ، د قاعدې په شکل کېنئ، یانې پلترۍ ووهئ او په ټيټ سر په پوره پام او د زړه له کومې او ادب سره تلاوت وکړئ. الله جل جلاله فرمايلي دي:

( كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ ) [سورة ص ۲۹].

ژباړه: کتاب چې موږ تاسې ته درلېږلی له برکته ډک دی، چې هغوی پرې غور او فکر وکړي او د عقل حښتنان ترې پند حاصل کړي.

حروف سم او صحیح اداء کړئ او په ورو ورو یې ولولئ، د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمان دی:

«په خپل اواز او لهجه قرآن کريم ښکلی کړئ» (ابو داؤد).

رسول الله صلی الله عليه وسلم به يو یو حرف واضحه او یو یو آیت يې جلا جلا لوست، د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم لارښوونه ده:

د قرآن تلاوت کونکي ته به د قيامت په ورځ ویل کېږي، چې په څنګه ورو او ښه اواز تا ښکلی او ښایسته قرآن لوست، هماغسې قرآن لوله او د هر آيت په بدله کې دې یوه درجه لوړېږي، ستا د اوسېدو ځای د ستا د تلاوت وروستي آيت ته نږدې دی (ترمذي).

مه ډېر په لوړ اواز تلاوت کوئ او مه يې بيخي ورو لولئ بلکې په برابره اندازه تلاوت وکړئ د الله جل جلاله لارښوونه ده:

( وَلا تَجْهَرْ بِصَلاتِكَ وَلا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً ) [الإسراء ۱۱۰].

ژباړه: او په خپل لمانځه کې مه په ښکاره (جهر) تلاوت او مه يې ډوب ډوب کوئ، بلکې د دواړو په منځ کې لاره غوره کړئ.

د قرآن کريم تلات په ذوق او شوق او د زړه په مينه وکړئ، او دا باور ولرئ چې له قرآن کريم سره مينه له الله جل جلاله سره مينه ده، نبي اکرم ـ صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي:

«زما د امت لپاره تر ټولو غوره عبادت د قرآن تلاوت دی».

زياتره وختونه د قرآن کريم په تلاوت مشغول اوسئ او هيڅکله د قرآن کريم له تلاوت نه مه ستړي کېږئ، نبي اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې د الله جل جلاله لارښوونه ده:

کوم بنده چې د قرآن په تلاوت کې دومره مشغول وي چې له مانه د دعاء غوښتلو وخت ونه لري، نو زه ورته د دعاء پرته، تر دعاء غوښتونکو زياته ورکوم (ترمذي).

نبي اکرم ـ صلی الله عليه وسلم – فرمايلي:

بنده د قرآن کريم د تلاوت په وسيله الله جل جلاله ته نږدي کېږي (ترمذي).

محمد ـ صلی الله عليه وسلم – د قرآن کريم تلاوت ته د مؤمنانو د هڅولو لپاره دا هم فرمايلي دي:

«کوم سړي چې قرآن  کريم ولوست او هره ورځ يې تلاوت کوي، د هغه مثال داسې دی لکه د مشکو ډک زنبيل چې د هغې خوشبويي څلورو خواوو ته خپرېږي او چا چې قرآن لوستی وي، او بیا يې تلاوت نه کوي، د هغه مثال داسې دی لکه د مشکو ډک بوتل چې سرپوښ يې بند کړای شوی وي (ترمذي).

د قرآن کريم تلاوت یوازې د هدايت غوښتنې په خاطر وکړئ خلک د ځان معتقد کول، خپل ځان په خلکو کې نامتو کول او د خپلې ديندارۍ له شهرت څخه په کلکه ځان وژغورئ، دا بې اندازې خرابي موخې دي او د دې موخو لرونکی د قرآن کريم د تلاوت کوونکي له هدايت نه محروم او بې برخې وي.

هر کله چې وخت پيدا کړئ تلاوت وکړئ خو د تهجد لمانځه پر وخت د قرآن کريم د تلاوت کوښښ وکړئ، د دې وخت تلاوت تر نورو ټولو وختونو غوره دی او د مؤمن باید دا هیله وي چې د تلاوت تر ټولو غوره مرتبه حاصله کړي.

له دريو ورځو نه په کم وخت کې د قرآن کريم د ختمولو کوښښ مه کوئ، رسول الله ـ صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي:

چا چې له دريو ورځو نه په کم وخت کې قرآن کريم ولوست هغه بيخي قرآن کريم ونه پېژانده.

د قرآن کريم د عظمت او لويوالي احساس ولرئ او لکه څنګه مو چې د ښکاره چټلتيا د لرې کولو خيال ساتلی همداسې له زړه نه بد خيالونه، بې کاره وګڼئ او ناپاکې هيلې له زړه وباسئ، کوم زړه چې ناپاک او له بې کاره خيالاتو او ولولو نه ډک وي، په هغه کې نه د قرآن عظمت او پاکوالی کېناستلای شي او نه هغه د قرآن مجيد په حقايقو او معارفو پوهیدای شي.

حضرت عکرمه رضي الله عنه به چې کله قرآن مجيد بېرته کاوه نو زياتره وختونه به بې هوشه کېده او فرمايل به يې: دا زما د جلال او عظمت څښتن الله جل جلاله کلام دی.

د تلاوت پر وخت دا يقين په زړه کې وساتئ چې که د ځمکې پرمخ انسان ته هدايت په برخه کېدای شي، نو يوازې د همدې کتاب په وسیله ممکن دی، او د همدې ډول تصور له مخې د قرآن مجيد د لوستلو پر وخت فکر وکړئ او پر حقيقتونو او حکمتونو يې د پوهېدلو هڅه وکړئ، ژر ژر تلاوت مه کوئ، بلکې د ځان له پوهولو سره سره د قرآن کريم تلاوت خپل عادت وګرځوئ او د غور او فکر کولو کوښښ وکړئ، حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما به فرمايل چې زه د «القارعة» او «القدر» په څېر کوچني کوچني سورتونه له پوهې او تدبر سره لوستل تردې غوره ګڼم چې د «البقرة» او «آل عمران» په څېر د اوږدو اوږدو سورتونو تلاوت وکړم او پرې هيڅ پوه نه شم، نبي اکرم صلي الله عليه وسلم يو ځلې ټوله شپه همدا يو آیت تکراراوه:

( إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) [المائدة ۱۱۸].

ژباړه: ای الله! که ته دوی په عذاب کړې، نو دا ستا بنده ګان دي، او که ته دوی وبښې، نو ته خورا غالب او بې اندازې د حکمت څښتن يې.

له دې عزم سره د قرآن کريم تلاوت وکړئ چې زه بايد له دې احکامو سره سم خپل ژوندون بدل کړم او د دې د لارښوونو په رڼا کې خپل ژوندون جوړ کړم او بيا چې کومې لارښوونې درته وشوې، له هغې سره د خپل ژوندون سمولو او له ګناهونو نه د خپل ژوندون د پاکولو پرله پسې کوښښ وکړئ، قرآن مجيد به د آئينې (هېندارې) په څېر ستاسې هر داغ او خيرې تاسې ته درښکاره کوي، نو اوس دا ستاسې کار دی، چې تاسې له دغو خيرو، چرک او داغونو نه خپل ځان پاک کړئ.

د تلاوت په موده کې د قرآن مجيد له آيتونو نه د اغيز اخستولو هم کوښښ وکړئ، چې کله د رحمت، مغفرت او د جنت د نعمتونو يادونې لولئ ښه خوشاله اوسئ او چې کله د الله جل جلاله د قهر او غضب او د جهنم د عذاب ويرونکې یادونې لولئ نو پکاره ده چې بدن مو ورېږدي، اوښکې مو بې اختیاره له سترګو را روانې شي او زړه مو د ملامتيا په توبو وژاړي، او کله چې د مؤمنانو د برياليتوبونو حالات لولئ، نو په کار ده چې څېره مو وغوړېږي او چې کله د قامونو د تباهۍ او بربادۍ حالات لولئ نو غمجن شئ، او چې د وعيد او ويرې آيتونه لولئ، نو ويښتان مو بايد پر بدن ودرېږي او چې د زيري او بشارت آيتونه تلاوت کوئ، نو روح مو پکارده د شکر پر ولولو خوشاله شي.

له تلاوت نه روسته دعاء وکړئ، د حضرت عمر رضي الله عنه د دعاء الفاظ دا دي:

« اللهم ارزقني التفكيرَ والتدبُّر لما يتلوه لساني من كتابك، والفهم له، والمعرفة بمعانيه، والنظر في عجائبه، والعمل بذلك ما بقيتُ؛ إنك على كل شيء قدير»

ژباړه: ای الله! زما ژبې چې ستا له کلام نه څه تلاوت کړی، توفيق راکړې چې زه پکې غور او فکر وکړم، الهي ماته پکې پوهه راکړې، ماته يې د مفهوم او معانيو پېژندنه راپه برخه کړې او د عجايباتو د ميندلو سترګې او ليد يې راکړې او ترڅو چې ژوندی يم توفيق راکړې چې زه پرې عمل وکړم، بې شکه چې ته پر هر څه قادر يې (۱).

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱)ـ اصلاحي، مولانا محمد يوسف «په اسلام کې د ژوندانه اداب» د الهدی اداره، پېښور ۱۳۷۱هـ ش. ژباړه: سيد فضل مولا لټون.

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: